د جال تړونونه
![]() | د دې لپاره چې دا مخ د ويکيپېډيا د کيفيت له معيارنو برخمنه شي نو په دې ليکنه کې سمونونه او بدلونونه راولئ. لطفاً د اړونده خپلمنځي تړنو، د ليکنې د متن په ساده کولو او د ليکنې د مخبڼې په ښه کولو کې مرسته وکړئ. د نورو مالوماتو لپاره ښي لور کې د [ښکاره کول] تڼۍ کېښکاږۍ.
په دې ليکنه کې د ويکيسازنې د کړنې سببونه نه دي ورکړ شوي.
|
Networks Protocol
مخکې له دی چې د IPآدرس په اړه رڼا واچوو ،په لمړی سر کې باید وویل شی چې د یوی شبکې د جوړولو لپاره وسایلو ته له ټولو ډیره اړتیا د ه باید وسایل پیدا او د هغه په مټ سره کمپیوټرونه او نور کمپیوټری وسایل یو له بله ونښلول شی. د دی ارتباط د تامینولو لپاره د تړونونو(Protocols) شتون حتمی دی چې همدا تړونونه (Protocol) منطقی ارتباط ټینگوی. د قوانینو هغه مجموعه چې په رسمی شکل درج او په شبکه او انټرنیټ (Internet) کې د وسایلو ارتباط اداره او کنترولوی د تړون یا پروتوکول په نامه سره نومول کيږي. تړون (Protocol) د معلوماتو (Data) فارمټ،چټکتیا،په نښه کول او د غلطیو کنترول او د اړیکو نور ځایونه او برخی کنترولوی. دا تړونونه (Protocols) د ځینو ارگانونو او ټولنو پواسطه تهیه او منل کېږی.له دی ارگانونو څخه ځینی یی په لاندی ډول دی: IEEE :( Institute of Electrical & Electron icy Engineer) ANSI ( American National Standards Institute
TIA :( Telecommunication Industry Association Alliance) اونور... په شبکه او انټرنیټ کې له بیلا بیلو تړونونو څخه گټه اخیستل کېږی.دا تړونونه ډیری دندی تر سره کوی په دی ځای کې به له دی تړونونو څخه د IP تړون د بیلگی په توگه و څیړل شی.