د تېلو کمښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د تېلو کمښت د تېلو په یوه څاه، نفتي ساحه یا جغرافیايي سیمه کې د تېلو د تولید کمښت ته ویل کېږي. د هوبرټ د اوج تیوري د مخکېني کشف د کچو او د اټکل شوي تولید د کچو پر بنسټ د تولید د کچې اټکل کوي. د هوبرټ منحني اټکل کوي چې د نه نوې کېدونکو سرچینو د تولید منحني د نورمال وېش منحني ته تقرب کوي یا نږدې کېږي. نو د دې تیورۍ پر بنسټ، کله چې تولید له اوج څخه تېرېږي، د تولید کچه یوه داسې کمښت ته دننه کېږي چې بېرته نه را ګرځي.[۱][۲][۳]

د متحدو ایالتونو د انرژۍ د معلوماتو ادارې په ۲۰۰۶ کال کې اټکل وکړ چې په ۲۰۱۵ کال کې به د تېلو نړیوال مصرف په ورځ کې ۹۸.۳ میلیونه بیلرو (۱۵۶۳۰۰۰۰ متر مکعبو) ته ورسېږي او په ۲۰۳۰ کال کې به دا مصرف په ورځ کې ۱۱۸ میلیونه بیلرو ته لوړ شي. په ۲۰۰۹ کال کې د تېلو نړیوال مصرف ته په کتو سره چې په ورځ کې ۸۴.۴ میلیونه بیلره و، په ۲۰۱۵ کال کې د اټکل شوي مصرف کچې ته په رسېدو کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ د کلني ډېرښت اوسط په کال کې ۲.۷ سلنه ډېروالی ښيي.[۴][۵]

د سرچینو شته‌والی[سمول]

د نړۍ د طبیعي تېلو عرضه ثابته ده، ځکه چې تېل په طبیعي ډول ډېر ټکني یا ورو ورو جوړېږي او د استخراج له سرعت سره یې نه‌شو برابرولای. د میلیونونو کلونو په جریان کې پلانکټونونه، باکتریاوې او نور نباتي او حیواني مواد د سمندر د تل په رسوباتو کې خښ شوي دي. کله چې شرایط مناسب وو – یعنې د تجزیې لپاره اکسیجن کم و او د خښولو لپاره کافي تودوخه او ژوروالی موجود و – دغه عضوي پاتې‌شوني پر نفتي ترکیباتو بدل شول، په داسې حال کې چې ورسره رسوبات یې پر شګلنو کاڼو، سلیټ کاڼو او نورو اوبو زبېښونکو رسوبي کاڼو بدل شول. کله چې دغه ترکیبات د اوبو نه زبېښېونکو ډبرو لکه شېل، مالګې او اتشفشاني ډبرو په مرسته وپوښل شي، د تېلو ذخیرې یا زېرمې جوړوي چې دا مهال کار ترې اخیستل کېږي.[۶][۷]

د تولید د کمښت ماډلونه[سمول]

په لنډ او منځني مهال کې د تېلو تولید د ځمک‌پوهنیزو شرایطو، دولتي سیاستونو او انجنیري مېتودونو له مخې په داسې ډول کمېږي چې د اټکل وړ وي. د کمښت د منحني بڼه له دې نظره توپیر لري چې څاه، میدان یا د میدانونو یوه مجموعه په پام کې ونیول شي. په اوږد مهال کې د ټېکنالوژۍ پرمختګونو ځینې اټکلونه ننګولي دي.

د تېلو د څاه په تولید کې کمښت[سمول]

د تېلو یو منفرد څاه د خپل عمر په لومړیو کې په حد اکثر سرعت سره تېل تولیدوي. بالاخره د تولید کچه داسې حالت ته رسېږي چې نور مطلوبه اندازه تولید نه لري. د کمښت د منحني بڼه د تېلو په زېرمه او د زېرمې د محرک په میکانیزم پورې تړاو لري. څاه ګان د اوبو د محرک او د ګاز د سرپوښ لرونکي محرک په زېرمو کې کابو په ثابت سرعت سره تر هغه مهاله تېل تولیدوي چې نفوذي اوبه څاه ته ورسېږي او د تېلو تولید په ناڅاپي ډول کم کړي. [۸]

د تېل لرونکې ساحې د تولید کمښت[سمول]

د تېلو منفرد څاه ګان معمولاً د تېلو په هغو میدانونو کې وي چې ګڼ څاه ګان لري. د منفردو څاه ګانو په څېر د تېل لرونکو ساحو یا میدانونو لپاره هم د تولید منحني په ځمک‌پوهنه او د هغوی د تولید د پراختیا په ډول پورې تړاو لري. د ډېرو تېل لرونکو ساحو یا میدانونو د تولید مشخصات د اوج ځانګړي ټکي لري، خو د لویو تېل لرونکو ساحو په مورد کې معمولاً تولید تر کمښت وړاندې اوج ته رسېږي او دا اوج ساتل کېږي. کله چې په یوه تېل لرونکې ساحه کې کمښت پېښېږي، معمولاً یو چټک کمښت ورپسې وي. د دغه کمښت په کمېدو سره تولید په نسبتاً ټيټو کچو کې دوام پیدا کولی شي. په متحدو ایالتونو کې ځينې تېل لرونکې ساحې څه باندې ۱۰۰ کاله کېږي چې تېل تولیدوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د تېل لرونکې ساحې منحني د ځینو عواملو په واسطه بدلېدای شي:

  • تولید ښايي د بازار د شرایطو یا دولتي مقرراتو په واسطه محدود شي؛
  • د اوبو او ګاز د تزریق په څېر د بیاموندنې یوه ثانویه پروژه کولای شي پر ساحه فشار وارد کړي او ټولیزه بیاموندنه ډېره کړي؛
  • دا میدان ښايي د کاربن ډای اکسایډ یا بخار د تزریق په څېر د تېلو د بیاموندنې تر یوې پروژې لاندې راشي. دا چاره مرسته کوي چې له ډبرې څخه ډېر تېل خارج شي او د ساحې نهايي تولید زیات شي.

د ګڼو ساحو د تولید کمښت[سمول]

ډېری تېل په څو لویو تېل لرونکو ساحو کې پیدا کېږي. د هوبرټ د تیورۍ له مخې تولید په ارامۍ سره پیلېږي، په چټکۍ سره زیاتېږي، بیا ټکنی کېږي او تر هغه مهاله چې اوج ته رسېږي، صافېږي او بیا یې تولید د کمښت لوري ته ځي. په وروستي پړاو کې تولید د تصاعدي کمښت دورې ته دننه کېږي چې په هغې کې د کمښت چټکتیا ډېرېږي. د تېلو تولید ښايي صفر ته ونه رسېږي، خو بالاخره ډېر کمېږي. هغه عوامل چې د منحني پر بڼه اغېز لرلای شي، دا دي:

  • د تېلو لپاره ناکافي تقاضا چې د منحني کږلون کموي او اوج یې د راتلونکي لوري ته اړوي؛
  • د تولید اوج ته په رسېدو سره بیه لوړېږي، ځکه تولید نه‌شي کولای تقاضا پوره کړي. که د بیې د لوړېدو له امله تقاضا ډېره کمه شي، ښايي منحني هم ورسره را ولوېږي.
  • د کیندنې د ټېکنالوژۍ پراختیا او یا هم د غیر معمولو تېلو بازارموندنه کولای شي د کمښت کږلون کم کړي، ځکه تېل تر هغه په زیاته اندازه تولیدېږي چې په لومړیو کې یې اټکل کېده.

د متحدو ایالتونو تولید[سمول]

په متحدو ایالتونو کې – تر الاسکا پرته – د تېلو تولید د هوبرټ د تیوریک منحني په پیروۍ سره د څو لسیزو لپاره پیل شو. په متحدو ایالتونو کې د تېلو تولید په ۱۹۷۰ کال کې اوج ته ورسېد او د ۲۰۰۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې د ۱۹۴۰ کال کچې ته راکم شو. په ۱۹۵۰ کال کې متحدو ایالتونو د نړۍ څه باندې نیمايي تېل تولیدول، خو تر ۲۰۰۵ کال پورې دا نسبت شاوخوا ۸ سلنه راکم شو. په ۲۰۰۵ کال کې د متحدو ایالتونو د خامو تېلو واردات تر داخلي تولید په دوه برابره ډېره کچه اوج ته ورسېدل. له هغه وخت راهیسې د متحدو ایالتونو د تېلو تولید زیات شوی او واردات ۴۱ سلنه کم شوي دي.[۱۳]

په ۱۹۷۰ کال کې د تولید د اوج وړاندوېینه په ۱۹۵۶ کال کې د هوبرټ له‌خوا وشوه. تر ۱۹۷۲ کال پورې د متحدو ایالتونو پر داخلي تولید ټولې سهمیې او کنترولونه لرې شول. پر دې سربېره د ۱۹۷۳ کال د تېلو د ناورین په جریان کې د بیو له لوړېدو سره سره په ۴۸ ټيټو ایالتونو کې د تولید کمښت تر ۲۰۰۹ کال پورې معکوس نه‌شو. د خامو تېلو تولید له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې ډېر زیات شوی، حتا د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کې د متحدو ایالتونو د خامو تېلو د تولید کچه د ۲۰۰۸ کال تر منځنۍ کچې ۸۱ سلنه ډېره وه.[۱۴]

د تېلو نړیوال تولید[سمول]

په ۱۹۷۰ کال کې په متحدو ایالتونو کې د تولید د اوج له امله خلکو ته پوښتنه پیدا شوه چې د نړیوال تولید اوج به کله پېښېږي. د نړیوال تولید اوج د تېلو اوج (Peak oil) بلل کېږي.

د یوه نړیوال اوج پایلې[سمول]

د تېلو د تولید اوج کېدای شي په ټوله نړۍ کې د تلو د کمښت لامل شي، یا حتا کېدای شي د بیو له لوړېدو سره د تقاضا د کمښت په دلیل هېڅ ونه لیدل شي. که څه هم مخکېني کمښتونه د عرضې د لنډمهالي کمښت له امله وو، خو د هوبرټ له اوج څخه تېرېدل په دې معنا دي چې د تېلو تولید کمېږي او د عرضې د تامین لپاره باید دغو محصولاتو ته تقاضا کمه شي. د دغسې کمښت اغېزې د کمښت په کچه او د ګټورو بدیلونو په برابرولو پورې تړاو لري.

ناورین[سمول]

د فوسیلي سون‌توکو په کارولو سره انسانان په کمښت کې ونډه اخلي، یعنې د بدیل په نسبت ډېره انرژي مصرفوي. صنعتي اقتصاد دا مهال د سون‌توکو په توګه پر تېلو او لومړنیو کیمیايي توکو تکیه دی. د بېلګې په توګه په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۹۰ سلنه لېږد رالېږد د تېلو په مرسته کېږي.[۱۵]

له ۱۹۴۰مې لسیزې راهیسې د کرنې ګټورتیا په پام وړ ډول ډېره شوې ده چې تر ډېره یې دلیل د افت ضد درملو، کودونو او ماشینونو کارول دي. دغه بهیر د زرغون انقلاب په نامه یادېږي. د خوراکي توکو د تولید په ډېرېدو سره د نړۍ نفوس په تېرو ۵۰ کلونو کې ډېره وده کړې ده. د افت وژونکو درملو لپاره تېل د یوه حیاتي عنصر حیثیت لري او کودونه بیا طبیعي ګاز ته کلکه اړتیا لري. د کرنې ماشین آلات هم تېلو ته اړتیا لري.

په کرنه کې د فوسیلي سون‌توکو د کارولو ډېری یا ټول موارد ځينې بدیلونه لري. د بېلګې په توګه په کرنه کې د فوسیلي سون‌توکو تر ټولو ډېره برخه د طبیعي ګاز استفاده ده چې د هابر-بوش (Haber-Bosch) کود د تولید لپاره د هایدروجن د سرچینې په توګه کارول کېږي. طبیعي ګاز یوازې له دې امله په کې کارول کېږي چې دا مهال د تولید د پروسې لپاره تر ټولو ارزانه سرچینه ده. په بدل کې یې د تولید په موخه د هایدروجن د برابرولو لپاره د لمریزې انرژۍ په مرسته د الکترولیز په څېر نورې هغه سرچینې کارولی شو چې پر فوسیلي سون‌توکو تکیه نه دي.[۱۶]

د تېلو کمښت ښايي د «عضوي کرنې» د هغو مېتودونو لوري ته د تګ لامل شي چې کمه انرژي په کې مصرفېږي، په دې مېتودونو کې ښايي پر کاریګرو فشار ډېر وي او اړتیا پېښه شي چې نفوس له ښار څخه کلیو ته مخه کړي او د ښاري کېدو هغه بهیر معکوس کړي چې په صنعتي ټولنو کې برلاسی دی. له دې سره سره، ځینو هغو عضوي کروندګرو چې د عضوي کرنې له معاصرو مېتودونو څخه کار اخلي، د محصولاتو ګټورتیا د معمولي کرنې په څېر ښودلې ده، خو ویلي یې دي چې مصنوعي کودونه، فوسیلي سون‌توکي او افت وژونکي درمل یې نه دي کارولي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

بدیلونه[سمول]

ډېر احتمال لرونکی بدیل دا دی چې د تېلو ځای به د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې په نوې کېدونکې انرژۍ سره ډک شي. بدیل سون‌توکی به احتمالاً هایدروجن وي. هایدروجني اقتصاد به د اوسني پر تېلو ولاړ اقتصاد ځای ونیسي. بل احتمالي بدیل سون‌توکی بیوګاز دی چې له میتان څخه جوړېږي. د میتان د جوش ټکی ۱۶۱ سانتي ګراد درجې دی او د هایدروجن د جوش ټکی ۲۵۲.۸۷ سانتي ګراد درجې دی چې په دې ډول میتان پر یوه ډېر اسانه سون‌توکي بدلېږي.[۲۱]

لمریزه انرژي د ناپایه انرزۍ سرچینه ده. هغه لمریزه انرژي چې په هر ساعت کې د ځمکې سطحې ته را رسېږي، په یوه کال د ټولې نړۍ د مصرف شوې انرژۍ تر کچې زیاته ده. له بادي او لمریزې انرژۍ څخه د استفادې ځینې ننګونې دا دي چې انرژي باید (۱) د سون‌توکو په فزیکي شکل کې زېرمه شي تر څو په راتلونکي کې استفاده ترې وشي، یا (۲) د برېښنا په توګه په مستقیم ډول د لېږدوونکو مزو له لارې ولېږدول شي. بادي او لمریزه انرژي د لېږد وړ نه دي، ځکه د لمر د راختو پر وخت او د باد د لګېدو پر وخت هېڅ ډول کنترول نه‌شته. له دې سره سره، داسې متمرکز لمریز برېښناکوټونه شته چې له حرارتي زېرمې څخه کار اخلي او انرژي تر ۲۴ ساعتونو پورې په مؤثر ډول زېرمه کولی شي.[۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. US Energy Information Administration, Accelerated depletion
  2. M. King Hubbert (June 1956). "Nuclear Energy and the Fossil Fuels 'Drilling and Production Practice'" (PDF). API. د کتاب پاڼې 36. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hirsch, Robert L.; Bezdek, Roger; Wendling, Robert (February 2005). "Peaking Of World Oil Production: Impacts, Mitigation, & Risk Management" (PDF). Science Applications International Corporation/U.S.Department of Energy, National Energy Technology Laboratory. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Total Consumption of Petroleum Products (Thousand Barrels Per Day)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "International Energy Outlook 2011 - Energy Information Administration" (PDF). Eia.doe.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tim Appenzeller (June 2004). "The End of Cheap Oil". National Geographic. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Abhijit Y. Dandekar. Petroleum reservoir rock and fluid properties. CRC Press, 2006. p. 1. کينډۍ:ISBN
  8. Norman J. Hyne, Nontechnical Guide to Petroleum Geology (Tulsa: PennWell, 2012) 435-437.
  9. Mikael Hook, May 2009, Depletion and Decline Curve Analysis in Crude Oil Production, Licentiate Thesis, Department for Physics and Astronomy, Uppsala University, p.70.
  10. [۱] Pennenergy.com history for McClintock No. 1 oil well which began first producing oil in August 1861.
  11. [۲] Archived 2019-08-09 at the Wayback Machine. Florence Field, near Canon City, Colorado, was discovered in 1876.
  12. Richard Miller and others, Decline Rates and Depletion Rates Archived 2013-11-11 at the Wayback Machine., UK Energy Research Centre, Tech Report 4, of "Review of Evidence for Global Oil depletion".
  13. US Energy Information Administration, US net imports of crude oil.
  14. US Energy Information Administration, US crude oil production.
  15. "Use of energy explained : Energy use for transportation". د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. [۳] Archived June 24, 2006, at the Wayback Machine.
  17. "Realities of organic farming". Biotech-info.net. 2000-07-03. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Comparison of Organic and Conventional Corn, Soybean, Alfalfa, Oats, and Rye Crops at the Neely-Kinyon LTAR Site-2001
  19. [۴] Archived January 27, 2006, at the Wayback Machine.
  20. "Organic Farms Use Less Energy And Water". Terradaily.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. A Plan to Power 100 Percent of the Planet with Renewables
  22. کينډۍ:ISBN
  23. by George A Olah, Aiain Goeppert, G. K. Surya Prakash, کينډۍ:ISBN