Jump to content

د تېروتنو یا غلط فهمیو لېست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تېروتنه یا غلط فهمي هغه استدلال دی چې له منطقې اړخه ناسم بلل کېږي. منطقي اعتبار استدلال کمزوری کوي یا یې د ناسم استدلال په توګه پېژني. د بشري خبرو ټول اړخونه کېدای شي تېروتنه یا غلط فهمي ولري. تېروتنې یا غلط فهمۍ د خپلو بېلابېلو بڼو لرلو له امله طبقه بندي ستونزمنه کوي. دوی کېدای شي، د جوړښت له اړخه رسمي تېروتنه یا غلط فهمي او د منځپانګې یا محتوا له اړخه غیر رسمي تېروتنه یا غلط فهمي باندې طبقه بندي شي. غیر رسمي تېروتنې یا غلط فهمۍ نظر نورو ته پراخې دي او په نورو کټګوریو لکه، ناسم اټکل یا انګېرنه، ناسم تعمیم یا عمومي کول، د علت او تړوا په ټاکلو کې په  تېروتنو وېشل کېږي. د تېروتنې یا غلط فهمۍ کارېدل هغه وخت عام وي چې د وینا کوونکي موخه ګډې همغږۍ ته رسېدل هغوی ته له صحیح یا سم استدلال څخه مهم وي. [۱]

رسمي تېروتنه (غلط فهمي)

[سمول]

رسمي تېروتنه یا غلط فهمي د استدلال په بڼه کې یوه تېروتنه ده. ټولې رسمي تېروتنې د غیر منطقي یا غیر منظمو غلط فهمیو یا تېروتنو ډولونه دي.

  • د احتمال غوښتنه – هغه وینا چې یو شی عطا شوي (بدهي) بولي، ځکه چې احتملاً قضیه به همدا وي (یا ممکن قضیه به همدا وي).[۲][۳]
  • له تېروتنې یا غلط فهمۍ استدلال (همدارنګه د تېروتنې په نوم هم پېژندل کېږي) دغه انګېرنه که چېرې د پایلې اخیستنې لپاره یو ځانګړی استدلال ناسم یا تېروتنه وي، نو پایله هم ناسمه راځي. [۴]
  • د اساسی نرخ تېروتنه یا غلط فهمي – دا د مشروطو احتمالاتو پر بنسټ احتمالي قضاوت کول دي، پرته له دې چې د مخکینیو احتمالونو اغېز په پام کې ونیول شي.[۵]
  • د پیوستون تېروتنه یا غلط فهمي- دا هغه انګیرنه ده چې یوه پایله په یو وخت کې د څو شرایطو له خوا پوره کېږي او دا له هغې پایلې څخه چې د یو شرط له خوا پوره کېږي ډېره احتمال لري.[۴]
  • غیر متوازنه تېروتنه یا غلط فهمي- هغه تېروتنه ده چې پایله اخیستنه په منطقي توګه له فرضیې پیروي نه کوي.[۶]
  • د نقاب پوش سړي تېروتنه یا غلطي (د بدیل غیر قانوني پېژندنې) د ورته ښودونکي (نشانګر) په عبارت کې د هغه د ناسموالي لامل شي. [۷]

وړاندیز شوې تېروتنې یا غلط فهمۍ

[سمول]

وړاندیزشوې تېروتنه هغه تېروتنې دي چې له ترکیبي یا ګډو وړاندېزونو سره تړاو لري. د دې لپاره چې یو ترکیبي وړاندیز سم وي، نو باید د هغه تشکیلوونکې اجزاوې حقیقي ارزښت د اړونده کارېدونکو منطقي نښلوونکو سره ورته وي. (ډېر عام)  [او]، [یا]، [نه]، [یوازې که چېرې]، [که چېرې او یوازې که چېرې]

لاندې تېروتنو یا غلط فهمیو کې هغه اړیکې هم شامېلېږي چې ریښتینی ارزښت یې تضمین شوی نه دی، همدا علت دی چې د هغه د پایلو د سموالي تضمین نشته.  

د پېشنهادي تېروتنو ډولونه

  • د بېلوالي (تفکیک) تأیید- په دې معنی چې دې پایلې ته ورسېږي چې د منطقي بېلوالي یو تفکیک باید غلط وي، ځکه چې بل تفکیک سم دی، A  یا B، A په دې خاطر B نه.[۸]
  • د پایلې تأیید- وړاندې والی (مقدم) په یو ښودونکي یعنې اشاروي شرط کې ادعا کړې چې سم دی، ځکه چې پایله یې سمه ده. که چېرې A  بیا B  وی، نو B ځکه A.[۸]
  • د مخکې والي څخه انکار- پایله په یو ښودونکي یعنې اشاروي شرط کې د ناسموالي ادعا کړې، ځکه چې وړاندې حالت (مقدم) یې ناسم دی. که لومړی A وروسته B وي، نه A، نو B  هم نه شته.[۸]

د اندازه کولو تېروتنې

[سمول]

د اندازه کولو تېروتنه په منطق کې یوه غلطي ده چې د مقدماتو اندازه کوونکي د پایلې اندازه کوونکو سره په ټکر کې واقع کېږي.

د اندازه کولو د تېروتنې ډولونه:

  • شته یا موجوده تېروتنه- هغه استدلال دی چې د نړیوالې مقدمې او ځانګړې پایلې درولودونکی دی.[۹]

رسمي قیاسي تېروتنې

[سمول]

قیاسي تېروتنې هغه تېروتنې دي چې په قیاسونو یا اټکلونو کې رامنځ ته کېږي.

  • له یوه منفي بنسټ یا مقدمې څخه مثبته پایله (غیر قانوني منفي)- یو قاطع یا څرګند قیاس مثبته پایله لري، په داسې حال کې چې لږ تر لږه د یوې منفي قضیې درلودونکی دی. [۹]
  • ځانګړې یا انحصاري تېروتنې-  هغه څرګند قیاس چې ناسم دی، ځکه د هغه دواړه مقدمات منفي دي.[۹]
  • د څلورو شرایطو تېروتنه (quaternio terminorum)- یو څرګند قیاس دی چې معمولا څلور شرطونه لري.[۱۰]
  • غیر قانوني یا ناجایز لوی والی- یو څرګند، خو نا معتبر قیاس دی، ځکه چې د هغه اصلي شرط د هغه په اصلي مقدمه کې نه ښودل کېږي بلکې د هغه په پایله کې ښودل کېږي.  [۹]
  • غیر مجاز یا غیر قانوني کوچینوالی- یو څرګند، خو نا معتبر قیاس دی، ځکه چې د هغه کوچنی شرط د هغه په اصلي مقدمه کې نه ښودل کېږي بلکې، د هغه په پایله کې ښودل کېږي.  [۹]
  • له مثبتو مقدمو منفي پایله- یو څرګند قیاس منفي پایله لري، په داسې حال کې چې مقدمات یې مثبت دي.[۹]
  • منځنۍ نه وېشل شوې تېروتنه- هغه تېروتنه ده چې په څرګند قیاس کې منځنۍ شرط یا اصطلاح نه وي وېشل شوې.[۱۱]
  • تصویري یا ماډلي تېروتنه- هغه تېروتنه ده چې له بسیاینې سره یې اړتیا تېروتنه نیول کېږي. که چېرې د Y د شونتیا لپاره X اړین وي، نو د X شرط د Y لپاره ضروري دی. X په یوازې توګه Y نه شي رامنځ ته کولای، خو که X نه وي، نو Y هم نه وي. د بېلګې لپاره د اور لپاره اکیسجن اړین دی، خو څوک نه شي ویلی، چې هر ځای چې اکیسجن وي، هلته اور هم وي. که د X شرط د Y لپاره بسیاینه کوي او X په یوازې ځان وکولای شي، چې د Y شتون یقیني کړي. د بېلګې په توګه، د کار ځای ته د رسېدو لپاره په بس ترانسپورت کې سپرېدل یوه ښه وسیله ده خو د ترانسپورت ځینې نورې وسیلې لکه، موټر، ټکسي، بایسکیل او قدم وهل هم شته چې کارېدلی شي.
  • تصویري دایرې تېروتنه- هغه تېروتنه ده چې په پایله کې یې له اړتیا پرته استدلال درجه ځای پر ځای شوې وي.

غیر رسمي تېروتنې

[سمول]

غیر رسمي تېروتنې هغه استدلالونه دي چې په منطقي توګه د مقدمو د نشتوالي له وجې ناسم بلل کېږي.[۱۲]

  • د اعتدال لپاره استدلال (ناسم جوړجاړی، منځنی حل، مفهومي تېروتنه، argumentum ad temperantiam) داسې انګیري چې د دوو موقفونو تر منځ جوړ جاړی تل سم وي.[۱۳]
  • تړلې تېروتنې د (ډغرې وهلو تېروتنه، د خط کښلو تېروتنه، د سوریټس تېروتنه، د امبارولو یا کوټه کولو تېروتنه، بې سینګاره سړي تېروتنه، د پریکړې د ټکي تېروتنه)- دا په ناسمه توګه د ادعا ردول دي، له دې امله چې ادعا دقیقه نه ده.[۱۴]

ناسم مقدمات

[سمول]
  • د سوال التماس (petitio principii)- دا د مقدمې د ملاتړ په موخه د پایلې د استدلال څخه ګټه پورته کول دي، د بېلګې په ډول، د دې خبرې ویل چې د سګرېټ څکول کېدای شي ستاسو د مرګ سبب شي، یعنې هغه څه چې د مرګ سبب کېږي هغه وژونکي بلل کېږي.[۱۵][۱۶][۱۷]
    • لوډ شوی لېبل- په داسې حال کې چې په طبیعي ډول غلط نه وي، خو د اصطلاحاتو کارول د پایلې اخیستنې د ملاتړ په موخه د پوښتنې د التماس د غلطۍ یا تېروتنې یو ډول دی. کله چې هغه په ناسم ډول کارول کېږي، نو د دغه اصطلاح له مفاهیمو د یوې ځانګړې پایلې د ترلاسه کولو په موخه له استدلال ځانګړی کار اخیستل کېږي. د بېلګې په توګه، د یوې طبیعي غذا لپاره مارکېټینګ وایي: «طبیعي غذاګانې سالمې او خوندي غذاګانې دي چې پرته له کوم افت وژونکي، بوڼو وژونکو او نورو غیر صحي توکو له کارولو پرته کرل کېږي.» د «غیر صحي توکو د اضافه کولو» اصطلاح د دې مفکورې د ملاتړ په توګه کارول کېږي چې محصول خوندي دی.[۱۸]
  • دایروي استدلالونه (circulus in demonstrando)- دا په اسانۍ سره په هغه څه باندې پیل کوي چې ورباندې ختمېږي. د بېلګې په توګه، (ټول لېسانس لرونکي نارینه مجردان دي.)
  • د ډېرو پوښتنو تېروتنه- (پیچلې پوښتنې، له غلطو فرضیو څخه ډکې پوښتنې، د پلوریوم پوښتنې «plurium interrogationum»- یو څوک پوښتنه وکړي چې له وړاندې انګېرنه یا اټکل هغه څه دي چې د ټولو ښکېلو کسانو له خوا منل شوي یا ثابت شوي نه دي. دغه تېروتنې معمولا په ویلو یا تقریر کې رامنځ ته کېږي څو هغو کسانو ته ځواب ورکول محدود کړي چې د پوښتوونکي له اجنډا سره مرسته کوي.

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Hornby, A.S. (2010). Oxford advanced learner's dictionary of current English (8th ed.). Oxford [England]: Oxford University Press. ISBN 978-0194799003. sophist
  2. Leon, Joseph (23 April 2011). "Appeal to Probability". Logical & Critical Thinking. خوندي شوی له the original on 27 September 2013.
  3. McDonald, Simon (2009). "Appeal to probability". Toolkit For Thinking. خوندي شوی له the original on 19 February 2015.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Curtis، "Fallacy Fallacy".
  5. "Base Rate Fallacy". Psychology Glossary. AlleyDog.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 2011-07-07. بياځلي په 2011-02-01.
  6. Bennet, Bo. "Non Sequitur". logicallyfallacious.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  7. Curtis، "The Masked Man Fallacy".
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Wilson 1999، م. 316.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ ۹٫۴ ۹٫۵ Wilson 1999، م. 317.
  10. Pirie 2006، مم. 133–36.
  11. Wilson 1999، مم. 316–17.
  12. Bunnin او Yu 2004، "informal fallacy".
  13. Damer 2009، م. 150.
  14. Dowden 2010، "Line-Drawing".
  15. "Your logical fallacy is begging the question". Thou shalt not commit logical fallacies. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-09-27. بياځلي په 2016-02-24.
  16. "Fallacy: Begging the Question". nizkor.org. خوندي شوی له the original on 2019-03-10. بياځلي په 2016-02-24.
  17. "Begging the Question". txstate.edu. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-09-28. بياځلي په 2016-02-24.
  18. John D. Ramage; John C. Bean; June Johnson (2016). Writing Arguments: A Rhetoric with Readings, Concise Edition, MLA Update Edition. Pearson Education. p. 275. ISBN 978-0-13-458649-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-02-20. بياځلي په 2018-04-03.