د توماس هابس سياسي فلسفه ،

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د توماس هابس سیاسي فلسفه

لیکوال: بهاوالدین مجروح

سایټ: انسان

هابس مطلق حاکميت تائيدوي او هغه يو واقعيت ګڼي. مګر د دولت د حاکميت بنسټ په ديني ارشاداتو او مقدسو متونو کې نه لټوي. دى نه وايي چې مطلق حاکميت داسې يو قدرت دى چې خداى يې په خپله اراده د بندګانو له منځه يوه ته سپاري. دى وايي چې د دولت د حاکميت حق د هغو خلکو له خوا يو حکومت ته ورکول کېږي چې د دولت شکل يې غوره کړى وي. د سياسي فلسفې په تاريخ کې د هابس نظريه هغه مهم قدم دى چې دين او دولت سره جلا کوي.

د هابس په نظر مطلق حاکميت داسې يو واقعيت دى چې انکار ترې نشي کېدى. د دې واقعيت په باره کې دى سوال کوي چې: کومه فرضيه کولاى شي چې د دې واقعيت د شتوالي دلايل او علل مونږ ته روښانه کړي او کوم پرنسيپ د دې واقعيت روغوالى یا درستي مونږ ته ثابتولاى شي، د دې پوښتنو د ځواب دپاره دى په خپل مشهور کتاب ((افسانوي ښامار)) Leviathan (١٦٥١) کې وايي چې انسان دوه ډوله جسم لري. يو د انسان طبيعي جسم او بل د انسان مصنوعي جسم دى. د انسان مصنوعي جسم د انسان له طبيعي جسم څخه له هره پلوه تقليد کوي او داسې قوي او عظيم الجسمه مصنوعي حېوان ترې جوړېږي چې له افسانوي ښامار سره شباهت لري او د مشترک المنافع (Commonwealth) يا د دولت په نامه يادېږي. دولت داسې يو مصنوعي حیوان دى چې په قدرت او جسامت کې له طبيعي انسان څخه ډېر لوى دى. حاکميت د دې مصنوعي حېوان هغه مصنوعي ساده چې دا جسم پرې ژوندى دى او حرکت کوي. قاضيان او د قضايي او اجرايي قوو نور امران او ماموران د دې جسم مفصلونه دي.

مجازات او مکافات هغه شريانونه او پلې دي چې د جسم مفصلونه پرې حرکت کوي او خپلې وظيفې پرې سر ته رسولاى شي. د انفرادي اشخاصو ثروت او شته د دې جسم قوت دى. قوانين او مقررات د دې جسم عقل او اراده ده. اتفاق د دې مصنوعي جسم روغوالى او صحت، نفاق او شرارت يې مرض او کورني جنګونه يې مرګ دى.

هابس پوښتنه کوي: انسان څه اړ کړ چې داسې بلها پر ځان مسلطه کړي، يعنې ولې انسان دولت جوړوي، د خپل فردي اختيار او له خپلې ازادۍ څخه ځان محروموي او داسې شخص يا اشخاصو ته خپل اختيار ورکړي چې د مطلق حاکميت حق لري.

هابس د دې سوال ځواب د انسان په طبيعت کې پېدا کوي. د ده په فکر انساني طبيعت انسان دې ته اړ باسي چې خپلې واګې د يو مطلق حکمران او مقتدر زمامدار لاس ته سپاري. دى وايي په طبيعي حالت کې انساني افراد په عمومي ډول دومره يو له بله سره مساوي دي چې هېڅ يو فرد د داسې يو فوق العاده تفوق او بې ساري برتري په نورو نه شي درلوداى چې له هغې څخه استفاده وکړي او بل کوم فرد ورسره برابري ونه کړى شي. مثلاً د يو شخص که هر څومره جسماني قوت او قدرت ولري، يو کمزورى سړى کولاى شي، يا د دسيسې له ليارې يا د نورو ضعيفانو په ملګرتيا هغه مړ کړي. يعنې په عامه توګه د لياقتو او مهارتونو له لحاظه انساني افراد يو له بله سره مساوي دي. له دې مساواتو څخه په اميدونو او ارزوګانو کې هم مساوات راپېدا کېږي او ټول انسانان يو هدف ته د رسېدو ارزو درلوداى شي. نو د مثال په توګه که دوه انسانان وغواړي چې داسې يو مطلب لاس ته راوړي چې له هغه څخه يوازې يو استفاده کولاى شي. په نتيجه کې د دواړو په منځ کې دښمني راپیدا کېږي او د دې دپاره چې يا ځان له خطره وساتي او يا يوازې هدف ته ورسېږي، نو يو به دې ته اړ کېږي چې يا هغه بل مړ کړي او يا يې غلام کړي. لهذا د هابس په فکر د انسان طبيعي اولي او عمومي تمايل د قدرت دايمي اراده ده چې تر قبره پورې له انسان سره ملګرتيا کوي. دا ځکه چې په طبيعي حالت کې هېڅ فرد داسې يو ډاډ نشي پېدا کولاى چې د ژوند موجود مساعد شرايط وساتي، مګر په يوه شرط چې قدرت يې لا نور هم پسې زيات شي او د زيات قدرت لاس ته راوړلو لپاره ټول انسانان د يوه دايمي جنګ او کش مکش په حالت کې شپې او ورځې سبا کوي. په ژوند، په مال او شتمنۍ يې تر سبا پورې ډاډ نه وي. که سفر کوي، بايد مسلح وي، که خوب کوي بايد دروازې په ځان پسې کلکې وتړي، څنګه چې هيڅوک پر ده باور نشي کولاى او دى هم په هيچا اعتماد نه لري. که يو ګډ قدرت نه وي چې انسانان ترې وويرېږي، نو په طبيعي حالت کې به د انسانانو په منځ کې دايمي جنګ وي. يو بل به وژني او خپل منځ کې به سر خوري، نو هابس ځکه وايي چې په طبيعي حالت کې ((انسان د انسان دپاره لیوه دى)).

په داسې شرايطو کې د صنعت راپیدا کیدل. د زراعت او کرنې امکانات له منځه ځي، ځکه چې له هغو څخه د ګټې اخستلو ډاډ به نه وي. همدا راز نه به ښارونه جوړ شوي وي، نه به تمدن منځ ته راغلى وي، نه به پوهه، علم او هنر او نه به ټولنه وي او انسان به تل د يوه ناڅاپي مرګ په انتظار يوازې د فقر بدبختۍ او وحشت په حالت کې ژوند کولاى. برسېره پر دې په داسې يوه حالت کې چې هر انسان د هر انسان په مقابل کې مينه ګوري، د عدالت او بې عدالتۍ، د خیر او شر مفاهيم په ځاى نه شي پیدا کولاى، په هر هغه ځاى کې چې

ګډ قدرت نه وي، نو قانون نه وي او په[۱]


  1. استشهاد فارغ (مساعدة)