د تلپاتې پراختیا ۷ موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تلپاتې پراختیا ۷ موخه (SDG 7 یا نړیواله ۷موخه) له ۱۷ تلپاتو موخو څخه ده چې په ۲۰۱۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې له خوا رامینځته شوې. موخه یې «د ټولو لپاره ارزانه، باوري، تلپاته او عصري انرژۍ ته د لاسرسي ډاډ ورکول دي».[۱][۲]

دا موخه پنځه نورې موخې لري چې باید تر ۲۰۳۰ز کاله پورې ترلاسه شي. دا موخې د شپږو شاخصونو له خوا اندازه کېږي چې کولای شي موږ خپلو موخو ته نږدې کړي. له پنځو موخو څخه درې د «پایلې موخې» دي:عصري انرژۍ ته نړیوال لاسرسی، د تجدید وړ انرژۍ کې په نړیواله کچه زیاتوالی، د انرژۍ په موثریت کې دوه برابره ښه والی.[۳][۴][۵]

شالید[سمول]

د انرژۍ کارونه د انساني تمدن پيلامه ده. دا کار د بایوماس (د اور کشف) سره د تودوخې تولید لپاره د ځایي تودوخې او پخلي لپاره پیل شو.

لکه څنګه چې د نړۍ نفوس په تلپاته توګه ډېرېږي، نو د هغو کسانو ترمنځ چې ددې هر څه د تامینولو توان لري او هغوی یې چې نه لري واټن ډېرېږي. د پایښت وړ پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو په لوړه کچه سیاسي استازي وویل چې: «د نړۍ په کچه برېښنا ته د ښه لاسرسي سره سره، نږدې یو میلیارډه خلک له برېښنا پرته ژوند کوي او درې میلیارډه خلک د پاک پخلي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او د کور دننه د خطرناکې ککړې هوا له ستونزو سره مخ دي.[۶][۷][۸]

ارزانه، پاکه او عصري انرژي[سمول]

له پخوا څخه، خلکو د ډبرو سکرو او تېلو څخه د لومړنۍ انرژۍ په توګه د برېښنا د تولید په موخه کار اخیسته. د نړۍ هېوادونو چاپېریال ته ددې زیانونو په کتو سره د انرژۍ تولید لپاره د نورو بدیلونو په لټه کې شول (د نوې کېدونکې انرژۍ سرچینې) لکه:[۹]

  • لمریزه انرژي: دا هغه انرژي ده چې د لمر له وړانګو څخه ترلاسه کېږي. دا د انرژۍ خورا پاکه بڼه ده او د خپل کثرت له امله په پراخه کچه کارول کېدای شي.[۱۰]
  • د باد ځواک: یو پاک، وړیا او په تلپاته توګه د لاسرسي وړ انرژي ده.  د انرژي دا بڼه کولای شي متحرکه انرژي، چې د باد د حرکتونو له امله رامنځته کېږي د انرژۍ د تولید لپاره جذب کړي.
  • جیوترمل انرژي: هغه تودوخه چې د ځمکې د لاندینۍ سطحې څخه تولیدېږي د انرژۍ د تولید لپاره کارول کېدای شي. د ځمکې د تودوخې سټیشنونه او د تودوخې پمپونه د تودو چینو څخه د ازادې شوې تودوخې د جذبولو لپاره کارول کېږي.
  • د اوبو انرژي: دا هغه انرژي ده چې، د روانو اوبو پر متحرکې انرژۍ د فشار راوړلو پر مټ ترلاسه کېږي. په سیندونو کې د توربینونو په نصبولو سره کولای شو پاکه او له ضایعاتو پرته انرژۍ تولید کړو.
  • څپه ییز ځواک: د څپه ییز ځواک څخه ترلاسه شوې انرژۍ د برېښنا د تولید لپاره کارول کېدای شي. که څه هم په عام ډول نه کارول کېږي، د انرژۍ دا بڼه پاکه او په اسانۍ سره د ترلاسه کېدو وړ ده چې د انرژۍ د دودیزو سرچینو د بدیل په توګه خورا لوی ظرفیت لري.
  • بایوماس: بایوماس د سوځیدلو وړ ده او د انرژۍ د تولید لپاره کارول کیدای شي چې د مستقیمې سوځېدنې، شریکې سوځېدنې، پیرولیس، پر ګاز بدلېدنې او انیروبیک تخریب له لارې د انرژۍ د تولید لپاره کارول کېدای شي.
  • اټومي انرژي: د اټومي انحلال په کارولو سره په ریکټور کې په پراخه کچه تودوخه تولیدېږي، د ریکټور د سړولو لپاره له اوبو څخه کار اخیستل کېږي چې دا د بخار د تولید لامل ګرځي، د بخار تولید د بخار توربین بدلوي چې دا بیا برېښنا تولیدوي. [۱۱]

نښې، شاخصونه او پرمختګ[سمول]

SDG 7 پینځه نښې لري، چې په پنځو شاخصونو سره انداره کېږي چې باید تر ۲۰۳۰ کاله پورې دا

نښې ترلاسه شي. له پنځو نښو څخه درې یې (پایلې نښې) دي او دوه نورې «د نښو د ترلاسه کولو وسیلې) دي.

۱.۷ نښه: عصري انرژۍ ته نړیوال لاسرسی[سمول]

د SDG 7 لومړۍ نښه ۷.۱ موخه ده:[۱۲][۱۳]

«تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ارزانه، باوري او عصري انرژۍ خدماتو ته د نړیوال لاسرسي ډاډ ترلاسه کول». دا موخه دوه شاخصونه لري:

  • ۱.۱.۷ شاخص: د نفوسو تناسب چې برېښنا ته لاسرسی لري.
  • ۲.۱.۷ شاخص: د نفوسو تناسب چې په پاکو تېلو او ټیکنالوژۍ باندې لومړنۍ تکیه لري.[۱۴][۱۵]

۷.۲ نښه: په نړیواله کچه د نوې کېدونکې انرژۍ په سلنې کې زیاتوالی[سمول]

د SDG 7 دویمه نښه، ۲.۷ نښه ده: «په نړیواله کچه تر ۲۰۳۰ز کاله پورې د نوې کېدونکې انرژۍ په ونډه کې د پام وړ زیاتوالی راوستل ».[۱۶]

دا یوازې یو شاخص لري: ۱.۲.۷ شاخص« د انرژۍ په وروستي مصرف کې د نوې کېدونکې انرژۍ ونډه » ده.[۱۷][۱۸][۱۹]

د انرژۍ په موثریت کې دوه برابره ښه والی[سمول]

د SDG 7 درېیمه نښه ۳.۷ نښه ده: «تر ز۲۰۳۰ کاله پورې، په نړیواله کچه د انرژۍ په موثریت کې دوه برابره ښه والی».[۲۰]

دا یو شاخص لري: ۱.۳.۷ شاخص «د انرژۍ شدت د لومړنۍ انرژۍ او GDP له مخې اندازه کېږي».[۲۱][۲۲]

۷ الف نښه: د پاکې انرژۍ په برخه کې څېړنې، ټیکنالوژۍ او پانګونې ته د وده ورکول  [سمول]

د SDG 7 څلورمه نښه ۷ الف نښه ده: «تر ۲۰۳۰ز کاله پورې، د پاکې انرژۍ، څېړنې او ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي د اسانتیا لپاره نړیوالې همکارۍ ته وده ورکول، د نوې کیدونکې انرژۍ په ګډون، د انرژۍ موثریت او د فوسیل د سوځېدو پرمختللې ټیکنالوژۍ، او د پاکې انرژۍ زیربیناوو کې پانګونې ته وده ورکول دي».[۲۳][۲۴]

دا یو شاخص لري: ۱.۴.۷ شاخص « نړیوال مالي جریانونه، مخ پر ودې هیوادونو ته د پاکې انرژۍ، څېړنې، پراختیا او د نوې کېدونکې انرژۍ او د هایبریډ سیسټم څخه ملاتړ» دی.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

۷ ب موخه: د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د انرژۍ د خدمتونو پراخوالی او لوړول[سمول]

د SDG 7 پینځمه نښهه په دې ډول چمتو شوې: «د ۷ ب نښه: تر ۲۰۳۰ز کاله پورې، د زېربنا پراخول او د ټیکنالوژۍ لوړول ترڅو د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د عصري او پایښت وړ انرژۍ خدمتونه وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د لږ پرمختللو هېوادونو، مخ پر ودې کوچني ټاپوګان، او په وچه کې ایسار مخ پر ودې هېوادونه د خپلو اړوندو پروګرامونو سره سم خدمتونه وړاندې کړي».[۳۲]

دا یو شاخص لري: ۱.۵.۷ شاخص « د تلپاته پراختیایي خدمتونو لپاره د GDP د تناسب په اساس د انرژۍ د موثریت په برخه کې پانګه اچونه او د زیربینا او ټیکنالوژي لپاره د بهرنۍ پانګونې مستقیمې مالي مرستې اړینې دي» دی.[۳۳]

ساتونکې ادارې[سمول]

ساتونکې ادارې د لاندې شاخصونو د راپور ورکولو مسولیت لري:[۳۴][۳۵]

  • ۱.۱.۷ او ۲.۱.۷ شاخصونه: نړیوال بانک (WB) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)
  • ۱.۲.۷ شاخص: د اقتصادي او ټولنیزو چارو څانګه – د احصایې څانګه (DESA/UNDP)، د انرژۍ نړیواله اداره (IEA) او د نوې کېدونکې انرژۍ نړیواله اداره (IRENA).
  • ۱.۳.۷ شاخص: د اقتصادي او ټولنیزو چارو- احصایې څانګه (DESA/UNDP) او د انرژۍ نړیواله اداره (IEA) دي.
  • ۱.۷. الف  شاخص: د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان  (OECD)او د نوې کېدونکې انرژۍ نړیواله اداره (IRENA) .
  • ۱.۷.ب  شاخص:د انرژۍ نړیواله اداره  (IEA) .

هر اړخیز پرمختګ او څارنه[سمول]

د تلپاته پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو د لوړې کچې سیاسي فورم (HLPF) هر کال د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا تر نظارت لاندې د SDGs د نړیوالې څارنې لپاره غونډه کوي.[۳۶][۳۷]

ننګونې[سمول]

د کوویډ ۱۹ وبا[سمول]

په ۲۰۲۰ز کال کې، COVID-19 وبا په روغتیایي مرکزونو کې د باور وړ او ارزانې برېښنا اړتیا په ګوته کړه. په یو شمېر سروې شویو مخ پر ودو هېوادونو کې د روغتیایي مرکزونو څلورمې برخې برېښنا نه درلوده او بله برخه یې ‍هم د بریښنا له بې نظمۍ سره مخ وه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲].

له نورو SDGs سره اړیکې[سمول]

SDGs ټول له یو بل سره تړلي دي. انرژۍ (SDG 7) د نږدې هرې لویې ننګونې او فرصت مرکزي برخه ده چې نړۍ نن ورځ ورسره مخ ده: په دې کې د بې وزلۍ له منځه وړل (SDG 1)، د جنډر برابروالی (SDG 5)، د اقلیم له بدلون سره موافقت (SDG 13)، د خوړو خوندیتوب (SDG 2)، روغتیا (SDG 3)، تعلیم (SDG 4)، پایښت لرونکي ښارونه (SDG 11) او ټرانسپورټ (SDG 9) شاملېږي.[۴۳]

SDG 7 او د اقلیم کمېدل (SDG 13) سره تړلي او د یو بل بشپړوونکي دي. د انساني جامعې کم پرمختګ او انرژۍ ته په نابرابره ډول لاسرسی په مستقیم ډول له یو بل سره تړاو لري. انرژۍ له بې وزلۍ او نابرابرۍ سره ډېره نږدې اړیکه لري ځکه چې پاکې انرژۍ ته د مېرمنو لاسرسی د روغتیا، تعلیم او تولیدي فعالیتونو لپاره اړین دي.[۴۴][۴۵][۴۶]

سازمانونه[سمول]

د SDG 7 لپاره پینځه ساتونکې ادارې شتون لري چې په ګډه يې په ۲۰۱۲ز کال کې د انرژۍ د وروستي پرمختګ راپور خپور کړ:[۴۷]

  • د انرژۍ نړیواله اداره (IEA)
  • د اقتصادي او ټولنیزو چارو ریاست – د احصایې څانګه (DESA/UNDP)
  • د نوې کېدونکې انرژۍ نړیواله اداره (IRENA)
  • د ملګرو ملتونو د احصایې څانګه (UNSD)
  • نړیوال بانک (WB)
  • د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)
  • د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (OECD)

په متحده ایالاتو کې مېشت سازمانونه[سمول]

په متحده ایالاتو کې له دوه زرو څخه ډېر له مالیې څخه معاف شوي سازمانونه شتون لري چې د ملګرو ملتونو SDG 7 پورې اړوند مسئلو باندې کار کوي، د معلوماتو له مخې چې د داخلي عوایدو خدمتونو IRS سره ثبت شوي او د X4Impact له خوا راټول شوي دي. X4Impact د راکلفر بنسټ په ملاتړ، فورد بنسټ، هیولټ بنسټ او Giving Tech Labs په مرسته، په متحده ایالاتو کې د وړیا انلاین، ارزانې او پاکې انرژۍ وسیله جوړه کړه.[۴۸][۴۹][۵۰]

سرچینې[سمول]

  1. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  2. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 7) SDG-Tracker.org, website
  3. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 7) SDG-Tracker.org, website
  4. "Goal 7: Affordable and clean energy". UNDP. مؤرشف من الأصل في ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. IEA, IRENA, UNSD, WB, WHO (2019), Tracking SDG 7: The Energy Progress Report 2019, Washington DC (on Tracking SDG 7 website)
  6. United Nations (11 July 2018). "Achieving targets on energy helps meet other Global Goals, UN forum told". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. United Nations (11 July 2018). "Achieving targets on energy helps meet other Global Goals, UN forum told". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. IEA, IRENA, UNSD, WB, WHO (2019), Tracking SDG 7: The Energy Progress Report 2019, Washington DC (on Tracking SDG 7 website)
  9. "Total energy supply (TES) by source, World 1990-2018". Data and Statistics-IEA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Solar Photovoltaic Materials". DuPont Photovoltaic Solutions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Renewable share (modern renewables) in final energy consumption (SDG 7.2) , World 1990-2017". Data and Statistics-IEA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  13. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 7) SDG-Tracker.org, website
  14. UN Statistics (2016) Goal 7 Ensure access to affordable, reliable, sustainable and modern energy for all (Updated on 30 March 2016)
  15. WHO (2014) WHO indoor air quality guidelines: household fuel combustion, World Health Organization, Geneva.
  16. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  17. IEA, IRENA, UNSD, WB, WHO (2019), Tracking SDG 7: The Energy Progress Report 2019, Washington DC (on Tracking SDG 7 website)
  18. IEA, IRENA, UNSD, WB, WHO (2019), Tracking SDG 7: The Energy Progress Report 2019, Washington DC (on Tracking SDG 7 website)
  19. IEA, IRENA, UNSD, WB, WHO (2019), Tracking SDG 7: The Energy Progress Report 2019, Washington DC (on Tracking SDG 7 website)
  20. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  21. Sustainable Energy for All: SDG 7.3 - Energy Efficiency
  22. Lin, Mu-Xing; Liou, Hwa Meei; Chou, Kuei Tien (2020-03-16). "National Energy Transition Framework toward SDG7 with Legal Reforms and Policy Bundles: The Case of Taiwan and Its Comparison with Japan". Energies (په انګلیسي ژبه کي). 13 (6): 1387. doi:10.3390/en13061387. ISSN 1996-1073. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  24. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  25. Adamantiades, A.; Kessides, I. (2009-12-01). "Nuclear power for sustainable development: Current status and future prospects". Energy Policy (په انګلیسي ژبه کي). 37 (12): 5149–5166. doi:10.1016/j.enpol.2009.07.052. ISSN 0301-4215. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Kim, Jungseung; Tsouris, Costas; Mayes, Richard T.; Oyola, Yatsandra; Saito, Tomonori; Janke, Christopher J.; Dai, Sheng; Schneider, Erich; Sachde, Darshan (2013-01-01). "Recovery of Uranium from Seawater: A Review of Current Status and Future Research Needs". Separation Science and Technology. 48 (3): 367–387. doi:10.1080/01496395.2012.712599. ISSN 0149-6395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Adamantiades, A.; Kessides, I. (2009-12-01). "Nuclear power for sustainable development: Current status and future prospects". Energy Policy (په انګلیسي ژبه کي). 37 (12): 5149–5166. doi:10.1016/j.enpol.2009.07.052. ISSN 0301-4215. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Şahin, Sümer; Şahin, Hacı Mehmet; Al-Kusayer, Tawfik Ahmed; Sefidvash, Farhang (2011). "An innovative nuclear reactor for electricity and desalination". International Journal of Energy Research (په انګلیسي ژبه کي). 35 (2): 96–102. doi:10.1002/er.1772. ISSN 1099-114X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Şahin, Sümer; Şahin, Hacı Mehmet; Al-Kusayer, Tawfik Ahmed; Sefidvash, Farhang (2011). "An innovative nuclear reactor for electricity and desalination". International Journal of Energy Research (په انګلیسي ژبه کي). 35 (2): 96–102. doi:10.1002/er.1772. ISSN 1099-114X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Yeom, Hwasung; Dabney, Tyler; Johnson, Greg; Maier, Benjamin; Lenling, Mia; Sridharan, Kumar (2019-02-01). "Improving deposition efficiency in cold spraying chromium coatings by powder annealing". The International Journal of Advanced Manufacturing Technology (په انګلیسي ژبه کي). 100 (5): 1373–1382. doi:10.1007/s00170-018-2784-1. ISSN 1433-3015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Inc, Terrestrial Energy (2021-11-08). "Choosing Canadian Generation IV SMR Would Reward Ontario with Once-in-a-Generation Economic Windfall: Hatch Study". GlobeNewswire News Room (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  33. "IAEG-SDGs 2020 Comprehensive Review Proposals Submitted to the 51st session of the United Nations Statistical Commission for its consideration". United Nations, Department of Economic and Social Affairs, Statistics Division. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "SDG Indicators — SDG Indicators". unstats.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "United Nations (2018) Economic and Social Council, Conference of European Statisticians, Geneva," (PDF). United Nations (SDG 16) Custodian Agencies" (PDF). UNECE. د لاسرسي‌نېټه September 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  37. United Nations Economic and Social Council (2019) Special edition: progress towards the Sustainable Development Goals, Report of the Secretary-General (E/2019/68), High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (8 May 2019)
  38. "The Sustainable Development Goals Report" (PDF). The United Nations Statistics Division. 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  40. Sarkis, Joseph; Cohen, Maurie J.; Dewick, Paul; Schröder, Patrick (August 2020). "A brave new world: Lessons from the COVID-19 pandemic for transitioning to sustainable supply and production". Resources, Conservation, and Recycling. 159: 104894. doi:10.1016/j.resconrec.2020.104894. ISSN 0921-3449. PMC 7164912. PMID 32313383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "The sustainable development goals report 2020" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "COVID-19 Intensifies the Urgency to Expand Sustainable Energy Solutions Worldwide". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. United Nations (11 July 2018). "Achieving targets on energy helps meet other Global Goals, UN forum told". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. IEA, IRENA, UNSD, WB, WHO (2019), Tracking SDG 7: The Energy Progress Report 2019, Washington DC (on Tracking SDG 7 website)
  45. "Policy Brief in support of the first SDG 7 review at the UN High-Level Political Forum 2018" (PDF). United Nations Department of Economic and Social Affairs. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Leveraging co-benefits between gender equality and climate action for sustainable development" (PDF). Report. 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. IEA, IRENA, UNSD, World Bank, WHO (2020) Tracking SDG 7: The Energy Progress Report. World Bank, Washington DC
  48. "Press Release: X4Impact, a Market Intelligence Platform for Social Innovation, Announced U.S. Launch During the 2020 Un General Assembly - NextBillion". nextbillion.net (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. X4Impact. "Ford Foundation Fuels Tech for the Public Interest with X4Impact". www.prnewswire.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Press Release: Hewlett Foundation Becomes X4Impact Founding Partner to Advance Technology for the Public Interest With Focus on Entrepreneurs Creating Tech for Good Solutions - NextBillion". nextbillion.net (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)