د تلپاتې پراختیا ۱۲موخه
د تلپاتې پراختیا ۱۲ موخه (SDG12)یا ۱۲مه نړیواله موخه، چې سرلیک یې "مسئولانه مصرف او تولید" دی، د تلپاتې پراختیا له اوولسو موخو نه یوه ده. دا موخه په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړه شوه. د SDG12 رسمي عبارت دا دی: "د دوامدار مصرف او تولیدي نمونو ډاډ ورکول". SDG12 دا ډول موخې په پام کې لري: د سرچینو ښه کارونه، د انرژۍ د موثریت ښه والی، پایېدونکې زېربنا، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی، شنې او ښې دندې (شنې دندې هغو دندو ته وایي، چې د چاپېریال په ساتنه او بیا رغونه کې مرسته کوي) او د ټولو لپاره د ښه ژوند ډاډ ورکول دي. SDG12 ۱۱ نښې لري، چې لږ تر لږه باید تر ۲۰۳۰ز کال پورې ترلاسه شي او د نښو پر لور یې پرمختګ د ۱۳ شاخصونو پرمټ اندازه کېږي.[۱][۲][۳]
د تلپاتې پراختیا ۱۲ موخه ۱۱ نښې لري، چې لومړنۍ اته یې د "پایلې نښې" دي او درې نښې یې "د لاسته راوړلو وسیلې" دي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریالي کړنلارې پر اساس، دوامدار مصرف او تولید (SCP) "د خدمتونو او اړوندو محصولاتو کارولو ته اشاره کوي، چې بنسټیزو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د ژوند ښه کیفیت خلکو ته وړاندې کړي. سره له دوی، د طبیعي زېرمو او زهرجنو موادو کارول هم کموي همدارنګه د کثافاتو او ککړتیاوو له منځه وړل، ترڅو د راتلونکو نسلونو اړتیاوې له ګواښ سره مخ نه کړي". [۴][۵][۶]
د نړۍ مخ پر ودې نفوس له طبیعي زېرمو نه په نامنظم ډول کار اخلي، چې پر ځمکه ویجاړونکې اغېزې لري دا چاره د اقلیمي بدلون، د ایکوسیسټمونو د ورانولو او د ککړتیاوو د کچې لوړولو لامل کېږي. د دغې ودې د ګواښونو په پایله کې، د دوامدار مصرف او تولید موخه؛ د حکومتونو، سوداګرۍ او ښاریانو هڅول دي، چې په لږو ډېر او ښه کار وکړي، ځکه چې له چاپېریالي تخریب پرته د اقتصادي ودې لامل کېږي؛ د سرچینو د موثریت ښه والي او دوامدار ژوند ته وده ورکوي. سربېره پر دې، دوامدار مصرف او تولید کولای شي، د بېوزلۍ په کمولو او د لږ کاربن لرونکي او زرغون اقتصاد په درلودو کې مرسته وکړي. تر ۲۰۳۰ز کال پورې باید د ریسایکل کولو (بیاځلې دوران) ملي نرخونه لوړ شي، لکه څنګه چې په ټنونو ریسایکل شوو موادو کې اندازه کېږي. پر دې سربېره، شرکتونه باید دوامدارې کړنلارې غوره کړي او د پایښت راپورنه یې خپاره کړي. [۷]
شالید
[سمول]په تېره پېړۍ کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د چاپېریال د تخریب لامل شوی، چې ایکوسیسټم او د نړۍ راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي. د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ یوه برخه د نړیوال اقتصاد لپاره د ټولو سرچینو د مصرف او تولید زیاتوالی دی، دوی د طبیعي چاپېریال او سرچینو په کارولو تکیه کوي، چې دا چاره پر ځمکه منفي اغېزې کوي. د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو وزارت په ۲۰۱۹ز کال کې وویل، چې د نړۍ نفوس به په ۲۰۵۰ز کال کې نږدې ۹.۷میلیاردو ته ورسېږي. [۸][۹]
د مصرف او تولید په نمونو کې بدلون کولای شي، چې اقتصادي وده او د انسان هوساینه د سرچینو له کارولو او چاپېریالي اغېزو نه جلا کړي. دوی کولای شي هغه بدلونونه هم رامنځته کړي، چې په نړیوالو ژمنو کې یې وړاندوینه شوې وه؛ لکه: حیاتي تنوع، اقلیم او په عمومي ډول تلپاتې پراختیا. په هر حال دا هغه خطرناک او پېچلي ګواښونه دي، چې نن ورځ بشریت ورسره مخ دی. چټک اقدام ته اړتیا ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې اوسنۍ مادي اړتیاوې د سرچینو د ډېرې راایستنې او د چاپېریال د سرچینو د تخریب لامل نه شي کېدای.[۱۰][۱۱][۱۲]
تر ۲۰۱۹ز کال پورې، ۷۹ هېوادونو او اروپایي اتحادیې دوامدار مصرف او د تولید نمونو ته د ودې ورکولو لپاره د یوې ملي تګلارې د وسیلې په توګه راپور ورکړی دی. دا کار "د دوامدار مصرف او تولید د نمونو د لس کلن چوکاټ د پلي کولو لپاره ترسره شو" په ۲۰۱۸ز کال کې د فوسیل تیلو نړیواله مالي مرسته ۴۰۰میلیارده ډالره وه. [۱۳]
نښې، شاخصونه او پرمختګ
[سمول]SDG12 ۱۱ نښې لري، چې څلور به یې تر ۲۰۳۰ز کال او یوه به یې تر ۲۰۲۰ز کال پورې ترلاسه شي، خو شپږ یې د نښې کال نه لري.
۱.۱۲ نښه: د لس کلن دوامدار مصرف او تولید چوکاټ پلي کول
[سمول]د ۱.۱۲ نښې پوره عنوان دا دی: "د دوامدار مصرف او د تولید د نمونو په اړه لس کلنه کړنلاره پلي کول، ټول هېوادونه دې اقدام وکړي، پرمختللي هېوادونه دې د مخ پر ودې هېوادونو پراختیا او وړتیاوې په پام کې ونیسي او دوی ته دې لارښوونې وکړي". د دې SDG موخه دا ده، چې ټول هېوادونه دې تر ۲۰۳۰ز کال پورې په دې اړه اقدام وکړي. دا نښه یو شاخص لري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
۲،۱۲ نښه: د طبیعي زېرمو دوامدار مدیریت او کارونه
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې به، د طبیعي زېرمو دوامدار مدیریت کوي او مؤثره ګټه به ترې اخلي". دا نښه دوه شاخصونه لري.[۱۹]
۳.۱۲ نښه: د نړۍ په کچه د خوراکي توکو ضایعات نیمایي کول
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د پرچون او مصرف په کچه، نړیوال خوراکي ضایعات نیمایي ته راکم کړي او له حاصلاتو وروسته د ضایع په ګډون به هغه ضایعات راکموي، چې په تولید او مصرف کې کېږي". دا نښه دوه برخې لري (زیان او ضایع) چې د دوو شاخصونه پرمټ اندازه کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲]
۴.۱۲ نښه: د کیمیاوي موادو او کثافاتو مسئول مدیریت
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "تر ۲۰۲۰ز کال پورې، له منل شویو نړیوالو چوکاټونو سره سم د کیمیاوي موادو او ټولو کثافاتو په برخه کې د چاپېریال ښه مدیریت کول؛ په هوا، اوبو او خاوره کې یې خپرول راکمول؛ ځکه چې د انسانانو پر روغتیا او چاپېریال ناوړه اغېزه کوي". دا نښه دوه شاخصونه لري. [۲۳]
۵.۱۲ نښه: د کثافاتو په تولید کې د پام وړ کمښت راوستل
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د مخنیوي، کمولو، ریسایکل کولو او بیا کارولو له لارې د کثافاتو په تولید کې کمښت راولي". دا نښه یو شاخص لري.[۲۴][۲۵]
۶.۱۲ نښه: د شرکتونه هڅول، ترڅو دوامدارې کړنلارې غوره کړي او د پایښت راپور ورکړي
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "د شرکتونه هڅول، په ځانګړي ډول د لویو او لوړپوړو شرکتونو هڅونه، چې دوامدارې کړنلارې غوره کړي او له راپور سره یې پایښتي معلومات یوځای کړي". دا نښه یو شاخص لري.[۲۶][۲۷]
۷.۱۲ نښه: د عامه تدارکاتو دوامدارو کړنلارو ته وده ورکول
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "د عامه تدارکاتو هغو کړنلارو ته وده ورکول، چې له ملي تګلارو او لومړیتوبونو سره سمون ولري". دا نښه یو شاخص لري.[۲۸]
۸.۱۲ نښه: د دوامدار ژوند په اړه نړیوال پوهاوي ته وده ورکول
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې ډاډ ترلاسه کول، چې په هرځای کې به وګړي له دوامدارې پراختیا او طبیعت سره په همغږۍ کې د ژوند په اړه معلومات او پوهای ولري". دا نښه یو شاخص لري. [۲۹]
۱۲ الف نښه: د دوامدار مصرف او تولید په برخه کې د مخ په ودې هېوادونو د ساینسي او تخنیکي ظرفیت ملاتړ کول
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "د مخ پر ودې هېوادونو ملاتړ کول، ترڅو د دوی ساینسي او تخنیکي ظرفیت پیاوړی شي او د مصرف او تولید بېلګې یې لا ګړندۍ شي". دا نښه یو شاخص لري.[۳۰][۳۱]
۱۲ ب نښه: د دوامدارې ګرځندویۍ د څارنې لپاره د وسایلو رامنځته کول او تطبیقول
[سمول]د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "د دوامدارې ګرځندویۍ د څارنې لپاره د وسایلو رامنځته کول، چې دندې پیدا کوي او ځایي کلتور او محصولاتو ته وده ورکوي".
دا نښه یو شاخص لري. [۳۲]
۱۲ ج نښه: د بازار تحریفونه له منځه وړل، ځکه چې بېځایه مصرف هڅوي
[سمول]پوره سرلیک یې دا دی: "د فوسیل تیلو بې اغېزې مرستې منطقي کوي؛ ځکه چې بېځایه مصرف ډېروي او له ملي شرایطو سره سم د بازار تحریفونه له منځه وړي ". دا نښه یو شاخص لري. [۳۳]
ساتونکې ادارې
[سمول]پرمختګ
[سمول]د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا یو کلنی راپور چمتو شوی دی، چې د ټولو تلپاتو پراختیایي موخو لپاره د پرمختګ ارزونه کوي. په دې موخو کې یوه هم د تلپاتې پراختیا ۱۲مه موخه ده، چې د مسئولانه مصرف او تولید ډاډ ارزوي. [۳۴]
دا پرمختګونه د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل تر دېرشمې نېټې پورې وو، چې د ملګرو ملتونو او د هغوی د هېوادونو له خوا ترسره شول.
له لسیزو راهیسې، سایسنپوهان هغه لارې تشرېح کوي، چې بشریت د اقلیم، حیاتي تنوع، او د ککړتیا له دریوو ځمکنیو کړکېچونو سره مخ دی، چې دا ټول له نامنظم تولید او مصرف سره تړاو لري.
ګواښونه
[سمول]نړیوال کېدل، تلپاتې پراختیا ته د لاسرسي په ډېرولو کې اړینه ونډه لري. په ۲۰۱۵ز کال کې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ، چې که څه هم نړیوال کېدل د تلپاتې پراختیا لپاره ډېر فرصتونه برابروي، خو د ګواښونو پراخه لړۍ هم رامنځته کوي، چې منفي پایلې به ولري.
د خوړو سیسټم د چټک نفوس د ودې او نړیوال کېدلو په شرایطو کې په پراخه کچه وده کړې. د یادونې وړه ده، چې د نړیوال کېدلو او د خوړو سیسټم د تهدید له امله یو شمېر اړین ګواښونه رامنځته شوي دي.[۳۵][۳۶]
نړیوال کېدل کولای شي، چې د خوړو د سیسټم پایښت په بېلابېلو لارو کمزوری کړي. [۳۷]
لومړی: نړیوال کېدل، د وګړو د خوړو عادتونو او نمونو ته بدلون ورکړی دی.
دویم: د نړیوال کېدلو په بهیر کې د خوراکي توکو د رسولو لړۍ خورا اوږده شوې، چې مدیریت یې دوام لري او د خوراکي توکو له ضایع کولو سره ډېره مرسته کوي.
درېیم: نړیوال کېدل، نړیواله سوداګرۍ ډېره رقابتي کړې، چې پر کورني اقتصاد او تولیدي نمونو یې ژوره اغېزه کړې ده. [۳۸][۳۹]
د کووېډ۱۹ اغېزې
[سمول]د کووېډ۱۹ وبا له امله د انسانانو په چلند کې ناڅاپي بدلون راغی، چې دوی یې له ځينو محدودیتونو سره مخ کړل؛ لکه: په انلاین ډول کار کول، د ښوونځیو تړل، پر تګ و راتګ بندیز او یا یې کرنتین ته اړ کول. دې کړنې پر چاپېریال مثبته اغېزه وکړه؛ ځکه سیندونه او اسمانونه پاک شول، خو له محدودیتونو سره سم یې پر چاپېریال منفي اغېزه هم وکړه؛ لکه: هغو توکو ته د عامو وګړو تقاضا ډېره شوه، چې دوی د هوساینې لپاره ترې ګټه اخلي.[۴۰][۴۱]
ځینې سرچینې، لکه Business Insider CNBC, او Bloomberg وایي، چې له ۲۰۱۹ز کال نه تر ۲۰۲۰ز کال پورې د Uber Eats عواید له ۱.۹ میليارد ډالرو نه ۴.۸ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي. د دوی کارکوونکي له ۲۱میلیونو نه ۶۶میلیونو ته لوړ شوي. [۴۲]
سازمانونه
[سمول]- One planet(یوه سیاره) شبکه د هېوادونو او هغه خلک، چې ګټه ترې پورته کوي، د هغوی ګډه ملګرتیا ده، چې موخه یې د دوامدار مصرف او تولید (10YFP)په اړه د لس کلن چوکاټ پلي کول دي، ترڅو د SDG12 په چوکاټ کې پر تولید د ترسره شوو فعالیتونو له خوا رامنځته شوې اغېزې زیاتې کړي. دغه ملګرتیا شپږ کړنلارې وړاندې کوي:[۴۳]
- (UNEP) د ملګرو ملتونو د چاپېریال کړنلاره
- (DESA/UNSD) د اقتصادي او ټولنیزو چارو څانګه – د احصایې څانګه
- (FAO) د خوړو او کرنې سازمان
- (UNWTO) د ملګرو ملتونو د ګرځندویۍ نړیوال سازمان
- (UNESCO-UIS) د احصایې لپاره د یونسکو انسټیټيوټ
- (UNESCO-ED/PSD/ESD) د یونسکو د ښوونې او روزنې برخه، د سولې او تلپاتې پراختیا د پرمختګ برخه، د تلپاتې پراختیا د پرمختګ لپاره د زده کړې برخه.
سرچینې
[سمول]- ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ "sdg-tracker.org/sustainable-consumption-production".[مړه لينکونه]
- ↑ "Sustainable Consumption and Production: A Crucial Goal for Sustainable Development—Reflections on the Spanish SDG Implementation Report". Journal of Sustainability Research. 1 (2). 2019. doi:10.20900/jsr20190019.
- ↑ The State of Food and Agriculture 2019. Moving forward on food loss and waste reduction, In brief. Rome: FAO. 2019. p. 4.
- ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ United Nations Environment Programme (UNEP). (n.d.). Sustainable consumption and production policies. https://www.unep.org/explore-topics/resource-efficiency/what-we-do/sustainable-consumption-and-production-policies
- ↑ United Nations Statistics Division. (n.d.). Ensure sustainable consumption and production patterns. United Nations. https://unstats.un.org/sdgs/report/2021/goal-12/
- ↑ United Nations Economic and Social Council. (2020, April 28). Progress towards the Sustainable Development Goals: Report of the Secretary-General. United Nations. https://undocs.org/en/E/2020/57
- ↑ United Nations Department of Economic and Social Affairs. (2019). World Population Prospects 2019: Highlights. United Nations. https://population.un.org/wpp/Publications/Files/WPP2019_Highlights.pdf
- ↑ United Nations Economic and Social Council. (2021, April 30). Progress towards the Sustainable Development Goals: Report of the Secretary-General. United Nations. https://undocs.org/en/E/2021/58
- ↑ United Nations Economic and Social Council. (2019, May 8). Special edition: progress towards the Sustainable Development Goals: Report of the Secretary-General. United Nations. https://undocs.org/E/2019/68
- ↑ United Nations. (2018). The Sustainable Development Goals Report: 2018. https://unstats.un.org/sdgs/report/2018/overview/
- ↑ United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
- ↑ Environment, U. N. (2017-10-02). "GOAL 12: Sustainable consumption and production". UNEP - UN Environment Programme (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-05.
- ↑ sdgcounting (2017-06-06). "SDG 12 Indicators". Medium (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-05.
- ↑ http://www.oneplanetnetwork.org/platform-sustainable-development-goal-12 Archived 2020-09-20 at the Wayback Machine. Retrieved October 15, 2018
- ↑ "A/CONF.216/5: A 10-Year Framework of Programmes" (PDF) (PDF). بياځلي په 2022-01-19.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Sustainable Consumption and Production" (PDF).
- ↑ "SDG Indicators Metadata repository". UN Stats. بياځلي په 14 September 2020.
- ↑ United Nations, Food. "Food and Agriculture Organization of the United Nations".
- ↑ United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
- ↑ "sdg-tracker.org/sustainable-consumption-production".[مړه لينکونه]
- ↑ "SDG Indicators Metadata repository". UN Stats. بياځلي په 14 September 2020.
- ↑ "SDG Indicators Metadata repository". UN Stats. بياځلي په 14 September 2020.
- ↑ United Nations. "Sustainable consumption and production". United Nations Sustainable Development (in American English). بياځلي په 2020-11-26.
- ↑ "SDG Indicators Metadata repository". UN Stats. بياځلي په 14 September 2020.
- ↑ "Metadata-12-06-01" (PDF). United Nations Stats. بياځلي په 19 September 2020.
- ↑ "Metadata-12-07-01" (PDF). United Nations Stats. بياځلي په 19 September 2020.
- ↑ "Metadata-12-08-01" (PDF). United Nations Stats. بياځلي په 18 September 2020.
- ↑ "SDG Indicators Metadata repository". UN Stats. بياځلي په 14 September 2020.
- ↑ "Metadata-12-0a-01" (PDF). United Nations Stats. بياځلي په 18 September 2020.
- ↑ "Metadata-12-0b-01" (PDF). United Nations Stats. بياځلي په 15 September 2020.
- ↑ "Metadata-12-0c-01" (PDF). United Nations Stats. بياځلي په 15 September 2020.
- ↑ "United Nations (2018) Economic and Social Council, Conference of European Statisticians, Geneva," (PDF). United Nations (SDG 16) Custodian Agencies" (PDF). UNECE. بياځلي په September 24, 2020.
- ↑ Pingali, Prabhu (June 2007). "Westernization of Asian diets and the transformation of food systems: Implications for research and policy". Food Policy. 32 (3): 281–298. doi:10.1016/j.foodpol.2006.08.001.
- ↑ Thyberg, Krista L.; Tonjes, David J. (January 2016). "Drivers of food waste and their implications for sustainable policy development". Resources, Conservation and Recycling. 106: 110–123. doi:10.1016/j.resconrec.2015.11.016.
- ↑ Searchinger, Tim. “Redirecting Agricultural Subsidies for a Sustainable Food Future.” Www.wri.org, 21 July 2020, www.wri.org/insights/redirecting-agricultural-subsidies-sustainable-food-future.
- ↑ Fischer, Justina. The Choice of Domestic Policies in a Globalized Economy the Choice of Domestic Policies in a Globalized Economy. 2012.
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ Curry, D. (2021, August 30). Uber Eats Revenue and Usage Statistics: 2021. Business of Apps. https://www.businessofapps.com/data/uber-eats-statistics/
- ↑ Oliveira, Williara Queiroz de; Azeredo, Henriette Monteiro Cordeiro de; Neri-Numa, Iramaia Angélica; Pastore, Glaucia Maria (October 2021). "Food packaging wastes amid the COVID-19 pandemic: Trends and challenges". Trends in Food Science & Technology. 116: 1195–1199. doi:10.1016/j.tifs.2021.05.027. PMC 8166460. PMID 34092920.
- ↑ United Nations. (n.d.). Responsible Consumption & Production: Why It Matters. https://www.un.org/sustainabledevelopment/wp-content/uploads/2019/07/12_Why-It-Matters-2020.pdf.
- ↑ "Who we are". One Planet Netowrk. 20 September 2016. بياځلي په 15 September 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)