Jump to content

د تلپاتې پراختیا ۱۱ موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تلپاتې پراختیا ۱۱ موخه (SDG 11) یا 11مه نړیواله موخه، چې سرلیک یې "تلپاتې ښارونه او ټولنې" دی، د تلپاتې پراختیا له اوولسو موخو نه یوه ده. دا موخه په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې له خوا جوړه شوه. دSDG11  رسمي دنده دا ده، چې "ښارونه؛ ټولشموله، خوندي، انعطاف منونکي او تلپاتې کړي". SDGs17 دا په پام کې نیسي، که چېرې په یوه سیمه کې اقدام کېږي؛ نو په نورو سیمو کې به هم اغېزمنې پایلې ولري او دا پراختیا باید ټولنیز، اقتصادي او چاپېریالي پایښت سره متوازن کړي. [۱][۲]

د تلپاتې پراختیا ۱۱ موخه په نړیواله کچه پر لسو نښو او ۱۴ شاخصونو وېشل شوې، چې اووه یې د "پایلې نښې" دي. درې نورې یې "د موخو د لاسته راوړلو وسیلې" دي. [۳]

SDG11  لس نښې لري، چې د ۱۵شاخصونو پرمټ اندازه کېږي. د پایلې اووه نښې یې دا دي: خوندي او ارزانه کورونه، ارزانه او دوامدار ټرانسپورټي سیسټمونه، ټولشموله او تلپاتې ښاري ژوند، د نړۍ د کلتوري او طبیعي میراثونو ساتنه، د طبیعي پېښو منفي اغېزې کمول، د ښارونو د چاپېریالي اغېزو کمول، خوندي او ټولشموله شنو او عامه سیمو ته د لاسرسي چمتو کول. [۴][۵][۶]

"د لاسته راوړلو وسیلې" چې درې نښې لري، دا دي: د پیاوړې ملي او سیمه ییزې پراختیا پلان جوړونه؛ د شمولیت د تګلارو پلي کول؛ د سرچینو اغېزمنتیا، د ناورین د خطر کمول او په لږ پرمختللو هېوادونو کې د تلپاتو او انعطاف منونکو ودانیو جوړول. اوسمهال د نړۍ په کچه ۳.۹ میلیارده وګړي ـ د نړۍ نیم نفوس ـ په ښارونو کې ژوند کوي. اټکل کېږي، چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به پینځه میلیارده وګړي په ښارونو کې ژوند وکړي.[۷]

SDG11 د کلیوالې ښکارندې په توګه، په نړیواله پراختیایي همکارۍ کې د بدلون لپاره پر بېوزلۍ تمرکز کوي، ترڅو را وپېژني چې ښارونه، په ځانګړې توګه د نړۍ سویلي برخه له بې کچې بېوزلۍ، چاپېریالي تخریب، اقلیمي بدلون او د طبیعي پېښو له سترو ګواښونو سره مخ ده.[۸]

شالید

[سمول]

د ۲۰۱۵ز کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د ۲۰۳۰ز کال لپاره د تلپاتې پراختیا اجنډا وټاکله، چې په کې د تلپاتې پراختیا ۱۷موخې شاملې وې. دا موخې داسې جوړې شوي، چې نړیوال ناورینونه؛ لکه: بېوزلۍ، نابرابرۍ، اقلیمي بدلون، چاپېریالي تخریب او په سوله او عدالت پورې اړوند ناورینونه حل کوي او د باثباته راتلونکي جوړولو لپاره یې د یوې نقشې په توګه طرحه کوي. [۹]

د ۲۰۱۹ز کال په سپټمبر کې، د SDG په غونډه کې د دولتونو او حکومتونو مشران سره راټول شول، ترڅو د ۲۰۳۰ز کال د تلپاتې پراختیا د اجنډا لپاره خپلې ژمنې نوې کړي. د غونډې په لړ کې دوی یادونه وکړه، چې د ۲۰۳۰ز کال د اجنډا د پلي کولو په لومړیو څلورو کلونو کې لوی پرمختګونه شامل دي، خو په ټولیزه توګه نړۍ د SDGs وړاندې کولو لپاره چمتو نه ده.  [۱۰][۱۱]

SDG11 د کنډوالو رغونه، د بشري استوګنځیوو مدیریت او پلان جوړونه، د اقلیمي بدلون کمول او برابرول او ښاري اقتصاد را په ګوته کوي. د څېړنې لویه برخه چې په SDG11 پورې اړه لري د امریکا، انګلستان او چین له خوا پلي شوې ده. د چاپېریالي او ټولنیزو علومو په برخو کې د تلپاتې ۱۱ پرمختیايي موخې په اړه ډېرې څېړنې شوې او تر دوی وروسته طب، انرژي او انجنیري دي.[۱۲][۱۳]

موخې، شاخصونه او پرمختګ

[سمول]

ملګرو ملتونو د ۱۱SDG لپاره لس نښې او ۱۵ شاخصونه ټاکلي. نښې یې موخې مشخصوي او شاخصونه یې هغه معیارونه راښيي، چې له مخې یې نړۍ غواړي دا معلومه کړي، چې ایا دا نښې ترلاسه شوي دي که نه. شپږ موخې به یې تر ۲۰۳۰ز کال او یوه به یې تر ۲۰۲۰ز کال پورې ترلاسه شي. درې نورې یې په نښه شوی کال نه لري. هره نښه د پرمختګ اندازه کولو لپاره یو یا دوه شاخصونه لري. [۱۴]

۱.۱۱ نښه: خوندي او ارزانه کورونه

[سمول]

د دې نښې پوره سرلیک دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې به ټولو ته مناسب، خوندي او ارزانه کورونه او بنسټیز خدمتونه وړاندې کوي او د بېوزلو ویجاړې سیمې به رغوي". [۱۵]

دغه نښه یو شاخص لري: د ۱.۱.۱۱ شاخص "د ښار د نفوس هغه برخه، چې په کنډوالو کې ژوند کوي" دی.

هغه خلک چې په کنډوالو کې اوسي، پاکو اوبو، صحي خدمتونو، ښو استوګنځیوو او پایېدونکو کورونو ته لاسرسی نه لري. [۱۶][۱۷][۱۸]

۲.۱۱ نښه: ارزانه او تلپاتې ټرانسپورټي سیسټمونه

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې خوندي، ارزانه او تلپاتې ټرانسپورټي سیسټمونو ته لاسرسی چمتو کول، د واټونو ساتنه، په ځانګړي ډول د عامه ټرانسپورټ په زیاتولو سره اړمنو خلکو ته ځانګړې پاملرنه؛ لکه: ښځې، ماشومان، معلولین او زاړه خلک".[۱۹]

دا نښه یو شاخص لري: د۱.۲.۱۱ شاخص "د نفوس هغه برخه، چې عامه ټرانسپورټ ته د جنس، عمر او معلولیت له مخې اسانه لاسرسی لري" دی.[۲۰][۲۱][۲۲]

۳.۱۱ نښه: ټولشموله او تلپاتې ښارمېشتي

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې، په ټولو هېوادونو کې د ټولشمولې او تلپاتې ښارمېشتۍ ډېرول او د انسانانو د استوګنځیوو مدیریت او پلان جوړونې لپاره د ظرفیت لوړول". [۲۳]

دا نښه دوه شاخصونه لري:[۲۴]

  • ۱.۳.۱۱ شاخص: "څومره چې نفوس ډېرېږي له هغوی سره سم د ځمکې د وېش کچه هم ډېرېږي".
  • ۲.۳.۱۱ شاخص: "مدني ټولنه په ښاري پلان جوړونه او مدیریت کې مستقیمه برخه لري، چې په منظم او ډیموکراټیک ډول کار کوي".

۴.۱۱ نښه: «د نړۍ د کلتوري او طبیعي میراث ساتنه»

[سمول]

د نښې پوره متن دا دی: "د نړۍ د کلتوري او طبیعي میراثونو د ساتنې لپاره هڅې ګړندۍ کوي".[۲۵]

دا نښه یو شاخص لري: د ۱.۴.۱۱ شاخص د "ټولو کلتوري او طبیعي میراثونو ساتنه او د ساتنې لپاره یې له هر وګړي نه د مالیې اخیستل، چې د تمویل سرچینې یې (عامه او خصوصي)، د میراث ډول يې (کلتوري او طبیعي) او د حکومت کچه یې (ملي، سیمه ییزه او محلي/ښاري) ده". [۲۶][۲۷]

۵.۱۱ نښه: د طبیعي پېښو منفي اغېزې کمول

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د مړینې او اغېزمنو خلکو شمېر راکم کړي او د نړیوال ناخالص کورني تولید په پرتله به د ناورینونو له امله رامنځته شوي مستقیم اقتصادي زیانونه هم کم کړي، لکه په اوبو پورې اړوند ناورینونه او په سختو حالاتو کې د بېوزلو خلکو ساتنه".[۲۸]

شاخصونه یې دا دي:[۲۹]

  • ۱.۵.۱۱ شاخص:  "په هرو سلو زرو وګړو کې د ناورینونو له امله د مړینې، ورک شوو او د مستقیمو اغېزمنو کسانو شمېر".
  • ۲.۵.۱۱ شاخص:  "د نړیوال ناخالص کورني تولید په تړاو مستقیم اقتصادي زیان، د اړینو زېربناوو زیان او د لومړنيو خدمتونو خنډونه، چې د ناورینونو له امله رامنځته شوي دي".

۶.۱۱ نښه: د ښارونو د چاپېریالي اغېزو کمول

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې به په ښارونو کې د چاپېریال منفي اغېزې کمې کړي او د هوا کیفیت، ښاروالۍ او د کثافاتو مدیریت ته به ځانګړې پاملرنه کوي".[۳۰]

دا نښه دوه شاخصونه لري:[۳۱]

  • ۱.۶.۱۱ شاخص: "د ښار ټول جامد کثافات د ښاروالۍ له خوا راټولېږي او په کنټرول شوو تاسیساتو کې یې اداره کوي".
  • ۲.۶.۱۱ شاخص: "د کوچنیو ذراتو کلنی اوسط د بېلګې په ډول (pm2.5  او (pm10 دی".

۷.۱۱ موخه: خوندي او ټولشموله شنو او عامه سیمو ته د لاسرسي چمتو کول

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "تر ۲۰۳۰ز کال پورې به خوندي، ټولشموله، شنو او عامه ځایونو ته نړیوال لاسرسی چمتو کوي، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو، زړو او معلولو کسانو لپاره".

د دې دوه شاخصونه دا دي:

  • ۱.۷.۱۱ شاخص: "د ښارونو منځنۍ برخې به د جنس، عمر او معلولیت له پلوه د ټولو لپاره شنې ساحې وي".
  • ۲.۷.۱۱ شاخص: "په تېرو ۱۲میاشتو کې د جنس، عمر او معلولیت له مخې د فزیکي یا جنسي ځورونې له امله د قرباني شوو کسانو انډول".

۱۱ الف نښه: د پیاوړې ملي او سیمه ییزې پراختیا پلان جوړونه

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "د ملي او سیمه ییزو پراختیایي پلانونو د پیاوړتیا له لارې د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د مثبتو اقتصادي، ټولنیزو او چاپېریالي اړیکو ملاتړ کول".

دا موخه یو شاخص لري.[۳۲][۳۳]

۱۱ ب نښه: «د شمولیت، د سرچینو د موثریت او د ناورین د خطر کمولو تګلارو پلي کول»

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "تر ۲۰۲۰ز کال پورې به د هغو ښارونو او بشري استوګنځیوو شمېر زیاتوي، چې ګډې تګلارې او پلانونه پلي کوي، همدارنګه د سرچینو موثریت، د اقلیمي بدلون کمول او ورسره توافق کول او د ناورینونو پر وړاندې مقاومت په کې شامل دي. د زیاتو SDGs پرخلاف، چې باید تر۲۰۳۰ز کال پورې ترلاسه شي، مګر دا شاخص به تر ۲۰۲۰ز کال پورې ترلاسه کېږي". [۳۴][۳۵]

دوه شاخصونه یې دا دي:

۱۱ ج نښه: په لږ پرمختللو هېوادونو کې د تلپاتو او انعطاف منونکو ودانیو جوړول

[سمول]

پوره متن یې دا دی: "د لږ پرمختللو هېوادونو ملاتړ کول، چې په کې د مالي او تخنیکي مرستو له لارې، د ځایي موادو په کارولو سره د تلپاتو او مقاومو ودانیو رغول دي". [۳۶]

دا نښه یو شاخص لري.

څارنه او پرمختګ

[سمول]

د پرمختګ په اړه راپورونه، په لوړه کچه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا په کلني ډول جوړېږي، چې د تلپاتو پراختیایي موخو پرمختګ ارزوي. تر ټولو وروستی راپور په ۲۰۲۱ز کال کې خپور شو او پخوانی راپور د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې خپور شوی و.

ګواښونه

[سمول]

د کووېډ۱۹وبا اغېزې

[سمول]

د ډېرو هېوادونو ښارونه د کووېډ۱۹ مرکزونه ګرځېدلي دي. د کووېډ۱۹ وبا کابو ۶۰سلنه پېښې په ښارونو کې ثبت شوې دي، چې د وبا په رامنځته کولو او ګړندۍ کولو کې یې پراخه ونډه درلوده.[۳۷][۳۸][۳۹]

په اقتصادي نابرابریو کې د کووېډ۱۹ کنټرولول خورا ستونزمن دي. عامه ټرانسپورټ د ټیټو عاید لرونکو ټولنو لپاره اړین دی؛ ځکه دوی د خپل سفر لپاره پر عامه ټرانسپورټي خدمتونو تکیه کوي، تر هغه وروسته خوندي، ارزان او تلپاتې ټرانسپورټي سیسټمونه اړین دي. [۴۰][۴۱].

سازمانونه

[سمول]

د ملګرو ملتونو سیسټم

[سمول]

امریکا د ځیرکو تلپاتو ښارونو (U4SSC) د نوښت لپاره او د تلپاتو پراختیایي موخو د څارلو لپاره په ښاري چاپېریال پورې اړوند ازمایښتي کړنې ترسره کړې دي.

  • (IDB) د امریکا پراختیایي بانک
  • (UNIDO) د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان
  • (ECA) د افریقا لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي کمیسيون
  • (UNISDR) د ناورین د کمولو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله سټراټیژي
  • د بشري استوګنځیوو لپاره د ملګرو ملتونو کړنلاره             

سرچینې

[سمول]
  1. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  2. "What are the Sustainable Development Goals?". United Nations Development Programme. خوندي شوی له the original on 8 August 2020. بياځلي په 6 September 2020.
  3. "Goal 11 | Department of Economic and Social Affairs".
  4. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  5. "Goal 11: Sustainable cities and communities". United Nations Development Programme. بياځلي په 6 September 2020.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  6. Alvarez-Risco, Aldo; Rosen, Marc; Del-Aguila-Arcentales, Shyla; Marinova, Dora, eds. (2020). Building Sustainable Cities. doi:10.1007/978-3-030-45533-0. ISBN 978-3-030-45532-3. S2CID 166562364.کينډۍ:Pn
  7. Kaviti Musango, Josephine; Currie, Paul; Smit, Suzanne; Kovacic, Zora (December 2020). "Urban metabolism of the informal city: Probing and measuring the 'unmeasurable' to monitor Sustainable Development Goal 11 indicators". Ecological Indicators. 119: 106746. doi:10.1016/j.ecolind.2020.106746. S2CID 224873830.
  8. Danish Institute for International Studies. (2015). The UN Sustainable Development Goal 11: THE WORLD NEEDS AN URBAN GOAL. https://pure.diis.dk/ws/files/267767/The_world_needs_an_urban_goal_web.pdf
  9. "Take Action for the Sustainable Development Goals".
  10. https://www.un.org/millenniumgoals/pdf/Goal_7_fs.pdf
  11. "Goal 11: Sustainable cities and communities".
  12. "Goal 11: Sustainable cities and communities".
  13. "Goal 11: Sustainable cities and communities".
  14. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  15. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  16. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  17. Brussel, Mark; Zuidgeest, Mark; Pfeffer, Karin; van Maarseveen, Martin (30 January 2019). "Access or Accessibility? A Critique of the Urban Transport SDG Indicator". ISPRS International Journal of Geo-Information. 8 (2): 67. Bibcode:2019IJGI....8...67B. doi:10.3390/ijgi8020067.
  18. "Sustainable Development Goal 11". Sustainable Development Goals. 16 November 2017. بياځلي په 16 November 2017.
  19. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  20. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  21. Improving Access to Public Transport. OECD Publishing. 2004. doi:10.1787/9789282113257-en. ISBN 978-92-821-1325-7.کينډۍ:Pn
  22. Improving Access to Public Transport. OECD Publishing. 2004. doi:10.1787/9789282113257-en. ISBN 978-92-821-1325-7.کينډۍ:Pn
  23. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  24. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  25. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  26. Baugher, Sherene; Appler, Douglas; Moss, William (2017). Baugher, Sherene; Appler, Douglas R; Moss, William (eds.). Urban Archaeology, Municipal Government and Local Planning: Preserving Heritage Within the Commonwealth of Nations and the United States. Springer International Publishing AG. doi:10.1007/978-3-319-55490-7. ISBN 978-3-319-55488-4.
  27. UNESCO (2019) Culture | 2030 Indicators, United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization, Paris, France, ISBN 978-92-3-100355-4, CC-BY-ND 3.0 IGO
  28. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  29. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  30. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  31. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  32. Chankseliani, Maia; McCowan, Tristan (January 2021). "Higher education and the Sustainable Development Goals". Higher Education. 81 (1): 1–8. doi:10.1007/s10734-020-00652-w. PMC 7646712. PMID 33173242.
  33. Brandli, Luciana Londero; Salvia, Amanda Lange; Da Rocha, Vanessa Tibola; Mazutti, Janaina; Reginatto, Giovana (2020). "The Role of Green Areas in University Campuses: Contribution to SDG 4 and SDG 15". Universities as Living Labs for Sustainable Development. World Sustainability Series. pp. 47–68. doi:10.1007/978-3-030-15604-6_4. ISBN 978-3-030-15603-9. S2CID 198724399.
  34. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  35. UN-Habitat (2018). SDG Indicator 11.a.1 Training Module: National Urban Policy. United Nations Human Settlement Programme (UN-Habitat), Nairobi.
  36. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  37. United Nations. (n.d.). "Goal 11 | Department of Economic and Social Affairs". sdgs.un.org.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  38. Thoradeniya, Tharanga; Jayasinghe, Saroj (December 2021). "COVID-19 and future pandemics: a global systems approach and relevance to SDGs". Globalization and Health. 17 (1): 59. doi:10.1186/s12992-021-00711-6. PMC 8139540. PMID 34020654.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  39. "SDGs still offer best option to reduce worst impacts of COVID-19 and to recover better".{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  40. Hosseini, Keyvan; Stefaniec, Agnieszka; Hosseini, Seyedeh Parisa (June 2021). "World Heritage Sites in developing countries: Assessing impacts and handling complexities toward sustainable tourism". Journal of Destination Marketing & Management. 20: 100616. doi:10.1016/j.jdmm.2021.100616. S2CID 235507157.
  41. UNESCO Institute of Statistics. (26 June 2020). "Initial launch of the SDG Indicator 11.4.1 Survey on cultural and natural heritage expenditure".{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)