د تلپاتې پراختیا درېیمه موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تلپاتې پراختیا درېیمه موخه (Sustainable Development Goal 3) روغتیا او هوساینه ده او د ملګرو ملتونو سازمان د هغو ۱۷ موخو له ډلې ده چې په ۲۰۱۵ ز کال کې ټاکل شوې دي. رسمي عبارت یې داسې دی: " چې د ټولو لپاره په ټولو سنونو کې د روغ ژوند ضمانت او هوساینه ډېره کړي." د تلپاتې پراختیا د درېیمې موخې هدفونه، د روغ ژوند بېلابېل اړخونه او د روغ ژوند ډول رانغاړي او تمرکز پرې کوي. د دغو هدفونو پر لوري پرمختګ، د ۲۱ شاخصونو په مرسته کچ کېږي.[۱][۲]

د تلپاتې پراختیا درېیمه موخه ۱۳ هدفونه او د دغو هدفونو پر لوري د پرمختګ د اندازه کولو ۲۸ شاخصونه لري. لومړي نهه هدفونه، د پایلې په اړه دي. دا هدفونه په دې ډول دي: د میندو مړینه کمول، تر پنځه کلنۍ په ټیټ عمر کې د ټولو هغو مړینو ختمول، چې د مخنیوي وړ دي، له ساري ناروغیو سره مبارزه، د غیر ساري ناروغیو له امله د مړینو کمښت تضمینول او رواني روغتیا لوړول، د توکو او درملو د ډېر لګښت مخنیوی او درملنه، د ترافیکي پېښو مرګ ژوبله کمول، د ټولو لپاره جنسي روغتیا پالنو ته د لاسرسي زمینه برابرول، د نړیوالې روغتیا پوښښ او د خطرناکو کیمیاوي توکو او ککړتیا له امله، د راپیدا شویو ناروغیو او مړینو کمول. د تلپاتې پراختیا درېیمې موخې ته د رسېدو هدفونه څلور لارې چارې لري، چې په دې ډول دي: د تنباکو یا دخانیاتو د کنټرول په اړه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د چوکاټ کنوانسیون عملي کول، د ارزانه واکسینونو او درملو د څېړنې، پراختیا او نړیوال لاسرسي ملاتړ، په مخ پر وده هېوادونو کې د روغتیا مالي تکیه لوړول او د روغتیايي کاري ځواک ملاتړ او د نړیوالو روغتیايي خطرونو لپاره د لومړني خبرداري د سیستمونو پراختیا.[۳]

د تلپاتې پراختیا د درېیمې موخې مطلب، د ټولیزې روغتیا پوښښ ته رسېدل دي چې د ټولو نارینه‌وو او ښځینه‌وو لپاره روغتیايي خدمتونو ته عادلانه لاسرسی برابروي. دغه چاره د نویو زېږدلو ماشومانو او تر پنځو کلونو ټيټ عمر لرونکو ماشومانو د مخنیوي وړ مړینو او وباوو د ختمولو وړاندیز کوي.[۴]

ښه روغتیا د تلپاتې پراختیا او ۲۰۳۰ ز کال اجنډا لپاره مهمه ده. دغه پروګرام پر پراخو اقتصادي او ټولنیزو نابرابریو، ښاریتوب، اقلیمي ناورین، HIV او نورو ساري ناروغیو تمرکز لري او د غیر ساري ناروغیو په څېر، نوي راڅرګند شوي ګواښونه له پامه نه غورځوي. کووېډ-۱۹ نړیوالې وبا ته په کتو سره، په نړیواله کچه ښې روغتیا او هوساینې ته د رسېدو کلکه اړتیا ده.[۵]

مخینه(شالید)[سمول]

د ماشوم له ژوندي پاتې کېدو او ودې نه ډاډمنېدل په یو شمېر اغېزناکو لاسوهنو پورې اړه لري، لکه: تر زیږېدو وړاندې، د زیږېدو پر مهال او تر زیږېدو وروسته پر مور او ماشوم پاملرنه، له مور نه ماشوم ته د HIV د لېږدېدو مخنیوی، له ساري ناروغیو نه د ماشومانو ساتنه او پوره خوړو ته لاسرسی.[۶]

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې: "په هرو ۲ ثانیو کې یوله ۳۰ تر ۷۰ کلن کس د غیر ساري ناروغیو له امله مري، لکه: د زړه ناروغۍ، د تلپاتې تنفسي ناروغۍ، شکر او نري رنځ.[۷]

د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې «په ۲۰۱۹ ز کال کې ۲.۴ میلیونه ماشومان، د ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه شوي دي. هره ورځ کابو ۶۷۰۰ نوي زیږېدلي ماشومان مري، چې دا تر زېږون وروسته په لومړۍ ورځ د ماشومانو د ټولو مړینو درېیمه برخه او په لومړۍ اونۍ کې کابو څلورمه برخه جوړوي. باکیفیته روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي نه‌شتون، د سیمه‌ييزو شمېرو تر شا یو اصلي عامل دی چې د افریقا د صحرا په سویل او سویلي اسیا کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ښيي، چې په ترتیب سره یې په ۲۰۱۹ ز کال کې په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۲۷ او ۲۵ د مړینې موارد لرل.[۸][۹]

د میندو او ماشومانو د مړینې د ځینو لویو عواملو د کمولو او د ژوند لپاره د هیله‌مندۍ ډېرولو لپاره ځینې مهم ګامونه پورته شوي دي. د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۶ ز کلونو تر منځ په ټوله نړۍ کې تر پنځه کلنۍ د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو مړینه ۴۷ سلنه کمه شوه (په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زیږونونو کې له ۷۸ مړینو نه ۴۱ مړینو ته راکمه شوه). له دې سره سره، د هغو ماشومانو شمېر ډېر زیات دی چې تر پنځه کلنۍ په ټیټ عمر کې مړه کېږي: یوازې په ۲۰۱۶ ز کال کې ۵.۶ میلیونه مړه شوي دي. نوي زېږېدلي ماشومان د دغو مړینو ډېرېدونکې برخه جوړوي او بېوزله ماشومان د ځینو عواملو له امله تر پنځه کلنۍ په ټیټ عمر کې د مړینو له تر ټولو ډېر خطر سره مخامخ دي. د تلپاتې پراختیا د درېیمې موخې مطلب دا دی چې، تر پنځه کلنۍ د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه، په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۲۵ مواردو ته راکمه کړي، خو که اوسنی بهیر دوام وکړي، څه باندې ۶۰ هېوادونه به د ۲۰۳۰ ز کال د اجنډا لپاره د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کمولو موخې ته ونه‌رسېږي. د دغو هېوادونو شاوخوا نیمايي برخه به، ان تر ۲۰۵۰ ز کال پورې هم دغې موخې ته ونه‌رسېږي.[۱۰]

د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او (UNDESA) راپورونه ښيي چې: د ۲۰۱۷ او ۲۰۳۰ ز کلونو تر منځ به ۶۰ میلیونه هغه ماشوم ومري، چې تر پنځو کلونو ټیټ عمر لري، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ ز کال کې د مړو شویو ماشومانو شمېر (۵.۶) میلیونه وو او د ۲۰۰۰ ز کال د هغه شمېر په پرتله کم و، چې هغه مهال ۹.۹ میلیونه مړه شوي وو. د تلپاتې  پراختیا د درېیمې موخې مطلب هم دا دی چې، په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې د میندو د مړینې کچه ۷۰ مواردو ته راټيټه کړي. که څه هم د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ ز کلونو تر منځ د میندو د مړینې کچه ۳۷ سلنه لږه شوه، خو په ۲۰۱۵ ز کال کې په ټوله نړۍ کې نژدې ۳۰۳۰۰۰ میندې مړې شوې دي چې، ډېری یې په داسې ډولونو مړې وې، چې د مخنیوي وړ وې. په ورته ډول پاکو اوبو او روغتیا ته په لاسرسي او د ملاریا، توبرکلوز، پولیو او HIV/AIDS په کمولو کې پرمختګونه شوي دي. په ټکنالوژۍ کې د انټرنېټ په څېر پرمختګونو د روغتیايي سوابقو ډيجیټل کول او د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره انلاین روغتیايي سرچینو ته لاسرسی ممکن کړی، چې له امله یې د ناروغانو درملنه او پایلې ښې شوې دي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

څارنه[سمول]

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هر کال یو داسې راپور برابروي چې، د تلپاتې پراختیا په موخو کې شوی پرمختګ ارزوي. په ۲۰۱۷ ز کال کې د ملګرو ملتونو د لوړې کچې سیاسي مجمع، د تلپاتې پراختیا د درېیمې موخې لپاره یوه موضوعي کتنه خپره کړه.[۱۴][۱۵]

د ټولو خلکو اړتیاوو ته د ځواب‌ویونکو عادلانه روغتیايي خدمتونو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره په څو اړخیزو مشارکتونو کې پانګونه د تلپاتې پراختیا لپاره د ۲۰۳۰ ز کال اجنډا ته مهمه ده. له دې امله د ښې روغتیا او هوساینې د ضمانت لپاره، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې پر پیاوړو ژمنو ټينګار کېږي.

ګواښونه[سمول]

د کووېډ-۱۹ وبا اغېز[سمول]

کووېډ-۱۹ وبا، په ۲۰۲۰ ز کال کې د تلپاتې پراختیا درېیمې موخې ته ،چې د ټولو لپاره روغ ژوند او هوساینه ده، یو لوی ګواښ دی. په ټوله نړۍ کې د دغې وبا په خپرېدو سره د څه باندې ۷۰ هېوادونو قرنطین کېدو، بېلابېل روغتیايي خدمات، لکه: د ماشومانو واکسیناسیون، کورنی تنظیم، د سرطان کشف او نور ټکني کړل. په ۲۰۲۰ ز کال کې، باید تر پنځه کلنۍ د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو د سلګونو زرو مړینو تمه ولرو. دغه وبا، د بې‌کچه ډېرو روغتیايي وسایلو د اضافه کېدو لامل هم شوې ده او ډېری خلک پر وبا د اخته کېدو له وېرې، دغو مرکزونو ته له ورتګ نه ډار شوي دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

ډېری غیر کووېډ-۱۹ ناروغۍ یا جدي نه دي ګڼل شوې یا یې مخه نیول شوې ده او د روغتیايي خدمتونو سیستمونه هم د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د خپل ظرفیت تر کچې ډېر زیات پراخ شوي او غځېدلي دي. دا د پرمختګ په لسیزو کې یو لوی شاتګ دی او د روغ او هوسا ژوند د اړوندو مسایلو د لومړیتوب او تلپاتې پراختیا درېیمې موخې ته په رسېدو کې یې هڅو ته د دولتونو پر اړتیا بیاځلي ټینګار کړی دی.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  2. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 3) SDG-Tracker.org, website
  3. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 3) SDG-Tracker.org, website
  4. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  5. "Goal 3: Good health and well-being". UNDP (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Goal 3: Good health and well-being". UNDP (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Neonatal mortality". UNICEF DATA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. pages, countdown. "causes of maternal and child death" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "WHO - UN Sustainable Development Summit 2015". WHO. د اصلي آرشيف څخه پر September 27, 2015 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. report says, 7000 new. "7000 newborns die everyday despite steady decrease in the under five mortality new report says". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ramsey, Lydia (3 January 2017). "How the internet is improving healthcare". wefforum.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  15. United Nations (2017) HLPF Thematic Review of SDG3, New York,
  16. Leal Filho, Walter; Brandli, Luciana Londero; Lange Salvia, Amanda; Rayman-Bacchus, Lez; Platje, Johannes (2020-07-01). "COVID-19 and the UN Sustainable Development Goals: Threat to Solidarity or an Opportunity?". Sustainability (په انګلیسي ژبه کي). 12 (13): 5343. doi:10.3390/su12135343. ISSN 2071-1050. S2CID 225547434. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The sustainable development goals report 2020" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. The Lancet Public Health (September 2020). "Will the COVID-19 pandemic threatens the SDGs?". The Lancet Public Health. 5 (9): e460. doi:10.1016/s2468-2667(20)30189-4. ISSN 2468-2667. PMC 7462553. PMID 32888438. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "COVID-19 significantly impacts health services for noncommunicable diseases". www.who.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gulseven, Osman; Al Harmoodi, Fatima; Al Falasi, Majid; ALshomali, Ibrahim (2020). "How the COVID-19 Pandemic Will Affect the UN Sustainable Development Goals?". SSRN Electronic Journal (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.2139/ssrn.3592933. ISSN 1556-5068. S2CID 225914413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Akinleye, Foluke (July 2020). "Towards universal health coverage: lessons learnt from the COVID-19 pandemic in Africa". Pan African Medical Journal. 35(2):128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)