د تلسکوپ تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تلسکوپ تاریخچه د لومړني تلسکوپ له اختراع څخه، چې په ۱۶۰۸ ز کال کې په هالنډ کې راڅرګند شو، مخکې وختونو ته رسېږي چې د عینک جوړونکي هانس لیپرشي له لوري دا حق الاختراع وسپارل شو. که څه هم لیپرشي خپل حق الاختراع ترلاسه نه کړ، خو د اختراع خبرونه په ټوله اروپا کې په چټکۍ خپاره شول. د دې لومړني انکساري تلسکوپونو ډیزاین د محدب عدسي لینز او یوه مقعر عدسي سترګه درلوده. راتلونکي کال کې ګالیله دې ډیزاین ته پرمختګ ورکړ او په ستورپوهنه کې یې وکارو. په ۱۶۱۱ ز کال کې، یوهانس کېپلر له محدب عدسي لینز او محدبې عدسي سترګې لینز سره د یو ډېر ګټور ټلسکوپ د رامنځ ته کېدو څرنګوالی تشرېح کړ. په ۱۶۵۵ ز کال کې، ستورپوهانو لکه کریسټیان هایګنس ځواکمن مګر درانه کېپلري تلسکوپونه جوړ کړل چې د سترګو څو عدسیې یې درلودې.   [۱]

په ۱۶۶۸ ز کال کې اسحاق نیوټن د لومړي انکساري تلیسکوپ وړیاړ ترلاسه کړ. دې ډېزاین له ځانه سره یوه کوچنۍ هواره عمودي آینه درلوده چې رڼا یې د تلیسکوپ په څنګ یوې نصب شوې عدسي سترګې ته منعکس کوله. لورینت کاسګرین په ۱۶۷۲ ز کال کې انعکاس کونکی ډیزاین تشرېح کړ چې یوه کوچنۍ محدبه دوهمه آینه یې درلوده او په اصلي آینه کې یې د یو منځني سوري له لارې رڼا منعکس کوله.

اکروماتیک لینز، چې په عدسي لینزونو کې یې د رنګ ګډوډي زیاته را ټیټه کړه او د لنډو او غوره تلسکوپونو لپاره یې لاره هواره کړه، لومړی ځل په ۱۷۳۳ ز کال کې د چیسټر مور هال په لاس جوړ شوي تلسکوپ کې څرګند شو، خو هغه دا د عامې ګټې لپاره عام نه کړ. جان ډولنډ د هال له اختراع څخه خبر شو او په ۱۷۵۸ ز کال کې یې په سوداګریزو کچه د تلسکوپونو تولید پیل کړ. [۲][۳]

د انکساري تلسکوپونو په برخه کې مهم پرمختګونه په ۱۷۲۱ ز کال کې د جان هیډلي په لاس د لویو پارابولي آینو تولید و. همدارنګه په ۱۸۵۷ ز کال کې د لیون فوکو له لوري د شیشې د نقریي رنګ پر مټ آینو د جوړولو بهیر؛ او په ۱۹۳۲ ز کال کې په انعکاسي آینو کې د اوږدمهاله المونیمي لایې کارول وو. د کاسګرین انعکاسي ریچي – کریتین ډوله تلیسکوپ د ۱۹۱۰ ز کال په شاوخوا کې اختراع شو، خو تر ۱۹۵۰ کال پورې په پراخه بڼه و نه کارول شو؛ چې د هبل فضایي تلسکوپ په ګډون زیاتره اوسني تلسکوپونه دا ډیزاین لري، چې د کلاسیک کاسیګرین ډیزان په پرتله پراخه لید وړاندې کوي. [۴][۵]

د ۱۸۵۰ – ۱۹۰۰ ز کلونو په اوږدو کې، انکساري تلیسکوپونو د انعکاسي فلزي آینو له امله ستونزې درلودې او لو شمېر "ستر انکسار کوونکي" چې له ۶۰ سانتیو څخه تر ۱ مترو خوله یې درلوده، جوړ شول او په ۱۸۹۷ ز کال کې د یرکس څارونکي انکسار کوونکي د را منځ ته کېدو لامل شو. خو د ۱۹۰۰ ز کلونو په پیل کې د شیشه یې آینو یو لړ نور ستر انعکاس کونکو، لکه د ماونټ ویلسن ۶۰ انچه (۱.۵ متره)، ۱۰۰ انچه (۲.۵ متره) هوکر تلسکوپ (۱۹۱۷) او ۲۰۰ انچه (۵ متره) هیل تلسکوپ (۱۹۴۸) جوړ شول؛ چې په بنسټیزه توګه د ۱۹۰۰ څخه وروسته ټول لوی څېړنیز تلسکوپونه انکساري دي. د ۱۹۷۵ – ۱۹۸۵ ز کلونو په اوږدو کې کې د ۴ مترو ډلې (۱۶۰ انچه) تلسکوپونه د هاوايي او چیلي دښتې په ګډون په لوړو ځایونو کې ځای پر ځای شول. په ۱۹۷۰ کلونو کې د کمپیوټر پر مټ د کنټرولي متحرکو تلیسکوپونو  پراختیا او په ۱۹۸۰ ز کلونو کې فعالې نوري تکنالوژۍ (active optics) د لویو تلسکوپونو نوي نسل ته لاره هواره کړه، چې په ۱۹۹۳ – ۱۹۹۶ ز کلونو کې په ۱۰ متره (۴۰۰ انچه) کیک تلسکوپونو، او یو د شمېر ۸-متره تلسکوپونو لکه د ESO لوی تلسکوپ، جیمني څارګر او سبارو تلسکوپ، سره پیل شو.

د راډیویي تلسکوپونو عصر (د راډیویي ستورپوهنې سره یوځای) په ۱۹۳۱ ز کال کې د ستورپوهنې د راډیویي سرچینې په برخه کې د کارل ګوت جانسکي په ناڅاپي اختراع سره رامنځ ته شو. په شلمه پېړۍ کې د تلسکوپونو زیات ډولونه د راډیویي موجو څخه نیولې تر ګاما وړانګو پورې د پراخو طولي څپو لپاره رامنځ ته شول. د ۱۹۶۰ ز کال څخه وروسته د فضا څارونکو پراختیا ډېری موجونو ته، د ایکس وړانګو او اوږدو طولي څپو انفراریډ موجونو په ګډون، لاره هواره کړ چې له ځمکې څخه د لید وړ نه وو.

سرچينې[سمول]

  1. The history of the telescope Henry C. King, Harold Spencer Jones Publisher Courier Dover Publications کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN
  2. Lovell, D. J.; 'Optical anecdotes', pp.40-41
  3. Wilson, Ray N.; 'Reflecting Telescope Optics: Basic design theory and its historical development', p.14
  4. "Inventor Biographies – Jean-Bernard-Léon Foucault Biography (1819–1868)". madehow.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Bakich sample pages Chapter 2" (PDF). د کتاب پاڼې 3. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۳. John Donavan Strong, a young physicist at the California Institute of Technology, was one of the first to coat a mirror with aluminum. He did it by thermal vacuum evaporation. The first mirror he aluminized, in 1932, is the earliest known example of a telescope mirror coated by this technique. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)