د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په قرآنكريم کی ټولی (14 ) سجدې دي او د سجدې لرونکي آيتونه په قرآنكريم كې د (السجدة) په توري په نښه شوي دي , او په خوا کی یی ورسره شمیره هم ليكلي وي چی دا لومړۍ سجده ده يا دوهمه يا دريمه يا............يا څوارلسمه .
دسجدې دآيت دتلاوت په پای كی دسجدې كول واجب دي , او دسجدې كولو طريقه يې داسی ده چی :
كله یی دسجدې آيت تلاوت کړ نو پورته دې شي او نيت دې وکړی چی :
نويت ان اسجد لله تعالى , لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة الشريفة
كله چی يی دا نيت وکړ نو دتكبير (الله اكبر) په ويلو سره به د لاسونو پورته كولو او ركوع كولو پرته سيخ سجدې ته ولاړشي او يوه سجده به وکړی او په هغی كی به درې ياپنځه يا اووه ځله تسبيح (سبحان ربي الاعلى ) ووايي او سربه راپورته کړی . مبین (وردگ)
|