Jump to content

د تجدید وړ انرژۍ اړوند بحث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
متحده ايالاتو کې د تجديد وړ انرژۍ بحث

د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې پالیسي جوړونکي تر ډېره پورې د هغو د فرصتونو او محدودیتونو اړوند بحثونه کوي.

د باد او لمر په څېر یو شمېر منابعو څخه د تجدید وړ برېښنا تولید ډېری مهال د هغو په تولیدي کچه کې د بدلون او یا هم تناوب له امله له نیوکو سره مخ کیږي. د انرژۍ نړیوال اژانس څرګنده کړې چې د هغو اهمیت د تجدید وړ انرژیو د نفوذ یا پراختیا په څېر یو شمېر عواملو ته اړوندیږي. [۱]

ورته مهال د بادي برېښنا د تولید په سیمو کې د بصري او یو شمېر نورو اغېزو اړوند اندېښنې شتون لري، له همدې امله هم ځینې مهالونه د سیمې اوسېدونکي د دغه ډول مراکزو د جوړولو پر وړاندې درېږي او د چارو مخنیوی یې کوي. په متحده ایالاتو کې د کېپ واینډ پروژه هم څو کاله د ورته لاملونو له امله وځنډېده. ورته مهال د نورو سیمو خلکو بیا د هغوی په پرتله تر ډېره مثبت لیدلوری درلود، همدا و چې په دغه ډول سیمو کې بیا د بادي برېښنا د تاسیساتو چارې مخ پر وده وې. د ښاري شورا د یوه غړي په خبره نږدې ټول سیمه ئیز وګړي باوري دي چې په سکاټلنډ کې د بادي برېښنا ارډروسن نومو تاسیساتو د سیمې په پرمختګ کې ونډه لرلې ده. [۲][۳]

له دې ټولو اندېښنو سره بیا هم د تجدید وړ انرژیو بازار وده لرلې. ورته مهال د تېلو لوړې بیې، د تېلو پرېمانه تولید او هغه ملاتړیز دولتي اقدامات چې د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي د اقلیمي بدلونونو اړوند اندېښنې یې دوه چنده کړې دي او ورته مهال یې د دغه ډول برېښنا تولید هم سوداګریزې بڼې ته اړولی دی. په دغه صنعت کې نوو دولتي لګښتونو، مقرراتو او پالیسیو د هغو له پرمختګ سره مرسته کړې چې پر مټ یې یاد صنعت د ۲۰۰۹زکال د اقتصادي کړکېچ پر مهال له نورو سکتورونو څخه غوره حالت درلود. [۴][۵][۶]

د تجدید وړ انرژۍ تعریف

[سمول]

د انرژۍ نړیوال آژانس تجدید وړ انرژي په داسې توګه تعریف کوي چې له داسې طبیعي بهیرونو څخه تولیدېږي چې په دوامداره توګه بېرته بشپړېږي. دغه ډول انرژي په بېلابېلو ډولونو سره په مستقیم ډول له لمر یا د ځمکې لاندې له تولید کېدونکې تودوخې څخه سرچینه اخلي. په دغه تعریف کې له لمر، باد، سمندرونو، اوبو، بایوګاز، د ځمکې لاندې د تودوخې له منابعو، بایو تېلو او همدارنګه د تجدید وړ منابعو د هایدروجن څخه تولید کېدونکې برېښنا او تودوخه شاملېږي.

د تجدید منونکې انرژۍ سرچینې د انرژۍ د نورو سرچینو پر خلاف چې یوازې په یو شمېر محدودو هېوادونو کې شتون لري په ډېری جغرافیايي سیمو کې شته دي.

چاپېریالي، ټولنیز او قانوني ملاحظات

[سمول]

د تجدید وړ انرژۍ ټکنالوژي په پام وړ کچه چاپېریالي ښېګڼې لري. د ډبرو د سکرو او طبیعي غازو پر خلاف هغه کولای شي برېښنا او د سون امکانات د پام وړ کچې کاربن ډای اکساید او هغه ډول ګلخانه یي ګازونو له خپراوي پرته تولید کړي چې له اقلیمي بدلونونو سره مرسته کوي. له دې سره اوس مهال څرګنده شوې چې د ځینو بایو سون توکو څخه په هغه کچه ګلخانه یي ګازونه نه تولېد کیږي په کومه کچه چې وړاندې یې پخلی کېده؛ هماغه ډول چې د بایون سون توکو له ګټنې څخه د غیرمستقیمو ځمکنیو بدلونو اړوند مقاله کې ورته نغوته کیږي. [۷]

تجدید وړ انرژۍ ته انتقال د فلزاتو د استخراج په څېر له نه تجدید کیدونو منابعو سره اړیکه لري. د فوټوولټیک تختو، بادي توربینونو او بټریو تولید په لویه کچه کمیابو عناصرو ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې دغه توکي په ځنګلونو او خوندي ساتل کېدونو سیمو کې استخراج کیږي، خو بیا هم په پام وړ کچه ټولنیزې او چاپېریالي اغېزې لري. په ۲۰۲۰ زکال کې د تجدید وړ انرژۍ د اړتیا وړ توکو لرونکې ۱۶٪ برخه معدني سیمې په وحشي طبیعت کې وې، له همدې امله د یو ټن کمیابه عناصرو تولید ۲۰۰۰ ټنه زهري اضافي مواد تولید کول. له دې امله چې کمیابه عناصر له راډیو اکټیو موادو (توریم، یورانیم او راډیم) سره یوځای شتون لري نو په دغه ډول کمیابه عناصرو لرونکو خاورو کې استخراج په لاندنیو سطحو کې د اضافه راډیو اکټیو موادو د تولید لامل ګرځي. [۸]

ورته مهال د ښکلا پېژندنې له مخې د لمریزې او بادي برېښنا دواړو سرچینې له نیوکو سره مخ دي. په داسې حال کې چې د دغو تجدید وړ منابعو د ټکنالوژۍ د کارونې په موخه اغېزمنې او نه مزاحمت کوونکې کړنلارې هم شتون لري: د لویو لارو په اوږدو کې د برېښنا تولید کوونکې ثابتې لمریزې تختې د صوتي موانعو د جوړونکو په توګه کار ورکولای شي؛ همدارنګه پوښلې لارې، پارکېنګونه او د کورونو بامونه هم کارول کېدای شي؛ د امورف فوټوولټیک تختو څخه بیا د کورونو د کړکیو په توګه هم ګټنه کېدای شي چې همهاله انرژي هم تولید کړي. د تجدید وړ انرژۍ ملاتړي همدارنګه استدلال کوي چې د ښکلا پېژندنې له مخې معاصرې بنسټیزې چارې لا هم د نور ځای نیونکو لارو څخه کم ځایګی لري، خو ډېری منتقدین بیا دغه چاره لا لرې بولي. [۹][۱۰]

د اوبو برېښنا

[سمول]

د ۲۰۱۵ زکال د شمېرو له مخې د اوبو برېښنا د ټولې نړۍ د برېښنا ۱۶.۶٪ برخه جوړوي چې د تجدید وړ انرژۍ ۷۰٪ برخه کیږي. د اوبو د برېښنا یوه لویه ګټه داده چې د راتلونکې تقاضا په موخه په بالقوه بڼه تولیدي وړتیا لرلی شي. هغه مهال چې دغه ډول برېښنا د لمر او باد د برېښنا په څېر متناوبو منابعو سره یوځای وکارول شي بیا نو د برېښنا یوه ثابته سرچینه ترې جوړیږي. په نورو ګټو کې یې د سون توکو د تولید په نسبت اوږد عمر، لږ عملیاتي لګښت او همدارنګه د هغو د اوبو له زیرمې څخه نورې ګټنې شاملېږي. په هغو سیمو کې چې د طبیعي اوبو جریان نه لري، په پمپ کېدوني ډول د اوبو زیرمه کوونکي تاسیسات هم د برېښنا ثابته منبع ګرځېدلی شي. په ټولیزه توګه د اوبو پر مټ تولید کېدونکې انرژي د فوسیلي سون توکو یا اټومي موادو پر مټ د تولید کېدونکې برېښنا په نسبت ډېره ارزانه ده او همدارنګه یې اړوندې سیمې بېلابېل صنعتونه ځانته جلب کوي. پخلی کیږي چې کاناډا د اوبو پر مټ د تولید کېدونکې برېښنا ۱۶۰ زره مېګاواټه نه کارول شوی پتانشیل لري. [۱۱][۱۲]

ورته مهال د برېښنا بندونه او د اوبو عادي زیرمې یو شمېر زیانونه هم لري. په دغو کې له هغو سیمو څخه د وګړو بې ځایه کېدل شامل دی چې په کې د ورته بندونو د جوړولو پلانونه شتون لري، د جوړېدو پر مهال یې په پام وړ کچه کاربن ډای اکساید خپرېږي، د بند د سېلابي کېدو په حالت کې د اوبو او الوتونکو مرغانو اکو سیسټم اخلال کیږي، د سبوتاژ کېدو او ترهګرۍ ښکار ګرځېدلی شي او په نادرو مواردو کې د بند د دیوال په نړېدو د فاجعې احتمالات هم له ځانه سره لري.

ګټې

[سمول]

اقتصادي ګټې

اوبه د برېښنا یوه انعطاف منونکې سرچینه ده، ځکه چې په ډېرې چټکۍ سره کېدای شي د هغو تولیدي ظرفیت کنټرول او د تقاضا له کچې سره همغږی شي. د برېښنا د یوه بند جوړېدل نږدې په هماغه کچه لګښت غواړي څومره چې د طبیعي ګازو یا د ډبرو د سکرو په استخراج کې ورته اړتیا ده او سربېره پر دې کومو ځانګړو وارداتو ته اړتیا نه لري. د ۱۰ مېګاواټو څخه د لوړو ظرفیت لرونکو بندونو د جوړېدو لګښت په ساعت کې د کیلوواټ پر حساب له دریو څخه تر پنځو امریکايي سنټو ته اړتیا لري. د اوبو د برېښنا تولید کوونکي تاسیسات له اقتصادي پلوه اوږد عمر لري چې آن یو شمېر یې له ۵۰ کلونو را نیولې تر ۱۰۰ کلونو پورې فعال پاتې کیږي. د کاري قوې لګښت یې هم کم دی ځکه چې ډېری چارې یې په اتومات بڼه مخته ځي او د عملیاتو پر مهال ډېر لږ پرسونل ته اړتیا لري. [۱۳][۱۴]

صنعتی ګټنه

په داسې حال کې چې د اوبو پر مټ د برېښنا تولید کوونکې ډیری پروژې عامه برېښنا تامینوي، خو یو شمېر یې بیا د ځانګړو صنعتي موخو لپاره جوړ شوي دي. دغه ډول ځانګړي تاسیسات تر ډېره پورې د المونیمي الکترولیتونو د کارخونو لپاره جوړېږي چې په پریمانه کچه برېښنا ته اړتیا لري. په متحده ایالاتو کې لوی کولي بند وړاندې له دې چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د صنعتي موخو سربېره وګړو ته برېښنا برابره کړي د واشنګټن په بلینګهام کې یې د الکوا د المونیمو کمپنۍ ته برېښنا برابروله چې د جګړې پر مهال یې د الوتکو د تولید مسئولیت پر غاړه درلود. په سورینام کې د بروکوپونډو بند هم د یادې کمپنۍ د المونیمو صنعت ته د برېښنا د برابرولو په موخه جوړ شوی دی. په نیوزلنډ کې بیا د ماناپوري په نامه د برېښنا بند په ټیوای پاینټ کې د المونیمو ویلې کوونکو کارخونو ته د برېښنا د برابرولو په موخه جوړ شوی دی.

په اقلیمي بدلونونو کې لږ اغېز

له دې امله چې د اوبو پر مټ د برېښنا تولید کوونکي بندونه فوسیلي سون توکو ته اړتیا نه لري، په مستقیم ډول کاربن ډای اکساید یا نور ککړونکي غازات نه تولید کوي. په داسې حال کې چې د سیمټو د تولید او همدارنګه د پروژې د چارو پر مهال کاربن ډای اکسایډ تولید کیږي خو دغه کچه کاربن ډای اکساید د فوسیلي سون توکو څخه د برېښنا د تولید پر مهال د تولید کېدونکې کچې کاربن ډای اکسایډ له ډېرې لږ برخې سره برابریږي. د یوې څېړنې له مخې د اوبو پر مټ د برېښنا تولید د انرژۍ د بلې هرې سرچینې په پرتله په ډېره لږ کچه ګلخانه یي ګازونه تولید کوي او همدارنګه ډېرې لږ بهرنۍ اغېزې لري. د دغه مواردو له مخې دویم ځایګی د باد پر مټ برېښنا لرې چې ورپسې په نوبت سره اټومي انرژي او لمریزه انرژي ځای لري. [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. International Energy Agency (2007). Contribution of Renewables to Energy Security IEA Information Paper, p. 5.
  2. "Whatever Happened to Wind Energy?". LiveScience. 14 January 2008. بياځلي په 17 January 2012.
  3. Gourlay, Simon (12 August 2009). "Wind farms are not only beautiful, they're absolutely necessary". The Guardian. UK. بياځلي په 17 January 2012.
  4. United Nations Environment Programme Global Trends in Sustainable Energy Investment 2007: Analysis of Trends and Issues in the Financing of Renewable Energy and Energy Efficiency in OECD and Developing Countries Archived 25 March 2009 at the Wayback Machine. (PDF), p. 3.
  5. Clean Edge (2009). Clean Energy Trends 2009 Archived 18 March 2009 at the Wayback Machine. pp. 1–4.
  6. Foramitti, Joël; Tsagkari, Marula; Zografos, Christos. "Why degrowth is the only responsible way forward". Open Democracy. بياځلي په 23 September 2019.
  7. Biello, David. "How to Use Solar Energy at Night". Scientific American. بياځلي په 15 September 2016.
  8. "Variability of Wind Power and other Renewables: Management Options and Strategies" (PDF). IEA. 2005. بياځلي په 2008-10-15.
  9. "Capacity factors at Danish offshore wind farms". بياځلي په 15 September 2016.
  10. Contribution of Renewables to Energy Security
  11. "Archived copy" (PDF). www.ren21.net. خوندي شوی له the original (PDF) on 12 August 2016. بياځلي په 13 January 2022.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  12. "Hydro – Power for the Future". خوندي شوی له the original on 12 June 2013. بياځلي په 15 September 2016.
  13. Worldwatch Institute (January 2012). "Use and Capacity of Global Hydropower Increases".
  14. Hydropower – A Way of Becoming Independent of Fossil Energy? Archived 28 May 2008 at the Wayback Machine.
  15. Rabl A.; et al. (August 2005). "Final Technical Report, Version 2" (PDF). Externalities of Energy: Extension of Accounting Framework and Policy Applications. European Commission. خوندي شوی له the original (PDF) on 7 March 2012.
  16. "External costs of electricity systems (graph format)". ExternE-Pol. Technology Assessment / GaBE (Paul Scherrer Institut). 2005.
  17. Wehrli, Bernhard (1 September 2011). "Climate science: Renewable but not carbon-free". Nature Geoscience. 4 (9): 585–586. Bibcode:2011NatGe...4..585W. doi:10.1038/ngeo1226.