د بیت المقدس تاریخ
اورشلیم (بیت المقدس) د خپل اوږده تاریخ په بهیر کې ۵۲ ځله له برید سره مخامخ شوی، ۴۴ ځله ولکه شوی او بېرته ترلاسه شوی، ۲۳ ځله محاصره شوی او دوه ځله ویجاړ شوی. د ښار تر ټولو لرغونې سیمه له ميلاد څخه مخکې په ۴مه زریزه کې مېشته شوې چې بیت المقدس یې د نړۍ په تر ټولو لرغوني ښار بدل کړی. [۱][۲]
د ښار مرکزي موقعیت ته له پام سره د اسرائیلي ملتپالنې او فلسطیني ملتپالنې د مېشتېدلو له ۵۰۰۰ کلونو څخه زیات تاریخ د لنډیز لپاره د اړتیا وړ انتخاب معمولاً له اېډیولوژیکي مخینې څخه اغېزمن شوی («تاریخ لیکنې او ملتپالنې ته مراجعه وکړئ»). د مثال په ډول د ښار د تاریخ یهودي دورې د اسرائیلي ملتپالانو لپاره مهمې دي، د هغوی خبرې اترې دا څرګندوي چې معاصر یهودیان له اسرائیلي ټبر او سرچینې څخه دي، په داسې حال کې چې د ښار د تاریخ اسلامي دورې د فلسطیني ملتپالانو لپاره مهمې دي او د هغوی له خبرو اترو دا څرګندیږي چې معاصر فلسطینیان د هغو ټولو خلکو له ټبر څخه دي چې په دې سیمه کې یې ژوند کړی. په پایله کې دواړه لوري ادعا کوي چې د ښار تاریخ د یو بل له خوا سیاسي شوی تر څو د ښار اړوند خپلې نسبي ادعاوې پیاوړې کړي او دا چاره د بېلابېلو تمرکزونو پهواسطه د ښار د بېلابېلو تاریخي دورو او پېښو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو له لیکنو څخه ثابتیږي. [۳][۴][۵]
لرغونې دوره
[سمول]پروتو کنعاني دوره
[سمول]د لرغونپوهنې شواهد ښيي چې تر ټولو لومړی مېشتځای له میلاد څخه مخکې د ۳۰۰۰ او ۲۸۰۰ کال تر منځ ګیهون چینې ته نږدې جوړ شوی دی. د دغې ښار لومړۍ پېژندل شوې یادونه له ميلاد څخه تقریباً په ۲۰۰۰ کال کې د مصر د منځمهاله پاچاهۍ د کرکې په متنونو کې د روسالیوم/ Rusalimum په نوم راغلی. داسې اټکل کېږي چې په دغه نوم کې د S-L-M ریښې یا «سولې» (په اوسنیو عبراني او عربي ژبو کې له سلام یا شالوم سره په پرتله) ته اشاره ده یا هم د کنعانیانو په دین کې د تیارې ماښام د خدای شالیم ته اشاره کوي. [۶][۷]
کنعاني او مصري دوره
[سمول]د لرغونپوهنې شواهد ښيي چې له میلاد څخه مخکې تر ۱۷مې پېړۍ پورې کنعانیانو د اورشلیم په ختيځه برخه کې یو ستر دېوال (چې له ۴-۵ ټنه وزن لرونکې او ۲۶ فوټه ارتفاع لرونکې سترې ډبرې يې په کې کارولې) جوړو کړی و چې د خپلو اوبو لرغونی سیستم خوندي کړي. [۸]
له میلاد څخه مخکې تقریباً په ۱۴۰۰-۱۵۱۵۰ کال کې وروسته له هغې چې د مصر نوې پاچاهي د لومړي اهمسه او لومړي تحوتموس مصر له سره متحد کړ او د شام په لور يې پراختیا ومونده، بیت المقدس د مصر تابع شو. د عمارنه په لیکونو کې د بیت المقدس د رئیس عبدي هیبا او د هغه د ارباب درېیم امونهوتپ لیکونه شامل وو. [۹]
په دغه سیمه کې د مصریانو ځواک له میلاد څخه مخکې په ۱۲مه پېړۍ کې د برونزو دورې د لهمنځه تللو په دوران په زوال شروع وکړه. له ميلاد څخه مخکې په ۱۱۷۸ کال کې د درېیم رامسس او سمندري خلکو تر منځ د دجي (دجي/Djahy د کنعان لپاره مصری نوم) جګړه ښيي چې دغه د واک له لاسه ورکول له میلاد څخه مخکې په ۱۲۷۴ کال کې د کادش تر جګړې مخکې تر سره شوی چې په پراختیايي ډول داسې ویل کېدی شي چې دا د مصریانو او هېټیانو د زوال د پیل نښه (په ځانګړي توګه بیا د اناتولي د ښاري ایالتونو هااتوسا-ویلس سرکټ) ده. د دغو مرکزي قدرتونو زوال په سیمه کې د ډېرو خپلواکو پاچاهيو د رامنځته کېدلو لامل شو. د سپېڅلي کتاب (انجیل) په اساس بیت المقدس هغه مهال د یبوس او خپلواک کنعاني اوسېدونکي يې د یبوسیانو په نوم یادېدل.
د اسرائیلو دوره
[سمول]د انجیل پر اساس د ښار اسرئیلي دوره له میلاد څخه مخکې تقریباً په ۱۰۰۰ کال کې د پاچا داوود پهواسطه د بیت المقدس له تالا کولو سره پیل شوې او ورپسې بیت المقدس د داوود په ښار او د اسرائیلو د متحده پاچاهۍ په پلازمېنه بدل شو. د ساموئیل د کتابونو له مخې یبوسیان په دې بریالي شول چې بني اسرائیلو د ښار د ولکه کولو لپاره مقاومت وکړي او د پاچا داوود د واکمنۍ پر مهال یې پر دغه ډول هڅو ملنډې وهلې او ادعا یې کوله چې ان ړانده او ګوډ هم د اسرائیل پوځ ته ماته ورکول شي. له دې سره د ساموئیل کتابونو لپاره د ماسورتیک متنونه دا تشرېح کوي چې داوود په پټ ډول د ښار په ولکه کولو کې بریالی شو، خپل پوځیان یې د «اوبو د یو څاه» له لارې واستول او د ښار له داخل څخه يې پر ښار برید وکړ. اوس لرغونپوهان دا د منلو وړ نه بولي ځکه د ګیهون چینه – یوازیني پېژندل شوی ځای دی چې له هغې څخه د اوبو څاه ګان په ښار کې پای ته رسېږي- چې اوس دا درک شوې چې هغه په سخت ډول دفاع شوې وه (له دې امله د برید لور پټ نه بلکې ښکاره و). که څه هم د سپتواګینتا (د تورات ۷۰ګونې نسخه) پخوانی متن ښيي چې هغوی یبوسیان د تورې په زور مات کړل نه د هغه تونلونو له لارې چې له ګیهون چینې څخه راتلل. د انجیل د نورو روایتونو پر اساس په بیت المقدس کې د ارونه په نوم یو بل پاچا و چې په احتمالي ډول د داوود لهخوا د ښار تر کنترول مخکې د بیت المقدس یبوسي پاچا و. د انجیل د روایت پر اساس ښار د افل د لوړې سیمې پر سر موقعیت درلود چې داوود په واسطه يې سویل لور ته پراختیا ومونده او د اسرائیلو پاچاهۍ د پلازېینې په توګه اعلان شو. د سموئیل کتابونو پر اساس داوود هم د یو څپر په ځای چې له ارونه څخه یې اخیستي و محراب جوړ کړ؛ یوه برخه انجیل پوهان دا داستان د لیکوال له خوا مخکې موجود سپېڅلي ځای ته د اسرائیلي بنسټ د ورکولو هڅه بولي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
وروسته د انجیل له روایت سره سم پاچا سلیمان د سلیمان د معبد په نوم په هغه ځای کې یو ډېر اساسي معبد جوړ کړ چې د تاریخ په کتاب کې له داوودي محراب سره برابر دی. په نهایت کې معبد په سیمه کې په یو ستر فرهنګي مرکز بدل شو، په ځانګړې توګه د حزقیا او یوشیا اصلاحاتو په څېر مذهبي سمونو وروسته د بیت المقدس معبد د شیلو او بیت ئیل په څېر پخوانیو ځواکمنو مذهبي مرکزونو په لګښت د عبادت په اصلي ځای بدل شو. که څه هم K. L. Noll د کنعان او اسرائیل په لرغوني وخت کې په نوم د دین او تاریخ درسي کتاب کې په بیت المقدس کې د عبادت د تمرکز په اړه د انجیل روایت يوه خيالي کیسه بولي، که څه هم د یوشیا په وخت کې هغه خاوره ډېره کوچنۍ وه چې هغه پرې واکمني کوله او د بیت المقدس معبد د یوازیني پاتې شوي زیارت په توګه دیفاکتو شو. همدارنګه ویل کېږي چې سلیمان په بیت المقدس کې د ماڼۍ او میلو/دفاعي کلا (پر پېژندګلوۍ یې تر یوه حده بحث دی) څو نورې مهمې ودانۍ جوړې کړې دي. لرغونپوهان په دې تړاو چې ایا د کیندنو شواهد د انجیل له روایتونو څخه ملاتړ کوي که نه سره اختلاف لري. ایلات مزار داسې ادعا کوي چې د همهغې سمې مهالنۍ دورې اړوند د هغې شویو کېندنو د سترو ډبریزو ودانیو پاتېشوني رابرسېره کړي په داسې حال کې چې د اسرئیلي لرغونپوه فینکلسټین د موندنو تفسیر او نېټې دواړه سره په ټکر کې دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Do We Divide the Holiest Holy City?". Moment Magazine. خوندي شوی له the original on 3 June 2008. بياځلي په 5 March 2008.. According to Eric H. Cline's tally in Jerusalem Besieged.
- ↑ "What is the oldest city in the world?". The Guardian. 16 February 2015.
- ↑ Azmi Bishara. "A brief note on Jerusalem". خوندي شوی له the original on 5 ډيسمبر 2010. بياځلي په 22 سپټمبر 2010.
- ↑ Eric H. Cline. "How Jews and Arabs Use (and Misuse) the History of Jerusalem to Score Points". بياځلي په 22 September 2010.
- ↑ Eli E. Hertz. "One Nation's Capital Throughout History" (PDF) (PDF). بياځلي په 22 September 2010.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Slavik, Diane. 2001. Cities through Time: Daily Life in Ancient and Modern Jerusalem. Geneva, Illinois: Runestone Press, p. 60. ISBN 978-0-8225-3218-7
- ↑ Mazar, Benjamin. 1975. The Mountain of the Lord. Garden City, New York: Doubleday & Company, Inc., p. 45. ISBN 0-385-04843-2
- ↑ "'Massive' ancient wall uncovered in Jerusalem". CNN. 7 September 2009. خوندي شوی له the original on 2 April 2020. بياځلي په 18 April 2015.
- ↑ Donald B. Redford, Egypt, Canaan, and Israel in Ancient Times, Princeton University Press, 1992 pp. 268, 270.
- ↑ Slavik, Diane. 2001. Cities through Time: Daily Life in Ancient and Modern Jerusalem. Geneva, Illinois: Runestone Press, p. 60. ISBN 978-0-8225-3218-7
- ↑ 2 Samuel 24:23, which literally has "Araunah the King gave to the King [David]".
- ↑ Biblical Archaeology Review, Reading David in Genesis, Gary A. Rendsburg.
- ↑ Peake's commentary on the Bible.
- ↑ Rainbow, Jesse. "From Creation to Babel: Studies in Genesis 1–11" (PDF). RBL. بياځلي په 22 April 2017.[مړه لينکونه]
- ↑ Asaf Shtull-Trauring (6 May 2011). "The Keys to the Kingdom". Haaretz.
- ↑ Amihai Mazar (2010). "Archaeology and the Biblical Narrative: The Case of the United Monarchy". In Reinhard G. Kratz and Hermann Spieckermann (ed.). One God, One Cult, One Nation (PDF). De Gruyter. خوندي شوی له the original (PDF) on 2010-11-26.
- ↑ Israel Finkelstein (2010). "A Great United Monarchy?". In Reinhard G. Kratz and Hermann Spieckermann (ed.). One God, One Cult, One Nation (PDF). De Gruyter. خوندي شوی له the original (PDF) on 28 سپټمبر 2013.