د بيا نوې کېدو وړ سرچينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


د بيا نوې کېدو وړ سرچينه د روانو سرچينو په نامه هم پېژندل کېږي، چې يوه طبيعي سرچينه ده چې د کارونې او استهلاک په واسطه د خالي شوې برخې به بېرته د طبيعي توليد يا د انساني وخت په ميزان کې د وخت په يوه ټاکلې اندازه کې د بېرته راګرځېدلو د پړاوونو په واسطه بېرته بشپړ يا ډکه کړي. کله چې اټکل نه کېږي چې د سرچينې د بيا پوښښ قېمت دې تل د انساني وخت ميزان پراخه کړي، دې ته تلپاتې يا پرله پسې سرچينې وايي. د بيا نوې کېدو وړ سرچينې د ځمکې د طبيعي چاپيريال يوه برخه او د ځمکې د ecosphere [په نړيواله کچه د ټولو ايکوسيستمونو ټولګه] تر ټولو سترې برخې دي. د ژوند دوران يوه مثبته ارزونه د يوې سرچينې د پايښت کليدي شاخص دی. [۱]

د بيا نوې کېډو وړسرچينو په تعريفونو کې کېدای شي، کرنيز توليد او لکه په کرنيزو توليداتو کې يوه اندازه د اوبو سرچينې هم شاملې کړي. په ۱۹۶۲ ز کې (Paul Alfred Weiss) د نوې کېدو وړ سرچينې په دې ډول تعريف کړې: «د ژونديو موجوداتو ټوله هغه برخه چې انسان يې په ژوند، فايبرونو او داسې نورو سره چمتو کوي». د نوې کېدو سرچينو يو بل ډول د نوې کېدو وړ انرژي سرچينې دي. د نوې کېدو وړ انرژي سرچينو عامې يې لمريزه، د ځمکې تودوخې او باد انرژي دي، چې ټولې يې د نوې کېدو وړ سرچينو په توګه ډلبندي شوې دي. تازه اوبه د نوې کېدو وړ سرچينو يوه نمونه ده. [۲][۳]

هوا، خواړه او اوبه[سمول]

د اوبو سرچينې[سمول]

اوبه هغه وخت د نوې کېدو وړمادې په توګه په نظر کې نيول کېدلی شي، چې په پاملرنې سره يې اداره شوې کارونه او حرارت درجه، درملنه او خپرېدنه وڅارل شي. که داسې نه وي، اوبه به په همغه موقعيت کې يوه د نوې کېدو ناوړه سرچينه شي. د بېلګې په ډول: لکه څرنګه چې د ځمکې د سطحې اوبه په عادې ډول له يو (aquifer) نه په هغه اندازه له منځه ځي، چې د طبيعي بيا پوره کېدلو په پرتله ډېره زياته ده؛ نو ځکه د نه نوې کېدو سرچينې په توګه په پام کې نيول کېږي. په aquifers کې له pore spaces د اوبو له منځه تلنه کېدای شي، د تلپاتې ښکته کېدنې سبب شي، چې بېرته نه شي نوې کېدلی. پر ځمکه باندې د اوبو ٪۹۷.۵ مالګينې دي او ٪۳ يې تازه اوبه دي، چې د دې درې سلنې دوه پر درېيمه برخه يې په طبيعي يخچالونو او قطبي يخونو کې کنګل شوې دي. پاتې ناکنګل شوې تازه اوبه په بنسټيز ډول يوازې په يوې کوچنۍ برخې (۰.۰۰۸) سلنې سره د ځمکې د سطحې اوبو په توګه موندل کېږي، چې د سطحې له پاسه يا په هوا کې شته. [۴][۵]

د اوبو سرچينو ته په پام سره، د اوبو ککړتيا يو له بنسټيزو اندېښنو نه ده. اټکل شوې ده چې د ټولې نړۍ د اوبو ٪۲۲ په صنعت کې کارول کېږي. سترې صنعتي ګټه اخېستنې د اوبو برېښنا ډيمونه، د حرارتي برېښنا د انرژي سرچينه (چې اوبه د سړولو لپاره کاروي)، د معدنې تېږو او تېلو فابريکې (چې په کيمياوي پړاوونو کې له اوبو نه ګټه پورته کوي) او توليدي فابريکې يا سرچينې (چې اوبه د يوې حل کوونکې مادې په توګه کاروي) دي، چې د خځلو په پاکولو يا له منځه وړلو کې هم له اوبو نه ګټه اخيستل کېږي. [۶]

د سمندر د اوبو د مالګين خاصيت له منځه وړنه، د اوبو د نوې کېدو وړ سرچېنې په توګه  په نظر کې نيول کېږي، که څه هم پر فوسيلي سون توکو باندې د دې تکيه د دې د بشپړ ډول نوې کېدو وړتيا لپاره اړينه ده. [۷]

ناکرنيز خواړه[سمول]

خواړه هر هغه ماده ده چې بدن ته د غذايي ملاتړ د چمتو کولو په پار مصرفېږي. زيات خواړه خپل اصليت د نوې کېدو وړ سرچينو کې لري. خواړه په مستقيم ډول له نباتاتو او حيواناتو نه تر لاسه کېږي. [۸]

په معاصره نړۍ کې کېدای شي، ښکاره د غوښي لومړنۍ سرچينه نه وي، مګر اوس هم د زياتو کليوالي او لرې ډلو لپاره يوه مهمه او اړينه سرچينه ده. دا د وحشي غوښه خوړونکو د تغذيې يوازينۍ سرچينه ده. [۹]

د پايښت وړ کرنه[سمول]

د پايښت وړ کرنې عبارت د اسټراليايي کرنپوه (Gordon McClymont) له خوا اختراع شوه. دا عبارت «د يوې برخې مشخص کاريال په لرلو سره د نباتي او حيواني توليد د عمليو يو ګډ سيستم، چې په اوږد مهال کې به دوام وکړي» په توګه پېژندل شوی دی. د کرنيزې ځمکې پراختيا د د ژوند تنوع کموي او د ځنګلونو په پرې کولو کې مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اټکل کوي چې، په راتلونکو پېړيو کې به کرنيزې (د غله جاتو ځمکې) د صنعتي او کليوالي پرمختګ له امله د لمدو ځمکو د د بيا جوړونې او ځنګل په کښت باندې د اوښتون تر څنګ، له لاسه ورکوونې ته دوام ورکړي، چې د ژوند بېلوالي په له لاسه ورکوونې او خاورې توږنې کې اغېز لري. [۱۰][۱۱][۱۲]

که څه هم هوا او د لمر رڼا پر ځمکه باندې هر چېرته شته، غله جات د خاورې په غذايي موادو او د اوبو پر لاسرسي باندې تکيه کوي. Monoculture يا يو کښت په ټاکل شوې پټي (برخه) کې په يو وخت کې يوازې د يوې غلې د کرلو مېتود دی، چې ځمکه ويجاړولی او د دې سبب کېدلی شي، چې ځمکه يا له ګټې اخيستنې وباسي او يا له لږو حاصلاتو نه رنځ يوسي. يو کښت يا Monoculture د ناروغيو او وبا د رامنځته کولو سبب هم کېدلی شي، چې يوه مشخصه نوعه په نښه کوي. (Great Irish Famine (1845–1849)) د Monoculture د خطرونه يوه ښه پېژندل شوې بېلګه ده.

د غله جاتو دوران او د غلو جاتو اوږد مهاله دورانونه، له حبوباتو او نورو غلو دانو سره په لړۍ کې د شنو سرو (کيماوي کود) د کارونې په واسطه د نايتروجن بيا بشپړېدنه يا نوې کېدنه بحث کوي او د ژورو او سطحي رېښو لرونکو متبادلو نباتاتو په واسطه د خاورې ساختمان او حاصل ته وده ورکولی شي. د خاورې د غذايي موادو له بايلنې سره د مبارزې نور مېتودونه طبيعي دورانونو ته ورګرځېدل، چې په کلني ډول د سيلاب پر مټ کرل شوې ځمکې (له لاسه ورکړل شوي غذايي مواد په نامعلوم ډول بېرته راګرځوي) لکه: د نيل سيلابي کېدل، د biochar اوږد مهاله کارونه او د غلو او کورنيو ژوو  landraces دي، چې د نظري حالتونو، لکه:  وبا، وچکالۍ يا د غذايي موادو د کمښت په پرتله يې لږ سمون (توافق) کړی دی.

کرنيزې عملي د خاورې د توږنې په اندازو کې د نړيوال زياتوالي په اړه يو له تر ټولو سترو مرسته کوونکو نه دی. اټکل شوې ده چې «د سهيلي افريقا له ۱۰۰۰ ميليونه ټنونو نه زياته خاوره هر کال توږل کېږي. ماهران اټکل کوي چې که چېرې د ځمکې توږنې عمل په اوسنۍ کچه دوام وکړي، د غلو حاصلات به له دېرشو تر څلوېښتو کلونو کې دننه نيمايي کچې ته ورسېږي». د Dust Bowl [د خټې کاسه] پدیده په ۱۹۳۰ز لسيزه کې د کښت په مېتودونو سره د ګډې سختې وچکالۍ له امله وه، چې د غلې دوران، د ښارې يا شوديارې کښتونه، cover crops، د خاوره چوتره يا هموارول او د بادي توږنې د مخنيوي په پار يې د باد په واسطه پرې شوې ونې شاملې نه کړې. [۱۳][۱۴][۱۵]

د کرنيزو ځمکو کرکیله د توږنې په عمليه کې د اصلاح شوې کرنيزې وسيلې له امله يو له بنسټيزو مرستندويه عواملو نه ده، چې ژورې يوې (قلبې) ته اجازه ورکوي او همدا ژوره یوه په سخت ډول د خاورې هغه اندازه زياتوي چې د اوبو توږنې په واسطه د لېږد وړ ده. د peak soil [د څوکې خاوره] په نوم ښکارنده تشرېح کوي، چې د پراخې کچې فابريکي کښت تخنيکونه څرنګه په راتلونکي کې د انسان د خوړو توليدولو وړتيا اغېزمنوي. د خاورې د مديريت عملونو ته د پرمختګ ورکولو له هڅو نه پرته کېدای شي، د کرنيزې خاورې شته والی په زياتېدونکي ډول ستونزمن شي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د توږنې د عمل پر وړاندې د مبارزې په مېتودونو کې [بې کيندنې کښت] (no-till farming)، د کليدي کرښې طرحې (keyline design) کارول، د خاورو د نيولو په موخه د [باد ماتونو] (wind breaks) مېتود ته وده ورکول او د نباتي سرې پراخ کارول شاملېږي. سرې (کيمیاوې کودونه) او د ناروغيو پر وړاندې درمل هم د خاورې د توږنې يوه اغېزه لرلی شي، چې د خاورې په مالګين کولو کې مرسته کولی شي او د نورو نوعو د ودې مخنيوی کوي. فاسفيټ په کيمياوي سرو کې يوه بنسټيزه برخه ده، چې په زيات عام ډول په معاصر کرنيز توليد کې تطبيقېږي. که څه هم پوهان اټکل کوي چې د پرښه فاسفېټ زېرمې به له ۱۰۰ – ۵۰ کلونو کې خالي شي او [د فاسفيټ تر ټولو لوړه کچه] (Peak Phosphate) به په نږدې ۲۰۳۰ ز کې رامنځته شي. [۲۰]

صنعتي پروسسنګ او لوژيستيک [پوځي تدارکات] هم د کرنې پر پايښت باندې اغېزه لري. هغه لاره او ځای چې د غلو حاصلات په کې پلورل کېږی، د لېږد لپاره انرژي او د موادو، کارکوونکي او لېږد لپاره د انرژي لګښت ته اړتيا لري. په سيمه یيز ځای، لکه: د بزګرانو مارکیټ کې د خوړو پلورلو د انرژي ټول لګښتونه لږ کړي دي. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. Park, Chris; Allaby, Michael (2017). A Dictionary of Environment and Conservation. Oxford University Press. doi:10.1093/acref/9780191826320.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191826320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. What are “Renewable Resources”?, by A. John Armstrong, Esq. & Dr. Jan Hamrin, Chapter 1, The Renewable Energy Policy Manual, Organization of American States, undated. Retrieved 2013-01-05.
  3. Paul Weiss chairman of renewable resources study (1962). Renewable Resources, a report to the committee on natural resources. National Academy of Science, National Research Council, Washington D.C., USA.. http://www.general-books.net/book.cfm?id=379739. Retrieved 2013-01-04. 
  4. "Earth's water distribution". United States Geological Survey. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Scientific Facts on Water: State of the Resource". GreenFacts Website. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lienhard, John H.; Thiel, Gregory P.; Warsinger, David M.; Banchik, Leonardo D. (2016-12-08). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Low Carbon Desalination: Status and Research, Development, and Demonstration Needs, Report of a workshop conducted at the Massachusetts Institute of Technology in association with the Global Clean Water Desalination Alliance"]. Prof. Lienhard Via Angie Locknar. 
  7. "food | Definition & Nutri ion". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mammals: Carnivores. Duane E. Ullrey. Encyclopedia of Animal Science.
  9. Rural Science Graduates Association (2002). "[[:کينډۍ:Sic]] — Former Staff and Students of Rural Science at UNE". University of New England. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  10. Gold, M. (July 2009). What is Sustainable Agriculture?. United States Department of Agriculture, Alternative Farming Systems Information Center.
  11. "FAO World Agriculture towards 2015/2030". Food and Agriculture Organization. 2003. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Committee on 21st Century Systems Agriculture (2010). Toward Sustainable Agricultural Systems in the 21st Century. National Academies Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-14896-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  13. "Musokotwane Environment Resource Centre for Southern Africa CEP Factsheet". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Drought: A Paleo Perspective – 20th Century Drought". National Climatic Data Center. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Blanco, Humberto & Lal, Rattan (2010). "Tillage erosion". Principles of Soil Conservation and Management. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-8529-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  16. Lobb, D.A. (2009). "Soil movement by tillage and other agricultural activities". In Jorgenson, Sven E. (المحرر). Applications in Ecological Engineering. Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-444-53448-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Peak Soil: Why cellulosic ethanol, biofuels are unsustainable and a threat to America". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "CopperWiki Soil erosion". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Cordell (2009-02-11). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The story of phosphorus: Global food security and food for thought"]. Global Environmental Change 19 (2): 292–305. doi:10.1016/j.gloenvcha.2008.10.009. 
  20. "UNECE Homepage". www.unece.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "FAO Factsheet" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Wood The fuel of the future Environmental lunacy in Europe, Economist title story Apr 6th 2013