د بورنئو کمپاین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۹۴۵م کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بورنئو لشکرکشي د بریټانیا بورنئو او هالنډ بورنئو چې د جاپان تر کنټرول لاندې وې د آزادولو لپاره، د ارام سمندر په سویل لوېدیځه سیمه کې د متفقینو وروستنۍ لویه لښکرکشي وه. د مې له ۱ څخه د جولای تر ۲۱مې پورې د اوبو-خاورو له لارې بریدونه چې په ټوله کې د ابوا عملیاتو په نوم یادېږي، د اسټرالیا لومړۍ قول اردو لخوا، د ډګرجنرال لزلي مورشد په مشرۍ د جاپان امپراتورۍ ځواکونو پر وړاندې چې د ۱۹۴۱م کال له وروستیو او د ۱۹۴۲م کال تر وروستیو پورې یې دا ټاپو اشغال کړې وه، ترسره کړل. په ټاپو کې د جاپانیانو اصلي تشکیلات د اووه دېرشمې قول اردو په نوم د ډګرجنرال ماسائو بابا تر امر لاندې وو، په داسې حال کې چې د سمندري ځواکونه د نایب اډمیرل میچاکي کاماډا له لوري اداره کېدل. د آسټرالیا ځمکني ځواکونه د متحده ایالتونو او نورو متفقینو د هوایي او سمندري ځواکونو له لوري ملاتړ کېدل او متحده ایالتونو د عملیاتو لپاره د ټرانسپورټ او مناسب لوجسټیکي ملاتړ عمده برخه برابروله. په لومړیو کې پلان دا وو چې دا کمپاین به شپږ مرحلې ولري، خو په پایله کې کښته کېدل په څلورو سیمو کې ترسره شو: تاراکان، لابوان، شمالي بورنئو او بالېک پاپان. چریکي عملیات هم د دایاک قبیلې کسانو لخوا او هم د متفقینو د لږ شمېر پرسونل لخوا د ټاپو په منځ کې ترسره شول. په داسې حال کې چې لوی جنګي عملیات د جولای تر منځه پای ته ورسېدل، په ټوله بورنئو کې د پاکسازۍ عملیات په آګسټ میاشت کې د جګړې ترپایه پورې دوام وموند. لومړنۍ بمباري چې په لومړیو کې د دې عملیاتو د ملاتړ لپاره د حیاتي هوایي ډګرونو او بندري تاسیساتو د ساتنې لپاره په پام کې نیول شوي وو، د نفتو د تولید تاسیساتو په شمول یې د دې ټاپو زیربناوو ته ډېر زیان ورساوه. په پایله کې، د متفقینو لخوا لاس ته راوړل شوې سټراټیژیکه ګټه ډېره لږ وه.

پس منظر[سمول]

له دوهمې نړیوالې جګړې څخه مخکې، بورنئو د ټاپو په شمال کې په بریټانوي بورنئو او په سویل کې یې په هالنډي بورنئو ویشل شوې وه؛ او پاتې برخې یې د هالنډ هندي ختیځ (NEI) یوه برخه جوړه کړې وه. په ۱۹۴۱م کال کې، د دې ټاپو نفوس ۳ میلیون کسه اټکل شو. ډېری اکثریت په کوچنیو کلیو کې ژوند کاوه او بورنئو له یوه درجن څخه کم ښارونه لرل. بورنئو استوایي اقلیم لري او د دوهمې نړیوالې جګړې په وخت کې د متراکمو ځنګلونو په واسطه پوښل شوی وو. د ساحل ډېری برخه یې د حرا یا ډنډونو په واسطه پوښل شوې وه.[۱]

بورنئو د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې له سټراټېژیک ارزښت څخه برخمن وو. اروپایي استعمارګرانو د تېلو ساحو ته وده ورکړې وه او د هغو زیرمو نور خام مواد هم صادرول. د دې ټاپو موقعیت هم د پام وړ وو، ځکه چې د شمالي آسیا، مالایا او NEI په منځ کې د سیند اصلي مسیر کې واقع وو. سره له دې هم، بورنئو سمه وده نه وه کړې او یو څو سړکونه یې لرل او یوازې یوه د اوسپنې پټلۍ یې لرله. ډېری سفرونه د کښتۍ یا نازکه مسیرونو له لارې ترسره کېدل. بریټانویانو او هالنډیانو هم ډېر لږ نظامي ځواکونه په بورنئو کې ځای پرځای کړل ترڅو له خپلو زیرمو څخه ساتنه وکړي.[۱]

بورنئو د ارام سمندر جګړې د پیل په اونیو کې په چټکۍ سره د جاپانیانو لخوا فتح شو. د دې عملیات موخه دا وه چې د تیلو ساحې تصرف شي او مالایا او NEI ته د پرمختګ مخه ونیول شي. جاپاني سرتېري د ۱۹۴۱م کال د ډسمبر په ۱۶مه په ساراواک کې کته شول، چېرته چې د بریټانیا هندي ځواکونو یو کنډک د څو اونیو په ځنډولو سره جګړې ته دوام ورکړ او د تیلو حیاتي تاسیساتو ته یې زیان ورساوه. په همدې حال کې، د ۱۹۴۲م کال د جنورۍ په ۱۱مه، جاپاني سرتېري د تاراکان په ټاپو کې کته شول، په داسې حال کې چې پاراشوټي سرتېرو یوه ورځ وروسته په سلېبس کې ځانونه وغورځول؛ هالنډي کوچنی ګارنیزیون بریالی شو مخکې له دې چې ډوب شي، بلآخره ځینې زیربناوې ویجاړې کړي. د دې تاسیساتو ویجاړونه له ملکي خلکو څخه د کلک غچ اخیستو لامل شو، په ځانګړې توګه بالک‌پاپان کې، چېرته چې له ۸۰ تر ۱۰۰ اروپایان اعدام شول.[۲][۳][۴][۵]

له هغه وروسته، د جاپان امپراتورۍ پوځ (IJA) اشغال شوې بریټانوي شمالي بورنئو اداره کوله او د جاپان سمندري ځواکونه (IJN) د هالنډي بورنئو مسئول وو. د ۱۹۴۴م کال په منځ کې په ټاپو کې مېشت د ګارنیزیون ځواکونه ډېر لږ وو. د اشغال په اوږدو کې، سیمه‌ییز خلک له بد چلند سره مخامخ شول. د بېلګې په توګه، په تاراکان کې ډېر شمېر کسان په جبري ډول د کارګرانو په توګه وګومارل شول، اقتصاد ویجاړ شو او خواړه ډېر زیات کم شول. د ۱۹۴۳م کال په اکټوبر کې، یو ښکاره بغاوت د دایاک سیمه‌ییزو قبایلو او چینایي توکم لخوا د جسېلټون بغاوت رامنځته کړ چې په تاوتریخوالي سره وځپل شو او په سلګونو کسان اعدام شول. له هغه وروسته، ډېری کسانو د ناروغیو او لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، ځکه چې د جاپان سیاستونه ان پر محلي نفوس هم لا محدود شو. جاپاني ځواکونو د بورنئو اشغال په اوږدو کې څو نورې عامه وژنې هم ترسره کړې دي.[۶][۷][۸]

پلان جوړونه[سمول]

د متفقینو د بریدونو پلانونه په مجموع کې د ابوا عملیاتو په توګه پېژندل کېدل. په بورنئو باندې برید د مونټکلیر عملیاتو دوهمه مرحله وه چې د جاپان امپراتورۍ ځواکونو له منځه وړل، او د NEI، د ساراواک راج، برونئي، د لابوان مستعمرې او د بریټانیا شمالي بورنئو او د فیلیپین سویل بېرته نیولو په موخه ترسره شول. برونئو په هغه وخت کې د طبیعي سرچینو، لکه تیل او ربړ، لپاره د سټراټیژیک ځای په توګه ګڼل کېده. همدارنګه تاراکان ته هم د مخ پر ودې هوایي اډې په توګه کتل کېدل چې په راتلونکي کې به په سیمه کې له عملیاتونو څخه ملاتړ وکړي، په داسې حال کې چې پلان وو د بورنئي خلیج څخه د سمندري اډې په توګه کار واخیستل شي. د عملیاتو لپاره پلان جوړونه د ۱۹۴۴م کال په وروستیو او د ۱۹۴۵م کال په لومړیو کې د جنرال ډاګلاس مک آرټور مرکزي دفتر له لوري د ارام سمندر په سویل لوېدیځه سیمه کې پیل شول. د فیلیپین په بېرته نیولو کې د امریکایي ځواکونو د ژمنتیا په پایله کې، د بورنئو بېرته نیولو دنده په ابتدایي توګه د آسټرالیا ځمکني ځواکونو ته ورکړل شوه. په دې وخت کې د آسټرالیا لومړۍ قول اردو، د آسټرالیا اصلي بریدکوونکی ځواک، له یوه کال څخه زیات وخت راهیسې کومه جګړه نه وه کړې. دا قول اردو مک آرتور ته تخصیص ورکړل شوې وه، خو هغه پرېکړه وکړه چې له هغې څخه په فیلیپین کې کار وانخلي، سره له دې چې د آسټرالیا دولت د دې کار لپاره پرې فشار اچوه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د متفقینو لومړني پلان کې شپږ مرحلې شاملې وې: د ابوا ۱ عملیات په تاراکان باندې برید وو؛ ابوا ۲ د بالېک‌پاپان په وړاندې، ابوا ۳ د بانجارماسین په وړاندې، ابوا ۴ د سورابایا یا د NEI پلازمینې باتاویا (اوسنۍ جاکارټا) په وړاندې؛ ابوا ۵ د ختیځ NEI په وړاندې؛ او ابوا ۶ د بریټانوي شمالي بورنئو په وړاندې (صباح). په پای کې عملیات یوازې د تارکان، بالېک‌پاپان او د بریټانیا شمالي بورنئو په وړاندې – په لابوان او د بروني په خلیج کې – ترسره شول. دې عملیاتو بالآخره د جاپان په وړاندې جګړه کې د آسټرالیایي ځواکونو وروستنۍ لښکرکشي ته تشکیل ورکړ. د پلان جوړونې په مرحله کې، د آسټرالیا د وسله والو ځواکونو قومندان، جنرال ټوماس بلېمي په دې باور چې دا به هیڅ سټراټیژیکه ګټه ونلري، په بالېک‌پاپان کې د کته کېدو څخه مخنیوی وکړ. له ډېر غور وروسته، د آسټرالیا دولت د مک آرټور په غوښتنې سره موافقه وکړه چې د دې عملیات لپاره ځواکونه برابر کړي. بلېمي وکړی شول د شپږم لښکر له ودرولو سره د لومړي وزیر جان کورټېن په قانع کولو، په جاوا کې د آسټرالیایي ځواکونو لا نور اعزام لپاره د مک آرتور نقشې شنډې کړي. په بریټانیایي شمالي بورنئو کې د اصلي اعزام څخه مخکې، متفقینو یو لړ کشفي عملیات د آګاس (د بورنئو شمال) او سموت (ساراواک) په رمز سره ترسره کړل؛ دې عملیاتو کې همدارنګه د جاپانیانو په وړاندې او د دودیزو عملیاتو په ملاتړ د چریکي جګړو ترسره کولو لپاره د محلي نفوس د وسله وال کېدو، روزلو او تنظیمولو کار هم کېده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Kirby 2004، ص. 221.
  2. Advocate 7 December 1946، ص. 1.
  3. Costello 2009، ص. 216.
  4. Costello 2009، صص. 166, 189.
  5. Shindo 2016، ص. 67.
  6. Ooi 2011، ص. 86.
  7. Long 1963، ص. 454.
  8. Shindo 2016، صص. 67–68.
  9. Horner 2016، صص. 16–18, 21.
  10. Dennis 1995، صص. 109–111.
  11. Keogh 1965، صص. 429–430.
  12. Keogh 1965، ص. 444.
  13. Dennis 1995، ص. 111.
  14. Sandler 2001، ص. 180.
  15. Hastings او Stanley 2016، ص. 279.
  16. Hastings او Stanley 2016، صص. 218–279.
  17. Ooi 2002.
  18. Horner 2016، صص. 21–23.
  19. Long 1963، ص. 49.
  20. Converse 2011، ص. 17.
  21. Keogh 1965، صص. 432–433.