د بنګن هلډګارډ
هیلډګارډ د خپلې صومعې له لوري په ۱۱۳۶ کال کې مجسټرا ( ستره مور) وټاکل شوه. هغې په ۱۱۵۰ کال کې د روپرټسبرګ او په ۱۱۶۵ کال کې د ایبینګین صومعه رامنځته کړل. هیلدیګارډ د دیني علومو، نباتاتو او درملو په هلکه آثار او همدارنګه د عباداتو لپاره یې لیکونه، ترانې او متناوبې ترانې لیکلې. هغې شعرونه او د خپل لومړي اثر سیویاس (Scivias) په روپرټسبرګ نسخه کې یې په میناتوري تهذیب څارنه کوله. د ټولې منځنۍ دورې د هر بل کمپوزر په پرتله د هیلډګارډ له خوا زیاتې سندرې پاتې دي او هغه یوه له هغو څو پېژندل شویو کمپوزرانو څخه ده چې هم یې موسيقي او متن لیکلی دی. د هغې له آثارو څخه یو د اوردو ویرتوتم (Ordo Virtutum) دی، چې د ادبي ډرامې لومړنۍ بېلګه ده او احتمالا ترټولو پخوانۍ پاتې شوې اخلاقي ننداره ده. نوموړې د لینګوا اګنوتا (Lingua Ignota) په نوم د یوې مصنوعي ژبې د اختراع په پار پېژندل شوې ده. [۵۶][۵۷][۵۸][۵۹] که څه هم د رسمي تقدیس کېدو تاریخ یې پېچلی دی، خو د رومي کاتولیک کلیسا په سیمه ییزو جنتریو کې د پېړیو راهیسې سنت یاده شوې ده. د ۲۰۱۲ کال د می په ۱۰ پاپ شاړلسم بینیډیکټ د هیلډګارډ دودیز کلتور ټولې کاتولیک کلیسا ته د "معادل تقدیس" په نوم پروسه کې وغزاوه. پاپ د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۷ نوموړې د "هغې د ژوند د سپېڅلتیا او د ښوونې د اصالت" څخه د مننې په پار د کلیسا ډاکتره ونوموله. [۶۰] ژوندلیک[سمول]هیلډګارډ د ۱۰۹۸ کال شاوخوا کې زیږېدلې. مور او پلار د مرکسیم ناهیټ میچټیلډ او د برمرشایم هیلډبرټ وو، چې د سپونهیم د کاونټ میګین هارډ په خدمت کې د ټيټو اشرافو آزاده کورنۍ وه. هیلډګارډ چې له زېږون څخه ناروغه وه، په دودیز ډول د دوی ترټولو کوچنی او لسم ماشوم شمېرل کېږي، که څه هم یوازې د اوو مشرو وروڼو او خویندو اسناد موجود دي. هیلډګارډ په خپل ژوندلیک کې وايي چې له ډېر ټيټ عمر څخه یې خیالونه تجربه کړي. [۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵] روحانیت[سمول]هیلډګارډ د روحانيت پوهاوی د خپل ماشومتوب له لومړنۍ ورځو راهیسې، ډېر مخکې له دې چې خپل عامه ماموریت یا حتی د رهبانیت خپلې لوړې ترسره کړي، د هغه څه پر بنسټ ؤ چې هغې د ژوندۍ رڼا انعکاس (umbra viventis Lucis)، باله. د ګیمبلوکس ګیبرټ ته د هغې لیک، چې هغې په ۷۷ کلنۍ کې ولیک، د دې رڼا په اړه خپله تجربه بیانوي:
روحاني ژوند[سمول]شاید د سیاسي موقعیت د تثبیت د یوه میتود په توګه د هیلډګارډ د خیالونو، یا د دواړه له وجهې د هغې مور او پلار په ډیسبوډنبرګ کې د بینډیکټین صومعه ته د فداکار په توګه وړاندیز کړ، چې په هغې وروستیو کې د پالاتیناټ ځنګل کې اصلاح شوی ؤ. په صومعه کې د هیلډګارډ د ښکېلتیا نېټه د بحث موضوع ده. د هغې سپېڅلی تاریخ بیانوي چې هغه اته کلنه وه چې جوتا یې ومنله، جوتا د سپونیم د کاونټ دوهم سټیفن لور وه او د هیلډګارډ څخه څه کم زیات شپږ کاله مشره وه. خو د جوتا د ښکېلتیا نېټه معلومه ده چې په ۱۱۱۲ کال کې وه، په دې وخت کې هیلډګارډ ۱۴ کلنه وه. د دوی قولونه د بامبرګ د د سرکشیش اوټو له لوري په ۱۱۱۲ کال کې د ټولو مقدسینو په ورځ ترلاسه شول. ځینې پوهان اټکل کوي چې هیلډګارډ په اته کلنۍ کې د جوتا تر پالنې باندې پرېښودل شوه او دا چې دوی دواړه شپږ کاله یو بل تر څنګ ښکېل شول. [۶۷][۶۸][۶۹] په هر حالت کې هیلډګارډ او جوتا په ډیسبوډنبرګ کې یوځای ښکېل وې او د ښځو د مخ پر ودې ټولنې بنسټ یې جوړ کړ، چې د راهبانو په صومعه پورې تړلي وه. جوتا هم یوه خیال پاله وه او په دې توګه یې زیاتره پیروان راجلب کړل چې په صومعه کې د هغې لیدو ته راتللې. هیلډګارډ موږ ته وایي چې جوټا ورته لوستل او لیکل زده کړل، خو دا چې هغه بېسواده وه او له همدې امله د هیلډګارډ د انجیل د غږیز تفسیر د تدریس توان یې نه درلود. د جوتا د ژوند لیکل شوي اسناد په ګوته کوي چې هیلډګارډ احتمالا د ترانو په لوستلو، په باغ کې په کار کې، په نورو لاسي کارونو او د ناروغانو په پالنه کې ورسره مرسته وکړه. دا ممکن هغه مهال وي چې هیلډګارډ د لس سیمیز رباب غږول زده کړل. ولمر چې یو دایمي لیدونکی ؤ، ممکن هیلډګارډ ته یې ساده ترانې نښانې ښوولې وي. هغه وخت یې چې د موسیقي زده کړه وکړه، ممکن د هغو کمپوزونو پیل وي چې وروسته یې رامنځته کړل. [۷۰][۷۱][۷۲] هیلډګارډ په ۱۱۳۶ کال کې د جوتا له مړینې وروسته د خپلو راهبانو له لوري د رایو په اتفاق د ټولنې منګېسترا وټاکل شو. د ډیسيبوډنبرګ د صومعې مشر کونو له هیلډګارډ څخه وغوښتل چې صومعې مشر شي چې د هغه تر واک لاندې به وي. که څه هم هیلډ ګارډ د خپل ځان او راهبانو لپاره ډېره آزادي غوښتله او د صومعې مشر کونو څخه یې وغوښتل چې اجازه ورکړي روپرتسبرګ ته لاړ شي. دا کار د ډبریز کمپلیکس څخه چې لنډمهاله استوګنځای ته ښه جوړ شوی ؤ، د بې وزلۍ په لور یو حرکت ؤ. کله چې د صومعې مشر د هیلډګارډ وړاندیز رد کړ، د هغه سر څخه تېر شو او د مینز لوی کشیش لومړي هنري تائید یې ترلاسه کړ. خو کونو زړه نرم نشو، تر هغه چې هیلډګارډ په یوې ناروغۍ اخته شوه چې هغه یې فلج کړه او د خپل بستر څخه یې د حرکت کولو وس نه درلود، دا پېښه یې له ځانه د خدای ناخوښۍ ته منسوب کړه، چې روپرټسبرګ ته یې د خپلو راهبو د انتقال په پار د هغه له حکومونو څخه پیروي نه ده کړې. دا کار یوازې هغه وخت وشو چې د صومعې مشر پخپله هیلډګارډ انتقال نه شوی کړی او پرېکړه یې وکړه چې راهبو ته خپله صومعه ورکړي. لذا هیلډګارډ او شاوخوا ۲۰ راهبو په ۱۱۵۰ کال کې د سنټ روپرټسبرګ صومعې ته لاړل، هلته ولمر د سرپادری په توګه کار کاوه او همدارنګه د هیلډګارډ اعتراف کوونکی او لیکونکی ؤ. هیلډګارډ په ۱۱۶۵ کال کې په آیبینګن کې د خپلو راهبو لپاره دوهمه صومعه جوړه کړه. [۷۳][۷۴][۷۵][۷۶] په ۱۱۷۹ کال کې د هیلډګارډ له مړینې وړاندې د مینز له پادریانو سره ستونزه راپورته شوه: یو شخص چې په روپرټسبرګ کې ښخ شوی د کاتولیک کلیسا څخه د تکفیر وروسته مړ شوی ؤ. نو ځکه پادریانو غوښتل چې د هغه جسد د سپېڅلې ځمکې څخه لېرې کړي. هیلډګارډ دا نظر ونه مانه او ځواب یې ورکړ چې دا یوه ګناه ده او دا چې یاد شخص د مړینې په وخت کې کلیسا منله. [۷۷] خیالونه[سمول]هیلډګارډ وویل چې په لومړي ځل یې په درې کلنۍ کې "د ژوندۍ رڼا سیوره" ولیدله او د پنځه کلنۍ کې په دې وپوهېدله چې خیالونه تجربه کوي. هغې د خپلې تجربې د دې ځانګړتیا د بیانولو لپاره د 'visio' (د vision لاتین) اصطلاح کاروله او په دې پوهېدله چې دا یوه ډالۍ ده چې نورو ته یې تشریح کولی نه شي. هیلډګارډ څرګنده کړه چې ټول شیان یې د خدای په رڼا کې د پنځو حواسو باصرې، سامعې، ذائقې او لامسې له لارې لیدل. هیلډګارډ د خپلو خیالونو په شریکولو کې زړه نازړه وه، یوازې په جوتا یې اعتماد وکړ، چې چې هغې هم ولمر، د هیلډګارډ ښوونکي ته چې وروسته منشي شو، وویل. نوموړې د خپل ژوند په اوږدو کې زیات خیالونو درلودل او هیلډګارډ په ۱۱۴۱ کال کې چې ۴۲ کلنه وه، په یوه خیال وپوهېدله چې باور يې کاوه د خدای له خوا لارښوونه ده، "هغه څه چې ګورئ او اورئ ولیکي." هیلډګارډ بیا هم د خپلو خیالونو ثبتولو کې زړه نا زړه وه او جسماً ناروغه شوه. د سیویاس په کتاب کې ثبت شوي انځورونه هغه خیالونه وو چې هیلدیګارډ تجربه کړل او د هغې د ډېرې ځورونې او مصیبت لامل شول. هیلډګارډ په خپل لومړي الهیاتي کتاب، سیویاس ("لارې وپېژنئ") کې خپله مبارزه په لاندې ډول بیانوي: [۷۸][۷۹][۸۰][۸۱][۸۲]د ۱۱۴۷ کال د نومبراو د ۱۱۴۸ کال فبروري ترمنځ په ټیریر کې په یوه کلیسايي شورا کې پاپ یوجینیوس د هیلډګارډ د لیکنو په اړه واوریدل. له دې ځای څخه یې د پاپ موافقت ترلاسه کړ، ترڅو خپل خیالونه د روح القدس له پلوه د وحو په توګه مستند کړي او هغې ته یې سمدستي اعتبار ورکړ. [۸۴] د ۱۱۷۹ کال د سپټمبر په ۱۷ کله چې هیلډګارډ مړه شوه، د هغې خویندو ادعا وکړه چې دوی ولېدلې چې په آسمان کې د رڼا دوې ستنې څرګندې شوې او د هغې کوټې څخه چې هغه په کې مړه کېده، تېرې شوې. [۸۵] ویتا سانکتي هيلډیګارډیس[سمول]د هیلډیګارډ د تقدیس ژوندلیک، ویتا سانکتي هیلډیګارډیس (Vita Sanctae Hildegardis)، د هیلډګارډ له مړینې وروسته د ایکترناخ د تیوډریک راهب له خوا تألیف شو. په دې کې هاجیوګرافیک اثر لیبیلس (Libellus) یا "کوچنی کتاب" شامل ؤ، چې د ډیسبوډنبرګ د ګوډفري لوري پیل شوی ؤ. ګوډفري مخکې له دې چې خپل اثر بشپړ کړي، مړ شو. د ګیمبلوکس ګیبرټ ته بلنه ورکړل شوه چې یاد اثر پای ته ورسوي؛ که څه هم هغه اړ ؤ د نیمګړې پروژې سره بېرته خپلې صومعې ته راستون شي. تیوډریک هغې سرچینې وکارولې چې ګیبرټ څخه د ویټا د بشپړولو لپاره پاتې وې. [۸۶][۸۷][۸۸] سرچينې[سمول] |
- ↑ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118550993 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Hildegard of Bingen
- ↑ Saint Hildegard — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
- ↑ Hildegard van Bingen
- ↑ Saint Hildegardis — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
- ↑ Saint Hildegard — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
- ↑ WomenWriters ID: https://womenwriters.resources.huygens.knaw.nl/womenwriters/vre/persons/b77093bf-fda3-45a8-862b-55cdf43eeec0 — subject named as: Hildegard von Bingen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ BVMC person ID: https://data.cervantesvirtual.com/person/24072 — subject named as: Santa Hildegarda — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6np30g1 — subject named as: Hildegard of Bingen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ NORAF ID: https://authority.bibsys.no/authority/rest/authorities/html/90371430 — subject named as: Hildegard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Saint-Hildegard — subject named as: Saint Hildegard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/hildegard-av-bingen — subject named as: Hildegard av Bingen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20988 — subject named as: Hildegard von Bingen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/21528419 — subject named as: svetnica Hildegard von Bingen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Hildegard — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Hildegard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/60719 — subject named as: Saint Hildegard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Encyclopædia Universalis ID: https://www.universalis.fr/encyclopedie/hildegarde-de-bingen/ — subject named as: HILDEGARDE DE BINGEN sainte — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
- ↑ subject named as: Saint Hildgard of Bingen — SELIBR ID: https://libris.kb.se/auth/190783 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Muziekweb performer ID: https://www.muziekweb.eu/en/Link/M00000237760/ — subject named as: Hildegard von Bingen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Hymnary author ID: https://hymnary.org/person/Hildegard_B — subject named as: Saint Hildegard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Calvin Theological Seminary او Christian Classics Ethereal Library
- ↑ subject named as: HILDEGARDE DE BINGEN (sainte) — Dictionnaire de spiritualité ID: http://beauchesne.immanens.com/appli/article.php?id=11537 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Dictionnaire de spiritualité. Ascétique et mystique
- ↑ https://www.ismus.is/i/person/uid-4090e7f1-11f7-4cb1-9431-321e636a3422
- ↑ subject named as: Ildegarda di Bingen — Enciclopedia delle donne ID: https://www.enciclopediadelledonne.it/biografie/ildegarda-di-bingen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-NonCommercial-ShareAlike 4.0 International
- ↑ subject named as: Hildegard von Bingen — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=13435 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Hildegard Hildegard — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/79875 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hildegard-von-bingen — subject named as: Hildegard von Bingen — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ University of Barcelona authority ID (former scheme): https://crai.ub.edu/sites/default/files/autoritats/permanent/a1267922 — subject named as: Hildegarda santa
- ↑ LiederNet author ID: https://www.lieder.net/lieder/get_author_texts.html?AuthorId=15059 — subject named as: Hildegard von Bingen
- ↑ subject named as: Hildegard von Bingen — RISM ID: https://rism.online/people/40200896 — سرليک: RISM: Répertoire international des sources musicales
- ↑ subject named as: Hildegarda Bingensis — Angelicum ID: https://pust.urbe.it/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=24491
- ↑ Documenta Catholica Omnia author ID: http://www.documentacatholicaomnia.eu/30_10_1098-1179-_Hildegardis_(Hildegard_von_Bingen).html — subject named as: Hildegardis (Hildegard von Bingen)
- ↑ Vatican Library VcBA ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=8034&url_prefix=https://opac.vatlib.it/auth/detail/&id=495/69192 — subject named as: Hildegardis
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032655.xml — subject named as: Hildegarda — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Unione Romana Biblioteche Scientifiche ID: http://koha-urbs.reteurbs.org/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=5486 — subject named as: Hildegardis s.
- ↑ General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/38473 — subject named as: Hildegarde
- ↑ National Library of Korea ID: https://lod.nl.go.kr/page/KAC200701126 — subject named as: Hildegard
- ↑ CONOR.SR ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/sr/sr/conor/19827047 — subject named as: sveta Hildegard von Bingen
- ↑ subject named as: Hildegarda de Bingen, Santa — Portuguese National Library author ID: http://id.bnportugal.gov.pt/aut/catbnp/813521
- ↑ subject named as: Ildegarda di Bingen — De Agostini ID: https://www.sapere.it/enciclopedia/Ildegarda+di+Bingen.html — خپرونکی: De Agostini Editore
- ↑ Medieval Manuscripts in Oxford Libraries person ID: https://medieval.bodleian.ox.ac.uk/catalog/person_87772061 — subject named as: Hildegard, Saint — سرليک: Medieval Manuscripts in Oxford Libraries — خپرونکی: Bodleian Library
- ↑ KANTO ID: https://urn.fi/URN:NBN:fi:au:finaf:000090098 — subject named as: Bingeniläinen Hildegard — سرليک: KANTO – Kansalliset toimijatiedot — خپرونکی: National Library of Finland — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ BHCL UUID: https://biblio.hiu.cas.cz/records/63bf0a55-45b2-4c6a-ae05-a233eed1a07a — subject named as: svatá Hildegarda z Bingenu — سرليک: Bibliografie dějin Českých zemí
- ↑ subject named as: Hildegarda — PLWABN ID: https://dbn.bn.org.pl/descriptor-details/9810592969005606
- ↑ subject named as: Hildegard — NLA Trove people ID: https://trove.nla.gov.au/people/1131144 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Hildegarde — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=8018
- ↑ http://magyar-irodalom.elte.hu/palimpszeszt/16_szam/03.htm
- ↑ Rhineland-Palatinate protected area ID: Bermersheim vor der Höhe
- ↑ https://w2.vatican.va/content/benedict-xvi/en/homilies/2012/documents/hf_ben-xvi_hom_20121007_apertura-sinodo.html
- ↑ ۴۹٫۰ ۴۹٫۱ خپرونکی: SISMEL – Edizioni del Galluzzo
- ↑ خپرونکی: MetaBrainz Foundation
- ↑ MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/2d923f7b-45a1-4204-beb8-5b106e913b58 — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
- ↑ Bennett, Judith M. and Hollister, Warren C. Medieval Europe: A Short History (New York: McGraw-Hill, 2001), p. 317.
- ↑ "Women of Historic Note". Washington Post, By Gayle Worl 9 March 1997
- ↑ Jones, Gaynor G.; Palisca, Claude V. (2001). Grout, Donald J(ay). Oxford University Press. doi:10.1093/gmo/9781561592630.article.11845. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Jöckle, Clemens (2003). Encyclopedia of Saints. Konecky & Konecky. د کتاب پاڼې 204. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Campbell, Olivia, Abortion Remedies from a Medieval Catholic Nun(!), JSTOR Daily, October 13, 2021
- ↑ "Women of Historic Note". Washington Post, By Gayle Worl 9 March 1997
- ↑ Caviness, Madeline. "Artist: 'To See, Hear, and Know All at Once'", in Voice of the Living Light: Hildegard of Bingen and Her World, ed. Barbara Newman (Berkeley: University of California Press, 1998), pp. 110–24; Nathaniel M. Campbell, Imago expandit splendorem suum: Hildegard of Bingen's Visio-Theological Designs in the Rupertsberg Scivias Manuscript in Eikón/Imago 4 (2013, Vol. 2, No. 2), pp. 1–68, accessible online here Archived 16 July 2014 at the Wayback Machine..
- ↑ Burkholder, J. Peter, Claude V. Palisca, and Donald Jay Grout. 2006. Norton anthology of western music. New York: W.W. Norton.
- ↑ Pope Benedict XVI, Apostolic Letter Proclaiming Saint Hildegard of Bingen, professed nun of the Order of Saint Benedict, a Doctor of the Universal Church, 7 October 2012.
- ↑ Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), 40; Maddocks, Fiona. Hildegard of Bingen: The Woman of Her Age (New York: Doubleday, 2001), p. 9.
- ↑ Gies, Frances; Gies, Joseph (1978). Women in the Middle Ages. Harper & Row. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-464037-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), pp. 278–79.
- ↑ Fiona Bowie, Oliver Davies. Hildegard of Bingen: An Anthology. SPCK 1990. Some sources note younger siblings, specifically Bruno.
- ↑ Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), p. 138; Ruether, Rosemary Radford. Visionary Women (Minneapolis: Augsburg Fotress, 2002), p. 7.
- ↑ Newman, Barbara. "Hildegard of Bingen: Visions and Validation." Church History 54, no. 2 (1985): 163–75.
- ↑ Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), p. 139.
- ↑ Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), pp. 52–55, 69; and John Van Engen, "Abbess: 'Mother and Teacher', in Barbara Newman, ed., Voice of the Living Light (California: University of California Press, 1998), pp. 30–51, at pp. 32–33.
- ↑ Michael McGrade, "Hildegard von Bingen", in Die Musik in Geschichte und Gegenwart: allgemeine Enzyklopaldie der Musik, 2nd edition, T.2, Vol. 8, ed. Ludwig Fischer (Kassel and New York: Bahrenreiter, 1994).
- ↑ Ruether, Rosemary Radford. Visionary Women (Minneapolis: Augsburg Fotress, 2002), p. 6.
- ↑ Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), pp. 70–73; Reed-Jones, Carol. Hildegard of Bingen: Women of Vision (Washington: Paper Crane Press, 2004), p. 8.
- ↑ Reed-Jones, Carol. Hildegard of Bingen: Women of Vision (Washington: Paper Crane Press, 2004), p. 6.
- ↑ Furlong, Monica. Visions and Longings: Medieval Women Mystics (Massachusetts: Shambhala Publications, 1996), p. 84.
- ↑ Furlong, Monica. Visions and Longings: Medieval Women Mystics (Massachusetts: Shambhala Publications, 1996), p. 85.
- ↑ McGrade, "Hildegard", MGG.
- ↑ "Women in art and music". rutgers.edu. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Flanagan, Sabina. Hildegard of Bingen, 1098–1179: a visionary life (London: Routledge, 1989), p. 11.
- ↑ Underhill, Evelyn. Mystics of the Church (Pennsylvania: Morehouse Publishing, 1925), p. 77.
- ↑ Schipperges, Heinrich. Hildegard of Bingen: Healing and the Nature of the Cosmos (New Jersey: Markus Wiener Publishers, 1997), p. 10.
- ↑ Maddocks, Fiona. Hildegard of Bingen: The Woman of Her Age (New York: Doubleday, 2001), p. 55.
- ↑ Ruether, Rosemary Radford. Visionary Women (Minneapolis: Augsburg Fotress, 2002), p. 8.
- ↑ Underhill, Evelyn. Mystics of the Church (Pennsylvania: Morehouse Publishing, 1925), pp. 78–79.
- ↑ Hildegard von Bingen, Scivias, trans. by Columba Hart and Jane Bishop with an Introduction by Barbara J. Newman, and Preface by Caroline Walker Bynum (New York: Paulist Press, 1990), pp. 60–61.
- ↑ Oliveira, Plinio Correa de. "St. Hildegard Von Bingen, 17 September". St. Hildegard von Bingen, Saint of 17 September.
- ↑ Madigan, Shawn. Mystics, Visionaries and Prophets: A Historical Anthology of Women's Spiritual Writings (Minnesota: Augsburg Fortress, 1998), p. 96.
- ↑ Silvas, Anna (1998). Jutta and Hildegard: The Biographical Sources. University Park, PA: The Pennsylvania State University Press. د کتاب پاڼې 122. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-271-01954-3. د لاسرسينېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Silvas, Anna (1998). Jutta and Hildegard: The Biographical Sources. University Park, PA: The Pennsylvania State University Press. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-271-01954-3. د لاسرسينېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Coakley, John (2012). "A Shared Endeavor? Guibert of Gembloux on Hildegard of Bingen". Women, Men, and Spiritual Power: Female Saints and Their Male Collaborators. New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼي 45–67. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-13400-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1179م وفاتونه
- 17 سپټمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P140
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ولندیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه