د بشري حقونو اسلامي کمیسیون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشري حقونو اسلامي کمیسیون (IHRC) په لندن کې مستقر غیرانتفاعي سازمان دی. د دغه سازمان اعلان شوی ماموریت «د اسلامي او غیر اسلامي بېلابېلو مخینه لرونکو سازمانونو سره په دې موخه همکاري ده څو په ګډه سره د ټولو وګړو لپاره پرته له دې چې د هغوی نژاد، عقیدې او سیاسي مخینې ته پام وشي، د عدالت په موخه مبارزه وکړي». دغه سازمان په ۱۹۹۷ زکال کې په لندن کې تاسیس شو او له ۲۰۰۷ زکال راهیسې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو د ادارې د سلاکار بنسټ په توګه کار کوي.[۱][۲]

فلسفه[سمول]

د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د خپل جوړښت فلسفه د لاندې الهي هدایاتو پر بنسټ بولي:

هغه قرآني لارښوونې چې مسلمانانو ته امر کوي د مظلومانو څخه د دفاع په موخه ودرېږي. «او پر تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې؟! هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه». قرآن کریم سورت النسا، ۷۵ آیت[۳]

د برانډیس پوهنتون ښوونکی جیت کلاوسن لیکي چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون په اروپا کې د مسلمانانو د تنظیم شوې ټولنې برخه جوړوي. [۴]

د آواز په نامه بنسټ چې اوس له منځه تللی څرګندوي چې IHRC «یو اسلام پاله سخت دریځی بنسټ دی چې د بشري حقونو په ژبه هڅه کوي د اسلامي شریعت د قوانینو د تصویب کولو په ګډون یوه سخت دریځه اجنډا ترویج کړي». آواز د «ښي اړخه اسلام پالي – مهم لیدلوري» تر عنوان لاندې راپور کې څرګندوي چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د ښي اړخو اسلام پالو او خمیني پالونکو نوو بنسټونو ټولګه ده. هغه ادعا چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون یې رد کوي. د دغه بنسټ ادعاوې د ملاني فیلیپس په نامه خبریالې خپرې کړې؛ نوموړې په سپېکټېټور (The Spectator) مجله کې ولیکل چې IHRC «په بریتانیا کې د خمیني د جهاد پالنې تر ټولو مخکښ ترویج کوونکی دی. ... [او] ویل کېږي له ایران سره نږدې اړیکې لري». [۵][۶][۷][۸]

له دې سره خبریال او روڼ آندی ستورات ویر استدلال کوي چې IHRC په بریتانیا کې د مسلمانو د غږ استازوی دی او څرګندوي:

... د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون مامورین او دواطلبه کارګران ـ ... دغه معمول لیدلورې درواغ ګڼي ګویا اسلام او بشري حقونه له یو بل سره جوړ راتلونکي نه دي. [۹]

چارې[سمول]

دغه بنسټ څرګندوي چې یوازې تبلیغ کوونکی، څېړنیز او ملاتړیز بنسټ دی. همدارنګه په لنډ مهالو او یا هم یوځل بشپړېدونکو پروژو کې برخه اخلي.[۱۰]

مبارزې[سمول]

د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون مبارزې د هغو په ویب پاڼه کې په سمه توګه څرګندېږي.[۱۱][۱۲]

اوسنۍ مبارزې یې په بریتانیا کې په ترهګرۍ ضد قوانینو تمرکز لري. دغه بنسټ د هغو د یو شمېر برخو د لغو کولو غوښتنه لري. همدارنګه په سعودي عربستان کې د سیاسي بندیانو لپاره هم مبارزه کوي. د ۲۰۱۴ زکال په اوړي کې د غزې د جګړې پر مهال د بشري حقونو اسلامي کمیسیون په لوړه کچه تبلیغاتي مبارزه پیل کړه څو خلک وهڅوي د فلسطین له خلکو سره د خپلې همغږۍ د څرګندولو په موخه د فلسطین بیرغ اوچت کړي. [۱۳][۱۴][۱۵]

په نورو مبارزاتو کې یې کولای شو د عقیدوي بندیانو پروژې ته اشاره وکړو، چې هڅه کوي د مذهبي باورونو له امله له بندخونو څخه د بېلابېلو مذهبي شخصیتونو د راخوشي کولو په برخه کې مرسته وکړي. په دغو کې معلم ابراهیم زاکزاکي چې په ۱۹۹۸ زکال، ګل اسلان چې په ۱۹۹۹ زکال او نورالدین سیرین شاملېږي چې هغه هم په ۲۰۰۴ زکال کې راخوشی شو. دغه بنسټ څرګندوي چې معلم توري؛ نایجریا ته اړوند زینا ابراهیم؛ له بحرین څخه شیخ الجمري؛ له ترکیې هېواد څخه هدا کایا، رجب طیب اردغان، نورالحق ساتچی اوغلو، نورجهان ساتچي اوغلو؛ د اسرائیلو له بندخونو څخه شیخ احمد یاسین، عبدالعزیز رانتیسي، ربي بیتون، شیخ عبدالکریم عبید، مصطفي دیراني؛ مصري محمد مهدي عاکف؛ سوډانی محمد عثمان عالمین؛ موریسي هېواد ته اړوند چل میا او الجزایر ته اړوند عباسي مدني او علي بهداج د دوی په هڅو له بندخونو راخوشي شوي دي. د عقیدوي بندیانو اړوند په اوسنیو مبارزاتو کې په امریکایي او مصري بندیانو تمرکز لري چې په امریکايي بندیانو کې شیخ عمر عبدالرحمن او د هغه وکیل لین ستورات (د ۲۰۱۳ زکال په ډسمبر کې خوشی شو) او په مصري هغو کې خیرت ال شاطر (په ۲۰۱۰ زکال کې خوشی شو او د ۲۰۱۳ زکال له کودتاه وروسته بېرته بند ته واچول شو) هم شاملېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په نورو مبارزاتو کې یې د هېوادونو پر بنسټ مبارزاتي موضوعات شاملېږي، د بېلګې په توګه په بحرین کې د بندیانو په خوشي کولو، په فرانسه کې د کډوالو ښځو پر وړاندې په وحشي ګرۍ او همدارنګه په فرانسه، بوسنیا، بلجیم او هسپانیا کې د مخ پټولو پر ممنوعیت تمرکز لري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ۲۰۰۰ زکال کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون «د دولت له خوا د ملاتړ کېدونې یوې کړنلارې پر وړاندې اعتراض وکړ، هغه کړنلار چې د دوی په خبره مسلمانانو ته اړوندې مرستندویه ټولنې او ښوونځي اړ باسي څو غیرمسلمان او همجنسګرا کارکوونکي استخدام کړي».[۲۶]

دغه کمیسیون ګڼ شمېر موارد تحریم کړي او پر یو شمېر فعالیتونو یې بندیز لګولی چې په بریتانیا کې د مسلمانانو له خوا د اسرائیلي خرماوو څخه د ګټنې بندیز په کې شاملېږي. د ۲۰۱۰ زکال په مۍ میاشت کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون ترکیې ته د اروپا د یو شمېر مسلمانو بنسټونو د مشرانو سفر تنظیم کړ څو د ترکیې دولت متقاعد کړي چې د اقتصادي او پراختیايي همکاریو په سازمان کې د اسرائیلو غړیتوب وېټو کړي. [۲۷][۲۸]

په ۲۰۰۶ زکال کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د پاکستاني الاصله بریتانوي میرزا طاهر حسین له اعدام څخه د مخنیوي په موخه بېړنۍ تبلیغاتي مبارزه پیل کړه. یو شمېر نورو سازمانونو لکه په بهر کې د عادلانه محاکمې سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان هم په دغه مبارزه کې ورسره مل شول. [۲۹][۳۰]

وروسته له هغه چې بي بي سي د ۲۰۰۴ زکال د جولای په ۱۵ مه د یو مستند فلم په خپرولو سره د بریتانیا د سخت دریځي ښي اړخي ملي ګوند اسلام ضد پیاوړي باورونه افشا کړل، د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د دغه حزب د ممنوعیت په موخه مبارزه وکړه. [۳۱]

ملاتړیزې چارې[سمول]

ادعا کېږي چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون ګڼ شمېر ملاتړیزې چارې د عامه لید څخه لرې ترسره کېږي او له هغو کسانو سره کېږي چې له تبعیض سره مخ کېږي چې اسلام ترهه او همدارنګه اسلام ضد تبعیض په کې شاملېږي. یو شمېر داسې شواهد او راپورونه شتون لري چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون د دغه ډول چارو څرګندويي کوي. په ۲۰۰۴ زکال کې د دوکتورا زده کړیال یاسر عبدالمطلب د یو تبعیضي برید لاندې راغی او له امله یې معلول شو. د هغه مور وايي:[۳۲][۳۳]

«له نیکمرغۍ... ما د... بشري حقونو له اسلامي کمیسیون ملاتړ ترلاسه کړ، دا په لندن کې یوازنی ټولنیز بنسټ دی چې د وکیلانو په لرلو سره د تاوتریخوالي د مسلمانو قربانیانو لکه یاسر څخه ملاتړ کوي او له موږ سره یې مرسته وکړه چې له دغې ستونزې سره مبارزه وکړو».[۳۴]

د ۲۰۰۶ زکال د اګست میاشتې په ۳مه د بشري حقونو اسلامي کمیسیون له اسرائیلو سره د بریتانیا د پوځي مرستو اړوند د خپلو ادعاوو د قضايي څېړنې غوښتنه وکړه، خو بالاخره یې غوښتنه رد شوه.[۳۵][۳۶][۳۷]

په ۲۰۱۰ زکال کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون په ښکاره توګه د بریتانیا په بندرونو کې د ټول بدن د سکن کوونکو داسې ماشینونو په نصب کولو اعتراض وکړ چې د سکن کېدونکو وګړو ځان یې بشپړ لوڅ ښود.[۳۸]

په ۲۰۱۳ زکال کې وړاندې له دې چې دغه موضوع محکمې ته لاړه شي د بریتانیا دولت د دغه ډول سکنرونو د نصب اړوند په خپله پرېکړه کې بدلون راوړ او له همدې امله یاد کمیسیون په خپل اعتراض کې بریالی شو. [۳۹]

په ۲۰۱۴ زکال کې د بشري حقونو د اسلامی کمیسیون نوې برخه د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون د قانوني څانګې (IHRC Legal) په نامه پرانیستل شوه چې په چټکۍ سره یې د تبعیض په هغه قضیه لاس پورې کړ چې د پوهنتون یوه ښوونکي په خپلو استخدام کوونکو باندې د غیرمستقیم نژادي تبعیض تور پورې کړی و. د هغه قضیه له محکمې پرته حل شوه.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

بحثونه[سمول]

په ۲۰۰۶ زکال کې د لبنان جګړه[سمول]

په ۲۰۰۶ زکال کې د لبنان د جګړې پر مهال، د بشري حقونو اسلامي کمیسیون له جګړې سره د مخالفت په موخه بېلابېلې لارې چارې وکارولې او د بریتانیا له دولت څخه یې وغوښتل چې له دواړو اړخونو سره یو ډول چلن ولري. دغه کمیسیون په دې اړوند د شرمناکې لوبې: په منځني ختیځ کې نړیوال قوانین او روان کړکېچ تر عنوان لاندې لنډه غونډه جوړه کړه.

ملاني فیلیپس په سپېکټېټور مجله کې د دغې غونډې اړوند ولیکل چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون مشر مسعود شادجاره له «خپلو پیروانو» او «بریتانوي مسلمانانو» وغوښتل چې له حزب الله سره مالي مرستې وکړي او له ځان څخه یې د دفاع په موخه د حزب الله له خوا د اسرائیلو د نیولو او هلته یې د «رژیم د بدلون» غوښتنه وکړه. هغې همدارنګه څرګنده کړه چې د IHRC د لاریونو په بنرونو کې لیکل شوي و چې «اوس موږ ټول حزب الله یو». ایلان پاپه د سپېکټېټور مجلې مدیر مسئول ته د ځوابیه لیک په لیکلو سره له دغه کمیسیون او د هغو له غونډې ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون څرګندونې په کره توګه هغه مواردو ته ورته دي «چې د بخښنې د نړیوال سازمان او همدارنګه د اسرائیلو د بشري حقونو د ټولنو په کلنیو راپورونو کې موندل کېږي» او د فیلیپس راپور یې شر پارونکی او بې بنسټه وباله.[۴۴]

شادجاره په ۲۰۰۸ زکال کې د «برېکسټون، برکلي او د راډیکال سازۍ نورې لارې» تر عنوان لاندې مقاله کې ولیکل:

لومړنۍ وژنې بل ملت ته اړوندې وې، په همدې دلیل ۱۹۶۸ زکال ته په ګرځېدو «موږ ټول هو شی مېن و» له همدې امله په ۲۰۰۶ زکال کې له بلې هر ډول اړوندتیا پرته چې کېدای شي لیکوالان یې ولري موږ اجازه ورکړه چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون نوم د لبنان په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې وژل شوو او ټپي شوو لبناني ماشومانو اړوند پوسټرونو کې ولیکل شي؛ له همدې امله اوس او وروسته له دې، «موږ ټول حزب الله یو». سپېکټېټور مجلې او ښي اړخ ته اړوندو نورو ټولو مطبوعاتو اعلان وکړ چې دا ډېر ژر په بریتانیا کې د ایران په ملاتړ د یو لړ ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو نښه ده؛ او په ځانګړې توګه یې دغه پوسټرونو او د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون چارو ته نغوته کوله. دوی دې ته پام نه درلود چې د حزب الله بیرغونه په دغو یادوو شوو لاریونونو کې ارتدکس خاخامانو (کشیشانو) لېږدول او دغه پوسټرونه هم د منځنۍ کچې د انګلیسي مېرمنو په لاس کې و چې له دغو وژنو څخه په وحشت شوې وې. [۴۵]

نقدونه[سمول]

د حزب الله ملاتړ[سمول]

د ملاني فیلیپس په خبره، دغه سازمان له حزب الله ملاتړ کوي. فیلیپس دغه ادعا هغې قضايي دوسیې ته په اشاره وکړه چې دغه سازمان د ۲۰۰۶ زکال د جګړې پر مهال اسرائیلو ته د تسلیحاتي الوتنو پر ضد مطرح کړه، هغه مهال چې IHRC د بي بي سي د خبري ویب پاڼې په خبره د دې په لټه کې و: [۴۶]

د دې اجازه ترلاسه کړي چې د هېواد د هوايي چلن د ادارې، د بهرنیو چارو او ټولګټو هېوادونو وزارت، او د ډیس براون د دفاع وزارت له قضايي څېړنو سره مخ کړي څو د نړیوالو بشري حقونو څخه د «جدي او شدیدو سرغړونو» او د جینوا کنوانسیون د ژمنو سره په ټکر کې د «تاوتریخوالي» مخه ونیسي. [۴۷]

د فیلیپس د مقالې په ځواب کې ایلان پاپه سپېکټېټور مجلې ته لیک ولیکه او په هغو کې یې په لاندې توګه د فیلیپس ادعاوې رد کړې وې:

ما په ډېرې حیرانۍ سره هغه تورونه ولوستل چې ملاني فیلیپس د بشري حقونو په اسلامي کمیسیون لګولي و (سپېکټېټور مجله، د ۲۰۰۶ زکال د اګست د ۳مې نېټې ګڼه). کلونه کېږي چې زه د اسرائیلو او صهیونېزم منتقد یم. په اسرائیلو کې د یو زېږېدلي یهود په توګه زما د بدلون ټکی نړیوال او همدارنګه یهودي و. ما احساس کاوه هماغه ډول چې نن دا احساس لرم، اسرائیل او اوسنی صهیونېزم له هغو لومړنیو بشري او نړیوالو ارزښتونو څخه چې یهودیت د نړۍ لپاره وړاندې کړي ناوړه ګټه کوي او هغه یې تحریف کړي دي. دا زموږ کلتوري میراث دی چې یهودان په متحده ایالاتو کې د مدني حقونو لپاره او همدارنګه په سویلي افریقا کې د اپاراتاید سره د مبارزې په موخه په لومړۍ کرښه کې ودرېدل. همدغه میراث او اندېښنې لامل وګرځېدې چې زما په څېر یهودان په ټوله نړۍ کې د مسلمانو قربانیانو په خوا کې درېږي او دا توپیر نه لري چې هغه هر چېرې دي آن که ظلم کوونکي یهودان او اسرائیلي وي. دغه ډول زه د بشري حقونو له اسلامي کمیسیون سره بلد شوم. وړاندې له دې چې پرېکړه وکړم په بریتانیا کې د بشري حقونو اړوند د هغو مبارزاتو برخه وګرځم چې نژاد، مذهب یا ملت ته په کې ارزښت نه ورکول کېږي ټول هغه موارد مې ولوستل چې فیلیپس یې یادونه کوي. له دې امله چې دا یو لیک دی نه یوه مقاله، زه د فیلیپس د ټولو شر جوړونکو او بې اساسه تورونو د رد کولو لپاره کافي فرصت لرم. اجازه راکړۍ چې زه دلته د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون د یادې شوې توجیهي غونډې اړوند ووایم. دا د اسرائیلو له خوا په اشغال شوو سیمو کې د اسرائیلو د جنګي جرمنو کره او لنډ راپور دی. ورته توصیفات او تحلیلونه کولای شو د بخښنې د نړیوال سازمان او د اسرائیلو د بشري حقونو د ټولنو په راپورونو کې ومومو. [۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. "About IHRC". Islamic Human Rights Commission. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "UN ECOSOC NGO branch". Esango.un.org. 24 February 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. About Us IHRC website, accessed 17.8.10
  4. Klausen, Jytte (2005). The Islamic Challenge: Politics and Religion in Western Europe. Oxford University Press. p. 76. "...the Muslim left, [is] represented by An-Nisa, the Forum Against Islamophobia and Racism, and the Islamic Human Rights Commission (and the collective that issues the magazine Q News..."
  5. Pragna Patel, Hannana Siddiqui, "Shrinking Secular Spaces", in Ravi K. Thiara, Aisha K. Gill (2010) Violence against women in South Asian communities: issues for policy and practice, Jessica Kingsley Publishers, p125.
  6. Awaaz – South Asia Watch (June 2006). "The Islamic Right – key tendencies" (PDF). Archived from the original on ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link) (355 KB), p8.
  7. A Response to the report by Awaaz South Asia Watch, June 2006, 'THE ISLAMIC RIGHT – key tendencies' Archived 12 July 2021 at the Wayback Machine., Islamic Human Rights Commission, accessed 16 August 2010. "Whilst the overwhelming critique of the report focuses on Wahabbiism (indeed the authors ironically claim to source some of their critique from Hamid Algar, who is in fact an advisor to IHRC), it claims that IHRC is neo-Khomeiniist, and believes in the 'absolute rule of the clerics'."
  8. Phillips, Melanie. "Hezbollah cells await Iran's orders"[مړه لينکونه]. The Spectator. 5 August 2006.
  9. "Uighurs: China 's forgotten Muslims". openDemocracy. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "About IHRC". Islamic Human Rights Commission. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Merali, Arzu. "Alerts – IHRC" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wajahat, Nadia and (11 July 2008). "Campaigns – IHRC" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Merali, Arzu. "Press release: IHRC to end participation in anti-terror laws consultations – IHRC" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Saudi Struggle – IHRC". 5 December 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Palestine: Fly A Flag – IHRC". 14 July 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Journalist Gul Aslan free". Islamic Human Rights Commission. 25 August 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Shadjareh, Massoud (December 1999). "Letters: Gul Aslan's release". New Internationalist. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Nureddin Sirin released". Islamic Human Rights Commission. 16 November 2004. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "IHRC Newsletter 2004, page 4" (PDF). Islamic Human Rights Commission. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wajahat, Nadia and (11 July 2008). "Campaigns – IHRC" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "France – Police brutality against immigrant African women and their babies". Islamic Human Rights Commission. 5 August 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Dr Al-Singace, Human Rights activist arrested on return to Bahrain". Islamic Human Rights Commission. 18 August 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Bosnian parliament to ban face veil". Islamic Human Rights Commission. 17 August 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Belgium – Draft proposal to ban the niqab in process". Islamic Human Rights Commission. 28 April 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Spain – Barcelona Niqab ban". Islamic Human Rights Commission. 15 June 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Pragna Patel, Hannana Siddiqui, "Shrinking Secular Spaces", in Ravi K. Thiara, Aisha K. Gill (2010). Violence against women in South Asian communities: issues for policy and practice. Jessica Kingsley Publishers. p. 115.
  27. "IHRC to lobby in Turkey against Israel's OECD bid". Today's Zaman. 6 May 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "IHRC delegation to lobby Turkish government". Islamic Human Rights Commission. 1 May 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Malaysia ISA Campaign Pack: Mat Sah bin Mohammed Satray Released on September 15, 2009". Islamic Human Rights Commission. 17 July 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ebrahim, Zofeen T. (11 August 2006). "Will Mirza Tahir Hussein live?". IPS News. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. BNP Fascists must be Banned Archived 12 February 2006 at the Wayback Machine., IHRC press release, 15 July 2004
  32. (په 21 December 2004 باندې). Five and a half years for boy who blinded Muslim. The Telegraph.
  33. "IHRC Newsletter 2006, page 2". Islamic Human Rights Commission. 25 July 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Islamophobia and Anti-Muslim Hate Crime, University of Exeterp32" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Government challenged in court over Israel arms flights". Politics.co.uk. 22 August 2006. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  36. IHRC Commences Legal Proceedings against British Government over Military Shipments to Israel Archived 23 August 2006 at the Wayback Machine., press release, IHRC, 3 August 2006
  37. Leave denied to judicially review British government's assistance with military shipments to Israel Archived 17 October 2006 at the Wayback Machine., press release, IHRC, 23 August 2006
  38. "IHRC objects to the use of nude body scanners – Open Letter to UK government". Islamic Human Rights Commission. 13 July 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "IHRC victory on 'strip-search' body scanners". Islamic Human Rights Commission. 4 February 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "IHRC Legal notches up important victory". Islamic Human Rights Commission. 14 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Report of IHRC Observer into the Trial of the Malatya 75" (PDF). Islamic Human Rights Commission. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Addendum Report on Human Rights Violations in Mauritius" (PDF). Islamic Human Rights Commission. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Report of the Trial Monitor in the Karzakan and Maameer cases – Bahrain 2009" (PDF). Islamic Human Rights Commission. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Phillips, Melanie. "Hezbollah cells await Iran's orders"[مړه لينکونه]. The Spectator. 5 August 2006.
  45. "Brixton, Berkley and Other Roads to Radicalisation" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (1.23 MB), Jihad and Terrorism: A War of Words Vol 1, Issue 1, July 2008, pp. 23–25.
  46. Phillips, Melanie (2006-08-02). "Hezbollah cells await Iran's orders". The Spectator (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په 23 August 2006 باندې). UK cleared of aiding bomb flights. BBC News
  48. (په 27 August 2006 باندې). Complaints to The Spectator, August 2006. IHRC.