د بریتانیا د پاچا تاج اېښودنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بریتانیا د پاچا تاج اېښودنه هغه مراسم دي (په ځانګړي ډول دپيل مراسم) چې په ترڅ کې يې په رسمي ډول د تاج اېښودنې مراسم له شان او شوکت سره د وېسټ‌مېنسټر په کلیسا کې ترسره کېږي. دا له هغه تاج اېښودنو سره سمون لري چې مخکې په اروپا کې تر سره کېدې  او اوس هغو ټولو خپل ځای د سلطنت پر تخت ناستي یا د تحلیف مراسمو ته پرېښی. تاج اېښودنه یوه سمبولیکه رسمي چاره ده او د پاچا د واکمنۍ د رسمي پيل په معنا نه ده. د هغوی واکمني د مخکیني پاچا تر مړينې وروسته په رسمي او سم‌لاسي ډول پيلېږي او د واکمنۍ قانوني دوام خوندي کوي.   

تاج‌اېښودنه معمولاً د مخکیني پاچا تر مړينې څو مياشتې وروسته ترسره کېږي، ځکه دا مراسم د خوښۍ مراسم دي او د وير د دوام په حالت کې يې ترسره کول نامناسب دي. دا فاصله همدارنګه د دې برنامې تنظموونکو ته هم کافي وخت ورکوي تر څو د اړتيا وړ کره چمتوالی ونیسي. د مثال په ډول د ملکې الیزابیت د تاج اېښودنې مراسم د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ په ۶مه ترسره شول او د ۱۹۵۳ کال د جون په دویمه پر تخت کېناسته. د هغې د تاج اېښودنې تاريخ نږدې یوکال مخکې اعلان شوی و او د صومعې/کلیسا په منځ کې چمتوالي ۵ مياشتې دوام وکړ.

دا مراسم د کانتربري د لوی راهب، چې د انګلستان کلیسا تر ټولو جګ‌پوړی روحاني او پاچا يې عالي رییس دی ترسره کېږي. چې نور اشراف غړي او روحانیان هم په‌کې رول لري. ګډونوالو ته لازمه ده چې تشریفاتي جامې یا اوږده چپنه او تاج واغوندي. ډېری نور مېلمانه دولتي چارواکي او د نورو هېوادونو استازي هم په دې مراسمو کې برخه اخلي.

د تاج اېښودنې بنسټيز عناصر په تېرو زرو کلونو کې په‌خپل حال پاتې شوي دي. ټول‌واک/ پاچا لومړی خلکو ته ورپېژندل کېږي او ستاينه يې کېږي. وروسته واکمن لوړه کوي چې له کلیسا او قانون څخه ملاتړ کوي. تر هغې وروسته پاچا ته له سپېڅلیو غوړیو سره مسح ورکول کېږي، له سلطنتي امتيازاتو سره پرې پانګونه کېږي او د ر عيت له خوا د درناوي مراتبو له ترلاسه کولو مخکې يې پر سر تاج اېښودل کېږي. ورپسې د پاچا ښځې مسحه کېږي او د ملکې په توګه يې پر سر تاج اېښودل کېږي. دا مراسم له یو ټولیز حرکت سره پای ته رسېږي او دا هغه دود دی چې له شلمې پېړۍ راهیسې شاهي کورنۍ ته د باکېنګهام ماڼۍ په بالکن کې تر یوې مېلمستيا وروسته ترسره کېږي. 

تاريخچه[سمول]

انګریزي تاج اېښودنه[سمول]

د انګرېزانو د تاج اېښودنې مراسم په سنتي ډول د وېسټ‌مېنسټر په کلیسا کې په داسې حال کې ترسره کېدل چې پاچا به د تاج اېښودنې پر څوکۍ ناست و. د تاج اېښودنې اصلي عناصر او د لوړې لومړنۍ بڼه تر ميلاد وروسته د اېډګار د تاج اېښودنې په نوښت د سېنټ ډانستان په مراسمو کې د بات‌ابي له کلیسا څخه څارل کېدی شي. دا له هغه مراسمو څخه اخیستل شوي وو چې فرانګ پاچاهانو به د خپلو راهبانو د ټاکلو لپاره کارول. د نورمن له فتحې څخه مخکې د تاج اېښودنې د خدماتو دوه ډوله نسخې د ارډېنز (د لاتیني ژبې له اوډو څخه اخيستل شوی چې د د سپارښتنې په معنا دی) او تفریظ په نوم پاتې شوي دي. د لومړني تفریض کارونه په انګلستان کې نامشخصه ده او هغه چې په ۹۳۷ کال کې د اډګاراو ورپسې انګرېزي - ساکسون او لومړنیو نورمن پا‌چاهانو له‌خوا وکارول شو دويم تفریظ و. [۱]

درېیم تفریظ په احتمالي ډول د لومړي هېنري د واکمنۍ پر مهال راغونډ کړای شوی او په ۱۱۳۵ کال کې د هغه د ځای‌ناستي سټيفن د تاج اېښودنې په مراسمو کې وکارول شو. چې هغه مهال یې د انګلو ساکسون د دين تر ټولو مهم مراسم خوندي کول، د Pontificale Romano-Germanicum په نوم د آلماني مذهبونو له یو کتاب څخه چې په ۹۶۱ کال کې په ماینتیس کې راغونډ شوی په پور اخیستل شوی. او په دې توګه له انګرېزي دود سره د قاره‌يي تمرين په یوه کرښه کې راغلی. په ۱۳۰۸ کال کې د دويم اېډوارډ د تاج اېښودنې په مراسمو کې په څو لسیزو کې د راټول شوي څلورم تفریظ د لومړي ځل کارونې تر مهال پورې کارول کېده. له دې سره چې د خپلو فرانسوي سیالانو تر اغېز لاندې و خو نوي ارډو د پاچاهانو او د هغوی د لوړې او اشرافو تر منځ پر تعادل تمرکز درلود، چې له‌دې څخه هېڅ یو هم له مطلقو فرانسوي پاچاهانو سره تړاو نه درلود. د وېسټ‌مېنسټر په کلیسا کې د Liber Regalis په نوم د دې کتاب یوه لیکل شوې نسخه د وروستۍ نسخې په توګه په پام کې نیول شوې ده. [۲][۳][۴]

په انګلستان کې د سموونو/اصلاحاتو تر پيل وروسته په ۱۵۷۴ کال کې د پروټسټانو د تاج اېښودنې په لومړنیو مراسمو کې د هلک پاچا شپږم اېډوارډ پر سر تاج کېښودل شو چې  په ترڅ کې يې لوی راهب ټوماس کرانمر د بت‌پرستۍ او د «رومي کشیشانو د ظلم پروړاندې» وعظ وکړ. په هر حال، شپږ کاله وروسته د هغه ناسکه خور لومړۍ ماري د کاتولیک مذهب رامنځته او د هغه ځای‌ناستې شوه. ملکې لومړۍ الیزابیت په ۱۵۵۹ کال کې د کاتوليک کلیسا په حضور کې د انګلیسي تاج اېښودنې وروستي مراسم ترسره کړل؛ که څه هم د هغې د پروتسټاني باورونو پر منعکسوونکو بدلونونو د الیزابیت ټینګار د مراسمو له ترسره کولو څخه د څو راهبانو د انکار لامل شو او دا چاره د ټيټ رتبه کشیشانو کارلایل او اوون اوګلتورپ له‌خوا ترسره شوه. [۵][۶]

سکاټلنډۍ تاج اېښودنې[سمول]

سکاټلنډۍ تاج اېښودنې په دودیز ډول په ابي سکان کې تر سره کېدې او پاچا به د برخلیک پر ډبره کېناسته. لومړني تشریفات د څو مراسمو ترکیب و، چې د ډال‌رېټا د پاچاهانو په‌واسطه چې په ۵۷۴ کال کې د کولمبیا او هغو پېکېټ‌یانو له‌خوا چې د برخلیک ډبره ورڅخه راوړل شوې د عدن د پرانیستلو پر بنسټ کارېدل. داسې بریښي چې تاج په ۱۲۱۴ کال کې د دويم الیکسانډر تر تحلیف پورې نه دی کارول شوی. په دې مراسمو کې د یو ستر کشیش له‌خوا د لاس اېښودل او د پاچا د شجره‌لیک لوستل شامل وو. د جان بالیول تر تاج اېښودنې وروسته ډبره په ۱۲۹۶ کال کې د وېسټ‌مېنسټر کلیسا ته یوړل شوه او په ۱۳۰۰ او ۱۳۰۱ کلونو کې د انګلستان لومړي اېډوارډ له انګلیسي تاج اېښودنې سره يوځای کړه. لومړنۍ قاطع کارونه يې په ۱۳۹۹ کال کې د څلورم هانري د انګلیسي تاج اېښودنې په مراسمو کې وه. ۲۲م پاپ جان په ۱۳۲۹ کال کې د بال په پاپي فرمان کې د سکاټلنډ پاچاهانو ته په سپېڅلو غوړو د مسحې او تاج اېښودنې حق ورکړ. د منځنيو پېړیو د دې دود د کره ډول په اړه هېڅ کوم ریکارډ نه‌شته، خو په ۱۵۱۳ کال کې د سټرلېنګ په کلا کې د یو ۱۷ میاشتیني ماشوم پنځم جېمز د تاج اېښودنې په اړه یو وروستی راپور شته دی. دا مراسم د تخريب له مهال راهیسې په کلیسا کې د کلا د دېوالونو په منځ کې د راهب ګلاسکو په‌واسطه تر سره شول ځکه لوی راهب انډریوز د فلوډن په جګړه کې مړ شوی و. دا احتمال شته چې یاد ماشوم به د تاج اېښودنې تر مراسمو مخکې د پاپ له‌خوا ورکول کېدونکې اشرافي درجې ته رسېدلی و. تاج اېښودنه په‌خپله له یوې خطبې سره پیل شوه ورپسې د سپېڅلو غوړيو په‌واسطه مسحه کېدل او تاج اېښودنه او بیا لوړه کول و چې دا چاره د يو ناپېژانده اشراف یا کشیش له‌خوا د ماشوم لپاره وشوه او په پای کې د مذهبي ټولنې له‌خوا د وفادارۍ او ستاینې د لوړې مراسم ترسره شول. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] 

سرچينې[سمول]


[1] یو ډول مراسم چې یوې ډلې یا ټولنې ته دننه کېدو یا منل کېدو نښه ده، ژباړن.


[K H W1]زما له نظره په سورس متن کې د تاریخ په تسلسل کې ستونزه ده، ما دلته اصلاحي بڼه لیکلې

  1. Gosling, pp. 5–7.
  2. Strong, pp. 43–44.
  3. Strong, pp. 81–82.
  4. Strong, p. 84.
  5. Strong, p. 208.
  6. Strong, pp. 204–206.
  7. Thomas, pp. 46–47.
  8. "The Coronation Chair". Westminster Abbey. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Strong, pp. 75–76.
  10. Thomas, pp. 50–51.
  11. Thomas, p. 53.
  12. Thomas, pp. 54–55.