د بديل درملو تاريخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د بديل درملو تاريخچه د بېلابېلو طبي لارو چارو د يوې ډلې تاريخ ته وايي، چې په ټوليز ډول يې د «بديل درملو» په توګه په ۱۹۷۰ لسيزه کې وده پيل کړه. بديل درمل همدرانګه د يادې ډلې د غړو د انفرادي تاريخونو ټولګې يا د لويديځو طبي لارو چارو تاريخچې ته وايي، چې د لويديځې طبي رامنځته کېدنې په واسطه «نامنظمې لارې چارې» وګڼل شوې. دا د بشپړوونکو درملو يا بشپړونکو درملو(integrative medicine) درملو تاريخچه رانغاړي. بديل درمل د توليداتو، لارو چارو او نظریو په ناتړلي ډول راپېژندل شوی او متنوع ټولګه ده، چې د درملو د رغوونکو اغېزو د درلودلو په موخه د کاروونکو په واسطه انګېرل کېږي، مګر د ساينسي مېتود څخه په ګټې اخېستنې سره له يو ځای شوې نښې يا ثبوت څخه نه رامنځته کېږي، د حياتي درملو برخه نه دي او يا دا چې له ساينسي ثبوت يا رامنځته شوې پوهې (ساينس) سره په ټکر کې دي. بايو ميډيسن (حياتي درمل) د طبي پوهې هغه برخه ده، چې د اناتومي، فزيک، کيميا، بيولوژي، فزيالوژي او نورو طبيعي علومو اصول پر کلينيکي کارونه باندې پلي کوي او د يادې کارونې يا پرله پسې عملي کولو د ګټورتوب رامنځته کولو په موخه له پوهنيزو يا ساينسي لارو چارو څخه ګټه پورته کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ډېری هغه څه چې اوسمهال د بديل درملو په توګه ډلبندي کېږي، د خپلواکو او بشپړ طبي نظامونو په توګه يې وده وکړه، له بايو ميډيسن او ساينسي مېتودونو له کارونې څخه خورا د مخه رامنځته شوي او د نړۍ په يو څه بېلو سيمو کې رامنځته شوي، چې له علمي څخه مخکې لويديځ درملو يا د يو بل سيستمونو سره لږه يا هيڅ اړيکه نه وه. بېلګې يې دوديز چينايي درمل، اروپايي طنزی نظريه او د هند “Ayurvedic” درمل دي. د بديلو درملو نورې لارې چارې لکه “Homeopathy” [چې د بديل درملو يو برسېرن يا ظاهري سيستم دی، چې د باور له مخې يې د ناروغۍ د نښو رامنځته کوونکې ماده ناروغانو کې د ورته نښو درملنه کولی شي] په لويديځه اروپا کې د لويديځو درملو خلاف هغه وخت رامنځته شوي دي، چې لويديځ درمل په کې د هغو ناپوهنيزو نظرياتو پر بنسټ وو، چې د لويديځ مذهبي چارواکو له لورې په توپيري يا متعصب ډول پلې [تحميل] شوې وې. هيموپېتي (په مثل يا بديل درملنه) د کيميا د بنسټيزو اصولو له موندنې څخه مخکې رامنځته شوه، چې ثابته يې کړه چې هوموپيتيک درمل له اوبو څخه پرته نور څه نه لری. مګر هوموپيتي له اوبو څخه په جوړو شويو خپلو درملو سره په هغه وخت کې د عملي شويو ناپوهنيزو او ګواښوونکو (خطری) ارتودوکس لويديځو درملو په پرتله بې زيانه و. ارتودوکس لويديځو درملو کې له زهري توکو څخه کار اخېستل کېده او د وينې ويستل يې رانغاړل، چې زياتره وخت د تل پاتې بد شکلۍ يا مړينې لامل کېدل. نورې بديلې لارې چارې لکه “chiropractic” (د بديل درملو هغه بڼه چې د عضلاتو سيستم او په ځانګړي ډول د نخاع په ميخانيکي ګډوډۍ، تشخيص، درملنې او مخنيوي پورې اړه لري) او اوستيوپېتيک تنظيمي درمل “osteopathic manipulative medicine” (د بديل درملو هغه ډول چې په پوره پوهې سره د بدن د عضلاتو، نسج او هډوکو پر فزيکي اداره کولو باندې ټينګار کوي) ) هغه وخت په متحده ايالتونو کې رامنځته شول، چې لويديځو درملو د پوهنيزو يا ساينسي مېتودونو او نظريو په ترکيب يا يو ځای کولو پيل کاوه، مګر د بايو ميډيکل (حياتي درمل) موډل تر اوسه په بشپړ ډول حاکم نه و. د “Chiropractic” او “osteopathic” په شان لارې چارې هره يوه د طبي رامنځته کېدنې له مخې نامنظم او همدارنګه د جواز ورکولو قانون سره په بيان او سياسي ډول يو د بل ضد ګڼل کېږي. اوسټيوپېتيک پلي کوونکو خپل جواز کې د حياتي درملو دورې او روزنه ورزيات کړل د “osteopathic” درملو جواز لرونکو ډاکترانو د يادې برخې د ناپوهنيزو سرچينو د کارونې له منځه وړل پيل کړل او له اصلي لارو چارو او نظرياتو څخه پرته اوسمهال د حياتي درمل يا بايوميډيسن په څېر ګڼل کېږي. [۱۲]

تر ۱۹۷۰ لسيزې پورې د طبابت بوخت هغه لويديځوال چې د طبي رامنځته کېدنې برخه نه وو، نامنظم ډاکتران ګنل کېدل او د ناپوهنيز يا تېراېستنې په توګه د طبي رامنځته کېدنې په واسطه له منځه ولاړل. نامنظم عمل د تېراېستنې او دوکې په توګه په زياتېدونکي ډول ځکه له پامه وغورځول شو، چې لويديځ درملو په زياتېدونکي ډول پوهنيزې کړنلارې او موندنې يو ځای کړې او د هغه د درملنې په بريا کې يې برابر زياتوالی درلود. په ۱۹۷۰ ز لسيزه کې نامنظمې لارې چارې د نالويديځو کلتورونو له دوديزو لارو چارو او نورو ثابت شويو يا ناثابت شويو لارو چارو سره ډله شوې، چې د بديل درملو اوسېدلو په توګه له پرمختللې ډلې سره د حياتي درملو برخه نه وو. د ۱۹۶۰ لسيزې له کلتور ضد خوځښت څخه وروسته د بازار موندنې ناسمې مبارزې چې د حياتي درملو د اغېزناک بديل په توګه يې بديل درمل ته وده ورکوله او د کيمياوي موادو د نه کارونې په اړه د ټولنيزو کړو وړو په بدلون، د بل هر ډول د رامنځته کېدنې او واک په ننګونې، د ساينس او د هغه د نيمګړتياوو په اړه د فکر کولو لارو ته له عصريتوب څخه د وروسته (Postmodernism) او له عصري څخه د مخکې معمارۍ د خوښت (deconstructivism) په ورزياتولو سره د کلتوري نسبيت له لارې د نورو کلتورونو او د هغوی د لارو چارو ارزښتونو او باورونو ته د ورکول کېدونکي برابر معيار پر وړاندې په حساسيت او د پوهې پر بنست درملو د محدوديتونو او منفي اغېزو په اړه د ناروغانو له لورې په ډېرېدونکې نا امېدۍ او مايوسۍ سره په لويديځ کې د بديل درملو کارونې وده پيل کړه او بيا يې په ۱۹۹۰ لسيزه کې خورا زياته [چاودېدونکې] وده پيل کړه. دا هغه مهال و چې لوړ پوړو سياسي شخصيتونو په کې بديل درملو ته وده ورکول او د حکومت له لورې د طبي څېړنې مالي پانګې بديل او بشپړونکو درملو څېړنې ته اړول پيل کړل.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

بديل درمل[سمول]

د بديل درملو مفهوم ځکه ستونزه زېږونکی دی، چې په خپل حق کې د څېړنې د يو شي يا جسم په توګه خپلواک نه شي اوسېدلی او تل بايد له يو ناثابت او لېږديزې (انتقالي) طبي کلکې عقيدې سره په اړيکه کې راوپېژندل (تعريف) شي. همدرانګه دا درمل په دوه برخو باندې وېشي، چې يو يې طبي اصلي بهير او څنګ وزلې يا د چاپيريال اړوند ده. ياده برخه ارتودوکسي يا کلکې عقيدې ته په امتياز ورکولو کې د منظم طبي پلي کوونکو (متخصصينو) له زياتره متعصبو او جنجالي نظرياتو څخه خپلواکې تاريخي شننې په جوړولو کې ستونزې وړاندې کوي. د بديل درملو په توګه د نادوديزو درملو تشرېح د رسمي درملو يوازې والی او مرکزيت دواړه پياوړي کوي. که څه هم د سپکوونکو (تحقيري) يا د لوړوالي د ونډو لکه «تېرايستنه» يا «طبيعي درمل» يو څه زيات بې پلوه دي، د يوې ريښې اصطلاحات لکه «بشپړوونکي:complementary» يا «بشپړوونکي:intergrative» يا نا ارتودوکس د دوديزو حياتي درملو د معيار پر وړاندې خپله موخه راپېژني، ځانګړي ليدونه او قضاوتونه رانغاړي، زياتره وختونه اخلاقي پايلې يا لاسته راوړنې لري او ناسم اوسېدلی شي. په لويديځ کې د طبابت برخې لويديځ کارکوونکي له ۱۹ پېړۍ راهيسې د «مشروع» درملو د پولې راپېژندلو په موخه د وسيلو په توګه ځينې ذکر شوې يا ورته اصطلاحګانې کارولي دي، چې د پوهنيز او ناپوهنيز درملو تر منځ بېلتون يا وېش په نښه کوي. د اصلي بهير عادي درملو پېژندنه په عمومي ډول د جواز لرونکو درملو نظام ته د ويلو په توګه پېژندل شوې ده او په يو قانوني واک کې دولتي او قانوني خونديتوب څخه برخمن ده، د وخت او ځای پر وړاندې خورا مشخص ده. د هند او چين غوندې هېوادونو کې د درملو دوديز نظامونه د لويديځ په بايوميډيکل (حياتي درمل) پوهې سره ښايي له عادي دود سره سم يانې دوديز يا عادي وګڼل شي. د دې اصطلاحاتو بدلېدونکی طبيعت د اغېزناکتوب او خونديتوب پر بنسټ د بديل درملنو او په پوهنيز ډول په حکم يا پرېکړه کړای شوي ارزښت سره له دوديزې سره د مل ګڼ انديزې لارې چارې په توګه بشپړونکو درملو کې د يادو درملنو د ګډولو تر منځ د برید ټاکلو په موخه د وروستيو هڅو په واسطه په ګوته کېږي. دا به ښايي د طبي اعتبار پر بنسټ د وېش يوه نوې ليکه وړاندې کړي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۲][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Countercultural Healing: A brief History of Alternavie Medicine in America, James Whorton, PBS, Nov 4 2003, "Archived copy". مؤرشف من الأصل في ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  2. Nature Cures – The History of Alternative Medicine in America, James C. Whorton, Oxford University Press, 2002, "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  3. The Rise and Rise of Complementary and Alternative Medicine: a Sociological Perspective, Ian D Coulter and Evan M Willis, Medical Journal of Australia, 2004; 180 (11): 587–89
  4. Sampson, W. (1995). "Antiscience Trends in the Rise of the "Alternative Medicine'Movement". Annals of the New York Academy of Sciences. 775: 188–97. doi:10.1111/j.1749-6632.1996.tb23138.x. PMID 8678416. S2CID 2813395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. National Science Board (2002). "Chapter 7: Science and Technology: Public Attitudes and Public Understanding, Section: Belief in Alternative Medicine". Science and Engineering Indicators. Arlington, Virginia: Division of Science Resources Statistics, National Science Foundation, US Government. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kasper او نور 2015.
  7. Committee on the Use of Complementary and Alternative Medicine by the American Public, Board on Health Promotion and Disease Prevention, Institute of Medicine, US National Academies (2005). Complementary and Alternative Medicine in the United States. Washington, D.C.: National Academy Press. کينډۍ:ISBN., "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  8. "Complementary Medicine-Alternative Health Approaches". webmd.com. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Beyerstein BL (2001). "Alternative medicine and common errors of reasoning". Academic Medicine. 76 (3): 230–37. doi:10.1097/00001888-200103000-00009. PMID 11242572. S2CID 41527148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hines, Terence (2003). Pseudoscience and the Paranormal (الطبعة 2nd). Amerst, New York: Prometheue Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781573929790. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Sampson, Walter (March 2001). "The Need for Educational Reform in Teaching about Alternative Therapies". Academic Medicine. 76 (3): 248–50. doi:10.1097/00001888-200103000-00011. PMID 11242574. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Coulter, Ian D; Willis, Evan M (June 2004). "The Rise and Rise of Complementary and Alternative Medicine: a Sociological Perspective". Medical Journal of Australia. 180 (11): 587–89. doi:10.5694/j.1326-5377.2004.tb06099.x. PMID 15174992. S2CID 15983789. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Sagan 1996
  11. Angell او Kassirer 1998.
  12. Countercultural Healing: A brief History of Alternavie Medicine in America, James Whorton, PBS, Nov 4 2003, "Archived copy". مؤرشف من الأصل في ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  13. Countercultural Healing: A brief History of Alternavie Medicine in America, James Whorton, PBS, Nov 4 2003, "Archived copy". مؤرشف من الأصل في ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  14. Nature Cures – The History of Alternative Medicine in America, James C. Whorton, Oxford University Press, 2002, "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  15. The Rise and Rise of Complementary and Alternative Medicine: a Sociological Perspective, Ian D Coulter and Evan M Willis, Medical Journal of Australia, 2004; 180 (11): 587–89
  16. Sampson, W. (1995). "Antiscience Trends in the Rise of the "Alternative Medicine'Movement". Annals of the New York Academy of Sciences. 775: 188–97. doi:10.1111/j.1749-6632.1996.tb23138.x. PMID 8678416. S2CID 2813395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The Alternative Fix – Introduction – FRONTLINE – PBS". www.pbs.org. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Trends in alternative medicine use in the United States, 1990–1997: results of a follow-up national survey.Eisenberg DM1, Davis RB, Ettner SL, Appel S, Wilkey S, Van Rompay M, Kessler RC., JAMA. 1998 Nov 11; 280(18): 1569–75, "Archived copy" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  19. Edzard Ernst; Singh, Simon (2008), Trick or Treatment: The Undeniable Facts about Alternative Medicine, New York: W. W. Norton, کينډۍ:ISBN
  20. Ramsey 1999, p. 287; Bradley 2002, p. 19
  21. Ramsey 1999, p. 287; Jütte 2001, p. 11
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Jütte 1999، ص. 343.
  23. Ramsey 1999، ص. 287.
  24. Jütte 2001، ص. 12.
  25. Bradley 2002، ص. 19.
  26. Blécourt او Usborne 1999a، ص. 284.