د بالکان جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بالکان جګړې د شخړو هغو دوو لړیو ته اشاره کوي چې په ۱۹۱۲ز او ۱۹۱۳ز کلونو کې د بالکان هېوادونو کې رامنځته شوي. د بالکان په لومړۍ جګړه کې د بالکان څلورو هېوادونو یونان، سربیا، مونټینیګرو او بلغاریا د عثماني سترواکۍ پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او ماتې یې ورکړه. په دې بهیر کې عثمانیان له خپلو اروپایی سیمو نه وشړل شول او یوازې ختیځ تریس د عثماني سترواکۍ په واک کې پاتې شو. د بالکان په دویمه جګړه کې بلغاریا د لومړۍ جګړې د ټولو سترو جنګیالیو پر وړاندې جګړه وکړه او له شمال نه د رومانیا له برید سره هم مخ شو. دغه راز عثماني سترواکۍ په اروپا کې خپله ډېره برخه له لاسه ورکړه. دې جګړې د ۱۹۱۴ز کال کې د بالکان کړکېچ ته لاره هواره کړه او په دې توګه یې د «لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل» په توګه وګڼل شوه.[۱][۲]

د شلمې پېړۍ په پیل کې، بلغاریا، یونان، مونټینیګرو او سربیا د عثماني سترواکۍ نه خپلواکي ترلاسه کړه. دغه راز په ۱۹۱۲ز کال کې دغو هېوادونو د بالکان اتحادیه جوړه کړه، چې د بالکان لومړۍ جګړه د ۱۹۱۲ ز کال د اکټوبر په اتمه هغه مهال پیل شوه چې متحدینو یې پر عثماني سترواکۍ برید وکړ او اته میاشتې وروسته د ۱۹۱۳ ز کال د مې په ۳۰مه د لندن د تړون په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد همدارنګه د بالکان دویمه جګړه د ۱۹۱۳ ز کال د جون په ۱۶مه هغه مهال پیل شوه چې بلغاریا د مقدونیې له لاسه ورکولو نه ناخوښ و او په دې توګه یې د بالکان اتحادیې پخوانیو متحدینو باندې برید وکړ. دغه راز د سربیا او یوناني پوځونو ګډو ځواکونو د بلغاریا برید په شا وتمبول او له لوېدیځ او سویل نه یې پر بلغاریا برید وکړ. همدارنګه رومانیا چې په جګړه کې یې برخه نه وه اخیستې، د برید لپاره ثابتې لښکرې درلودې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې د تړون نه په سرغړونې سره له شمال نه په بلغاریا یرغل وکړ. دغه راز عثماني سترواکۍ هم په بلغاریا برید وکړ، چې تریس پورې یې پرمختګ وکړ او ادریانوپل یې بېرته ونیول. د بخارست د تړون په پایله کې بلغاریا وکولای شو چې د بالکان په لومړۍ جګړه کې تر لاسه شوې ډېرې سیمې بېرته ترلاسه کړي، خو دې ته اړ شو چې د پخواني عثماني دوبروجا ولایت سویلي برخه رومانیا ته وسپاري.[۳]

په بالکان جګړو کې ټولې خواوې د ملکي خلکو په وړاندې د جدي جرمونو مسولیت لري، چې د ۱۹۹۰ لسیزې د یوګوسلاو جګړو په لړ کې د جنګي جرمونو په ګډون د وروستیو ظلمونو په هڅولو کې هم مرسته کوي.[۴][۵][۶][۷]

د بالکان لومړۍ جګړه[سمول]

د سلاویک درې متحدینو (بلغاریا، سربیا او مونټینیګرو) د خپلو جنګی هڅو د همغږي کولو لپاره د روسیې تر څار لاندې د جګړې نه مخکې پراخه پلانونه جوړ کړي وو. لکه څنګه چې سربیا او مونټینیګرو به په سنډجیک تیاتر، بلغاریا او سربیا په مقدونیه او تریس باندې برید وکړي. په دې وخت کې د عثماني امپراتورۍ وضعیت خورا ستونزمن و او د دوې نږدې ۲۶ میلیونه نفوس انساني ځواک د دوی لویه سرچینه وه، خو د نفوس درې پر څلورمه برخه د امپراتورۍ اسیا کې ژوند کاوه.

د جګړې له پیلېدو سره سم عثماني سترواکۍ په ترتیب سره د بلغاریایان، یونانیانو او سربیانو په وړاندې درې نظامي مرکزونه جوړ کړل، چې په قسطنطنیه کې د تراسیان مرکزي دفتر، په سلونیکا کې لوېدیځ مرکز، او په سکاپې کې د وردار مرکز و. د دوی د موجودو ځواکونو ډېره برخه دغو جبهو ته ځانګړې شوې وه او کوچني خپلواکه واحدونه یې زیاتره د ښار شاوخوا کې ځای په ځای شوي و.

مونټینیګرو لومړنی هېواد و چې د اکټوبر په اتمه یې جګړې اعلان کړه. پاتې متحدینو یوه اونۍ وروسته د جګړې اعلان وکړ. بلغاریا په ختیځ تریس برید وکړ او د قسطنطنیه په څنډه کې د چتالک کرښې او ګالیپولي ټاپوګانو کې ودرېد. همدارنګه سربیا په سویل کې د سکوپې او بندر په لور برید وکړ مخکې له دې چې لوېدیځ (اوسنۍ البانیا) په لور لاړ او اډریاټیک سمندر ته ورسېد، پداسې حال کې چې دویم پوځ کوسوو ونیوله او د مونټینیګرین ځواکونو سره یو ځای شو. دغه راز یوناني ځواکونو د سریانتپورو تنګي له لارې له تیسالي نه مقدونیه اشغال کړه.[۱][۸][۹]

په سمندري جبهه کې عثماني بېړۍ دوه ځله د ایلی او لیمنوس په جګړو کې د یونان د سمندري ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ شوي. د ایجین په سمندر کې د یونانیانو واکمنۍ له امله عثمانیان ونه توانېدل چې پلان شوي ځواکونه له منځني ختیځ نه د تریس (بلغاریا په وړاندې) او مقدونیه (د یونان او سربیانو په وړاندې) ته انتقال کړي. دغه راز جنرال نیکولا ایوانوف د یونان د سمندري ځواکونو فعالیت د متحدینو د عمومي بریالیتوب د اصلي لامل په توګه په ګوته کړ.[۱۰][۱۱][۱۰]

د جنوري په میاشت کې د ځوان پوځ افسرانو له خوا د یوې بریالۍ کودتا وروسته عثماني سترواکۍ پریکړه وکړه چې جګړې ته دوام ورکړي. دغه راز د سربیا او مونټینیګرو د ګډو عملیاتو په لړ کې د مونټینیګرین پوځ سکودرا محاصره او ونیوله، چې د Čatalka کرښې په لوېدیځ کې په اروپا کې د عثمانیانو نږدې ۵۰۰ کلن شتون یې پای ته ورساوه. جګړه په رسمي توګه د لندن د تړون سره د مې په ۳۰مه  پای ته ورسېده.

د بالکان دویمه جګړه[سمول]

که څه هم د بالکان متحدین د ګډ دښمن په وړاندې په ګډه جګړه کړې وه، خو یاد اتحاد د دوی ترمنځ د متقابلو سیالیو د له منځه وړلو لپاره بسنه نه کوله. د بالکان اتحادیې په سند کې سربیا له بلغاریا سره د مقدونیې ډېره برخه ژمنه کړې وه. خو د لومړۍ جګړې له پای ته رسېدو مخکې سربیا (د پخوانۍ موافقې په سرغړونې) او یونان د هغو سیمو د ساتلو پلان په ډاګه کړ چې د دوی ځواکونو نیولې وې او په دې توګه دې عمل د بلغاریا تزار دې ته اړ کړ چې پر خپلو متحدینو برید وکړي او په دې ډول د بالکان دویمه جګړه د ۱۹۱۳ز کال د جون په ۲۹مه هغه مهال پیل شوه، چې بلغاریا د بالکان په لومړۍ جګړه کې پر خپلو پخوانیو متحدینو سربیا او یونان برید وکړ، په داسې حال کې چې مونټینیګرو او عثماني امپراتورۍ وروسته د بلغاریا پر ضد مداخله وکړه او رومانیا د سولۍ تړون نه په سرغړونۍ سره له شمال نه په بلغاریا برید وکړ. [۱۲] 

کله چې یوناني پوځ د بالکان په لومړۍ جګړه کې د بلغاریا د اوومې فرقې نه یوازې یوه ورځ مخکې تیسالونیکي ته ننوتل او له دوی نه یې وغوښتل چې ښار ته د بلغاریا کنډک ته د ننوتلو ته اجازه ورکړي، چې یونان د سیرس ښار ته د یوناني واحد د ننوتلو اجازه ورکولو په بدل کې د بلغاریا دا غوښتنه ومنله. دغه راز د بلغاریا واحد  تیسالونیکي ته ننوتل په مهال د کڼډک په ځای یو ۱۸،۰۰۰ پیاوړې لښکر و، چې یونانیان یې اندیښمن کړل او دا یې د بلغاریا له خوا د ښار په شاوخوا کې د ګډ حکومت جوړولو لپاره د یوې هڅې په توګه ولیدل.

همدارنګه یونان بلغاریا ته اجازه ورکړه چې د تیسالونیکي او  قسطنطنیه ریل پټلۍ برخه کنټرول کړي چې د یونان په اشغال شوې خاوره کې وه ، ځکه چې بلغاریا تریس ته د اورګاډي ترټولو لویه برخه کنټرولوله. په تریس کې د عملیاتو له پای ته رسېدو او د یونان د اندیښنو سره سره، بلغاریا په مقدونیه کې د خپل کنټرول لاندې سیمو نه راضي نه و او سمدستي یې وغوښتل چې یونان د تیسالونیکي او د پیریوس شمال ته د ځمکې کنټرول پریږدي او په مؤثره توګه د یونان ټوله مقدونیا سیمه بېرته دوی ته وسپاري. دې غوښتنو یونان اندیښمن کړ او پریکړه یې وکړه چې خپل پوځ متحرک وساتي ځکه چې بلغاریا د عثمانیانو په وړاندې د لندن د ګډې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د خپل پوځ له ایستلو نه انکار وکړ. د بالکان د دویمې جګړې له پیل نه یوه میاشت وروسته د تیسالونیکي او بلغاریا ټولنه پای ته ورسېده، ځکه چې په سلګونو ځایی بلغاریان، ۱۳۰۰ بلغاریايي پوځیان او شاوخوا ۵۰۰ کمیساران ونیول شول او د یونان زندانونو ته واستول شول. د ۱۹۱۳ز کال په نومبر کې بلغاریا دې ته اړ شو چې ماتې ومني ځکه چې یونانیانو د تیسالونیکي ادعا په رسمیت وپیژندله.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Hall 2000.
  2. Clark 2013، صص. 45, 559.
  3. Winston Churchill (1931). The World Crisis, 1911–1918. Thornton Butterworth. د کتاب پاڼې 278. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Biondich, Mark (20 October 2016). "The Balkan Wars: violence and nation-building in the Balkans, 1912–13". Journal of Genocide Research 18 (4): 389–404. doi:10.1080/14623528.2016.1226019. https://www.tandfonline.com/doi/full/10.1080/14623528.2016.1226019. Retrieved 10 April 2022. 
  5. Levene, Mark (2018). ""The Bulgarians Were the Worst!" Reconsidering the Holocaust in Salonika within a Regional History of Mass Violence". The Holocaust in Greece (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-47467-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Farrar, L L, Jr. (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Aggression versus apathy: The limits of nationalism during the Balkan Wars, 1912-1913"]. East European Quarterly 37 (3): 257–280. کينډۍ:ProQuest. 
  7. Michail, Eugene (2017). "The Balkan Wars in Western Historiography, 1912–2012". The Balkan Wars from Contemporary Perception to Historic Memory (په انګلیسي ژبه کي). Springer International Publishing. د کتاب پاڼي 319–340. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-44642-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Balkan Wars Encyclopædia Britannica Online.
  9. Hall 2000، ص. 61.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Erickson 2003، ص. 333.
  11. Hall 2000، ص. 65.
  12. Mazower 2005، ص. 279.
  13. Mazower 2005، ص. 280.