د رومانیا پاچاهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رومانیا پاچاهي هغه مشروطه پاچاهي وه چې د ۱۸۸۱ زکال د مارچ له ۱۳مې نېټې څخه د پاچا لومړني کارول په توګه د هوهنزولرن – زیګمارینګن لړۍ د ولیعهد کارول له واکمنۍ څخه یې په ۱۹۴۷ زکال کې د پاچا لومړي میخائیل د ګوښه کېدو او همدارنګه د رومانیا د پارلمان له خوا د رومانیا د خلکو د جمهوریت تر اعلانولو پورې دوام وموند.

له ۱۸۵۹ زکال څخه تر ۱۸۷۷ زکال پورې رومانیا له دوه شهزاده نشینو سیمو څخه یوه شخصي اتحاد ته وده وکړه: (مولداویا او والاچیا) چې د مولداویا او والاچیا د اتحاد او همدارنګه د واحد شاهزاده تر واکمنۍ لاندې د «کوچني اتحاد» په نوم پېژندل کېده او د هوهنزولرن لړۍ په واکمنۍ سره کورواکه شهزاده نشینه هېواد وګرځېد. دغه هېواد له ۱۸۷۷ زکال څخه تر ۱۸۷۸ زکال پورې د روسیې او ترکیې ترمنځ د جګړې (چې ځینې مهالونه د رومانیا د خپلواکۍ جګړه هم بلل کېږي) پر مهال له عثماني سترواکۍ څخه خپلواکي واخیسته او له هغو وروسته د شمالي دوبروجا په بدل کې اړ شو د بسارابیا له سویلي برخې تېر شي. د لومړي کارول د واکمنۍ پر مهال د ۱۸۸۱ زکال د مارچ له ۲۵مې نېټې څخه د ۱۹۱۴ زکال د اکتوبر تر ۱۰مې نېټې پورې چې د رومانیا پخوانۍ پاچاهي هم بلل کېږي د دغې پاچاهۍ قلمرو د رومانیا د پخوانۍ پاچاهۍ په توګه بلل کېږي څو له «لویې رومانیا» څخه یې توپیر وشي ځکه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په کې ګڼ شمېر برخې (بسارابیا، بنات، بوکووینا او ټرانسلوانیا) شاملې شوې.

د بوکووینا او ټرانسلوانیا د سویلي نیمايي برخو پرته دغه قلمروونه په ۱۹۴۰ زکال کې د نازي جرمني یا شوروي اتحاد تر فشار لاندې ګاونډیو هېوادونو ته پرېښودل شول. په ۱۹۳۸ زکال کې د پاچا دویم کارول له خوا د ۱۹۲۳ زکال د اساسي قانون له لغو کولو وروسته د رومانیا پاچاهي په مطلقه سلطنت واوښته، خو په زوره سره د پاچا دویم کارول له ګوښه کېدو وروسته د هغه د ځای ناستي پاچا لومړي میخایل او د ۱۹۴۰ زکال پر مهال د یون آنتسکو په لومړي وزارت سره په پوځي دیکتاتوري تبدیل شو چې پاچا په کې اغېزمن سیاسي ځواک نه درلود. په دې سره د دغه هېواد نوم لژیونري رومانیا ته واوښت.

د محور ځواکونو په اړخ کې د دغه هېواد لپاره د دویمې نړیوالې جګړې فاجعه جوړونکې چارې په ۱۹۴۴ زکال کې د یون آنتونسکو پر وړاندې د پاچا میخایل د کودتا لامل وګرځېدې، د دغې کودتا په پایله کې د رومانیا پاچاهي بیاځلي په مشروطه سلطنت واوښته؛ د متفقینو لوری یې ونیو او شمالي ټرانسلوانیا یې بېرته خپله کړه. د ګاونډي شوروي اتحاد نفوذ او هغه سیاستونه چې د کمونېستانو تر ولکې لاندې د ائتلافي حکومت له خوا پلي شول، بالاخره د سلطنت د لغو کېدو لامل وګرځېدل او دغه هېواد د ۱۹۴۷ زکال په وروستۍ ورځ د رومانیا د خلکو د جمهوریت په نامه د شوروي اتحاد په تابع هېواد واوښت.

پخوانۍ پاچاهي (۱۸۸۱ – ۱۹۱۸ زکال)[سمول]

د رومانیا پخوانۍ پاچاهي هغه محاوره یي اصطلاح ده چې د رومانیا د لومړني خپلواک ملي دولت تر واکمنۍ لاندې قلمرو ته اطلاق کېږي او د دانوبي شهزاده نشینو سیمو – والاچیا او مولداویا – څخه جوړ شوی و. دغه پاچاهي هغه مهال رامنځته شوه چې د پاریس د هوکړې (۱۸۵۶ زکال) تر څار لاندې د دواړو هېوادونو ملي شورا ګانو - هغه مهال د عثماني سترواکۍ تر کنټرول لاندې وو – الکساندر یوان کوزا ته د خپل شهزاده په توګه رایه ورکړه او په دې ترتیب سره یې عملي اتحاد ته لاسرسی وموند. خپله دغه سیمه د یو سیاسي فرمان پر مټ تعریف شوې وه چې په ۱۸۷۸ زکال کې شمالي دوبروجا په هغو کې شامله او په ۱۸۸۱ زکال کې یې د رومانیا د پاچاهۍ اعلان وکړ. سربېره پر دې په ۱۹۱۳ زکال کې سویلي دوبروجا هم په هغو کې الحاق شوه. [۱][۲]

له دغې اصطلاح څخه له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته ګټنه وشوه، هغه مهال چې لرغونې پاچاهۍ له لویې رومانیا سره چې ټرانسلوانیا، بنات، بسارابیا او بوکووینا په کې شاملېده مخالفه شوه. نن ورځ دغه اصطلاح تر ډېره پورې تاریخ ته اړونده ده او له دې پرته د رومانیا ټولو سیمو ته رایجه کارول کېدونې اصطلاح ده چې د لرغونې پاچاهۍ قلمرو او هم د رومانیا د نن ورځې پولې (یعنې والاچیا، مولداوي او شمالي دوبروجا) په کې شاملېږي.

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

رومانیا په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ګډون اړوند له ځنډ څخه کار واخیست، خو بالاخره یې په ۱۹۱۶ زکال کې د مرکزي ځواکونو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. د رومانیا پوځي عملیات هغه مهال د کړکېچ په حالت کې پای ته ورسېدل چې مرکزي ځواکونو په چټکۍ سره په ټرانسلوانیا کې د دغه هېواد دفاع ماته کړه او د ۱۹۱۶ زکال په وروستیو کې یې د بخارست او د نفتو د ستراتیژیکو میدانونو په ګډون والاچیا او دوبروجا اشغال کړل. د ۱۹۱۷ زکال پر مهال د رومانیایي ځواکونو له شدید مقاومت او په ځانګړې توګه په ماراشتي جګړه کې د اکتوبر له انقلاب وروسته د روسیې د شاتګ له امله چې نږدې په بشپړ ډول د مرکزي ځواکونو له خوا کلابنده شوې وه، اړ شوه چې له جګړې ووزي او راتلونکی کال فوکساني د سولې هوکړه او همدارنګه د ۱۹۱۸ زکال په مۍ میاشت کې د بخارست هوکړه لاسلیک کړي. خو په تسالونیکي جبهه کې د بریالۍ جګړې وروسته چې پر مټ یې بلغاریا له جګړې ووته، د رومانیا دولت بیاځلي په چټکۍ سره کنټرول په خپل لاس کې واخیست او په لویدیځه اروپا کې یې د جګړې له پای یوه ورځ وړاندې خپل پوځونه د ۱۹۱۸ زکال د نومبر په ۱۰مه نېټه د جګړې ډګر ته ولېږل.

د ۱۹۱۸ زکال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په البا ایولیا کې د ټرانسلوانیا د رومانیايي وګړو د راغونډو شوو استازو له خوا د رومانیا له پاچاهۍ سره د ټرانسلوانیا د اتحاد له اعلان وروسته ټرانسلوانیا ډېر ژر له دغې پاچاهۍ سره یوځای شوه او ورپسې د ۱۹۱۸ زکال په لومړیو کې د روسیې په حکومت کې د تشې په رامنځته کېدو بسارابیا هم ورسره یوځای شوه. په روسیه کې د کورنۍ جګړې په پیلېدو سره د بسارابیا ملي شورا وخت وموند چې له رومانیا سره اتحاد اعلان کړي. له دې وروسته په ۱۹۱۹ زکال کې د پولنډ له شوروي جمهوریت سره د رومانیا جګړه لامل وګرځېده رومانيايي ځواکونه بوداپست ونیسي او بلشویکي رژیم ته پای ټکی کېږدي.

لویه رومانیا[سمول]

له بسارابیا، بوکووینا او ټرانسلوانیا سره اتحاد[سمول]

د پاریس د سولې د کنفرانس پر مټ رومانیا د ټرانسلوانیا قلمرو، د بنات یوه برخه او همدارنګه له هنګري څخه یو شمېر ځمکې او همدارنګه بسارابیا (د پروت او ډنیسټر سیندونو ترمنځ ختیځ مولداوي) او بوکووینا ترلاسه کړل. د ټریانون هوکړې له مخې هنګري په ټرانسلوانیا باندې د اتریش – هنګري د سلطنت په ټولو ادعاوو باندې د رومانیا په ګټه سترګې پټې کړې. له رومانیا سره د بوکووینا اتحاد هم په ۱۹۱۹ زکال کې د سن جرمن د هوکړې پر مټ تصویب شو او په ۱۹۲۰ زکال یو شمېر لویدیځو قدرتونو د پاریس د هوکړې پرمټ په بسارابیا باندې د رومانیا حاکمیت په رسمیت وپېژند. له همدې امله رومانیا په ۱۹۲۰ زکال کې د ۱۹۱۴ زکال په پرتله دوه چنده پراختیا ومونده. په دغه دوره کې وروستی ځمکنی بدلون په ۱۹۲۳ زکال کې رامنځته شو، هغه مهال چې څو سرحدي ښارګوټي د رومانیا، صربي پاچاهۍ، کرواسیانو او سلوانیانو ترمنځ تبادله شول. د رومانیا تر ټولو پام وړ پېر هم د جیمبولیا ښار ته اړوند و، په داسې حال کې چې د یوګوسلاویا پام وړ پېر هم د جاشا ټومیک ښار بلل کېږي. [۳][۴][۵][۶][۷]

رومانیا له دې وروسته کومه ځمکنۍ ادعا نه لرله. له دې سره هم د دغې پاچاهۍ پراختیا هغه له خپلو څو ګاونډیو هېوادونو له دې ډلې له بلغاریا، شوروي اتحاد او په ځانګړې توګه له هنګري سره په دښمنۍ واړوه. په ټرانسلوانیا کې په پام وړ کچه هنګري الاصله او جرمني الاصله وګړو شتون درلود چې د قدرت په جوړښت کې ګډ وو او د رومانیایي وګړو پر وړاندې یې له سپکاوي ډک لیدلوری درلود، خو اوس مهال له غچ اخیستنې وېرېدل. دواړې ډلې وګړي په عملي بڼه له سیاست څخه وویستل شول ځکه چې نوي رژیم له جګړې وروسته فرمان صادر کړ چې ټول ایالتي مامورین باید په رومانیايي ژبه خبرې وکولای شي. نوی دولت هم یو شدید متمرکز جوړښت درلود، له همدې امله دا ډېره لرې وه چې مجارستاني یا جرمني لږکۍ ډلې دې له شخصي اړیکو پرته د بخارست په دولت کې سیاسي نفوذ وکړي. د دغو سیاستونو سربېره د رومانیا دولت جرمنانو او مجارستانیانو (هنګري وګړو) ته اجازه ورکړه چې په خپله ژبه ښوونځي، اخبارونه او جلا قضایي غونډې جوړې کړي. دغه حقونه نورو لږکیو ډلو په ځانګړې توګه یهودانو ته نه و ورکړل شوي.

سرچينې[سمول]

  1. "Timeline". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Romania - The Crimean War and Unification". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Text of the Treaty of Trianon". World War I Document Archive. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bernard Anthony Cook (2001). Europe Since 1945: An Encyclopedia. Taylor&Francis. د کتاب پاڼې 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8153-4057-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Malbone W. Graham (October 1944). "The Legal Status of the Bukovina and Bessarabia". The American Journal of International Law. American Society of International Law. 38 (4): 667–673. doi:10.2307/2192802. JSTOR 2192802. S2CID 146890589. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dan Petre, Hotarele românismului în date (Ed. Litera Internațional, București, 2005), pp. 106–107
  7. Peter Jordan (1989), Atlas Ost- und Südosteuropa: aktuelle Karten zu Ökologie, Bevölkerung und Wirtschaft, Issue 2, Österreichisches Ost- und Südosteuropa-Institut, p. 27