د بارک اوباما د ادارې بهرنی سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوباما د دوکتورینو اصطلاح، تر ډېره د اوباما د ادارې پر مهال (۲۰۰۹-۲۰۱۷ ز کال) د متحده ایالاتو د بهرني سیاست د اصولو لپاره کارول کېږي. هغه تر ډېره په خپلو دوه عالي تجربه لرونکو بهرنیو چارو وزیرانو؛ هیلاري کلینټون (۲۰۰۹-۲۰۱۳ ز کال) او جان کیري (۲۰۱۳-۲۰۱۷ ز کال) او همدارنګه په خپل مرستیال جوبایډن تکیه لرله.

اوباما ته د عراق جګړه، د افغانستان جګړه او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې نور اړخونه چې د بوش د ادارې پر مهال پیل شوي وو، په میراث پاتې وو. هغه له عراق څخه په تدریجي ډول د خپلو ټولو ځواکونو د اېستلو مشري پر غاړه لرله، چې په پایله کې د ۲۰۱۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې یې نږدې ټول امریکايي ځواکونه له هغه هېواده واېستل. په داسې حال کې چې هغه د خپلې لومړۍ ولسمشریزې دورې په ترڅ کې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات کړ، خو په دویمه دوره کې یې له ۸۴۰۰ سرتېرو پرته نور ټول خپل سرتېري له افغانستان څخه واېستل. په ۲۰۱۱ ز کال کې اوباما د هغه ماموریت مشري وکړه، چې له امله یې د سپټمبر د ۱۱ مې د بریدونو طرح کوونکی اسامه بن لادن ووژل شو. د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په ګوانتانامو بندخونه کې د بندیانو شمېر په پام وړ ډول راکم شو، خو له دې سره چې هیله یې درلوده، دغه بندخونه به وتړي، د ده د واکمنۍ تر پای ته رسېدو پورې ۴۱ بندیان لا هم په دغه بندخونه کې شته وو. د اوباما ادارې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په ځانګړې توګه په پاکستان کې زیات کړل چې د انور العلوقي په څېر د القاعده مشران په کې په نښه شول. [۱][۲][۳]

په ۲۰۱۰ ز کال کې په سراسر شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د عربي پسرلي په نامه اعتراضات پیل شول، چې په یو شمېر هېوادونو کې د ناآرامیو په تر ټولو سخت ډول واوښتل. اوباما په لیبیا کې د ناټو د لاسوهنې په مدیریت کولو کې مرسته وکړه چې په پایله کې یې د معمرالقذافي رژیم ونړېد. اوباما د بشارالاسد، د سوریې د اپوزیسیون او د عراق او شام لپاره د اسلامي دولت د سلفي مجاهدینو ترمنځ د سوریې په کورنۍ جګړه کې له سختې ښکېلتیا ډډه وکړه. متحده ایالاتو د کورنۍ جګړې پر مهال له مخالفینو ملاتړ کاوه او ځینې مهال یې په داعش جنګیالیو هم برید کاوه.  په ۲۰۱۴ ز کال کې وروسته له هغه چې روسیې په اوکراین برید وکړ او کریمه یې له ځان سره ایو ځای کړه، اوباما او نور لوېدیځو مشرانو په روسیې مالي بندیزونه ولګول، چې د روسیې له مالي کړکېچ سره یې مرسته وکړه. روسیې وروسته د سوریې په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه وکړه او د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنې تورنه شوه، چې د اوباما د ادارې له خوا وغندل شوه.

اوباما په ختیځه آسیا باندې د خپل بهرني سیاست د متمرکز کولو په موخه د څو هېوادونو ترمنځ د آزادې سوداګرۍ هوکړه، چې د آرام سمندر د سوداګریزې هوکړې (Trans-Pacific Partnership) یا (TPP) په نامه هم پېژندل کېږي، چمتو کړه، خو دغه هوکړه د کانګرس له خوا تصویب نه شوه. له سویلي کوریا، کلمبیا او پاناما سره د کوچنیو سوداګریو هوکړې د کانګرس له خوا تائید او د پلي کېدو وړ وګرځېدې. اوباما د کیوبا او متحده ایالاتو د اړیکو رامنځته کولو نوښت هم وکړ او له ۱۹۶۰ مې ز لسیزې وروسته یې د لومړي ځل لپاره کیوبا په رسمیت وپېژنده. د هغه ادارې همدارنګه دګډو اقداماتو په جامع پلان کار وکړ، چې له مخې یې ایران هوکړه وکړه، چې خپلې اټومي چارې به محدودې کړي.

منځنی ختیځ[سمول]

په دغه سیمه کې د دیموکراسۍ د ودې په برخه کې هغه مهال ویلسوني موخه د امکان وړ وبرېښېده، کله چې په ۲۰۱۰ ز کال کې عربي پسرلی پیل شو او د دیموکراسي غوښتنه وشوه.[۴]

افغانستان[سمول]

د ۲۰۰۹ ز کال د فبروري میاشتې په اتلسمه نېټه اوباما اعلان وکړ چې، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو حضور به تر اوړي پورې د ۱۷۰۰۰ نویو ځواکونو په واسطه پیاوړی کړي.[۵]

په ۲۰۱۰ ز کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۰۰۰۰۰۹ تنو ته ورسېد. وروسته له هغه چې د مک کریسټال مامورینو د یوې مجلې په مقاله کې د سپینې ماڼۍ په چارواکو نیوکې وکړې، د ۲۰۱۰ ز کال په جون میاشت کې ډېوېډ پټریوس د مک کریسټال ځای ناستی شو.[۶][۷]

په ۲۰۱۲ ز کال کې متحده ایالاتو او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ او متحده ایالاتو هوکړه وکړه چې، یو شمېر مهم پوځي عملیات به افغان ځواکونو ته وسپاري. له دغه هوکړې وروسته، همدغه کال د اوباما ادارې افغانستان له ناټو بهر د متحده ایالاتو د اصلي متحد په توګه یاد کړ. [۸][۹][۱۰]

د ۲۰۱۳ ز کال د فبروري په میاشت کې اوباما وویل چې: د متحده ایالاتو ځواکونه به د ۲۰۱۴ ز کال تر فبروري میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کچه له ۶۸۰۰۰ څخه۰۰۰ ۳۴ ته راکمه کړي.[۱۱]

په ۲۰۱۴ ز کال کې اوباما اعلان وکړ چې: د ۲۰۱۶ ز کال تر وروستیو پورې به ډېری سرتېري له افغانستان څخه وباسي او یو ډېر کم شمېر به یې د امریکا په سفارت کې پاتې شي. د ۲۰۱۴ ز کال په سپټمبر میاشت کې، وروسته له هغه محمد اشرف غني د حامد کرزي پر ځای د افغانستان ولسمشر شو، کله چې متحده ایالاتو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک د وېش اړوند خبرو کې مرسته وکړه.

د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري په ۱ نېټه، د متحده ایالاتو ځواکونو د دوام دارې آزادۍ عملیاتو ته په پای ټکي اېښودلو سره د غوڅ ملاتړ ماموریت پیل کړ، هغه ماموریت چې متحده ایالاتو په کې تر ډېره روزنیز رول درلود، خو یو شمېر پوځي عملیات یې هم ترسره کول.[۱۲][۱۳]

د ۲۰۱۵ زکال په جنوري میاشت کې د متحده ایالاتو ځواکونو د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د ادارې تر مستقیمو لارښوونو لاندې د طالب یاغیانو، پاکستاني طالبانو، په افغانستان کې د داعش جنګیالیو او القاعده جنګیالیو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.[۱۴]

د ۲۰۱۵ ز کال په اکتوبر میاشت کې اوباما اعلان وکړ چې: امریکايي سرتېري به د افغان دولت په ملاتړ له طالبانو، القاعدې او داعش سره د مبارزې په موخه د نامحدود وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي. د پوځ لوی درستیز مارټین ډمپسي په افغانستان کې د سرتېرو ساتلو پرېکړه، په مرکزي آسیا کې د ترهګرۍ پر وړاندې د اوږد مهالې مبارزې اړوند وبلله. اوباما په داسې حال کې دفتر پرېښود، چې په افغانستان کې نږدې ۸۴۰۰ امریکايي سرتېرو شتون درلود.[۱۵][۱۶][۱۷]

په عراق کې جګړه[سمول]

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین پر مهال اوباما د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته په ۱۶ میاشتو کې له عراق څخه د ځواکونو له اېستلو ملاتړ وکړ. د دغې چارې د ترسره کولو په موخه اوباما څرګنده کړه چې: میداني شرایطو ته په پام سره، په میاشت کې به یو یا دوه کڼدکه له هغه هېواد څخه وباسي. یو شمېر ځواکونه بېرته متحده ایالاتو ته راوګرځېدل، په داسې حال کې چې نور یې د افغانستان او پاکستان په ګډون په سیمه کې د پراخې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه ځای پرځای شول.[۱۸][۱۹][۲۰]

د عراق جګړې د اوباما د ولسمشرۍ تر درېیو کلونو دوام وکړ. متحده ایالاتو د ۲۰۱۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې په تدریجي ډول د خپل پوځي پرسونل اېستل بشپړ کړل. د ۲۰۰۹ ز کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما په اتلسو میاشتو کې په عراق کې د خپلو پاتې نږدې ۵۰۰۰۰ جنګي ځواکونو د اېستلو اعلان وکړ. د ۲۰۱۳ ز کال په نومبر میاشت کې اوباما له عراقي لومړي وزیر نوري المالکي سره ولیدل. هغه د همکارۍ ژمنه ورکړه، خو و یې ویل چې: هېڅ عمومي مرسته نور نشته او لومړي وزیر ته یې وویل چې: په ځانګړې توګه د سني وګړو اړوند ټول شموله واوسي. اوباما همدارنګه د ټاکنو د نوي قانون د تصویب په برخه کې، په پراخه کچه سیاسي مشارکت تشویق کړ. هغوی د القاعده د بیاځلي مهار کولو او په هېواد کې په بشپړ ډول د دیموکراسي د واکمنولو اړوند بحث وکړ. ولسمشر اوباما هغه ډول چې د ټاکنو پر مهال یې ژمنه کړې ،چې له عراق څخه به ځواکونه په ۱۶ میاشتو کې باسي، د واک له ترلاسه کولو وروسته یې دغه مهال ۱۹ میاشتو ته وغځاوه.[۲۱]

اوباما د منځني ختیځ د سولې لپاره د ځانګړي استازي جورج میشل او د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک په ګډون یو شمېر ځانګړي استازي وټاکل.[۲۲]

سرچینې[سمول]

  1. (په 26 December 2016 باندې). New in 2017: Big decisions for the wars in Iraq, Syria and Afghanistan. Military Times.
  2. (په 19 January 2017 باندې). Obama Transfers 4 From Guantánamo, Leaving 41 There as Term Ends. The New York Times.
  3. (په June 19, 2013 باندې). Obama Defends 'Narrow' Surveillance Programs. CBS News.
  4. Fouad Ajami, “The Arab Spring at One: A Year of Living Dangerously.” Foreign Affairs 91#2 (2012), pp. 56–65, online.
  5. (په February 19, 2009 باندې). Obama launches Afghanistan surge. The Australian.
  6. "American Forces in Afghanistan and Iraq". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه November 15, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په June 24, 2010 باندې). Gates says he agrees with Obama decision on McChrystal. CNN
  8. "President Obama on the Way Forward in Afghanistan". whitehouse.gov. June 22, 2011. د لاسرسي‌نېټه July 21, 2020 – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په May 1, 2012 باندې). Obama Signs Pact in Kabul, Turning Page in Afghan War.
  10. (په July 7, 2012 باندې). Hillary Clinton says Afghanistan 'major non-Nato ally'. BBC News
  11. (په February 12, 2013 باندې). Obama wants to cut troop level in Afghanistan in half over next year.
  12. (په September 29, 2014 باندې). President Ashraf Ghani of Afghanistan Is Sworn In, Even as He Shares the Stage. The New York Times.
  13. (په May 27, 2014 باندې). U.S. Troops to Leave Afghanistan by End of 2016. The New York Times.
  14. (په January 1, 2015 باندې). After Years Of Conflict, U.S. Mission Shifts In Afghanistan. NPR
  15. "Afghanistan: Reported US air and drone strikes 2015". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په October 15, 2015 باندې). In Reversal, Obama Says U.S. Soldiers Will Stay in Afghanistan to 2017. The New York Times.
  17. (په January 1, 2017 باندې). The Afghan War and the Evolution of Obama. The New York Times.
  18. (په November 8, 2008 باندې). Obama to Face Big Policy Decisions on Iran, N. Korea and Mideast. The Washington Post.
  19. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  20. Fred Pleitgen (په April 23, 2009 باندې). Soldiers pulled from Iraq duty, sent straight to Afghanistan. CNN.
  21. Combat brigades in Iraq under different name — Army News | News from Afghanistan & Iraq". Army Times. 19 August 2010.
  22. (په September 26, 2013 باندې). Bahrain stung by Obama comment on sectarian tensions. Reuters