د ایټالیا نښته (دوه‌یمه نړیواله جګړه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په دوه‌يمې نړېوالې جګړه کې د ایټالیا نښته، چې د ایټالیا د ازادونې په نامه هم یادېږي، له ۱۹۴۳ څخه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ایټالیا دننه او شاوخوا سیمو کې د متفقینو او محوري قدرتونو عملیاتو ته ویل کېږي. له عملیاتي پلوه، د متفقینو د مشترکو ځواکونو قرارګاه‌ګانې (AFHQ) د مدیترانې په جبهو کې د متفقینو ټولو ځمکنیو ځواکونو مسوولیت پر غاړه درلود او د ۱۹۴۳ز کال په جولای کې یې پر سیسیلیا باندې او وروسته له‌هغې یې د ایټالیا پر اصلي خاوره باندې د برید او بیا د ایټالیا جګړې پلان طرحه او رهبري کړ تر هغو چې د ۱۹۴۵ز کال په مې میاشت کې، په ایټالیا کې د آلمان وسله‌وال ځواکونو خپله وسله پر ځمکه کېښوده او تسلیم شول.

اټکل کېږي چې د ۱۹۴۳ز کال سپټمبر څخه د ۱۹۴۵ز کال تر اپرېل پورې، ۶۰،۰۰۰ تر ۷۰،۰۰۰ د متفقینو او ۳۸،۸۰۵ تر ۱۵۰،۶۶۰ د آلمان سرتېري په ایټالیا کې وژل شوي دي. د متفقینو د تلفاتو شمېر شاوخوا ۳۳۰،۰۰۰ او د آلمان (پرته له هغو چې په پای کې تسلیم شول) له ۳۳۰،۰۰۰ څخه تېری کاوه. فاشیستې ایټالیا ته، مخکې له نسکورېدو، ۲۲۰،۰۰۰ مرګ‌ژوبله واوښته، د جګړي ډېري اسیران د سیسیلیا په برید کې ونیول شول، چې له هغو څخه ۴۰،۰۰۰ ورک یا وژل شوي وو. له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زیات ایټالیایي ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه او همدا راز ۳۵،۸۲۸ د فاشیزم ضد ګوندونو غړي او شاوخوا ۳۵،۰۰۰ د ایټالیا سوسیال جمهوریت سرتېري وژل شوي وو. د دوه‌یمې نړېوالې جګړې لوېدیځې جبهې لپاره، د ژمي کرښې، انزیو ساحلي سیمې او ګوتیک کرښې قوي ټکو شاوخوا کې کوچنیو خونړیو جګړو پر مهال، د دواړو خواوو د پلي پوځ (پياده نظام) د مرګ‌ژوبلې له پلوه، د ایټالیا جګړه تر ټولو ګرانه او درنه تمامه شوه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د ۱۹۴۳ز کال په جولای کې پر سیسیلیا باندې د برید په پایله کې د فاشیستې ایټالیا رژیم نسکور او د موسولیني نظام ونړېده، چې نوموړی د جولای پر ۲۵ د پاچا درېیم وېکټور اېمانوېل په امر سره له واکمنۍ څخه لېرې او اسیر شو. نوي حکومت د ۱۹۴۳ز کال د سپمټبر پر ۸ له متفقینو سره اوربند لاسلیک کړ. سره له‌دې، د آلمان ځواکونو ډېر ژر د شمالي او مرکزي ایټالیا کنټرول په لاس کې ونیوه؛ موسولیني، چې د آلماني هوابازانو له‌‌خوا ژغورل شوی ؤ، له دښمن سره مل او د ایټالیا سوسیال جمهوریت (RSI) تر نامه لاندې یو لاسپوڅي دولت یې رامنځ‌ته کړ ترڅو د آلمان تر اشغال لاندې سیمې اداره کړي. آلمانیانو، کله ناکله د ایټالیا فاشیستانو په ملتیا، د ملکي وګړو او غیرفاشیستي ځواکونو پر وړاندې په څوګونو جنایتونو لاس پورې کړ. د ایټالیا د مقاومت لوی غورځنګ ترڅنګ د ایټالیا رامنځ‌ته شوي پوځ، چې له دواړو خواوو له دښمن سره مخ ؤ، د ایټالیا سوسیال جمهوریت او د هغه له آلماني متفقینو سره جنګېده، په داسې حال کې چې په ملي جمهوریت‌پال پوځ کې نور ایټالیایي سرتېري آلمانیانو سره وږه په وږه جګړې ته دوام ورکړ؛ دغه دوره د ایټالیا کورنۍ جګړې په توګه پېژندل کېږي. د ۱۹۴۵ز کال په اپرېل کې، موسولیني د ایټالیا مقاومت غورځنګ له‌خوا ونیول شو او ژر تر ژره اعدام شو. دغه جګړه هغه مهال پای ته ورسېده چې د پوځ C ډله پرته له کوم قید او شرط څخه د ۱۹۴۵ز کال د مې پر ۲، د آلمان د تسلیمېدو رسمي تړون څخه یوه اوونۍ مخکې، متفقینو ته تسلیم شوه. د سان مارینو او واتیکان خپلواک ایالتونه هم، چې دواړوه د ایټالیا په خاوره احاطه شوي وو، د جګړې په اوږدو کې زیانمن شوي وو.

ستراتیژیکه مخینه[سمول]

د ۱۹۴۳ز کال په مې میاشت کې، ان د شمالي افریقا په جګړه کې مخکې تر بریا، د محوري قدرتونو د ماتولو لپاره پر غوره ستراتیژي باندې د متفقینو ترمنځ د نظر اختلاف شتون درلود. بریتانیا، په تېره بیا صدراعظم «وېنستون چرچیل» د سمندري ځواکونو له دودیزې محیطي ستراتیژي څخه دفاع کوله. ان د یوه لوی پوځ په شتون کې، خو لا ستر سمندري ځواک په درلودو سره، د یوه قاره‌یی دښمن پر وړاندې د بریتانیا متداول غبرګون دا ؤ چې د ائتلاف د یوه برخې په توګه جګړه وکړي او کوچني محیطي عملیات ترسره کړي ترڅو په تدریج سره دښمن کمزوری شي. متحده ایالاتو، د خپل لوی پوځ په درلودو، په شمال‌لوېدیځې اروپا کې د آلمان پوځ اصلي ځواکونو پر وړاندې جګړې لپاره یوه لا مستقیمه لاره غوره کړه. د دې ډول جګړې د پیلولو وړتیا، د اتلانتیک په جګړه کې لومړۍ بریا پورې تړاو درلود.

ستراتیژیک اختلاف خورا زیات ؤ، او د متحده ایالاتو پوځي چارواکو ټینګار کاوه ترڅو ژر تر ژر پر فرانسې باندې برید ترسره شي، په داسې حال کې چې بریتانوي پلاوي په مدیترانه جبهه کې د عملیاتو د تمرکز له پالیسي څخه دفاع کوله. ان د لاتین امریکا ځینو هېوادونو فشارونه راوړ ترڅو پر سپانیا (چې د فرانسیسکو فرانکو په مشرۍ سره له محوري هېوادونو سره ملګرې، خو په جګړه کې ښکېل نه‌وه) برید ترسره شي. امریکایي پلاوی پر دې باور ؤ چې په اروپا کې د جګړې پای ته رسولو لپاره، ژر تر ژره پر فرانسې باندې یوه پراخ برید ته اړتیا ده او مخکې تر هغه داسې هېڅ کوم عملیات باید ترسره نه‌شي چې دغه هڅه وځنډوي. بریتانیا پلاوي بیا استدلال کاوه چې مدیترانې کې د ټانک او الوتکو لېږلو لپاره د د زیات‌شمېر روزل شویو ځواکونو شتون د یوه کوچني، خو ګټور برید لپاره زمینه برابرولای شي.[۷]

په پای کې، د متحده ایالاتو او بریتانیا د سیاسي مشرتابه پلاوي یوې موافقې ته ورسېدل چې د هغې له‌مخې به د ۱۹۴۴ز کال په لومړیو کې دواړه خواوې، د فرانسې برید لپاره خپل ځواکونه استوي، خو د دې ترڅنګ به له ایټالیا سره یو کوچنۍ جګړه هم پیل کړي. د ۱۹۴۳ز کال په اوږدو کې د اروپا په جبهه کې د متحده ایالاتو ځواکونو فعال ساتلو ته او همدا راز، له جګړې څخه د ایټالیا حذفولو ته د فرانکلېن روزولټ لېوالتیا یو اغېزناک لامل ؤ. هیله کېده چې د یوه برید له‌لارې به ایټالیا له جګړې څخه حذف، یا لږ تر لږه د فشار راوړلو له‌لارې ضعیفه شي. د ایټالیا په حذفولو سره به د متفقینو سمندري ځواکونو، په تېره بیا د بریتانیا سمندري ځواکونو ته زمینه برابرېده ترڅو د مدیترانې پر سمندرګي واکمن شي او له مصر او اسیا سره ارتباطي کرښې به خوندي کړي. ایټالیایي ځواکونه به د بالکان او فرانسې په اشغالي او ساحلي دفاع چارو کې بوخت او له ایټالیا څخه له دفاع کولو به لاس واخلي، په داسې حال کې چې آلمانیان به له ختیځې جبهې څخه خپل ځواکونه د ایټالیا او د فرانسې سویلي سواحلو د دفاع لپاره راولي او دا به له شوروي اتحاد سره لویه مرسته وي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نښته[سمول]

پر سیسیلیا باندې برید[سمول]

لومړنی پلان دا ؤ چې ځواکونه د جزیرې په سویل‌ختیځو، سویلي او شمال‌لوېدیځو سیمو کې پیاده شي، چې په‌دې سره به په چټکۍ سره د محوري قدرتونو مهم هوایي ډګرونه او (پرته له مېسینا څخه) د جزیرې ټول اصلي بندرونه تصرف شي. له‌دې لارې به د یوه چټک اتحاد د رامنځ‌ته کېدو لپاره زمینه برابره او همدا راز د محوري قدرتونو لاس لنډ کړل شي. دغه پلان کې لږ څه بدلون راغی، چې د ځواک د پیاده کولو پړاوونو شمېر په‌کې کم، خو پر ځواکونو باندې تمرکز زیات شو.[۱۵]

د هاسکي عملیاتو له‌لارې، پر سیسیلیا باندې د متفقینو برید د ۱۹۴۳ز کال د جولای پر ۱۰ پیل شو، هم هوایي او هم ځمکني ځواکونه د ګېلا په خلیج کې پياده شول. د تورن جنرال جورج س. پتون په مشرۍ د متحده ایالاتو اووم پوځ، د ستر جنرال ګای سیموندز په مشرۍ د کاناډا لومړی پیاده نظام او لومړی زغره‌وال غونډ او د جنرال برنارد مونتګومري په مشرۍ د بریتانیا اتم پوځ په جګړه کې ښکېل ځواکونه وو.

سرچينې[سمول]

  1. "Updated studies (2010) by the Ufficio dell'Albo d'Oro of the Italian Ministry of Defence, p. 4" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Giuseppe Fioravanzo, La Marina dall'8 settembre 1943 alla fine del conflitto, p. 433. In 2010, the Ufficio dell'Albo d'Oro of the Italian Ministry of Defence recorded 15,197 Italian partisans killed; however, the Ufficio dell'Albo d'Oro only considered as partisans the members of the Italian Resistance who were civilians before joining the partisans, whereas partisans who were formerly members of the Italian armed forces (more than half those killed) were considered as members of their armed force of origin
  3. In 2010, the Ufficio dell'Albo d'Oro recorded 13,021 RSI soldiers killed; however, the Ufficio dell'Albo d'Oro excludes from its lists of the fallen the individuals who committed war crimes. In the context of the RSI, where numerous war crimes were committed during the Nazi security warfare, and many individuals were therefore involved in such crimes (especially GNR and Black Brigades personnel), this influences negatively the casualty count, under a statistical point of view. The "RSI Historical Foundation" (Fondazione RSI Istituto Storico) has drafted a list that lists the names of some 35,000 RSI military personnel killed in action or executed during and immediately after World War II (including the "revenge killings" that occurred at the end of the hostilities and in their immediate aftermath), including some 13,500 members of the Guardia Nazionale Repubblicana and Milizia Difesa Territoriale, 6,200 members of the Black Brigades, 2,800 Aeronautica Nazionale Repubblicana personnel, 1,000 Marina Nazionale Repubblicana personnel, 1,900 X MAS personnel, 800 soldiers of the "Monterosa" Division, 470 soldiers of the "Italia" Division, 1,500 soldiers of the "San Marco" Division, 300 soldiers of the "Littorio" Division, 350 soldiers of the "Tagliamento" Alpini Regiment, 730 soldiers of the 3rd and 8th Bersaglieri regiments, 4,000 troops of miscellaneous units of the Esercito Nazionale Repubblicano (excluding the aabove-mentioned Divisions and Alpini and Bersaglieri Regiments), 300 members of the Legione Autonoma Mobile "Ettore Muti", 200 members of the Raggruppamento Anti Partigiani, 550 members of the Italian SS, and 170 members of the Cacciatori degli Appennini Regiment.
  4. Keegan, John "The Second World War" Penguin Books 2005 کينډۍ:ISBN p.368
  5. Le Operazioni in Sicilia e in Calabria (Luglio-Settembre 1943), Alberto Santoni, p.401, Stato maggiore dell'Esercito, Ufficio storico, 1989
  6. Frieser 2007، ص. 1,162.
  7. "Batista's Boost", TIME, January 18, 1943, Retrieved March 2, 2010
  8. Carver, pp4 & 59
  9. Blumenson 1969, p. 7.
  10. Weinberg 1994, pp. 588 & 591.
  11. Liddell Hart 1970, p. 457.
  12. Keegan 2005, p. 287.
  13. Weinberg 1994, p. 591.
  14. Churchill 1959, p. 669.
  15. Molony et al. 1973, pp. 13–18