د ایټالیا لومړی اومبرتو
د ایټالیا لومړی اومبرتو | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | د اېټاليا سلطنت (۱۷ مارچ ۱۸۶۱–۲۹ جولای ۱۹۰۰) |
اولاد | د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | اېټاليايي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
لاسليک | |
سمول |
لومړی اومبرتو (زوکړه: د ۱۸۴۴ زکال د مارچ ۱۴ مه – مړینه: د ۱۹۰۰ زکال د جولای ۲۹ مه) ایټالوي واکمن و چې د ۱۸۷۸ زکال د جنوري میاشتې له ۹ مې نیټې څخه یې د ۱۹۰۰ زکال د جولای تر ۲۹ مې نېټې پورې هغه مهال چې ترور کړای شو د ایټالیا د پاچا په توګه دنده ترسره کړه.
د اومبرتو واکمني د افریقا په شمال کې د ایټالوي استعمار د پراختیا شاهده وه چې په بریالیتوب سره یې وکولای شول په ۱۸۹۶ زکال کې د ایتوپیا له سترواکۍ څخه د ادوا په جګړه کې له ماتې خوړلو سربېره اریتره او سومالیا ونیسي. نوموړي په ۱۸۸۲ زکال کې د جرمني له سترواکۍ او اطریش – هنګري سره درې اړخیز اتحاد رامنځته کړ.
نوموړی د خپلو محافظه کاره سیاستونو او همدارنګه په میلان کې له باوا عام وژنې څخه د ملاتړ له امله په کلکه سره د کیڼ اړخو ډلو له کرکې سره مخ و. په ځانګړې توګه انارشېستانو ترې کرکه لرله او د هغه د واکمنۍ په لومړي کال کې یې د ده د ترور هڅه هم وکړه. نوموړی له باوا عام وژنې دوه کاله وروسته د ګائتانو بریشي په نامه د یو بل انارشیست له خوا ووژل شو.
واکمني
[سمول]واک ته رسېدل او د ترور لومړۍ هڅه
[سمول]اومبرتو د خپل پلار له مړینې وروسته (د ۱۸۷۸ زکال د جنوري په ۹ مه) واک ته ورسېد، هغه د دې پر ځای چې ځانته د (ساوي) د «څلورم اومبرتو» لقب وټاکي ځان یې د «ایټالیا لومړی اومبرتو» وباله او هوکړه یې وکړه چې پلار یې د باسلیکا سوپرګا سلطنتي مقبرې پر ځای د روم په پانتئون معبد کې خښ شي. هغه مهال چې نوموړی له ملکې مارګریتا او لومړي وزیر بندیتو کایرولي سره یوځای په شاهي سفر روان و، د ۱۸۷۸ زکال د نومبر په ۱۷ مه د جوواني پاسانانته په نامه انارشېست ځوان له خوا په ناپل کې د مارش پر مهال ورباندې د چاقو ګذار وشو. پاچا په خپلې تورې سره د هغه د ګذار دفاع وکړه خو کایرولي د پاچا څخه د دفاع پر مهال په کلکه سره په پښه ټپي شو. احتمالي قاتل په داسې حال کې په اعدام محکوم شو چې قانون یوازې د پاچا د مړینې په صورت کې د هغه د اعدام جزا قانوني بلله. پاچا دغه حکم د هغه په عمر قید واړوه او نوموړی یې د ۱.۴ متره (۴ فوټه ۷ اینچه) لوړوالي لرونکې خونه کې بندي کړ، هغه یې له روغتیايي خدمتونو څخه محروم او همدارنګه یې په ۱۸ کیلوګرامه (۴۰ پونډه) زنځیر باندې په دغه خونه کې وتاړه. پاسانانت درې لسیزې وروسته د اروایي درملنې په یوه مرکز کې ومړ. [۱][۲]
بهرنی پالیسي
[سمول]د بهرني سیاست په برخه کې اومبرتو تر ټولو لومړی له اطریش – هنګري او د جرمني له سترواکۍ سره درې ګونی اتحاد تائید کړ او په مکرر ډول یې وین او برلین ته سفرونه وکړل. ورته مهال په ایټالیا کې یو شمېر کسانو خپلو اطریشي دښمنانو ته چې لا یې هم د ایټالیا تر ادعا لاندې سیمې په واک کې وې، د دښمنۍ په سترګه کتل. اومبرتو چې یو پیاوړی پوځ پالونکی و، او د پروس – جرمني له پوځ سره یې پرېمانه لیوالتیا لرله همدا و چې جرمني ته به یې د سفر پر مهال د پروس له لښکرو څخه یو ځل لیدنه کوله او همدارنګه په دې ډېر خوشاله و چې یوځل یې اجازه موندلې وه له فرانکفورت بهر د هوسر پروس د یوې ډلګې پوځي مانورونه رهبري کړي. د جرمني سترواک دویم ویلهلم په یوه لیدنه کې ورته ویلي چې باید د ایټالیا پوځ (Regio Esercito) تر دومره کچې پیاوړی کړي څو پرمټ یې دا وړتیا ولري چې پارلمان لغو او د یو دیکتاتور په توګه واک وچلوي. [۳]
د نوموړي په سیاستونو باندې تر ډېره نیوکې د ده له خوا د ټاکل شوو لومړیو وزیرانو، په میزوګیورنو (سویلي ایټالیا) کې د سازمان یافته جنایت کارانو د قدرت دوام او همدارنګه په سیسیل باندې د سیسیلي مافیا او کامپانیا باندې د کامورا مافیايي ډلې د واکمنۍ له امله وې. د سیسلي د مافیا او کامورا دواړو مافیايي ډلو د «موازي دولتونو» په توګه عمل کاوه او د هغو ځواک په روم کې د متوالي حکومتونو له خوا زغمل کېده، ځکه دواړو ډلو په ټاکنیزو درغلیو او د رایو ورکولو په شمېر زیات ښودلو کې ونډه لرله او د دوی مشرانو به پرېکړه کوله چې څوګ ګټونکی واوسي. له دې امله چې د سویلي ایټالیا په ټاکنو کې د دغو جرمي ډلو له ملاتړ پرته بریا امکان نه درلود، سیاستوالو به د کامورا او مافیا ډلو سره معامله کوله او د د رایو په بدل کې به یې د هغوی جنایتونه زغمل. سویلي ایټالیا د دغه هېواد تر ټولو شاته پاتې برخه وه چې په لوړه کچه په کې بېوزلۍ او کډوالۍ شتون درلود او د وګړو د بې سوادۍ کچه یې هم له ۷۰ سلنه څخه لوړه وه. [۴][۵][۶][۷][۸]
د سویلي ایټالیا (Mezzogiorno) استازو به تل په دغه برخه کې د زیاتو ښوونځیو د جوړلو پر خلاف رایه ورکوله او په دې توګه سره به یې په سویل کې هر ډول شاته پاتې والي او بې وزلۍ ته دوام ورکاوه، ځکه چې دلته واکمنو دواړو ډلو د هرې هغې ټولنیزې اصلاح سره مخالفت کاوه چې ګمان به کېده د دوی قدرت ګواښوي. له دې سره پاچا د ټولنیزو اصلاحاتو پر ځای لوړ پوځي لګښتونه غوره بلل او هرکال به د ایټالیا دولت د تحصیلي لګښتونو ۱۰ چنده په پوځي برخه لګوله. اومبرتو چې د تهاجمي میلیټیارېزم (پوځ پالنې) پلوي و یو مهال یې وویل چې د پوځي بودیجې د کمښت منل به «یوه وحشتناکه رسوايي وي او کېدای شي له امله یې په ټولیزه توګه له ټولو سیاستونو شاته پاتې شو». د پوځي بودیجې له کمښت سره د اومبرتو مخالفت لږ تر لږه له دې امله وه چې هغه سترواک دویم ویلهلم ته ژمنه ورکړې وه چې له فرانسې سره د جګړې په صورت به کې ایټالیا د پوځ ۵ لواګانې جرمني ته لېږي، هغه ژمنه چې پاچا هېڅکله مناسبه وه نه ګڼله له خپلو لومړي وزیرانو سره یې شریکه کړي. [۷][۸]
اومبرتو له استعماري پراختیا سره چې په ۱۸۸۵ زکال کې په اریتره کې د ماساوا په اشغال سره پیل شوه، لېوالتیا لرله. له همدې امله په ۱۸۸۰زکال کې ایټالیا سومالیا هم اشغال کړه. د ایټالیا د ستونزو لپاره د اومبرتو ترجیحي حل لار د خلکو شدید مخالفت ته له پام کولو پرته د ایتوپیا اشغال و چې له امله یې له خپل سخت دریځي امپریالېست لومړي وزیر فرانچسکو کریسپي څخه ملاتړ وکړ، هغه چې د ۱۸۹۵ زکال په مۍ میاشت کې یې څرګنده کړې وه چې «د پارلمان په موجودیت کې د مطلق حکومت کولو امکان شتون نه لري». د ۱۸۹۳ زکال په ډسمبر میاشت کې اومبرتو له دې سره چې کریسپي په بانکا رومانا رسوايي او ګڼو نورو چلوټیو کې د ګډون له امله خپل شهرت له لاسه ورکړی و خو پاچا د هغه دغه چارې «محرمانه» وبللې او هغه یې د لومړي وزیر په توګه وټاکه. له دې امله چې کریسپي په پریمانه کچه پوروړی و، پاچا په پټه سره له ده سره ومنله چې د پاچا د لارښوونو څخه د پیروي په بدل کې یې پورونه پرې کوي. [۹][۱۰]
اومبرتو چې په ښکاره ډول یې پارلمان یوه «بده ټوکه» باله د پارلمان له بیاځلي ناستو څخه یې مخه ونیوله څو نه شي له کریسپي څخه د رومانا بانک د رسوايي اړوند ستونزمنې پوښتنې وکړي. کریسپي یوازې د خپل پارلماني خوندیتوب پر مټ له قانوني چلن ځان ژغوره. هغه مهال چې پاچا ته وویل شول له کریسپي غوندې کس څخه د هغه ملاتړ د پاچاهۍ لپاره ګواښمن پرېوزي هغه ځواب ورکړ چې «کریسپي یو خوګ دی، خو داسې خوګ چې ورته اړتیا لري» او د فساد سربېره یې باید «د ملي ګټو په موخه هغه په قدرت کې پاتې شي او دا یوازني لامل دی چې ده ته اهمیت لري». د پاچا په ملاتړ کریسپي په استبدادي ډول حکومت کاوه او غوره یې ګنله قوانین د دې پر ځای چې د پارلماني لوایجو پر بنسټ تصویب شي د سلطنتي احکامو په صدور سره یې اجرایوي کول. د ۱۸۹۵ زکال د جون په ۲۵ مه کریسپي د خپلې بانکي رسوايي اړوند د پارلماني څېړنو مخه ونیوله او څرګنده یې کړه چې د لومړي وزیر په توګه له قانون څخه لوړ دی ځکه چې پر خبره یې «۵۳ کاله یې ایټالیا ته خدمت کړی». اومبرتو چې د افریقا په شمال ختیځ کې د خپلې سترواکۍ پراختیا ته په تمه لرلو تورن و، د ۱۸۹۶ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه په ایتوپیا کې د ادوا فاجعه جوړونکې جګړې د هغه محبوبیت را کم او هغه ته یې د ټولو پام را وګرځاوه چې له امله یې په روم کې د «مرګ پر پاچا» او «ژوندی دې وي جمهوریت» تر شعارونو لاندې لاریونونه پیل شول. [۱۱][۱۲][۱۳]
ترور
[سمول]د ۱۹۰۰ زکال د جولای په ۲۹ مه اومبرتو په مونزا کې ترور شو. پاچا د ایټالوي الاصله امریکايي انارشیست ګائتانو بریشي له خوا څلور مرمۍ وویشتل شو. بریشي ادعا کړې وه چې غواړي د ۱۸۹۸ زکال د مۍ میاشتې د لاریونونو د ځپلو پرمهال د قربانیانو غچ واخلي. [۱۴]
اومبرتو د ۱۹۰۰زکال د اګست په ۹ مه د روم په پانتئون معبد کې د خپل پلار دویم ویکټور امانوئل په څنګ کې خښ کړای شو. [۱۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Salvatore Merlino, «L'Italia così com'è», 1891 in "Al caffè", by Errico Malatesta, 1922
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 109. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 164. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. pp. 164–165. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 165. ISBN 0300051328.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 101. ISBN 0300051328.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 99. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 115. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 106. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 116. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 122. ISBN 0300051328.
- ↑ Denis Mack Smith (1989). Italy and Its Monarchy. p. 115. ISBN 0300051328.
- ↑ Christopher Duggan (2007). The Force of Destiny. A History of Italy Since 1796. p. 349. ISBN 978-0-713-99709-5.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911