Jump to content

د ایټالیا بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ایټالیا بهرنۍ اړیکې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

د ایټالیا د جمهوریت بهرنۍ اړیکې له نورې نړۍ سره د ایټالیا د حکومت بهرنۍ اړیکې جوړوي. په اروپا کې پروت او په ۱۸۶۰ کال کې د هغه د اتحاد له وخت راهیسې په لویدیځ کې دا یو ځواکمن هېواد پاتې شوی دی. د دې هېواد اصلي متحدین د ناټو هېوادونه او د اروپايي ټولنې دولتونه دي، هغه دوه نهادونه چې په خپله ایټالیا یې له بنسټ اېښودونکو غړو څخه ده. ایټالیا په ۱۹۵۵ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان سره یو ځای شو، چې د یو زیات شمېر نړیوالو سازمانونو غړی او پیاوړی ملاتړکوونکی هېواد دی، لکه د اقتصادي همکارۍ او پراختیا (OECD) سازمان، د تعرفي او سوداګرۍ عمومي هوکړه لیک او د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (GATT او WTO)، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، اروپايي شورا او مرکزي اروپايي نوښت.[۱]

په هغو سازمانونو کې چې دا هېواد دوره اې ریاست پر غاړه لري هغه عبارت دې له: د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، G7 او د اروپايي ټولنې شورا. ایټالیا همداشان د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا یو غیردایمي غړی دی. ایټالیا د مدیترانې په سیمه کې یو له مهمو لوبغاړو څخه ده او د اروپا او لاتین امریکا له رومي ژبو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري. که څه هم روم په خپله یو سیکولار ایالت دی، خو د پاپ او کاتولیک کلیسا کوربه ایالت دی چې پراخ ډيپلوماتیک سیستم اداره کوي. اوسمهال ایټالیا د مختلفو ګڼ ملتي ځواکونو قومنداني پر غاړه لري او په ټوله نړۍ کې د سولې ساتنې د ماموریتونو او سازمان شوو جرایمو، ناقانونه نشه يي توکو، د انسان د قاچاق، سمندري غلاوو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.[۲][۳]

تاریخچه

[سمول]

ملي یووالی

[سمول]

له ۱۸۲۹ تر ۱۸۷۱ پورې د Risorgimento دوره وه چې د یوې ملي اګاهي د رامنځته کېدو شاهده وه. د سارډینیا په سلطنت کې د ساوي د کورنۍ د شمالي ایټالیا پاچاهي، چې حکومت یې د کامیلو بینسو له خوا رهبري کېده، د یوه واحد ایټالوي حکومت د جوړیدو ارمان یې په سر کې درلود. په ۱۸۴۸ کال کې د لیبرال انقلابونو په درشل کې چې ټوله اروپا یې په سر اخیستې وه، په اطریش کې لومړنۍ د خپلواکۍ ناکامه جګړه اعلان شوه. په ۱۸۵۵ کال کې، د سارډینیا پاچاهي د کریمیې په جګړه کې د بریتانیا او فرانسې متحده شوه، چې د سترو ځواکونو په سترګو کې یې د کامیلو ډیپلوماسي ته مشروعیت ورکړ. د سارډینیا پاچاهۍ یو ځل بیا په ۱۸۵۹ کال کې د ایټالیا د خپلواکۍ په دویمه جګړه کې د فرانسې په مرسته د اطریش پر سترواکۍ برید وکړ، چې په پایله کې یې لمباردي ازاده کړه. د پلمبیر هوکړه لیک له مخې، د سارډینیا پاجاهۍ ساووي او نیس فرانسې ته ورکړل.[۴][۵][۶]

له ۱۸۶۰ تر ۱۸۶۱ کال پورې، جوزپه ګاریبالډي په ناپل او سیسیل کې د یووالي لپاره د هڅې مشرې وکړه او د دوو سیسیلونو سلطنت یې فتح کړ (د ۱۰۰۰ کسانو لشکرکشي)، په داسې حال کې چې د ساوي د کور ځواکونو له روم او د پاپال ایالتونو له ځینو سیمو پرته د ایټالیا ټاپووزمې مرکزي سیمې ونیولي. دې کار د سارډیني حکومت ته اجازه ورکړه چې د ۱۸۶۱ کال د مارچ په ۱۷مه د واحدې ایټاليا سلطنت اعلان کړي. په ۱۸۶۶ کال کې ایټالیا د اطریش- پروشیا جګړې کې له پروشیا سره یو ځای شوه، چې په دې سره د ایټالیا د خپلواکۍ درېیمه جګړه رامنځته شوه چې له امله یې ایټالیا وکولای شول چې وینیټیا هم د خپل ځان ضمیمه کړي. په پای کې په ۱۸۷۰ کال کې، کله چې فرانسې خپل ځواکونه د فرانسې او پروشیا جګړې پر مهال په روم کې پرېیښې وو تر څو د پروشیا ستر پوځ له ځان څخه لري وساتيو نو ایټالویانو د واک د تشې د ډکولو په خاطر د پاپ پر ایالتونو باندې برید وکړ. په دې سره د ایټالیا یووالی بشپړ شو او څه وخت وروسته د ایټالیا پلازمېنه روم ته ولېږدول شوه. ایټالیا بیا وروسته په ۱۸۸۲ کال کې له جرمني او اطریش سره دری ګونی اتحاد رامنځته کړ.[۷][۸]

لومړۍ نړیواله جګړه

[سمول]

له ۱۹۱۱ څخه تر ۱۹۱۲ کال پورې ایټالیا عثماني سترواکۍ ته ماتې ورکړه. په ۱۹۱۵ کال کې، ایټالیا د افریقا د سرې بحیرې پر غاړه (اریتره) کې یوه مستعمره، په سومالیه کې یوه ستره تحت الحمایه او د ترکیې په پخوانۍ لیبیا کې اداری ځواک تر لاسه کړل. له افریقا ور هاخوا، ایټالیا د چین په Tienstin (د بوکسر اړودوړ وروسته) کې او د ترکیې په سواحلو کې د دودکانیز په جزایرو کې وړوکی امتیاز درلود.[۹]

اطریش د همدې اتحاد د شرایطو پر وړاندې برید وکړ او ایټالیا تصمیم ونیو چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د فرانسې او بریتانیا تر څنګ د یوه اصلي متحد ځواک په توګه برخه واخلي. دوو رهبرانو هر یوه، لومړي وزیر انټونیو سالانډر او د بهرنیو چارو وزیر سیډنې سونینو داسې تصمیم ونیو چې د دوی اصلي موخه له اطریش څخه د خاورې نیول و، کوم چې بریتانیا او فرانسې په پټه توګه په ۱۹۱۵ کال کې د لندن په تړون کې ژمنه ورکړې وه. همداشان، ایټالیا د البانیا سویلي برخه ونیوله او پر البانیا کې یې یو تحت الحمایه حکومت رامنځته کړ چې تر ۱۹۲۰ کال پورې هلته حاکم و.[۱۰]

متحدینو په ۱۹۱۸ کال کې د اطریش سترواکۍ ته ماتې ورکړه او ایټالیا د جګړې اصلي ګټونکی شو. په ۱۹۱۹ کال کې د فرانسې د سولې په کنفرانس کې، لومړي وزیر ویټوریو ایمانیویل اورلانډو زیاتره تمرکز د ځمکو په تر لاسه کولو وکړ، خو څومره چې یې تمه وه تر هغه یې ډېر کم څه تر لاسه کړل. کله چې ایټالویان د فیومه د ښار له کنټرول څخه محروم شول نو سخت په غوسه شول. دا کنفرانس چې د بریتانیا، فرانسې او متحده ایالاتو تر کنترول لاندې وه ایټالیا ته یې د الماسیا او البانیا له ورکولو څخه ډډه وکړه کوم چې د لندن په تړون کې ورسره ژمنه شوې وه. بریتانیا، فرانسې او جاپان د جرمني بهرنۍ مستعمرې په خپل منځ کې سره ووېشلې او ایټالیا یې له دې حق څخه محرومه کړه. همداشان، ایټالیا د عثماني سترواکۍ له ماتیدو څخه هم کوم قلمرو تر لاسه نه کړ.

ایټالیا د لندن د تړون له خوا د ژمن شوو قلمرونو څخه هېڅ تر لاسه نه کړل، له همدې امله دا کار د یوې نیمګړې بریا په توګه محکوم شو. همدا نیمګړې بریا وه چې بینیټو موسولیني په ایټالیا کې فاشیزم رامنځته او د فاشیستي ایټالیا په تبلیغاتو کې د یوه مهم ټکي په توګه وکاریده. تاریخ لیکونکي دا نیمګړې بریا یوه «سیاسي اسطوره» بولي چې د فاشیستانو له خوا د ایټالیا د امپریالیزم د ګرمولو او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ایټالیا د لیبرال بریاوو د پټولو لپاره کاریده. همداشان، ایټالیا د نړیوالې ټولنې په اجرایي شورا کې یوه دایمي څوکۍ تر لاسه کړه.[۱۱]

فاشیزم او دویمه نړیواله جګړه

[سمول]

په ۱۹۲۲ کال کې چې په ایټالیا کې د بینیټو موسولیني په مشرۍ یو فاشیست حکومت واک ته ورسېد نو په دې لټه کې و تر څو د ایټالوي سترواکۍ اندازه پراخه کړي. ایټالوي فاشیزم د ایټالوي نشنلیزم او امپریالیزم له مخې جوړ شوی و او په ځانګړې توګه په دې لټه کې وه تر څو د ایټالیا د یووالې نیمګړې پروژه بشپړه کړي.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. française, La Documentation. "L'Italie : un destin européen". www.ladocumentationfrancaise.fr. Archived from the original on 2013-05-09. نه اخيستل شوی 2014-10-25.
  2. Articles 3, 7, 8, 19, 20 of the Constitution of Italy; Constitutional Court's Decision n. 203/1989
  3. کينډۍ:In lang Documento programmatico pluriennale per la Difesa per il triennio 2014-2016 Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.. Italian Ministry of Defence, August 2014.
  4. Enrico Dal Lago, "Lincoln, Cavour, and National Unification: American Republicanism and Italian Liberal Nationalism in Comparative Perspective." The Journal of the Civil War Era 3#1 (2013): 85–113.
  5. William L. Langer, ed., An Encyclopedia of World Cup History. 4th ed. 1968. pp 704–7.
  6. ""Un nizzardo su quattro prese la via dell'esilio" in seguito all'unità d'Italia, dice lo scrittore Casalino Pierluigi" (په اېټاليايي). 28 August 2017. Archived from the original on 19 February 2020. نه اخيستل شوی 14 May 2021.
  7. Mack Smith, Denis (1997). Modern Italy; A Political History. Ann Arbor: The University of Michigan Press. ISBN 0-472-10895-6
  8. "Everything you need to know about March 17th, Italy's Unity Day" (په انګليسي). 17 March 2017. Archived from the original on 17 June 2017. نه اخيستل شوی 17 July 2017.
  9. Charles Stevenson, A Box of Sand: The Italo-Ottoman War 1911–1912: The First Land, Sea and Air War (2014)
  10. Nigel Thomas. Armies in the Balkans 1914–18. Osprey Publishing, 2001, p. 17.
  11. G.Sabbatucci, La vittoria mutilata, in AA.VV., Miti e storia dell'Italia unita, Il Mulino, Bologna 1999, pp.101–106
  12. Aristotle A. Kallis. Fascist ideology: territory and expansionism in Italy and Germany, 1922–1945. London, England, UK; New York City, USA: Routledge, 2000, pp. 41.
  13. Terence Ball, Richard Bellamy. The Cambridge History of Twentieth-Century Political Thought. Pp. 133
  14. Jozo Tomasevich. War and Revolution in Yugoslavia 1941–1945: Occupation and Collaboration. Stanford, California, USA: Stanford University Press, 2001. P. 131.