منځپانگې ته ورتلل

د ایوریسټ غـر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایوریسټ غر (چې په نیپالي ژبه کې ورته سګارمتا، په چیني ژبه کې ورته د چومولونګما غر ویل کېـږي) د سمندر د سطحې پر اساس د نړۍ تر ټولو لوړ غر دی چې په مهلینګار همیل کې د همالیا د غرونو په لړۍ کې شتون لري. د دې غره په لوړه نقطه کې د چین او نیپال پوله تيرېـږي. د دغه غره لوړوالي ( د واورې لوړوالي یې ۸.۸۴۸.۸۶ متره یعنې ۲۹.۰۳۱.۷ فوټه ) ته رسېـږي چې په ۲۰۲۰ م کال کې د چینايي او نيپالي چارواکو لخوا ثبت شو. [۱][۲]

د ایوریسټ غره د یو لوی شمېر غرختونکو پام ځانته راوړ چې په دې کې ډېر مشهور غره ختونکي هم شامل و. دې غره ته د ختلو دوه مهمې لارې شتون لري. یوه لاره د نیپال د سویل خیتځ څخه د دې غره لوړې څوکې ته ختلي چې د ( معیاري لارې ) په توګه هم پېـژندل کېـږي، دوهمه لاره بیا د تبت د شمال څخه دې غره ته ختلي ده. په داسې حال کې چې معیاري لاره غره ختونکو ته کوم جدي تخنیکي ستونزه نه پېښوي خو نور ګواښونه لکه : ډېر لوړوالي، موسم، سخت باد او له دې سره سره بل لوی ګواښ د خمبو د ګنګل ځړوبي او د ګنګل ښوېدنه ده. تر ۲۰۱۹ م کال پورې د ایوریسټ په غره کې له ۳۰۰ څخه زیات وګړي مړه شوی و چې د ډېریو جسدونه اوس هم په غره کې شتون لري.  [۳][۴]

د دې غره لوړې څوکې ته د ختلو لومړۍ ثبت شوي هڅې د برتانوي غره ختونکو لخوا ترسره شوي. هغه وخت نیپال بهرنیان هېواد ته دننه نه پرېښودل، نو له همدې امله برتانوي غره ختونکي د تبت له شمالي برخې دې غره د ختلو هڅې وکړي. د لومړنیو معلوماتو له مخې برتانوي غره ختونکو په ۱۹۲۱ م کال کې د شمال له لورې د دې غره ۷۰۰۰ متره ( ۲۲.۹۷۰ فوټه ) لوړې برخې ته وختل. د ۱۹۲۲ م کال د هڅو په پایله کې د شمال له لورې ۸.۳۲۰ متره ( ۲۷.۳۰۰ فوټه) لوړ وختل او د لومړۍ ځل لپاره یې ریکارډ ثبت کړ چې یو انسان ۸۰۰۰ متره ( ۲۶.۲۴۷ فوټه ) لوړ وخيژي. د ۱۹۲۴ م کال د غره ختلو هڅې یو له بهترینو رازونو څخه وي چې د ایوریسټ په غره په دې ورځ وسپـړل شوي. جورج مولاري او انډریو ایروین په همدې ورځ یعنې د جون په اتمه خپلې اخیرې هڅې وکړي چې د دې غره تر ټولو لوړې څوکې ته وخېژي خو بیا هیڅکله هم را ونه ګرځېدل او دا خبره په شک کې پاته شوه چې ایا دوی لومړني وګړي دي چې د دې غره لوړې څوکې ته خیژي. په ۱۹۵۳ م کال کې تینـزینګ نورجی او ایدموند هیلاري د ایوریسټ لومړنۍ مستند شوي لوړوالي د سویل ختیځ څنډې له لارې تر سره کړ. نورجی تېر کال د سویل ختیځ له لورې د سویس د غره ختونکي ډلې د یو غړي په توګه ۸.۵۹۵ متره ( ۲۸.۱۹۹ فوټه ) لوړ ختلي و. همداراز د ۱۹۶۰ م کال د مۍ میاشتې په ۲۵ نېټه د چین غره ختونکي ډلې چې وانګ فوزهو، ګونوپوا او کیونها پکې شامل و د شمال له لارې د دې غره څوکې ته وختل او دا لومړنۍ خپور شوي راپور و. [۵]

نوم

[سمول]

د ایوریسټ د غره لپاره د تبت نوم قومولنګا ( چې معنا یې مقدسه مور ده ) ده. دا نوم د لومړی ځل د چینګ چین د امپراتور کانګسی د واکمنۍ پر مهال په ۱۷۲۱ م کال د چیني نقل سره ثبت شوي دي، او بیا د فرانسوي جغرافیه پوه ډی انویل لخوا د پخواني نقشې پر اساس په ۱۷۳۳ م کال کې په پاریس کې په یوه نقشه کې د تیچمور لینسما په توګه ښکاره شو. دا نوم همداراز په ( ویلي ) کې د جوــ موــ ګلنګ ــ ما په رومي تلفظ مشهور شو. [۶][۷][۸][۹][۱۴]

دا دې نوم رسمي چینايي نقل زومولنګا ده چې په فیني ژبه کې هم همدا شکل لري. دا ډول نور چینايي نومونه هم شته لکه: شینګ ما فینګ ( چې معنا یې مقدسه مور ده ). دا نوم د ۱۹۵۲ م کال د مۍ له میاشتې وروسته په پراخه کچه له منځه لاړ، ځکه د چین د داخله چارو وزارت د کومولنګما د غره لپاره یوازې یو نوم ومانه. په ثبت شويو محلي نومونو کې ډیډونګها ( مقدس غر ) نوم شامل دي، خو دا څرګنده نه ده چې ایا دا نوم په عامه توګه کارول کېده او کنه. په ۱۸۴۹ م کال کې برتانوي سروې غوښتل تر څو د امکان تر حده محلي نومونه وساتي ( لکه، کنګچینچوګا او دوهلګیاری )، بل خوا بیا انډیو وواو ( د هند لپاره د بریتانیا د سروې جنرال ) استدلال وکړو چې هغه د دې غره هېڅ داسې کوم محلي نوم پیدا نکړ چې په عامه توګه کارول کېده. لکه څنګه چې هغه د یوه محلي نوم په لټه کې و او بل لورته بیا نیپال بهرنیان هېواد ته دننه نه پريښودل نو دا کار یو څه ستونزمن شو. وواو دا دلیل وړاندې کاوه چې د ډېرو محلي نومونو د شتون له امله دا ډېره سخته ده تر څو له دې نومونو یو یې خوښ کړو. خو بیا هم هغه پریکړه وکړه چې د ( ایکس وی څنډه ) نوم باید د بریټانوي سرویر جورج ایوریسټ په نوم ونومول شي، ځکه چې هغه د هند د سروي د جنرال په توګه دنده ترسره کړي وه. خو خپله ایوریسټ هم له دې وړاندیز شوي نوم سر مخالف و او د شاهي جغرافیه بنسټ څخه یې په ۱۸۵۷ م کال کې غوښتنه وکړه چې ایوریسټ نه په هندي ژبه لیکل کېدای شي او نه هم په بومي هندي ویل کېدای شي. د وواو لخوا وړاندیز شوي نوم د اعتراضونو سره سره غالب شو،  په ۱۸۶۵ م کال کې د شاهي جغرافیې بنسټ په رسمي ډول د ایوریسټ غر نوم د نړۍ تر ټولو لوړغره ته وټاکه. د عصري ایوریسټ ( ایوریسټ ) تلفط د جورج د تخلص ( یورسټ ) سره توپیر لري. د نولسمې پېـړۍ په وروستیو کې ډېرو اروپايي نقشه جوړونکو په غلطۍ سره دا باور درلود چې د غره لپاره یو محلي نوم ګهریشنکار و، یو غر چې د کټمنډا او ایوریسټ تر منځ پروت ده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۹۶۰ م لسیزې په لومړیو کې د نیپال حکومت یو نیپالي نوم سګارماتا ( د ایسټ یاداشت ) او یا سګارـ ماتا ( چې په ادبي توګه یې معنا د اسمان خدایي وه ) د دې غره لپاره وټاکه. د ایوریسټ لپاره نیپالي نوم سګارماتا معنا ( په لوي نیلي اسمان کې سر ) و چې د نیپالي لغتونو سګار یعنې ( اسمان ) او متا یعنې ( سر ) څخه اخیستل شوي و. [۲۲][۲۳][۲۴]

نور نومونه

[سمول]
  • د ایکس وی اخیرې څوکه ( د بریټانوي امپراتورۍ سروې لخوا وټاکل شو) .[۲۵][۲۶][۲۷]
  • د ډارجینګ پخواني نوم : ډیوډونګا [۲۸]
  • ګوری شانکر او یا ګوریشانکر په عصري وختونو کې دا نوم د یوې بلې لوړې څوکې لپاره کارول کېده چې ۳۰ میله لېرې ده، خو تر ۱۹۰۰ م کال پورې یو نیم وخت کارول کېده. [۲۹]

سروې

[سمول]

د نولسمې پېـړۍ سروې

[سمول]

په ۱۸۰۲ م کال کې، بریټانیا د هند یوه لویه مثلثاتي سروې پیل کړه تر څو موقعیتونه وټاکي ، لوړځایونه اندازه کړي او د نړۍ د لوړو غرونو نومونه ثبت کړي. دا سروې د هند له سویل څخه پیل شوه، د دې سروې ټیم شمال لورته حرکت وکړ او لوی ټیوډولیټونه ( د اندازه کولو یو ډول الې ) یې کارول چې هر یو ۵۰۰ کیلوګرامه ( ۱.۱۰۰ پونډه ) وزن درلوده او دولس کسانو ته اړتیا وه تر څو دې ته حرکت ورکړي، همدارنګه د امکان تر حده دقیقه اندازه تر سره کړي. دوی تر ۱۸۳۰ م لسیزي د همالیا د غرونو لمنو ته ورسېدل، خو نیپال نه غوښتل چې برتانوي وګړي هېواد ته دننه پرېـږدي ځکه دوی د برتانویانو په ارادو شک درلود. همداراز د سروې کوونکو ډېر وړاندیزونه چې غوښتل یې نیپال ته دننه شي رد شول. [۳۰]

نو له همدې امله بریتانویان اړ شول تر څو له تیری څخه خپل کتنو ته دوام ورکړي، تیری د نيپال په سویل کې یوه سیمه ده چې د همالیا سره موازي ده. په تیری کې حالت د سختو بارانونو او ملاریا له امله ستونزمن او سخت و. له همدې امله د سروې درې افسران د ملاریا له امله مړه شول او دوه نورو بیا د روغتیا د خرابېدو له امله تقاعد واخيست. [۳۰]

په دې توګه په ۱۸۴۷ م کال کې برتانویانو خپلو څېـړنو ته دوام ورکړ او د همالیا لوړې څوکي یې ان له ۲۴۰ کیلومترۍ ( ۱۵۰ میله ) لوړي ارتفاع څخه وڅارلې. همدارنګه موسم د دوي کار د کال اخېري درېيو میاشتو ته راکم کړ. د ۱۸۴۷ م کال په نومبر کې بریتانیايي نقشې جوړونکي اندرو وواو د ساوا جپور له مرکز څخه په ختیځه همالیا کې څو ځله څېـړنې تر سره کړي. کانګچن جونګا په هغه وخت کې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه بلل کېده او هلته شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره ( ۱۴۰ میله ) لېري بله څوکه هم یاده کړي. جوهان ارمسټرانګ چې د وواو تر لاس لاندې یې کار کاوو، هم هلته لېري هغه څوکه وليده او د ( بی ) څوکې په نوم یې یاده کړه. [۳۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Mount Everest is two feet taller, China and Nepal announce". National Geographic. بياځلي په 8 December 2020.
  2. Bishart, Andrew (4 May 2016). "China's New Road May Clear a Path for More Everest Climbers". National Geographic.
  3. Meritt, Chris (25 July 2019). "Mount Everest Deaths Statistics by Year (1922-2019)". climbinggearlab.com. بياځلي په 29 August 2022.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  4. Nuwer, Rachel. "Death in the clouds: The problem with Everest's 200+ bodies". BBC Future.
  5. Lewis, Jon E. (2012). "Appendix 1". The Mammoth Book of How it Happened – Everest. Little, Brown Book Group. p. 212. ISBN 978-1-78033-727-2.
  6. Storti, Craig (5 October 2021). The Hunt for Mount Everest (in انګليسي). Quercus. ISBN 978-1-5293-6629-7.
  7. "Qomolangma Feng: Nepal". Geographical Names. بياځلي په 18 April 2014.
  8. "TIBET: Call It Chomolungma". TIME magazine. 16 June 1952. خوندي شوی له the original on 24 July 2017. بياځلي په 29 August 2022.
  9. "Mt. Everest 1857". harappa.com. خوندي شوی له the original on 26 December 2007. بياځلي په 23 January 2008.
  10. "Chomo-lungma: Nepal". Geographical Names. بياځلي په 18 April 2014.
  11. "Djomo-lungma: Nepal". Geographical Names. بياځلي په 18 April 2014.
  12. "Chomolongma: Nepal". Geographical Names. بياځلي په 18 April 2014.
  13. "Mount Jolmo Lungma: Nepal". Geographical Names. بياځلي په 18 April 2014.
  14. Other variants include "Jomo Langma", "Chomo-lungma", "Djomo-lungma", "Jolmo Lungma", and "Chomolongma".[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
  15. Peter Gillman, ed. (1993). Everest – The Best Writing and Pictures from Seventy Years of Human Endeavour. Little, Brown and Company. pp. 10–13. ISBN 978-0-316-90489-6.
  16. "India and China". The Times. No. 22490. 4 October 1856. p. 8.
  17. "Papers relating to the Himalaya and Mount Everest". Proceedings of the Royal Geographical Society of London. IX: 345–351. April–May 1857.
  18. Peter Gillman, ed. (1993). Everest – The Best Writing and Pictures from Seventy Years of Human Endeavour. Little, Brown and Company. pp. 10–13. ISBN 978-0-316-90489-6.
  19. "Papers relating to the Himalaya and Mount Everest". Proceedings of the London Royal Geographical Society of London. IX: 345–351. April–May 1857.
  20. Claypole, Jonty (Director); Kunzru, Hari (Presenter) (2003). Mapping Everest (TV Documentary). London: BBC Television.
  21. Waddell, LA (December 1898). "The Environs and Native Names of Mount Everest". The Geographical Journal. 12 (6): 564–569. doi:10.2307/1774275. JSTOR 1774275.
  22. Krakauer, Jon (1997). Into Thin Air: A Personal Account of the Mt. Everest Disaster. New York: Villard. ISBN 978-0-679-45752-7.
  23. Unsworth, Walt (2000). Everest – The Mountaineering History (3rd ed.). Bâton Wicks. p. 584. ISBN 978-1-898573-40-1.
  24. "Sagar-Matha: Nepal". Geographical Names. بياځلي په 18 April 2014.
  25. Peter Gillman, ed. (1993). Everest – The Best Writing and Pictures from Seventy Years of Human Endeavour. Little, Brown and Company. pp. 10–13. ISBN 978-0-316-90489-6.
  26. "India and China". The Times. No. 22490. 4 October 1856. p. 8.
  27. "Papers relating to the Himalaya and Mount Everest". Proceedings of the Royal Geographical Society of London. IX: 345–351. April–May 1857.
  28. "5 Everest facts". historyextra.com. خوندي شوی له the original on 6 April 2016. بياځلي په 1 June 2016.
  29. H.P.S. Ahluwalia (1978). Faces of Everest. Vikas Publishing House. ISBN 978-0-7069-0563-2.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Peter Gillman, ed. (1993). Everest – The Best Writing and Pictures from Seventy Years of Human Endeavour. Little, Brown and Company. pp. 10–13. ISBN 978-0-316-90489-6.
  31. Peter Gillman, ed. (1993). Everest – The Best Writing and Pictures from Seventy Years of Human Endeavour. Little, Brown and Company. pp. 10–13. ISBN 978-0-316-90489-6.