Jump to content

د ایسلینډ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دایسلینډ ثبت شوی تاریخ د نهمې پېړۍ په وروستیو کې د ویکینګ سپړونکو او هغو خلکو له خوا له جوړېدو سره پیل شو، چې دوی یې له ختیځ نه په ځانګړي توګه ناروې او برتانوي ټاپوګانو کې غلامان کړل. ایسلینډ لا تر اوسه د لوېدیځې اروپا له پاتې مېشتو هېوادونو له ځايي کېدو وروسته د ډېر وخت لپاره ناامنه و. د ثبت شوي استقرار نېټه په دودیز ډول ۸۷۴ کال ته ورګرځي، که څه هم د لرغون پېژندنې شواهد ښیي چې له ایرلینډ نه ګیلیک راهبان، چې د ساګاس په وینا د پاپر په نوم پېژندل شوي، پخوا په ایسلینډ کې مېشت وو.

ځمکه په چټکۍ اباده شوه، په عمده توګه د نارویژیانو له خوا چې ښايي له جګړې تښتېدلي وي یا د کرنې لپاره د نوې ځمکې په لټه کې وو. په ۹۳۰ کې سردارانو د حکومتولۍ بڼه جوړه کړه، التینګ چې د نړۍ ترټولو پخوانی پارلمان بلل کېږي. د لسمې پېړۍ په پای کې عیسویت د ناروې د پاچا اولاف تریګواسن د نفوذ له لارې ایسلینډ ته راغی. د دې وخت په جریان کې ایسلینډ خپلواک پاتې شو، یوه دوره چې د زاړه همګټو هېوادونو په نوم پېژندل کېږي او ایسلنډي تاریخ پوهانو د هېواد تاریخ په کتابونو کې مستند کول پیل کړل، چې د ایسلینډ د ساګاس په نوم یادېږي. د ۱۳ پېړۍ په لومړیو کې، داخلي شخړې چې د سټورلینګز په نوم پېژندل کېږي، ایسلینډ کمزوری کړ، چې بالاخره په ۱۳مه پېړۍ کې د ناروې تابع شو. زوړ تړون (۱۲۶۲-۱۲۶۴) او د جانسبوک (۱۲۸۱) منل په مؤثره توګه د ایسلینډ د همګټو هېوادونو حیثیت ته د پای ټکی کېښود. ناروې په بدل کې له سوېډن (۱۳۱۹) او بیا ډنمارک (۱۳۷۶) سره متحد شو. په نهایت کې د نورډیک ټول دولتونه په یوه اتحاد کې متحد شول، د کلمار اتحادیه (۱۳۹۷-۱۵۲۳)؛ خو د دې اتحاد په له منځه تلو سره، ایسلینډ تر ډنمارکي واکمنۍ لاندې راغی. ورپسې په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې د ډنمارک – آیسلنډي سوداګریز انحصار سخت اقتصاد ته زیان رسونکی و. د ایسلنډ فقر او لوږه د سختو طبیعي پیښو لکه Móðuharðindinیا«Mist Hardships» له امله لا پسې زیاته شوه. چې د دې وخت په لړ کې یې نفوس هم مخ پر زوال شو.

ایسلینډ د ډنمارک برخه پاتې شوه؛ خو په نولسمه پېړۍ کې د اروپا په شاوخوا کې د ملتپالنې له ودې سره سم د خپلواکۍ غورځنګ راڅرګند شو. التینګ چې په  ۱۷۹۹ کې ځنډول شوی و، په ۱۸۴۴ کې بېرته راستون شو او ایسلېنډ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته حاکمیت ترلاسه کړ، د ۱۹۱۸ز کال د دسمبر په ۱ د ایسلېنډ سلطنت جوړ شو. په هر حال ایسلینډ تر دویمې نړیوالې جګړې پورې د ډنمارک سلطنت تر چتر لاندې و. که څه هم ایسلېنډ په دویمه نړیواله جګړه کې بې طرفه و، وروسته له هغه چې ډنمارک د جرمني وېرماخټ له خوا له واکه وغورځول شو، بریتانیا په ۱۹۴۰ کال کې د نازیانو د نیواک د مخنیوي لپاره په سوله ییزه توګه اشغال کړ. په شمالي اتلانتیک کې د ټاپوګانو د ستراتیژیک موقعیت له امله متحدینو د جګړې تر پایه دا جزیره اشغال وساتله، متحده ایالاتو په ۱۹۴۱ز کال کې له برتانیې نه د اشغال دنده په غاړه واخیسته. په ۱۹۴۴ز کال کې ایسلینډ له ډنمارک سره خپلې پاتې اړیکې پرې کړې (تر نازي نیواک لاندې) او ځان یې جمهوریت اعلان کړ. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ایسلینډ د شمالي اتلانتیک تړون سازمان بنسټ ایښودونکی غړی و او د ملګرو ملتونو له جوړېدو نه یو کال وروسته د ملګرو ملتونو سره یو ځای شو. اقتصاد یې په چټکۍ سره د کب نیولو له لارې وده وکړه، که څه هم دا د نورو ملتونو سره د شخړو له امله زیانمن شوی.[۱]

د ۱۹۸۰ ز کال د اګست په ۱وجیس فینبوګادوټر دایسلینډ ولسمشري په غاړه واخیسته، په دې نېټه هغې په نړۍ کې د لومړۍ منتخبې ښځینه ولسمشرې په توګه تاریخ جوړ کړ.[۲]

له چټکې مالي ودې وروسته، د ایسلېنډ د ۲۰۰۸-۱۱مالي بحران رامنځته شو. ایسلنډ له اروپايي ټولنې بهر پاتې کېدو ته دوام ورکړ.

ایسلېنډ ډېر لرې دی او له همدې امله د اروپایی جنګونو له ویجاړیونه ژغورل شوی؛ خو د نورو بهرنیو پېښو لکه د تور مرګ او د ډنمارک له خوا پلي شوي پروټیسټان اصلاحاتو له خوا اغېزمن شوی، د ایسلینډ تاریخ هم د یوشمېر طبیعي پیښوله خوا په نښه شوی دی.

ایسلینډ له جیولوژیکي پلوه یو نسبتاً ځوان ټاپو دی، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه کاله وړاندې د منځني اتلانتیک ریج کې د اور غورځونې د لړۍ له خوارامنځته شوی؛ خو دا لا هم د تازه اورشیندونکوله امله وده کوي. په ایسلېنډ کې موندل شوې تر ټولو زړې ډبریې بېلګې په ۱۶ میلیونه کاله پخواني تاریخ پورې تړاو لري.

جیولوژیکي شالید

[سمول]

په جیولوژیکي شرایطو کې ایسلینډ یوځوان ټاپو دی. دا شاوخوا ۲۰ میلیونه کاله پخوا د میوسین په دور کې د منځ اتلانتیک ریج کې د اورشیندونکو پېښو له لړۍ نه رامنځته شوی، چې د شمالي امریکا او یوریشیا تختو ترمنځ موقعیت لري. دا تختې په کال کې د نږدې ۲،۵ سانتي مترو په سرعت سره خپرېږي. د غونډۍ دا لوړه برخه د رییکجانس ریج په نوم پېژندل کېږي. دهټ سپټاور شیندونکي فعالیت دایسلینډ هټ سپټ ته منسوب شوی، چې په پایله کې د مینټل پلم (آیسلینډ پلوم) په شاوخوا کې پروت دی، د ځمکې په پوښښ کېیوه غیر معمولي ګرمهډبره چې احتمال لري، د ټاپو د رامنځته کېدو او دوام  د شتون لپاره یوڅه مسؤل وي. د پرتلنې په موخه اټکلکېږي، چې نور اورشیندونکي ټاپوګان لکه د فارو ټاپوګان شاوخوا ۵۵میلیونه کاله موجود دي، ازورس (په ورته څنډه کې) شاوخوا ۸میلیونه کالهاو هاوایي له یومیلیون کلونو کم وخت راهیسې موحود دی. د ایسلېنډ په سویللوېدیځ او مرکزي لوړو کې د ډبرې کوچنۍ طبقه شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ کلنه ده. د ځمکې جیولوژیکي تاریخ د تودوخې او اقلیم پر بنسټ په یخ عمر وېشل شوی. د یخې دورې وروستۍبرخه، چې معمولاً د یخې دورې په نوم یادېږي، فکر کېږي شاوخوا ۱۱۰۰۰۰ کاله مخکې پیل شوې او شاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله مخکې پای ته ورسېده. په داسې حال کې چې په یخ پوښل شوي، د ایسلینډیخونه، فجورډونه او درې جوړې شوې دي.[۳][۴][۵][۶][۷]

لرغونی تاریخ

[سمول]

ایسلېنډ د اوږدې مودې د نړۍ له یوه وروستي بې مېشته ټاپوګانو له ډلې پاتې شو (نور یې نیوزیلینډ او ماداګاسکر دي). داسې وړاندیز شوی چې د یوناني جغرافیه پوه پایتیز (له تاریخ مخکې څلورمه پېړۍ) له خوا د تیول په نوم ځمکه په حقیقت کې آیسلینډ وه، که څه هم د پیتیاس د تشریح په پام کې نیولو سره د یوه کرنیز هیواد په توګه ناشونې ښکاري، چې ډېرې شیدې، شات او میوې لري:  دا نوم ډېر احتمال لري چې ناروې یا په احتمالي توګه د فارو ټاپویا شټلینډ ته راجع شوی وي. ډېر لومړني اوسېدونکي تیلیر وو، تر هارالډ فییر هیر لاندې له ناروې وروستي اتحادیې څخه وتښتېدل او له ټیلمارکنه راغلي له تیول سره پېژندل شوي دي. یو ورته دلیل د ګرینلینډ نوم لهګرینلینډنه تشریح کوي، د ګاونډټیل مارک او همدارنګه د تیلیرله خوامشهور شوی. لومړي ټاپو ته د انسانانو د رسېدو دقیقه نېټه نامعلومه ده. په ایسلینډ کې تردرېیمې پېړۍ پورې د رومي اسعارو تاریخ موندل شوی؛ خو دا معلومه نه ده، چې ایا دوی په هغه وخت کې راوړل شوي که د پېړیو له جریان وروسته له وایکینګز سره راغلل.[۸][۹][۱۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Iceland was therefore peacefully occupied by Britain on 10 May 1940," saysL. Heininen, ed. (2014). Security and Sovereignty in the North Atlantic. Palgrave Macmillan UK. p. 31. ISBN 978-1137470720.
  2. "Vigdis Finnbogadottir, the world's first elected female president". France 24 (په انګليسي). 31 July 2020.
  3. "Jürgen Schieber, University of Indiana. G105 (Earth: Our Habitable Planet) Chapter 13: Evolution of Continents and Oceans". نه اخيستل شوی 30 September 2014.
  4. Björn Þorsteinsson og Bergsteinn Jónsson (1991). Íslands Saga: til okkar daga. Sögufélagið. p. 11. ISBN 978-9979-9064-4-5.
  5. "US Geological Survey. Mauna Loa: Earth's Largest Volcano". Archived from the original on 9 August 2015. نه اخيستل شوی 30 September 2014. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  6. Carine, Mark; Schaefer, Hanno (2010). "The Azores diversity enigma: why are there so few Azorean endemic flowering plants and why are they so widespread?". Journal of Biogeography. 37 (1): 77–89. doi:10.1111/j.1365-2699.2009.02181.x.
  7. "Fróðskaparsetur Føroya: Megindeildin fyri náttúruvísindi og heilsuvísindi. Uppskriftir og myndir frá jarðfrøði-ferðum kring landið (October 2004)". Archived from the original on 13 August 2007. نه اخيستل شوی 30 September 2014.
  8. Stefánnson, Unnsteinn. (1962). North Icelandic waters. Atvinnudeild Háskólans, Fiskideild. pp. 29–30. OCLC 609923962.
  9. Eldjám, Kristján (1949). "Fund af romerske mønter på Island". Nordisk Numismatisk Årsskrift: 4–7.
  10. Johannesson, Jon, 1909–1957, auteur. (14 May 2014). A history of the old Icelandic commonwealth. pp. 1–2. ISBN 9780887553318. OCLC 990634956.{{cite book}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)