د ایران پـر خلاف معامله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایران پر خلاف معامله ( چې په فارسي ژبه کې ورته ماجرای ضد ایران او په اسپانیاوي ژبه کې ورته کاسو ایران کونتره ويل کېـږي ) تر ډيره د ایران خلاف دسیسۍ په نوم یادېده، په ایران کې د مک فارلین معامله یا په ساده ډول د ایران خلاف معامله، په متحده ایالتونو کې یوه سیاسي دسیسه وه چې د ریګن حکومت په دوهمه دوره کې واقع شوه. د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۶ م کلونو تر منځ د حکومت لوړپوړو چارواکو په پټه د ایران اسلامي جمهوریت د خمیني حکومت ته د وسلو پلورلو کې اسانتیا راوسته چې دا د وسلو د بندیز یوه موضوع وه. حکومت هیله درلوده تر څو د وسلو د پلور ګټه به په نیکارګوا کې د کنټرس د ملاتړ کولو لپاره وکاروي. د بولنډ د اصلاحاتو په دوره کې، د حکومت لخوا کنټرس ته نور مالي ملاتړ د کانګرس لخوا منع شو.  [۱][۲]

د وسلو د لېـږد په اړه رسمي توجیه داسې وه چې دا کار د هغو ۷ امریکايي یرغملو د خلاصون د عملیاتو یوه برخه وه چې په لبنان کې د حزب الله ډلې له لورې نیول شوي و، یوه ملېشه چې د ایران سره یې اړیکې درلودلې او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ډلې پورې اړوند دي. د وسلو په بدل کې د یرغمل شویو خوشي کولو نظریه د مونچر قربانیفر لخوا ( له هېواده بهر یو ایراني وسله پلورونکي و ) جوړه شوه. د ریګن د حکومت ځینو کسانو هيله درلوده چې د وسلو پلور به په ایران اغېزه ولري تر څو حزب الله ډله یرغمل شوي خوشي کړي.  [۳][۴][۵][۶]

د ۱۹۸۵ م کال په وروستیو کې، د ملي امنیت شورا ډګروال اولیور نورت د ایراني وسلو د پلور د ګټـې یوه برخه د کنټرس ډلې د مالي تامین لپاره جلا کړه ، یو ډله چې د ساندنیستا د یاغیانو پر خلاف ده او د نیکارګوا د سوسیالیسټ دولت پر خلاف یې خپلو هڅو ته دوام ورکړ. نورت ورسته بیا ادعا وکړه چې مونچر قربانیفر ( یو ایراني وسله پلورونکي ) هاغه ته داسې مشوره ورکړه چې د ټوو او هاوک مزایلو د پلور ګټه دې د ایران څخه کنټرس ډلې ته ولېـږدوي. په داسې حال کې چې ولسمشر رونالډ ریګن د کنټرا موخې یو غږیز پلوی و، شواهد داسې څېـړل کېـږي چې ایا هاغه په شخصي ډول د کنټرس مالي تمویل منحرف کړي دي او کنه . د ۱۹۸۵ م کال د ډسمبر په اوومه د دفاع وزیر کاسپر واینبرګر په لاس لیکل شوي یاداښتونه دا ښيې چې ریګن له ایران سره د ځینو یرغمل شویو د لـېږد سره سره په دې هېواد کې دننه د اعتدال غوښتونکو عناصرو ته د هاوک او ټوو مزایلو له خرڅولو خبر و . واینبرګر لیکلي چې ریګن وویل : هاغه کولای شي چې غیر قانوني تورونو ته ځواب ووایي خو نشي کولای چې دې تور ته ځواب ووايي ( چې پیاوړی ریس جمهور ریګن د یرغمل شويو د خلاصون چانس له لاسه ورکړ ) .   [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له هغه وروسته چې د ۱۹۸۶ م کال د نومبر په میاشت کې د وسلو پلورل واضح شول، ریګن د متحده ایالاتو په ملي تلویزیون کې راښکاره شو او دا یې بیان کړل چې د وسلو لېـږد په حقیقت کې پېښ شول، خو متحده ایالت د وسلو دا سوداګرۍ د یرغمل شویو لپاره نه ترسره کوي. د دې په اړه پلټنې هاغه وخت له خنډ سره مخ شوي کله چې د دې معاملې په اړه ډېر اسنادونه له منځه لاړل او یا د ریګن د حکومت چارواکو د پلټونکو څخه پټ کړل. د ۱۹۸۷ م کال د مارچ په څلورمه نېټه، ریګن د متحده ایالاتو د ملي تلویزیون څخه یو ځل بیا خبرې وکړي او د دې موضوع ټول مسوولیت یې په غاړه واخیست همدارنګه دا یې بیان کړل چې د ایران لپاره د ستراتيژۍ د پیل کېدو په توګه چې څه پیل شوي و ، د هغې په پلي کېدو سره یرغمل شویو ته د وسلو سوداګرۍ ګډوډه شوه. [۱۳]

دا معامله د متحده ایالاتو د کانګراس او د ریګن لخوا درې نفره ټاکل شوي کمیسیون لخوا وڅيـړل شوه،   یوې څیـړنې هم دا ونه موندله چې ولسمشر ریګن دې د داسې بېلابیلو پرواګرمونو د لویوالی څخه خبر وي. د دې سربیره ، د متحده ایالاتو مرستیال څارنوال جنرال لارنس والش د ۱۹۸۶ م کال د ډسمبر په میاشت کې د یوه خپلواکه وکیل په توګه وګمارل شو، تر څو د امکان تر حده په دې موضوع کې د چارواکو له لورې ترسره شوي جرمونه وپلټي. په پای کې، د دفاع وزیر کاسپر واینبرګر په ګډون لسګونه پوځي چارواکي تورن ونومول شول. همدراز یوولس کسانو ته سزا واورل شوه چې له دې جملې ځینې یې د بیا کتو لپاره په محکمه کې وځنډول شول. [۱۴]

پاتې کسان چې محکوم شوي یا تورن شوي و د ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش د جمهوري په وروستيو ورځو کې ( څوک چې ددې معاملې په وخت کې مرستیال ولسمشر و)  وبښل شول. پخواني خپلواک وکیل والش داسې لیکي چې د بښلو په موضوع کې ، بوش په هاغه شواهدو کې چې د واینبرګر د محاکمې په وخت کې واضح کېدل مداخله کړي ده ، او دا ښيې چې بوش، واینبرګر او نور لوړ پوړوی چارواکي د ( فریب او د خنډونه یوه بیلګه ) وه. والش د ۱۹۹۳ م کال د اګسټ په څلورمه نېټه خپل وروستۍ راپور وړاندې کړ، او وروسته یې د مرستیال په توګه د خپلو تجربو څخه یو لیکنه جوړه کړه:  ( د ایران پر خلاف دسیسه او د رښتیا پټول )  په نوم.  [۱۵][۱۶][۱۷]

مخینه[سمول]

متحده ایالت د محمد رظا پهلوی په وخت کې په ایران د وسلو لوی خرڅوونکي و، او د هغو وسلو لویه برخه چې د ۱۹۷۹ م کال د جنورۍ په میاشت کې د ایران اسلامي جمهوریت ته په میراث کې پاتې شوي و په امریکا کې جوړي شوي وي. د دې تجیهیزاتو د ساتلو لپاره ایران اړتیا درلوده تر څو د دې وسلو پرزې تر لاسه کړي چې ماتې او خرابې وسلې بیرته جوړې کړي. له هغه وروسته چې ایراني زده کړیلانو د ۱۹۷۹ م کال د نومبر په میاشت کې په تهران کې د امریکا په سفارت برید وکړ او ۵۲ امریکايي یرغمل شوي یې له ځان ویې وړل ، د متحده ایالاتو ولسمشر جیمي کارتر پر ایران د وسلو بندیز ولګاوه. په ۱۹۸۰ م کال کې پر ایران د عراق له یرغل وروسته، ایران په ډېره کچه وسلو او همدارنګه د خپلو وسلو لپاره پرزو ته اړتیا درلوده. له هغه وروسته چې د ۱۹۸۱ م کال د جنورۍ په شلمه نېټه رونالډ ریګن د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، وعده یې وکړه چې هاغه به د کارتر پالیسۍ ته  دوام ورکوي او پر ایران به د وسلو بندیزونه جاري ساتي ځکه چې ایران د توروریستانو سره په مرستې او ملاتړ تورن ده. [۱۸]

د ریګن د حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د ۱۹۸۱ م کال د جولای په ۲۱ نېټه په خپل منځي غونډه کې په پټه په یوې موضوع څېړڼه وکړه او دې پایلې ته ورسېدل چې د وسلو بندیز بي ګټې و، ځکه ایران کولای شي د خپلو امریکايي وسلو لپاره نورې وسلې او د وسلو پرزې بل چېرته واخلي ، د وسلو بندیز د ایران لپاره دروازه پرانیسته تر څو د شوروي حوزې نفوذ ته ورګډ شي او کچېرته متحده ایالتونه پر ایران وسلې نه پلوري نو کرملین کولای شي چې پر ایران وسلې وپلوري. پایله دا شوه چې متحده ایالتونه باید ژر تر ژره پر ایران د وسلو پلور پیل کړي چې دا په سیاسي ډول یو لاره وه تر څو ایران  شوروي حوزې ته د داخلېدو څخه وساتي. په همدې وخت کې ، د ایت الله خمیني موخه په ښکاره ډول څرګنده شوه چې غوښتل یې خپل اسلامي انقلاب په ټول منځني ختیځ کې صادر کړي او د عراق، کویټ، سعودي عربستان او د فارس خلیج په شاوخوا کې نور دولتونه را نسکور کړي. دا دې لامل شو چې متحده ایالت خمیني ته د یو لوی ګواښ په سترګه وګوري. [۱۸]

د ۱۹۸۳ م کال په پسرلۍ کې، متحده ایالاتو د سټنچ عملیات پیل کړل، چې دا یوه پراخه ډیپلوماتیکه هڅه تر څو نورو هېوادونه دې ته وهڅوي چې پر ایران وسلې او د وسلو پرزې ونه پلوري. د ایران پرخلاف معامله لږ تر لږه د دې لامل شوه چې د متحده ایالاتو سپکاوي وشي ځکه د ۱۹۸۶ م کال د نومبر په میاشت متحده ایالاتو پخپله پر ایران وسلې پلورلي.   [۱۸]

په هغه وخت کې چې ، د امریکا حکومت په ایران د وسلو د پلورلو د انتخابولو په اړه فکر کاوه، په هندوراس کې مېشتو کنټرس وسله والو د نیکارګوا د سانډینیستا د ملي ازادۍ د انقلاب حکومت د رانسکورولو لپاره چریکي جګړه پيل کړه. له هغه وخته چې ریګن په ۱۹۸۱ م کال کې واک ترلاسه کړ، د ریګن حکومت یوه لویه موخه په نیکارګوا کې د سانډینیستا د چپ اړخ  دولت رانسکورول او د مخالف یاغیانو ملاتړ کول و. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. "نا گفته‌های ماجرای مک فارلین". رمز عبور (په فارسی ژبه کي). 27 October 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Iran–Contra Affair 20 Years On. The National Security Archive (George Washington University), 2006-11-24
  3. (په 6 June 2004 باندې). Reagan's mixed White House legacy. BBC
  4. (په 27 November 1988 باندې). Arms for Hostages – Plain and Simple. The New York Times.
  5. Abshire, David (2005). Saving the Reagan Presidency: Trust Is the Coin of the Realm. Texas A&M University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781603446204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Valentine, Douglas (2008). Reagan, Bush, Gorbachev: Revisiting the End of the Cold War. Praeger Security International. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313352416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rozen, Laura (21 March 2005). "The Front". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 6 June 2004 باندې). Reagan's mixed White House legacy. BBC
  9. Reagan, Ronald (13 November 1986). "Address to the Nation on the Iran Arms and Contra Aid Controversy". Ronald Reagan Presidential Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . Excerpts From the Iran–Contra Report: A Secret Foreign Policy. The New York Times.
  11. Reagan, Ronald (1987-03-04). "Address to the Nation on the Iran Arms and Contra Aid Controversy". Ronald Reagan Presidential Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Reagan 1990، ص. 542.
  13. (په 6 June 2004 باندې). Reagan's mixed White House legacy. BBC
  14. Dwyer, Paula . Pointing a Finger at Reagan. Business Week.
  15. Walsh, Lawrence E. (1997). Firewall: The Iran–Contra Conspiracy and Cover-up. New York: Norton & Company. د کتاب پاڼې 290. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Pardons Granted by President George H. W. Bush (1989-1993)". U.S. Department of Justice. 12 January 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Walsh 1993.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ Kornbluh او Byrne 1993، ص. 213.
  19. Hicks 1996، ص. 965.