د ایران د اټومي پروګرام اړوند لیدلوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایران د اټومي پروګرام اړوند بېلابېل لېدلوري شتون لري ځکه چې د ایران اټومي پروګرام یوه بحث پارونکې جیوپولټیکي موضوع ده. اوریل ابولوف د ایران د اټومي پروګرام تر شا پنځه احتمالي لاملونه ښوولي: (۱) اقتصاد، تر ډېره د انرژۍ په برخه کې اړتیاوې؛ (۲) هویتي سیاست، غرور او ځایګی؛ (۳) له بهرنۍ لاسوهنې څخه مخنیوی؛ (۴) سیالي څو خپل منطقوي نفوذ پراخ کړي؛ او (۵) داخلي سیاست، څو «د اټومي انحراف» پر مټ د رژیم د داخلي مشروعت اړوند کړکېچ راکم کړي. په لاندې کې د ایران د اټومي پروګرام اړوند بېلابېل لیدلوري راوړل شوي دي.[۱]

د ایرانیانو خپل دریځ[سمول]

ایرانیان د خپل پخواني پاچا د هغه دریځ په غوره کولو سره چې په ۱۹۸۶ زکال کې یې د هغو اړوند څرګندونې کړې وې، احساس کوي چې د دغه هېواد ارزښتمن نفت باید د با ارزښته محصولاتو لپاره وکارول شي، نه د برېښنا د ساده تولید په موخه. پاچا وړاندې ویلي وو چې «نفت یوه ارزښتمنه ماده ده، له هغو ډېره ارزښتمنه ده چې باید وسوزول شي.... موږ تصور کوو چې ډیر ژر کولای شو ۲۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا د اټومي بټیو پر مټ تولید کړو». په ۲۰۰۸ زکال کې اټکل وشو چې که چېرې د ایران د تېلو د تولید کچه په همدې ډول ثابته پاتې شي ایران یوازې دومره نفت لري چې کولای شي «۷۵ کاله او یا هم له هغو لږ زیات» دوام راوړي. ایران همدارنګه له مالي بندیزونو سره مخ دی او ادعا کوي چې د دغه هېواد د نفتو په صنعت کې د اضافي ظرفیت رامنځته کول پرته له دې چې په هغو کې د انرژۍ د تولید د کارخونو د جوړښت لګښت په پام کې ونیسي، ۴۰ میلیارده ډالر لګښت به ولري. د جان هاپکینز پوهنتون څخه راجر سټرن هم تر یوه بریده له دغه لیدلوري سره موافق و او په ۲۰۰۶ زکال کې یې وړاندوینه وکړه چې «د انرژۍ په برخه کې سبسایډي، له بهرنۍ پانګونې سره مخالفت او د [ایران] د پلان شوي اقتصاد ناکامي» لامل ګرځي چې تر ۲۰۱۴ یا ۲۰۱۵ زکال پورې د دغه هېواد د نفتو صادرات په ټپه ودرېږي، په داسې حال کې چې نوموړي څرګنده کړه دغه چاره «د نفتو د اعظمي کچې له تولید سره هېڅ اړیکه نه لري». له دې وړاندې د متحده ایالاتو د ولسمشر جرالډ فورډ اداره هم ورته ارزونې ته رسېدلې وه؛ همدارنګه د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو منتخبې کمېټې او د متحده ایالاتو د علومو ملي اکاډمۍ له خوا ترسره شوو خپلواکو څېړنو هم دا تائید کړې وه چې ایران د خپل اټومي پروګرام لپاره پام وړ اقتصادي امکانات لري. [۲][۳][۴][۵]

ایران په ۱۹۹۵ زکال کې اعلان وکړ چې هوډ لري د چین هېواد په مرسته د هګزافلوراید یورانیمو د تجزیې یوه بټۍ د اصفهان د اټومي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړه کړي. د ۱۹۹۶ زکال په نومبر میاشت کې د نړیوال اټومي اژانس یو پلاوي د ایران اصفهان ته سفر وکړ، ایراني چارواکو د دغه آژانس د خوندیتوب برخې ته راپور ورکړ چې ایران هوډ لري د خپلې اټومي ټکنالوژۍ په مرکز کې د هګزافلوراید یورانیمو د تجزیې کولو بټۍ جوړه کړي. په پام کې وه چې دغه بټۍ به په ۲۰۰۰ زکال کې پرانیستل شي، خو دغه پروژه د چینايي اړخ له خوا د متحده ایالاتو د فشارونو له امله د ۱۹۹۷ زکال په اکتوبر میاشت کې نیمګړې پرېښودل شوه. په ۲۰۰۰ زکال کې ایرانیانو د یورانیمو د تجزیې دغه پروژه د هغو نقشو پرمټ بشپړه کړه چې چینایانو ورته سپارلې وې او په دې سره یې د خپلې دغې پروژې د بشپړوالي راپور د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس ته وړاندې کړ. دغه تاسیسات د آراک په اټومي تاسیساتو کې د درنو اوبو د یو ریکټور لپاره د سون توکو په توګه د یورانیم اوکساید د برابرولو او همدارنګه د نطنز د بډایه کوونکو تاسیساتو لپاره د اړتیا وړ هګزافلوراید یورانیمو د چمتو کولو په موخه جوړ شول. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ایران استدلال کوي چې د خپلو پروګرامونو اړوند یې اطلاعات خپاره کړي له دې سره چې «په نږدې ټولو مواردو کې دغه هېواد د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس سره د خوندیتوب د هوکړې له مخې د هغو په افشا کولو موظف نه دی». ایران څرګندوي چې د خپلو باور رامنځته کوونکو اقداماتو په ځواب کې یې «د مقابل لوري څخه دروغینې ژمنې او پریمانه غوښتنې ترلاسه کړې» او همدارنګه اروپايي ټولنې «له هغوی سره په سادګۍ د اوږد مهاله او بې ګټې مذاکراتو غوښتنه لرله» څو ایران د سوله ییزې اټومي ټکنالوژۍ په برخه کې له خپل مسلم حق راوګرځوي. [۱۶][۱۷]

د منځني ختیځ لیدلوري[سمول]

د عربي نړۍ لیدلوري[سمول]

د دیپلماتیکو اسنادو خپرېدل[سمول]

په ۲۰۱۰ زکال کې خپرو شوو دیپلماتیکو اسنادو څرګنده کړه چې د سعودي عربستان او بحرین په څېر د فارس خلیج د یو شمېر هېوادونو چارواکو د ایران د اټومي پروګرام د درولو په موخه له پوځي برید ملاتړ کاوه. دغه دیپلماتیکو اسنادو څرګندوله چې د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله څو ځله له امریکایانو غوښتي و چې په ایران باندې برید وکړي او د هغو اټومي پروګرام له منځه یوسي؛ د هغه په خپله په خبره «د مار سر پرې کړي». اردني او بحریني چارواکي هم له نظامي اقدام څخه په ګټنې د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو غوښتونکي و، په داسې حال کې چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر مشرانو ایران، «شیطان» او «موجود ګواښ» بللی و چې پر باور یې دوی په جګړه کې ښکېل کوي. [۱۸][۱۹]

د دغو خپرو شوو دیپلماتیکو اسنادو څخه په یوه کې د بهرین پاچا حمد بن عیسی بن  سلمان آل خلیفه ویلي و چې د افغانستان او عراق د ستونزو سرچینه باید په ایران کې ولټول شي او زیاته کړې یې وه چې د ایران اټومي پروګرام باید ودرول شي، آن که چېرې نظامي اقدام ته اړتیا ولري. حمد څرګنده کړې وه چې «د هغو د پرېښودو ګواښ د هغو د درولو له ګواښ څخه زیات دی». [۲۰]

اسرائیلي لیدلوري[سمول]

یو شمېر اسرائیلي چارواکو په ښکاره بڼه د ایران اټومي پروګرام د اسرائیلو پر وړاندې «موجود ګواښ» باله او ټینګار یې کاوه چې د ایران پر وړاندې یې له ټولو لارو چارو څخه په کار اخیستو کې لاس خلاص دی. دغه ګواښ د هغه ګواښ سره پرتله کېده چې له هلوکاسټ وړاندې په اروپا کې یهودان ورسره مخ و. ورته مهال یو شمېر اسرائیلي چارواکو په خصوصي او یا هم څرګنده بڼه د ایران له اټومي پروګرام څخه دغه ډول توصیف رد کاوه. د اکونومېسټ ورځپاڼې په خبره «ګڼ شمېر اسرائیلي کارپوهان چې له خبرو سره لیوالتیا لري، د ایران د اټومي برید ګواښ ډیر لږ ارزوي».[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په ۲۰۱۷ زکال کې د موساد پخواني مرستیال، رام بن باراک څرګنده کړه چې دی «فکر نه کوي ایران دې له اټومي بم څخه ګټنه وکړي، خو په دې سره کولای شي ځان له بهرني فشار څخه خوندي وساتي. همدارنګه به په نړۍ کې بې ثباتي په داسې توګه خپره کړي چې د هغو له عواقبو څخه به اندېښمن هم نه وي». [۲۸]

د شمالي امریکا او اروپايي اتحادیي دریځ[سمول]

جي ۸ هېوادونه[سمول]

له ۲۰۰۳ زکال را وروسته هغه مهال چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د ایران د وړاندې نه اعلان شوو اټومي چارو اړوند څېړنې پیل کړې د جي ۸ هېوادونو ډلې (کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، روسیه، جاپان، بریتانیا او متحده ایالات) څو ځله د ایران د اټومي پروګرام اړوند خپلې اندېښنې څرګندې کړې. په ۲۰۰۳ زکال کې په فرانسې کې د جي ۸ هېوادونو په سر مشریزه غونډه کې دغو مشرانو وویل: «موږ به د ایران د اټومي پروګرام پرمختللې چارې له پامه وه نه غورځوو». په ۲۰۰۵ زکال کې د دغې ډلې مشران دې پایلې ته ورسېدل چې « اړینه ده ایران باید نړیوالې ټولنې ته عیني ضمانتونه وړاندې کړي او وښيي چې اټومي پروګرام یې یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی څو نړیوال باور رامنځته کړي».[۲۹][۳۰]

آسیایي دریځ[سمول]

د چین دریځ[سمول]

د ۲۰۱۲ زکال په جنوري میاشت کې د چین لومړي وزیر ون جیابائو په کلکه سره د ایران اټومي پروګرام وغانده او څرګنده یې کړه چې چین «په کلکه مخالف دی چې ایران دې خپل اټومي پروګرام پراخه کړي او اټومي وسلو ته دې لاسرسی ومومي»، ورته مهال ایران د دغې موضوع په غبرګون کې د هرمز تنګي د تړلو خبرداری ورکړ چې د ډیرو هېوادونو له خوا د یو متجاوزانه اقدام په توګه وګڼل شو. له ایران سره د سوداګریزو اړیکو اړوند، لومړي وزیر ون څرګنده کړه چې دغه معاملات له دیپلماتیکو معاملاتو جلا دي. [۳۱]

د جاپان دریځ[سمول]

د ۲۰۱۰ زکال په اګست میاشت کې جاپان په ایران باندې د هغو د اټومي پروګرام له امله یو لړ بندیزونه ولګول چې پر مټ یې له یو شمېر ایراني بانکونو سره د دغه هېواد معاملات منع شول او همدارنګه یې د انرژۍ په برخه کې پانګونې په نښه کړې. [۳۲][۳۳]

د هند دریځ[سمول]

له متحده ایالاتو سره د هند چټکو وده لرونکو اړیکو د هند د بهرنۍ پالیسۍ جوړونکي له ستونزمنو حالاتو سره مخ کړي. هند یو له هغو اټومي هېوادونو څخه دی چې د اټومي وسلو د نه پراختیا په تړون کې شامل نه دی، خو په خپل ګاونډ کې یې په اټومي وسلو باندې د سمبال یو هېواد د شتون له احتمال څخه اندېښنه څرګنده کړه. لومړي وزیر مانموهان سېنګ څرګنده کړه چې دی اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي سره مخالف دی. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

نور هېوادونه[سمول]

د ایران د اټومي انرژۍ د پروګرام سره د یو شمېر هېوادونو له مخالفت سربېره یو شمېر هېوادونو د ایران له اټومي پروګرام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دغو هېوادونو کې عراق، الجزایر او اندونیزیا شامل و. ترکیې هم د سوله ییزو چارو لپاره د ایران د اټومي انرژۍ له پروګرام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ؛ ورته مهال مصر د دغه کړکېچ لپاره د سوله ئیزې حل لارې غوښتنه وکړه. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم د ایران له خوا د لا روڼتیا غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې هېڅ داسې عیني شواهد شتون نه لري چې وښيي ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دی. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. Abulof, Uriel. 2014. "Revisiting Iran’s Nuclear Rationales." International Politics 51 (3):404–415.
  2. "World Politics Review". 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Iran and Nuclear Energy Archived 15 December 2010 at the Wayback Machine. Iran Virtual Library
  4. Roger Stern (2007). "The Iranian petroleum crisis and United States national security—PNAS". Proceedings of the National Academy of Sciences. 104 (1): 377–382. doi:10.1073/pnas.0603903104. PMC 1749323. PMID 17190820. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 27 March 2005 باندې). Past Arguments Don't Square With Current Iran Policy.
  6. Statement by H.E. Dr. M. Javad Zarif Permanent Representative of the Islamic Republic of Iran before the Security Council Archived 26 September 2012 at the Wayback Machine., 23 December 2006
  7. "IAEA INFCIRC657: Communication dated 12 September 2005, from the Permanent Mission of the Islamic Republic of Iran to the Agency" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. In official consultations with the Agency and member-states throughout the 1990s, Iran underlined its plan to acquire, for exclusively peaceful purposes, various aspects of nuclear technology, including fuel enrichment. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "U.S. in 1983 stopped IAEA from helping Iran make UF6" by Mark Hibbs, Nuclear Fuel, 4 August 2003, Vol. 28, No. 16; p. 12
  9. "Iran's not-so-hidden enrichment program" IranAffairs.com, 13 December 2007
  10. Government Mines Uranium For What It Calls Peaceful Nuclear Use, Monday, 10 February 2003 Archived 1 January 2010 at the Wayback Machine.
  11. John Pike. "Esfahan (Isfahan) Nuclear Technology Center". Globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. MERIA: Chinese Arms Exports to Iran, Volume 2, No. 2 – May 1998 Archived 29 February 2012 at the Wayback Machine.
  13. "Iran Nuclear Milestones". Iranwatch.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Andrew Koch; Jeanette Wolf (1998). "Iran's Nuclear Facilities: a Profile" (PDF). Center for Nonproliferation Studies. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. NTI Iran Profile, Nuclear Facilities. Archived 11 April 2010 at the Wayback Machine.
  16. "IAEA INFCIRC648: Communication dated August 1, 2005, received from the Permanent Mission of the Islamic Republic of Iran to the Agency" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "IAEA INFCIRC657: Communication dated 12 September 2005, from the Permanent Mission of the Islamic Republic of Iran to the Agency" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۰۹ باندې. In official consultations with the Agency and member-states throughout the 1990s, Iran underlined its plan to acquire, for exclusively peaceful purposes, various aspects of nuclear technology, including fuel enrichment. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wikileaks exposed Iran's weak foreign policies, says opposition, Ha'aretz, 12 December 2010
  19. (په 28 November 2010 باندې). Saudi Arabia urges US attack on Iran to stop nuclear programme. The Guardian.
  20. (په 28 November 2010 باندې). US embassy cables: Bahrain king says Iranian nuclear programme must be stopped. The Guardian.
  21. (په 14 January 2008 باندې). Olmert says "all options" open against Iran. Reuters
  22. "Iran Poses Dangerous Threat, Peres Tells ADL – ADL Press Release, May 9, 2005". Adl.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Goodman, Hirsh. "Hirsh Goodman: Israel has no margin for error when it comes to Iran". Archived 8 December 2011 at Bibliotheca Alexandrina National Post. 3 September 2011. 6 September 2011.
  24. Israel Defence Chief: Iran Not An Existential Threat, Reuters 17 September 2009
  25. Gidi Weitz (په 25 October 2007 باندې). Livni behind closed doors: Iran nukes pose little threat to Israel. Haaretz.
  26. (په 5 April 2009 باندې). Israel cannot be destroyed, says former Mossad chief. Ynetnews.com
  27. (په 19 July 2007 باندې). Bombs away.
  28. "Top Israeli Spy: Israel can no longer avoid making strategic choices - International news - Jerusalem Post". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Non Proliferation of Weapons of Mass Destruction: A G8 Declaration". G8.fr. 2 June 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "G-8 Action Plan on Nonproliferation". Georgewbush-whitehouse.archives.gov. 9 June 2004. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Wines, Michael (په 20 January 2012 باندې). China Leader Warns Iran Not to Make Nuclear Arms. The New York Times.
  32. "Japan imposes new Iran sanctions over nuclear programme". BBC News. 3 September 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Press Conference by Prime Minister Yoshihiko Noda". Prime Minister of Japan and his Cabinet. 13 January 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Praful Bidwai (په 10 February 2007 باندې). India-Iran Ties Jeopardized by US Threats. Antiwar.com
  35. (په 17 September 2005 باندې). India doesn't want Iran to become nuclear state. Daily Times.
  36. . India defends Iran nuclear vote, denies bowing to US pressure. Forbes.
  37. . India wants closer ties with Iran, despite nuclear vote. Khaleejtimes.com
  38. . India defends Iran nuclear vote, denies bowing to US pressure. Forbes.
  39. Subhash Vohra. "U.S. Concerns Over India-Iran Gas Pipeline". Voanews.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 26 May 2006 باندې). 'Every country has right' to nuclear technology, Zebari says. CNN
  41. (په 12 August 2008 باندې). Algeria Supports Iran's Pursuit of Nuclear Power, APS Says. Bloomberg
  42. "Indonesia backs Iran's claim of peaceful nuclear program". Spacewar.com. 10 May 2006. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 15 November 2005 باندې). Turkey supports Iran's nuclear program for peaceful means. Web.israelinsider.com
  44. (په 16 January 2008 باندې). Egypt, Turkey call for peaceful solution to Iranian nuclear dispute. Xinhua People's Daily
  45. (په 10 October 2007 باندې). Putin: no proof Iran is trying to make nuclear weapons. The Guardian.
  46. . Putin: Russia opposes force, sanctions on Iran. Haaretz.
  47. "Declining Support for Tough Measures against Iran's Nuclear Program: Global Poll March 11, 2008". Worldpublicopinion.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "2008 Arab Public Opinion Survey, Anwar Sadat Chair for Peace and Development, University of Maryland". Sadat.umd.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)