د ایران او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایران او متحده ایالاتو رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې د ۱۹۸۰ز کال د اپرېل له ۷مې نېټې راهیسې پرې شوې دي. د دې پر ځای پاکستان کار کوي، چې په متحده ایالاتو کې د ایران ځواک وساتي او له بلې خوا بیا سویس هغه هېواد دی چې د متحده ایالاتو ځواک په ایران کې ساتي. په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت هڅه کوي چې د ایران د ګټو لپاره تماسونه ولري او له بلې خوا په تهران کې د سویس سفارت د متحده ایالاتو د ګټو لپاره اړیکې ټینګوي. د ایران لوی مشر علي خامنه ‌يي د ۲۰۱۸ ز کال په اګست کې له متحده ایالاتو سره مستقیمې خبرې بندې کړې.[۱][۲][۳]

امریکایي ورځپاڼو په ۱۷۲۰ز کال کې د ایران ملاتړ کاوه، په تېره هغه مهال چې محمود هوتک په ۱۷۲۲ز کال کې د ایران پر ضد پاڅون کاوه. کله چې ایران په لوېدیځ کې د فارس په نوم پېژندل کېده؛ نو د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیل شوې. فارس ډېر احتیاط کاوه چې د لویې لوبې په وخت کې د بریتانیا او روسیې په استعماري ګټو کې استعمال نه شي، خو د دې برعکس یې په متحده ایالاتو ډېر باور درلود او دې هېواد ته یې د یوه باوري بهرني ځواک په سترګه کتل. تر دې چې د وخت د پاچا له خوا ځینو امریکایانو لکه ارتور ملسپو او مورګن شوستر ته د خزانې د جنرالۍ دنده ورکړل شوه. کله چې د دویمې نړیوالې جګړې وخت و؛ نو فارس د انګلستان او شوروي له خوا ونیول شو، دا دواړه د متحده ایالاتو متحدین وو، خو د جګړې تر پایه او د محمد مصدق د حکومت تر وروستیو کلونو هڅه وشوه چې مثبتې اړیکې روانې وساتل شي، خو د نوموړي حکومت د مرکزي استخباراتو د نمایندګۍ د یوې تنظیم شوې کودتا په وسیله ړنګ شو، په دې کودتا کې له دې نمایندګۍ سره ایم۶ مرسته کوله. د شاه محمد رضا پهلوي د رژیم پر وخت متحده ایالات د فارس له نږدې ملګرو نه و او دا هغه دوره وه چې دواړو هېوادونو نږدې اړیکې لرلې، خو په پای کې دا اړیکې له یو ډول ډراماټیک بدلون سره مخ شوې. کله چې په ۱۹۷۹ز کال کې په ایران کې انقلاب رامنځته شوه، تر دې وروسته دواړه هېوادونه یو له بل سره خلاف شول. [۴][۵][۶][۷][۸]

د دغو هېوادونو د اړیکو د سړېدو د لامل په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شوي دي. په ایراني تحلیلونو کې راغلي دي چې له یوې خوا د اسلامي انقلاب ترمنځ طبیعي او نه جبرانېدونکې شخړې او له بلې خوا د امریکا کبر او د نړیوال تسلط لېوالتیا هغه لاملونه وو، چې دا اړیکې یې سړې کړې. په نورو تحلیلونو کې د ایران اړتیا ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د کورني جبر په موخه یې د هغو ځواکونو پر وړاندې یوه پلمه وړاندې کړې چې د ډیموکراسي پلوي کوي او حکومت په هغې دایره کې راولي چې دوی ته ژمنه ده. د ایران د ۱۹۸۹ـ۸۱ز کال د نیولو کړکېچ، د اسلامي انقلاب له وخته د ایران د بشري حقونو پرلپسې سرغړونې، په منځني ختیځ کې ورځ تر بلې ډېرېدونکی نفوذ او د ایران اټومي پروګرام هغه لاملونه دي چې متحده ایالات ورته د اړیکو د خرابوالي په سترګه ګوري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

امریکا په ۱۹۹۵ز کال کې له ایران سره پر سوداګرۍ بندیز لګولی و. د اټومي تړون ( د عمل ګډ جامع پلان) په موخه د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۵ز کال کې د هغې بریالۍ مذاکرې مشري وکړه چې د IAEA د ډېرې مداخلې د تفتیشونو، د بډایه کولو د اندازې د محدودیتونو او په ۲۰۱۶ز کال کې د ډېرو بندېزونو په ګډون د ایران پر اټومي پروګرام محدودیتونه یې رانغاړل. په ۲۰۱۸ز کال کې د ټرمپ ادارې داسې فعالیتونه وکړل چې د ایران پر وړاندې « د لوړ فشار د کمپاین» په نامه مشهور شوي وو، د نوموړي اداره په یو اړخیز ډول له اټومي تړون نه ووته او پر ایران یې بندیزونه ولګول. د امریکا په ځواب کې ایران په تدریجي توګه خپلې ژمنې ماتولې او د JCPOA د بډایه کولو له اندازې هم وړاندې لاړ. ایران او امریکا دواړه دې ته نږدې شوي وو، چې په ۲۰۱۹ـ۲۰۲۱ز کلونو کې د فارس خلیج د کړکېچ پر مهال یو له بل سره شخړې وکړي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

بي بي سي په ۲۰۱۳ ز کال کې د نړیوالو خدمتونو یوه نظرپوښتنه ترسره کړه چې له مخې یې ۸۷٪ امریکایانو د ایران نفوذ ته په منفي نظر کتل او ۵٪ یې د ایران په اړه مثبت نظر درلود. د امریکایانو دا نظر په ټوله نړۍ کې د ایران په اړه ډېر منفي نظر دی. همداراز د ایرانیانو په اړه په څېړنو کې راغلي دي چې د امریکایانو په پرتله ایرانیان د امریکا د خلکو په تړاو ښه نظر لري، البته په دې نظر کې د امریکا حکومت شامل نه دی، بلکې د وګړو په اړه یې دا څېړنه شوې ده. په ۲۰۱۹ز کال کې ایران پول یوه سروې ترسره کړه چې په دې سروې کې ۸۶٪ ایرانیانو د امریکایانو په تړاو منفي او ۱۳٪ یې مثبت نظر درلود. په ټوله نړۍ کې نور هېوادونه د امریکا په تړاو دا ډول منفي نظر نه لري. په ۲۰۱۸ز کال کې یوه بله ټولپوښتنه شوې وه چې په هغې کې ۳۹٪ امریکایانو دا نظر وړاندې کړی و، چې بهرنی سیاست باید دې ته لومړیتوب ورکړي، څو د ایران واک او نفوذ محدود شي. کله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې موخې موجودې وي؛ نو دا وخت د اړیکو د ښه کېدو چانس ډېر وي، چې د عراق د جګړې پر مهال د سني وسلوالو شړل او د داعش پر وړاندې مداخله یې ښه بېلګه کېدای شي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لومړنۍ اړیکې[سمول]

کله چې د ایران پاچا ناصرالدین قاجار په ۱۸۵۶ز کال د ایران لومړی سفیر میرزا ابوالحسن واشنګټن ډي سي ته په رسمي توګه ولېږه؛ نو دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي اړیکې پیل شوې. متحده ایالاتو په ۱۸۸۳ز کال کې ایران ته خپل لومړی رسمي استازی ولېږه چې ساموېل جي ډبلیو بنیامین نومېده. په هر حال ویلی شو چې تر ۱۹۴۴ز کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نه وې رامنځته شوې.  په ۱۸۳۴ز کال کې د بهرنیو ماریتونو په موخه جسټین پرکینز او اساهیل ګرانټ هغه مامورین وو، چې د امریکا د کمېشنرانو بورډ له خوا ایران ته ولېږل شول. ایران په لومړي ځل میرزا ابوالحسن خان الچي کبیر امریکا ته د سفیر په توګه ولېږه. [۲۶]

په داسې حال کې چې امریکا د یوه باوري بهرني په توګه زیان ونه لید؛ نو دا لېوالتیا یې لږ وه چې د فارس په چارو کې دخیله اوسي. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته فارسیانو له امریکانو بیا غوښتنه وکړه چې د هغوی د مالي چارو د سمون لپاره ورسره مرسته وکړي. دا چې زورواکو خپلې شخصي ګټې لرلې؛ نو له همدې امله یې د پخوا په څېر له دې ماموریت سره هم مخالفت وښود، په پای کې یې کار نیمګړی پاتې شو. دې ته په کتو ایران تر دویمې نړیوالې جګړې پورې د امریکا په اړه کومه ځانګړې اندېښنه یا تعامل نه درلود. [۲۷]

د امریکا له حکومت سره په واشنګټن کې لومړي وزیر امیر کبیر هم اړیکې ونیولې، چې مشري یې ناصرالدین شاه کوله.  د ۱۹مې پېړۍ په پای کې یې له یوې امریکايي کمپنۍ سره د دې لپاره خبرې روانې کړې چې د فارس له خلیج نه تر تهران پورې د اورګاډي سیسټم جوړ کړي.

ایران او امریکا تر دویمې نړیوالۍ جګړې پورې ښې اړیکې لرلې. که پایلې ته راشو؛ نو وبه ګورو چې زیاتره ایرانیان امریکا ته د «درېیم ځواک» په توګه ګوري، دا لید یې امریکا ته له فارس نه د برتانیې او روسیې د تسلط د ختمولو د مبارزې له اړخه دی او دا د هغو ایرانیانو نظر دی چې د فارس له اساسي انقلاب سره یې خواخوږي لرله. د امریکا صنعتي او سوداګریزو مشرانو د دې ملاتړ کاوه چې د ایران اقتصاد عصري شي او له هېواد نه یې د برتانیې او روسیې نفوذ ختم کړي.

کلتوري اړیکې[سمول]

ایران او امریکا تر ۱۹۷۹ز کال پورې ښې اړیکې لرلې. د ایران ځینې پوهنتونونه؛ لکه د اصفهان د ټکنالوژۍ پوهنتون، پهلوي پوهنتون او د ټکنالوژۍ شریف پوهنتون په مستقیم ډول د شیکاګو د ټکنالوژۍ پوهنتون، پنسلوانیا پوهنتون او ایم ايي ټي امریکايي پوهنتونونو په څېر جوړ شوي وو. د ایران پاچا به امریکايي پوهنتونونو ته ډېرې ډالۍ ورکولې چې ښې بېلګې یې دا دي: د جورج واشنګټن پوهنتون ته یې د دې لپاره یو میلیون ډالر ورکړل چې د ایراني مطالعاتو پروګرام جوړ کړي او د جنوبي کالیفورنیا پوهنتون ته یې د پټرولیم انجینرۍ په برخه کې یوه څوکۍ ورکړه. [۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Interests Section of the Islamic Republic of Iran". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Embassy of Switzerland in Iran – Foreign Interests Section, Swiss Federal Department of Foreign Affairs (page visited on 4 April 2015).
  3. . Iran's Khamenei bans holding direct talks with United States: TV. Reuters
  4. Ghazvinian, John (2020). America and Iran: A History, 1720 to the Present. London: Oneworld Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78607-947-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jenkins, Philip (2006). Decade of Nightmares: The End of the Sixties and the Making of Eighties America: The End of the Sixties and the Making of Eighties America p. 153. Oxford University Press, US. کينډۍ:ISBN
  6. Little, Douglas (2009). American Orientalism: The United States and the Middle East since 1945. p. 145. Univ of North Carolina Press. کينډۍ:ISBN
  7. Murray, Donette (2009). US Foreign Policy and Iran: American–Iranian Relations Since the Islamic Revolution p. 8. Routledge. کينډۍ:ISBN
  8. Bayor, Ronald H. (2011). Multicultural America: An Encyclopedia of the Newest Americans (Vol. 2). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 1097. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313357862. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Q&A With the Head of Iran's New America's Desk online.wsj.com April 1, 2009
  10. Reading Khamenei: The World View of Iran's Most Powerful Leader, by Karim Sadjadpour March 2008 p. 20

    It is natural that our Islamic system should be viewed as an enemy and an intolerable rival by such an oppressive power as the United States, which is trying to establish a global dictatorship and further its own interests by dominating other nations and trampling on their rights. It is also clear that the conflict and confrontation between the two is something natural and unavoidable. [Address by Ali Khamenei, the Supreme Leader of Iran, to students at Shahid Beheshti University, May 12, 2003]

  11. The New Republic, Charm Offensive, by Laura Secor, April 1, 2009

    To give up this trump card—the non-relationship with the United States, the easy evocation of an external bogeyman—would be costly for the Iranian leadership. It would be a Gorbachevian signal that the revolution is entering a dramatically new phase—one Iran's leaders cannot be certain of surviving in power.

  12. (په 2019-11-07 باندې). Iran's network of influence in Mid-East 'growing'.
  13. "The Iranian Hostage Crisis - Short History - Department History - Office of the Historian". history.state.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "History of Iran: Islamic Revolution of 1979". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Akbar E. Torbat, Politics of Oil and Nuclear Technology in Iran, Palgrave MacMillan, 2020,
  16. "Iran Complies With Nuclear Deal; Sanctions Are Lifted". The New York Times. 17 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "With Iran Nuclear Deal Implemented, What Happens Next?". The New York Times. 17 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Failure of U.S. "Maximum Pressure" against Iran". Crisis Group (په انګلیسي ژبه کي). 2021-03-08. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "IAEA confirms Iran has started enriching uranium to 60% purity". Reuters. 2021-04-17. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "2013 World Service Poll" (PDF). BBC News. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Shahghasemi, E., Heisey, D. R., & Mirani, G. (October 1, 2011). "How do Iranians and U.S. Citizens perceive each other: A systematic review." Journal of Intercultural Communication, 27.
  22. Shahghasemi, E., & Heisey, D. R. (January 1, 2009). "The Cross-Cultural Schemata of Iranian-American People Toward Each Other: A Qualitative Approach." Intercultural Communication Studies, 18, 1, 143–160.
  23. "Iranian Public Opinion Under 'Maximum Pressure'". IranPoll. October 15, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "U.S. Foreign Policy Views by Political Party". Pew Research Center for the People and the Press. 29 November 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. The Middle East and North Africa 2003, eur, 363, 2002
  26. The Middle East and the United States: A Historical and Political Reassessment, David W. Lesch, 2003, کينډۍ:ISBN, p. 52
  27. Alexander, Yonah (1980). The United States and Iran: a documented history. Aletheia Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0890933787. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Trends by Region: Middle East and Penn's Global Engagement, University of Pennsylvania University Archives". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Exporting MIT. Stuart W. Leslie and Robert Kargon. Osiris, vol. 21 (2006), pp. 110–30 doi:10.1086/507138