د اوو ډله
د اوو ډله (G7) د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده ایالاتو څخه جوړه شوې د دولتونو تر منځ ټولنه ده. پر دې سربېره يې اروپايي ټولنه یو نامشخصه غړې ده. غړې يې د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) پرمختللي لوی اقتصادونه او ليبرال دیموکراسۍ دي؛ دا ډله په رسمي ډول د ګډو ارزښتونو د ټولپالنې او استازي دولت پر محور رامنځته شوې. تر ۲۰۲۰ کال يورې د ډلې ټولیز حسابونو د خالصې نړيوالې شمتنۍ ۵۰ سلنه (چې ۴۱۸ تریلیونه ډالره ده)، د داخلي نړیوال ناخالص تولید ۳۲ تر ۴۶ سلنه او نږدې ۷۷۰ میلیونه کسان یا د نړۍ د نفوس ۱۰ سلنه برخه جوړوله. غړي يې په نړیوالو چارو کې ستر قدرتونه دي او نږدې متقابلې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، حقوقي، چاپېریالي، پوځي، مذهبي او ديپلوماتیکې اړیکې لري. تر انګلستان وروسته له ۲۰۲۲ کال راهیسې جرمني د جي ۷ دورهيي ریاست پر غاړه واخیست.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
جي ۷ په ۱۹۷۳ کال کې د مالیې د وزیرانو له یوې لنډمهالې ناستې څخه سرچینه اخلي، له هغه مهال راهیسې د مهمو نړیوالو مسائلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، امنیت، اقتصاد او د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د حل لارو او همغږۍ لپاره د بحثونو د یو رسمي او پخواني ځای په توګه پېژندل کېږي. د دولت رییس یا د هر غړي هېواد د د دولت رییس په کلني ډول د کمیسیون له رییس او د اروپا اتحاديې د شورا له رییس سره د جي ۷ په سر مشریزه غونډه کې سره ګوري. د جي ۷ او اروپا اتحاديې (EU) ګڼ نور لوړپوړي چارواکي د کال په بهیر کې له یو بل سره ویني. د ګنو نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي غالباً د مېلمنو په توګه بلل کېږي او روسیه له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۱۴ پورې (د اته ډلې/جي ۸ د یوې برخې په توګه) رسمي غړې وه.[۷]
جي ۷ د یو تړون پر بنسټ نه دی او دایمي دارلنشا یا دفتر نه لري. ریاست یې په کلني ډول د غړو هېوادونو تر منځ په دوراني توګه مخته وړل کېږي او د دولت رییس د ډلې لومړیتوبونه تعینوي او د سرمشریزو غونډو د تنظیم او جوړونې کوربه وي. حال دا چې بنسټیزه یا قانوني مبنا نه لري، جي ۷ د پاموړ نړيوال نفوذ په توګه بلل کېږي؛ دې ډلې د څو مهمو نړیوالو نوښتونو لکه د HIV/AIDS د نړیوالې پراختیا پر وړاندې مبارزه، د ودې پر حال هېوادونو ته د مالي مرستو وړاندې کول او په ۲۰۱۵ کال کې يې د پاریس تړون له لارې د اقلیمي بدلونونومشري کړې. دا ډله د خپل محدود او منسوخ غړیتوب، محدود نړیوال استازيتوب، او نه اغېزمنتوب له امله له نیوکو سره مخ شوې. د نړیوالکېدلو ضد سازمان چې تر ډېره په غونډو کې نیوکې کوي هم له یادې ډلې سره مخالفت کړی.[۸][۹]
تاريخ
[سمول]منشأ/ سرچینې
[سمول]د شتمنې نړۍ لویوصنعتي هېوادونو ته د د یوې ټولنې د رامنځته کولو مفهوم د لومړي ځل لپاره د تېلو تر کړکېچ مخکې په ۱۹۷۳ کال کې راڅرګند شو. د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۲۵مه جورج شالټز د متحده ایالاتو د خزانهدارۍ منشي د متحده ایالاتو په واشنګټن ډي سي کې تر راتلونکې جوړېدونکې غونډې مخکې د لویدیځ جرمني (هېلموټ شمېت)، فرانسې (والري ژیسکا ډېسټانګ) او بریتانیې (انټوني باربېر) د مالیې له وزیرانو سره یوه غیر رسمي غونډه جوړه کړه. ولسمشر ريچارډ سپینه ماڼۍ د غونډې د پیل ځای په توګه وړاندیز کړه او ورپسې غونډه د سپېنې ماڼۍ د ځمکني پوړ په کتابتون کې ترسره شوه؛ په پای کې اصلي څلور کسیزه ډله د «کتابتون د ډلې» په توګه وپېژندل شوه. د ۱۹۷۳ کال په منځنۍ برخه کې د پیسو د نړیوال صندوق په پسرلنۍ غونډه کې شالټز د جاپان د ورزیاتولو وړاندیز وکړ چې ټولو غړو ومانه. د متحده ایالاتو، بریتانیا، جاپان، لویديځ جرمني او فرانسې د لوړپوړو مالي چارواکو غیر رسمي راغونډېدنې د «پنځو د ډلې/جي ۵» په توګه وپېژندل شوې.[۱۰][۱۱][۱۲]
په ۱۹۷۴ کال کې پنځه واړه غړي په مشرتابه کې له ناڅاپي او ستونزمنو بدلونونو سره مخ شول. د فرانسې ولسمشر جیورجز پامپېډیو په ناڅاپي توګه ومړ، چې د ریاست لپاره د تازه ټاکنو لامل شو چې والري جېسکارډ ډیسټنګ يې ګټونکی شو. د جرمني صدراعظم ويلي برانټ، د امریکا ولسمشر ریچارډ نېکسون او د جاپان لومړي وزیر کاکويي تاناکا ټولو د رسوايۍ له امله استعفا ورکړه. په بریتانیا کې معلقې ټاکنې د لږکیو د دولت رامنځته کولو لامل شوې چې وروستۍ بې ثباتي يې په همهغه کال کې د نورو ټاکنو لامل شوې. په پایله کې د نېکسون ځایناستي جېرالډ فورډ په راتلونکي کال کې د ډلې د نویو مشرانو لپاره د شاتګ وړاندیز وکړ تر څو د یو بل په اړه څه زدهکړي.
لومړۍ سرمشریزه غونډه او پراختیا
[سمول]د ګېسکارډ او د هغه جرمني سیال هلموت شمېت په نوښت د ۱۹۷۵ کال په نوامبر کې فرانسه د یوې درې ورځنۍ ناستې شاهده وه چې د پنځه ډلې سربېره يې ايټالیا ته هم بلنه ورکړې وه او د «شپږو ډله» (جی ۶) یې جوړه کړه. دا غونډه په شاتیو ډي رامبولېیت کې ترسره شوه، چې د تېلو د کړکيچ، د ووډز برېټون سیستم سقوط او روان نړیوال رکود په ګډون يې پر څو مهمو اقتصادي موضوعات بحث وکړ. پایله یې د رامبولېت اعلامیې په نوم ۱۵ مادې وې چې د ګنو نورو موقفونو تر څنګ د ازادې سوداګرۍ، په ورو ورو د اتومي وسلو د بې وسلې کولو پلويتوب، د مخ پر ودې هېوادونو سره مرسته او ختيځ بلوک ته د نږدې کېدلو لپاره يې د دې ډلې واحده ژمنتیا اعلام کړه. غړو هېوادونو د راتلونکو غونډو لپاره هم چې هر کال په منظم ډول تر سره کېږي برنامې جوړې کړې.[۱۳][۱۴][۱۵]
په ۱۹۷۶ کال کې د بریتانیا لومړي وزیر هارولډ وېلسون، چې د جي ۶ په سرمشریزه غونډه کې يې د لومړي ځل لپاره ګډون کړی و له خپل موقف څخه يې استعفا وکړه؛ شمېت او فورد فکر وکړ چې دا ډله یو انګریزي ژبي ته چې سیاسي تجربه ولري ډېره اړتیا لري او پېير ټروډو ته یې بلنه ورکړه چې اته کاله د کاناډا لومړی وزیر و او د جي ۶ هر غړي هېواد د مشرانو په پرتله د پام وړ اوږدمهال لپاره وزیر پاتې شوی و. کاناډا هم تر جي ۶ غړو وروسته ستر پرمختللی اقتصادي ځواک و. سرمشریزه غونډه د همهغه کال په وروستیو کې د پورتوريکو په ډوراډو کې ترسره شوه چې د اوسنۍ اووه ډلې (جي ۷) لومړنۍ ناسته وه.[۱۶]
په ۱۹۷۷ کال کې بریتانیا چې په همدې کال کې د سرمشریزې غونډې کوربنه وه د اروپايي اقتصادونو کميټې ته بلنه ورکړه چې د جي ۷ په ټولو سرمشریزو غونډو کې ګډون وکړي؛ په ۱۹۸۱ کال کې پيل شوې چې د اروپا د کمسیون رییس او د هغه هېواد د مشر له لارې چې د اروپايي ټولنې د شورا ریاست يې پرغاړه و په هره غونډه کې ګډون کاوه. له ۲۰۰۹ کال راهیسې د اروپا اتحاديې د نوې رامنځته شوې شورا رییس هم په منظم ډول په سرمشریزو غونډو کې ګډون کوي چې له هېواده بهر د اتحادیې د اصلي رییس په توګه خدمت کوي.[۱۷]
ډېرېدونکی پروفایل
[سمول]په ۱۹۸۵ کال کې د پلازا تړون (Plaza Accord) تر لاسلیک پورې د اووه ډلې د ماليې د وزیرانو تر منځ غونډو ته عامو لاسرسی نه درلود. دا پرېکړهلیک چې یوازې پنځه اصلي غړي پهکې شامل وو تر نهايي کېدو یوه ورځ مخکې اعلان شو چې په دوام يې یوه رسمي اعلامیه هم ورکړل شوه. ۱۹۸۰مه لسیزه هم د جي ۷ لپاره د پراخو انديښنو ښکارندویه وه چې له لویو اقتصادي مسائلو ورپورته د نړوال امنیت او نښتې په اړه وه. د مثال په ډول د عراق او ايران او د شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د روانو نښتو لپاره د حللارې په لټه وه.[۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Report for Selected Countries Subjects". www.imf.org.
- ↑ "World Economic Outlook Database". International Monetary Fund. imf.org. October 2017. Major Advanced Economies (G7).
- ↑ "What is the G7?". G7 UK Presidency 2021 (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 12 June 2021.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Global Wealth Databook 2021" (PDF). Credit Suisse. credit-suisse.com. 2021. Table 4-1. p. 130. بياځلي په 20 December 2021.
- ↑ "The G7: Frequently Asked Questions". France Diplomacy – Ministry for Europe and Foreign Affairs. 26 August 2019. بياځلي په 12 June 2021.
- ↑ Reuters (1 January 2022). "Germany wants G7 finance ministers to focus on recovery, climate protection". Reuters (in انګليسي). بياځلي په 2 January 2022.
{{cite news}}
:|last=
has generic name (help) - ↑ Paul LeBlanc (11 June 2021). "What is the G7, and what power does it hold?". CNN. بياځلي په 12 June 2021.
- ↑ Shear, Michael D. (11 June 2021). "G7 News: A Return to Face-to-Face Diplomacy". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 12 June 2021.
- ↑ "What are the G7 and the G8?". www.g8.utoronto.ca. بياځلي په 12 June 2021.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Shultz, George P. (1993). Turmoil and Triumph: My Years as Secretary of State. p. 148. ISBN 0-684-19325-6.
- ↑ Bayne, Nicholas; Putnam, Robert D. (2000). Hanging in There. Ashgate Pub Ltd. 230 pages. ISBN 075461185X. p. 20.
- ↑ Farnsworth, Clyde H. (8 May 1977). "A Secret Society of Finance Ministers," New York Times.
- ↑ "G7 summit | The history of the G7". www.g7germany.de. بياځلي په 13 June 2021.
- ↑ "Evian summit – Questions about the G8". Ministère des Affaires étrangères, Paris. خوندي شوی له the original on 20 April 2011. بياځلي په 18 March 2011.
- ↑ "MOFA: Rambouillet Summit – Declaration of Rambouillet". www.mofa.go.jp. بياځلي په 13 June 2021.
- ↑ The Canadian Encyclopedia – Canada and the G8 G8: The Most Exclusive Club in the World, Thomas S. Axworthy, The Canadian Encyclopedia, Historica Foundation of Canada, Toronto, Undated. Retrieved 23 July 2015.
- ↑ "EU and the G8". European Union. خوندي شوی له the original on 26 December 2007. بياځلي په 17 July 2006.
- ↑ Schaefer, Robert K (2005). "Dollar Devaluations". Understanding Globalization: The Social Consequences of Political, Economic, and Environmental Change. Rowman and Littlefield. p. 346.