د اوبو کمښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوبو کړکېچ د اوبو د معياري غوښتنې د پوره کولو په موخه د تازه اوبو سرچينو کمښت دی. د اوبو د کمښت دوه ډولونه پېژندل شوي دي چې د فزيکي او اقتصادي اوبو کمښت دي. د اوبو فزيکي کمښت دا دی چې په ګټور ډول د ايکوسيستم د دندې تر سره کولو په موخه د اړينو اوبو په ګډون د ټولو غوښتنو د پوره کولو لپاره پوره (کافي) اوبه نه وي. وچې سيمې (لکه مرکزي او لويديځه اسيا او شمالي افريقا) زياتره د فزيکي اوبو له کمښت نه کړېږي. له بله اړخه د اقتصادي اوبو کمښت د ساختمان يا ټيکنالوژي په برخو کې له سيندونو، aquifers يا د اوبو له نورو سرچينو نه د اوبو د تر لاسه کولو په موخه د لږې پانګې اچونې يا د اوبو د غوښتنې پوره کولو (راضي کولو) په موخه د ناکافي انساني وړتيا له امله دی. د افريقا د فرعي دښتو زياته برخه د اقتصادي اوبو کمښت په واسطه مشخص شوې ده. [۱][۲]

د نړيوالو اوبو د کمښت شتون د تازه اوبو د غوښتنې او د اوبو د شتون تر منځ جغرافيوي او حرارتي نامطابقت دی. په نړيواله کچه او پر يو کلني بنسټ د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کافي تازه اوبه شته، مګر د اوبو د غوښتنې او شتون فضايي او حرارتي بدلونونه پراخ دي، چې د کال په معلومو وختونو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د فزيکي اوبو کمښت ته لاره هواروي. د اوبو لپاره د نړيوالې غوښتنې لوړېدلو لپاره اصلي چلوونکي قوې د نړۍ د نفوسو زياتېدل، د ژوند معيارونو وده، د مصرف د نمونو بدلون (لکه: د زياتو حیواني توليداتو پر لور د خوړو يا غذايي رژيم بدلون) او د خړوب شوې کرنې پراختيا دي. د اقليم بدلون (د وچکالۍ او سيلابونو په ګډون)، د ځنګلونو پرې کول، د اوبو زياته شوې ککړتيا او د اوبو له ضايعاتو نه ډکه ګټه اخيستنه د اوبو د ناکافي وړاندې کوونې سبب کېدلی شي. کمښت د طبيعي هايدرولوژيک بدلون د پايلې په توګه وخت په وخت توپير کوي، مګر د اقتصادي کړنلارې د غالب کېدنې، پلان جوړونې او مديريتي لارو د دندې په توګه ان يو څه زيات توپير کوي. کمښت نه تمه کېدلی شي چې د اقتصادي پرمختګ په زياتو بڼو سره پياوړې کړي، مګر که چېرې په سمه توګه وپېژندل شي، د اوبو د کمښت زيات سببونه اټکل کېدلی شي، مخنيوی يې کېدلی او لږېدلی شي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د اوبو د کمښت ارزونې د شنو اوبو (د خاورې لندبل)، د اوبو کيفيت، د چاپېريالي بهير د غوښتنو، نړيوالتوب او د اوبو د سوداګرۍ په اړه د معلوماتو ترکيبولو ته اړتيا لري. د هايدرولوژيکي، د اوبو د کيفيت، د اوبو د ايکوسيستم پوهې او د ټولنيزې پوهې ټولنو تر منځ د اوبو کمښت د ارزونې په برخه کې مرستې ته اړتيا ده. د «اوبو فشار» د يو پاراميتر په توګه د اوبو کمښت د انداره کولو په موخه (لکه د پرله پسې پرمختګ د ۶ موخې په برخه کې) کارول کېږي. د نړۍ د نفوسو دوه پر درې برخه (۴ ميليونه وګړي) لږ تر لږه د کال په يوه مياشت کې د اوبو د سخت کمښت تر حالتونو لاندې ژوند کوي. په نړۍ کې نيم بيليون وګړي د ټول کال په جريان کې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ کېږي. د نړۍ د تر ټولو پراخو ښارونو نيمايي برخه د اوبو کمښت ازمايي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د اوبو کمښت د کمولو اختيارونه د عرضې او غوښتنې د برخې مديريت، د هېوادونو تر منځ مرستې، د اوبو ساتنه (د اوبو د ککړتيا د مخنيوي په ګډون)، د کارونې وړ اوبو د سرچينو پراخول (د ضايع شوو اوبو د بيا کارونې يا له مالګينو اوبو نه د منرالي برخو د لرې کولو د پړاو په واسطه) او د اصلي اوبو سوداګري دي.

پېژندنې[سمول]

د «اوبو کمښت»، د «اوبو فشار» او د «اوبو خطر» لپاره بېلابېلې پېژندنې دي، چې په ادبياتو کې ورته شوي دي او د همدې له امله په ۲۰۱۴ ز کې د CEO Water Mandate [د اوبو د قيموميت اجرائيه رئيس] له خوا يوه همغږي وړانديز شوې ده. دوی د خپل بحث په مقاله کې وايي چې يادې درې اصطلاحګانې بايد په متبادل ډول ونه کارول شي. [۱۵]

د اوبو کمښت[سمول]

د اوبو کمښت د تازه اوبو سرچينو د حجمي پراخوالي يا د هغې د کمښت په توګه پېژندل شوی دی او فکر کېږي، چې د انسان په واسطه دې پرمختلونکی وي. [اصلي سبب يې انسان دی]. دې ته د اوبو فزيکي کمښت هم وايي. د چاپيريالي اوبو غوښتنې ځيني وختونه د اوبو د کمښت په پېژندنو کې ګډيږي، مګر دې ته رسېدل له يوه سازمانه تر بله توپير لري. [۱۵]

د اوبو فشار[سمول]

ځيني سازمانونه د «اوبو فشار» د يو پراخ مفهوم په توګه راپېژني. د هغې پېژند له مخې د اوبو فشار کېدای شي د اوبو د شتون اړخونه، د اوبو کيفيت او د اوبو لاسرسی راونغاړي. وروستی پېژاند د شته ساختمان او دې پورې تړلی دی، چې ايا پېرېدونکي د اوبو لپاره اداينه زغملی شي که نه. دا د ځينو نورو له خوا د اقتصادي اوبو کمښت نومول شوی دی. [۱۶]

د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د اوبو فشار د اوبو کمښت د نښو په توګه راپېژني. دا ډول نښې د اوبو محدوديتونه، د ګټې اخيستونو تر منځ د اوبو نابرابري، د اوبو لپاره د سيالۍ او د خدمت معيارونو کمېدل کېدلی شي. دا د اوبو فشار شاخصونو په يوې لړۍ سره اندازه کېږي. [۱۷]

د اوبو فشار يو بل پېژند دا دی: «د اوبو کمښت د اوبو د شتون اړوند د زياتې کارونې اغېزې (له اوبو لاس اخيستنه يا مصرف) ته ورګرځي. د اوبو فشار د همدې له امله د «غوښتنې پر بنسټ کمښت» په توګه په پام کې نيول کېږي. [۱۸]

اړوند مفهومونه[سمول]

د اوبو ګواښ[سمول]

«د اوبو ګواښ» د «د يوه موجود امکان چې د اوبو اړوند ګواښ تجربه کوي، (لکه: د اوبو کمښت، د اوبو فشار، سيلاب راتلل، د زېربنا ويجاړېدل، وچکالي)». د اوبو ګواښ په سرچپه ډول د اوبو له خونديتوب سره اړيکه لري؛ په دې معنا: هر څومره چې د اوبو ګواښ زياتېږي، د اوبو خونديتوب کمېږي. د اوبو ګواښ پېچلی او ګڼ اړخيز دی. دا له طبيعي آفتونو نه ګواښونه لکه سيلاب راتلل او وچکالي رانغاړي، چې د زېربنا پاتې والي او تر ټولو بدې لوږې ته لاره هوارولی شي. کله چې دا ګواښونه وموندل شي شي، د اوبو په کمښت کې پايله لري. [۱۹][۲۰]

د اوبو ګواښ بالقوه اقتصادي اغېزې مهمې دي. ټول صنعتونه، لکه: خواړه او څښاک، کرنه، غوړي او ګاز، د هوساينې خدمتونه او نيمه هادي جسمونه او صنعتونه د اوبو ګواښ له امله ګواښل شوي دي. کرنه د نړۍ د تازه اوبو ٪۶۹ مصرفوي، چې د اوبو د فشار په برخه کې صنعت په خورا زيات ډول زيانمنونکې کوي. مالي برخه د اوبو د ګواښ د بالقوه اغېزو او د مناسب مديريت لپاره د اړتيا په اړه يو څه زياته اګاه کېږي. تر ۲۰۲۵ ز پورې تر مديريت لاندې ارزونو کې ۱۴۵ ترېليون ډالر اټکل شوي دي، چې د اوبو د ګواښ برخه کې رابرسېره شي. [۲۱][۲۲]

د اوبو ګواښ له کمولو سره د مرستې کولو لپاره شرکتونه د اوبو ګواښ مديريتي پلانونه جوړولی شي. دا پلانونه د شرکت د چاپېريالي، ټولنيزې او حکومت لرلو کړنو او د اوبو ګواښ د اندازه کولو او د اوبو ګواښ په مديريت کې د مشرانو د مشخص کولو په موخه د مالي مارکېټونو له خوا کارول کېږي. د نړيوالو سرچينو انسټيټيوټ (World Resources Institute) د ګواښ ارزونې او اوبو مديريت لپاره د aqueduct په نوم يو پرليکه د اوبو معلوماتو پل سټه (Platform) هم جوړ کړ. د چين اوبو ګواښ (China Water Risk) په چين کې د اوبو ګواښ باندې د پوهېدلو او مديريت ته يو ناانتفاعي وقف شوې اداره ده. د نړۍ د ژوو صندوق د اوبو ګواښ يو چاڼ (Water Risk Filter) لري، چې له شرکتونو سره د ۲۰۳۰ زاو ۲۰۵۰ ز کالونو لپاره په نندارو سره د اوبو ګواښ په ارزونه او پر وړاندې يې غبرګون کې مرسته کوي. د نړۍ د ژوي ژوند صندوق له DWS سره هم مل شوی دی، چې د اوبو د متمرکزې پانګې اچونې د صندقونو په ګډون د اوبو ګواښ په اړه اضافي سوداګريزې حل لارې برابروي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د اوبو خونديتوب[سمول]

د اوبو خونديتوب د «د روغتيا، معيشت او توليد لپاره د اوبو د منلو وړ کميت او کيفيت د باور وړ شتون، چې د اوبو اړوند ګواښونو په يوې د منلو وړ کچې سره جوړه شوی وي» په توګه راپېژندل شوی دی. دا په هغه کچه درک شوی دی، چې د اوبو کمښت نه شته (ناموجود دی) يا لږ شوی يا له منځه تللی دی او هغه درجه چې سيلابونه او د تازه اوبو د ککړېدنې عرضې نه ګواښوونکي دي. د اوبو خونديتوب په يوه سيمه کې د خلکو د ژوند په کيفيت کې د اوبو د ارزښت له امله د هميشني پرمختګ د يوې اړتيا اوسېدلو په توګه په پام کې نيول کېږي.

سرچینې[سمول]

  1. Rijsberman, Frank R. (2006). "Water scarcity: Fact or fiction?". Agricultural Water Management (په انګلیسي ژبه کي). 80 (1–3): 5–22. doi:10.1016/j.agwat.2005.07.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. IWMI (2007) Water for Food, Water for Life: A Comprehensive Assessment of Water Management in Agriculture. London: Earthscan, and Colombo: International Water Management Institute.
  3. S. L. Postel, G. C. Daily, P. R. Ehrlich, Human appropriation of renewable fresh water. Science 271, 785–788 (1996).https://www.science.org/doi/10.1126/science.271.5250.785
  4. H. H. G. Savenije, Water scarcity indicators; the deception of the numbers. Physics and Chemistry of the Earth B 25, 199–204 (2000).
  5. Mekonnen, Mesfin M.; Hoekstra, Arjen Y. (2016). "Four billion people facing severe water scarcity". Science Advances (په انګلیسي ژبه کي). 2 (2): e1500323. Bibcode:2016SciA....2E0323M. doi:10.1126/sciadv.1500323. ISSN 2375-2548. PMC 4758739. PMID 26933676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Liu, Junguo; Yang, Hong; Gosling, Simon N.; Kummu, Matti; Flörke, Martina; Pfister, Stephan; Hanasaki, Naota; Wada, Yoshihide; Zhang, Xinxin; Zheng, Chunmiao; Alcamo, Joseph (2017). "Water scarcity assessments in the past, present, and future: REVIEW ON WATER SCARCITY ASSESSMENT". Earth's Future (په انګلیسي ژبه کي). 5 (6): 545–559. doi:10.1002/2016EF000518. PMC 6204262. PMID 30377623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vorosmarty, C. J. (2000-07-14). "Global Water Resources: Vulnerability from Climate Change and Population Growth". Science. 289 (5477): 284–288. Bibcode:2000Sci...289..284V. doi:10.1126/science.289.5477.284. PMID 10894773. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ercin, A. Ertug; Hoekstra, Arjen Y. (2014). "Water footprint scenarios for 2050: A global analysis". Environment International (په انګلیسي ژبه کي). 64: 71–82. doi:10.1016/j.envint.2013.11.019. PMID 24374780. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Water Scarcity. Threats". WWF. 2013. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Coping with water scarcity. An action framework for agriculture and food stress" (PDF). Food and Agriculture Organization of the United Nations. 2012. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 3.0 IGO (CC BY 3.0 IGO) license.
  11. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  12. "How do we prevent today's water crisis becoming tomorrow's catastrophe?". World Economic Forum. 23 March 2017. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mekonnen, Mesfin M.; Hoekstra, Arjen Y. (2016). "Four billion people facing severe water scarcity". Science Advances (په انګلیسي ژبه کي). 2 (2): e1500323. Bibcode:2016SciA....2E0323M. doi:10.1126/sciadv.1500323. ISSN 2375-2548. PMC 4758739. PMID 26933676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Liu, Junguo; Yang, Hong; Gosling, Simon N.; Kummu, Matti; Flörke, Martina; Pfister, Stephan; Hanasaki, Naota; Wada, Yoshihide; Zhang, Xinxin; Zheng, Chunmiao; Alcamo, Joseph (2017). "Water scarcity assessments in the past, present, and future: REVIEW ON WATER SCARCITY ASSESSMENT". Earth's Future (په انګلیسي ژبه کي). 5 (6): 545–559. doi:10.1002/2016EF000518. PMC 6204262. PMID 30377623. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ The CEO Water Mandate (2014) Driving Harmonization of Water-Related Terminology, Discussion Paper September 2014. Alliance for Water Stewardship, Ceres, CDP (formerly the Carbon Disclosure Project), The Nature Conservancy, Pacific Institute, Water Footprint Network, World Resources Institute, and WWF
  16. The CEO Water Mandate (2014) Driving Harmonization of Water-Related Terminology, Discussion Paper September 2014. Alliance for Water Stewardship, Ceres, CDP (formerly the Carbon Disclosure Project), The Nature Conservancy, Pacific Institute, Water Footprint Network, World Resources Institute, and WWF
  17. "Coping with water scarcity. An action framework for agriculture and food stress" (PDF). Food and Agriculture Organization of the United Nations. 2012. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 3.0 IGO (CC BY 3.0 IGO) license.
  18. Kummu, M.; Guillaume, J. H. A.; de Moel, H.; Eisner, S.; Flörke, M.; Porkka, M.; Siebert, S.; Veldkamp, T. I. E.; Ward, P. J. (2016). "The world's road to water scarcity: shortage and stress in the 20th century and pathways towards sustainability". Scientific Reports (په انګلیسي ژبه کي). 6 (1): 38495. Bibcode:2016NatSR...638495K. doi:10.1038/srep38495. ISSN 2045-2322. PMC 5146931. PMID 27934888. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bonnafous, Luc; Lall, Upmanu; Siegel, Jason (2017-04-19). "A water risk index for portfolio exposure to climatic extremes: conceptualization and an application to the mining industry". Hydrology and Earth System Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 21 (4): 2075–2106. Bibcode:2017HESS...21.2075B. doi:10.5194/hess-21-2075-2017. ISSN 1607-7938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. The CEO Water Mandate (2014) Driving Harmonization of Water-Related Terminology, Discussion Paper September 2014. Alliance for Water Stewardship, Ceres, CDP (formerly the Carbon Disclosure Project), The Nature Conservancy, Pacific Institute, Water Footprint Network, World Resources Institute, and WWF
  21. "The Water Crisis and Industries at Risk". Morgan Stanley (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Carr, Acacia (3 December 2018). "Water Risk: Single Largest Risk Threatening People, Planet and Profit | GreenMoney Journal" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bonnafous, Luc; Lall, Upmanu; Siegel, Jason (2017-04-19). "A water risk index for portfolio exposure to climatic extremes: conceptualization and an application to the mining industry". Hydrology and Earth System Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 21 (4): 2075–2106. Bibcode:2017HESS...21.2075B. doi:10.5194/hess-21-2075-2017. ISSN 1607-7938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Climate change is devastating the world's water supplies. Why aren't we talking about it?". Climate & Capital Media (په انګلیسي ژبه کي). 2021-01-14. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Water Crisis and Industries at Risk". Morgan Stanley (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "New Water Risk Filter Scenarios will help companies and investors turn risk into resilience". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Water risk gathers steam with moves from DWS, WWF and Thomas Schumann Capital". Responsible Investor (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)