د اوبو جريان (د ابو څرخ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د اوبو جريان چې د هايدرولوژيکي جريان په نامه هم پېژندل کېږي، يو بيوجيوکيميايي جريان دی، کوم چې د ځمکې پر سر او د ځمکې د سطحې لاندې د اوبو د خوځښت دوام تشرېح کوي. د ځمکې پر سر د ابو کتله (هسته) د وخت په اوږدو کې یو څه په خپل ځای پاتې کېږي، خو د يخ، خوږو اوبو، تروشو اوبو او د اتموسفيري اوبو په سترو زېرمو د ابو وېشل په پراخه کچه د اقليم په بدلون پورې تړلي دي. اوبه له يوې زېرمې نه بلې ته حرکت کوي، لکه: له سیند نه سمندر ته، يا له سمندر نه اتموسفير ته، دا چاره په بخار د اوبو د بدليدو، راټولېدو، باران، داخلېدو، د سطحې پر سر بهېدو او تر سطحې لاندې د بهېدو د پروسو پر مټ تر سره کېږي. په دې توګه اوبه په جلا جلا بڼو حرکت کوي: لکه: مايع، سخت (يخ) او بخار.

د ابو په جريان کې د انرژۍ تبادله کول ښکېل دي، کوم چې د تودوخې بدلون منځ ته راولي. کله چې اوبه په بخار بدلېږي، له خپل چاپېريال نه انرژي اخلي او چاپيريال سړوي. کله چې راټولېږي، بيا انرژي خوشې کوي او چاپيريال تودوي. همدا د تودوخې تبادله په اقليم اغېز لري.

په بخار سره د جريان پړاو يې اوبه تصفيه کوي او بيا ځمکه په خوږو اوبو ډکوي. د روانو ابو او يخ بهېدل، په ټوله ځمکه کې کاني توکي لېږدوي. د توږلو او رسوب د عمليې په مټ د ځمکې جيولوژيکي ځانګړتياوو ته نوې بڼه ورکوي. د اوبو جريان تر ډېره بريده د ژوند او د ځمکې د سيارې د اکوسيستم د ساتنې لپاره اړين دی.

تشرېح[سمول]

لمر، کوم چې د اوبو د جريان چاره پر مخ وړي، په سمندرونو او بحرونو کې اوبه ګرموي. اوبه د اوبو د بخار په بڼه په هوا کې په بخار بدليږي. ځينې يخونه (کنګلونه) او واورې نېغ په نېغه د اوبو بخار ته لوړيږي. په بخار د اوبو بدلېدل د ابو هغه بڼه ده چې له بوټو نه راپورته شوې وي او له خاورې نه په بخار اوښتې وي. د اوبو ماليکول H 2O د اتموسفير، نايتروجن (N 2) او اکسيجن (O2)  د سترو اجزاوو په پرتله کوچني ماليکونه لري او په همدې بنسټ د کم ګڼوالي لرونکي دي. په ګڼوالي کې د زيات توپير له امله په هوا کې تلل لمده هوا ډېره لوړه پر مخ بيايي. څومره چې لوړوالی زياتيږي، د هوا فشار کمېږي او تودوخه ښکته غورځيږي. کمه تودوخه د مایعو نرمو اوبو په څاڅکو کې د اوبو د بخار د راټولېدو لامل ګرځي، کوم چې له هوا نه درانده وي او که چېرې د لوړ پورته کېدو د جريان له خوا يې مرسته ونه شي، نو ښکته راغورځېږي. د اتموسفير په يوه ستره برخه کې د دې څاڅکو په راټولېدو سره دا بيا د ورېځو په څېر ښکاري او که دا راټولېدل د ځمکې سطحې ته نژدې وي، نو بيا د ګرد (ګردلې) په څېر ښکاري. 

اتموسفيري څرخ د اوبو بخار ته په ټوله ځمکه کې خوځښت ورکوي؛ د وريځو ځينې برخې يو له بل سره جنګېږي، غټيږي او د اتموسفير د پورته پوړونو نه د باران په څېر راغورځي. ځينې راغورځېدل د واورې، ږلۍ يا ږله ګرکي په بڼه راتويږي او شونې ده چې د يخ په غونډيو يا کنګلونو کې راټول شي، کوم چې کولای شي د زرګونو کلونو لپاره دا يخ شوې اوبه وساتي. د باران په بڼه ډېرې اوبه بيا سمندر يا په وچه ځمکه غورځېږي، چېرته چې اوبه د ځمکې په مخ د سطحې د بهېدو په څېر بهېږي. د دې بهېدو یوه برخه سمندرونو ته داخلېږي، کوم چې د اوبو جريان ته د بحرونو پر لور حرکت ورکوي. شونې ده چې بهېدونکې او له ځمکې راوتونکې اوبه (د ځمکې اوبه) د تازه اوبو (خوږو اوبو) په بڼه زېرمه شي. ټولې بهېدونکې اوبه سمندرونو ته نه بهېږي؛ ډېری يې په ځمکه کې جذب کېږي. ځينې اوبه په ځمکه کې ډېرې ژورې ځي او د اوبو زېرمې ډکوي، کومې چې کولای شي د اوږدې مودې لپاره اوبه زېرمه کړي. ځينې داخلېدونکې اوبه د ځمکې سطحې ته نژدې پاتې کېږي او شونې ده چې د ځمکې د ابو د راايستلو په توګه بېرته د ځمکې پر مخ د ابو د زېرمو (يا سمندر) ته ولاړې شي. د ځمکې ځينې اوبه د ځمکې د سطحې پر لور لار پیدا کوي او د تازه اوبو د چينو په توګه راڅرګندېږي. په سمندري درو او سيلابي هوارو ځمکو کې، ډېر ځله د سطحي اوبو او د ځمکې د اوبو تر منځ په هايپورهيک زونونو کې په پرله پسې ډول اوبه تبادله کېږي. د وخت په تېرېدو سره، دا اوبه بېرته سمندر ته ستنېږي، تر څو د اوبو جريان دوام پیدا کړي.

د ژورو اوبو جريان[سمول]

د ژورو اوبو جريان (د جيولوژيکي اوبو جريان په نامه هم پېژندل کېږي) د ځمکې د تختو د يو په بل کې ننوتونکو برخو او اورغورځونې د فعاليتونو په مټ د ځمکې په پوښونو کې د ابو تبادلې ته ويل کېږي، چې په هايډرولوجيکي جريان کې د سيارې پر مخ او سطحې باندې د اوبو له جريان نه توپير لري. [۱]

د ژورو اوبو د بيا جريان په عمليه کې د سمندري تختو (هغه پروسه چې د بيا ګازي کولو په نامه يادېږي) د ښکته بيولو په مټ په پوښ کې د اوبو ننوتل شامل دي، د کوم توازن چې د هغو اوبو په مټ ساتل کېږي، چې د سمندر د منځنيو لوړو په واسطه خوشې کېږي (له ګازه خالي کول). دا د ځمکې د داخلي او بهرنۍ کرې تر منځ اوبو د اوږدې مودې لپاره د تبادلې او په هايډرويس کاني موادو کې نښتو ابو د لېږد د پېژندلو لپاره مرکزي مفهوم دی. [۱][۲]

د ژورو اوبو په بيا جريان کې نه توازن، يو له هغو وړانديز شويو لارو چارو نه دی چې شونې ده په نړيواله کچه د سمندري اوبو پر سطحه اغېز و کړي.[۱]

جريانات[سمول]

ښکته کېناستل (اورښت)

د اوبو راټول شوی بخار، کوم چې د ځمکې په سطحه راغورځېږي. ډېر راغورځېدل د باران په بڼه وي، خو د واورې،  ږلۍ، د ګردلې څاڅکو، د ږلۍ د پرښې يا ږله ګرکي په څېر هم وي.د اټکل له مخې: هر کال ۵۰۵۰۰۰ کيلومتر مکعب (۱۲۱۰۰۰ ميل مکعب) اوبه هر کال راغورځېږي چې ۳۹۸۰۰۰ کيلو متر مکعب (۹۵۰۰۰ ميل مکعب) يې د سمندر پر سر وي. په يو کال کې په ځمکه ورېدونکی باران ۱۰،۰۰۰ کيلو متر مکعب (۲۶۰۰۰ ميل مکعب) او واوره يوازې ۱۰۰۰ کيلو متر مکعب (۲۴۰ ميل مکعب) دی. په نړيواله کچه اته اويا سلنه ورښت په سمندرونو کېږي.[۳][۴][۵][۶]

د يو پوړ لاندې د بل پوړ ښوېدل او کاني هايډريشن (د اوبو او نورو  موادو مرکب)

د سمندر اوبه د درزونو او سوریو له لارې په سمندري ډبرین پوښ کې داخلېږي او په قشر کې له کاني موادو سره يو ځای تعامل کوي، تر څو هايډرس کاني مواد (لکه: سرپينټين) جوړ کړي، کوم چې په خپل مرمرين جوړښت کې اوبه زېرمه کوي. اوبه د اوبه لرونکو کاني موادو په مټ يو له بل سره د ځمکې په لګېدلو تختو کې ژورتيا ته رسېږي. د يوې تختې لاندې د بلې تختې د ښوېدو پر مهال، په دې تختو کې د «سرپينټين» په څېر يو لړ کاني مواد، کېدای شي د بېلا بېلو فشارونو  په پايله کې د ځمکې لاندې تودو پوړونو کې په خپل حال پاتې شي او شونې ده چې په زیاته پيمانه اوبه د ځمکې داخلي برخې ته ولېږدوي. څومره چې دا تختې ښکته ځي او توديږي، شونې ده چې خوشې کېدونکي مايعات لړزانده حالت (زلزلې ته ورته) منځ ته راوړي او په ښوېدلې تخته او له پاسه پراته پوښ په څنډو کې د وېلې کېدو لامل وګرځي. دا ډول وېلي کېدل، په ټاکلي ډول خوشې کېدونکي (هغه مواد چې په اسانۍ سره په بخار بدليږي) مواد راټولوي او بيا يې دپاسه پرتې تختې ته لېږدوي. که چېرته خوټکېدل منځ ته راشي، بيا همدا جريان خوشې کېدونکي مواد سمندرونو او اتموسفير ته راباسي. [۷][۸][۹]

چترۍ مخنیوی

هغه اورښت چې د بوټو د څانګو او پاڼو په مټ يې مخه نيول کېږي، په پايله کې پر ځمکه د غورځېدو پر مهال اتموسفير ته د بخار په څېر رسېږي.

د واورې وېلې کېدل

د هغو اوبو بهېدنه، چې د واورې د وېلې کېدو له امله منځ ته راغلې وي.

بهېدل

هغه بېلا بېلې لارې دي چې په مټ يې اوبه په ځمکه کې حرکت کوي. په دې هم د سطحې پر سر بهېدل او په ويالو کې بهېدل شامل دي. څومره چې بهېږي، شونې ده چې اوبه په ځمکه کې جذب شي، هوا ته په بخار ولاړې شي، په جهيلونو يا په زېرمو کې زېرمه شي، يا د کرنې يا نورو انساني استعمال لپاره بېرته را واېستل شي.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Rüpke, Lars; Phipps Morgan, Jason; Eaby Dixon, Jacqueline (2013-03-19), Jacobsen, Steven D.; Van Der Lee, Suzan (المحررون), "Implications of Subduction Rehydration for Earth's Deep Water Cycle", Geophysical Monograph Series, Washington, D. C.: American Geophysical Union, د کتاب پاڼي 263–276, doi:10.1029/168gm20, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-66648-7, د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Magni, Valentina; Bouilhol, Pierre; Hunen, Jeroen van (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Deep water recycling through time"] (in en). Geochemistry, Geophysics, Geosystems 15 (11): 4203–4216. doi:10.1002/2014GC005525. ISSN 1525-2027. PMID 26321881. Bibcode2014GGG....15.4203M. 
  3. "precipitation". National Snow and Ice Data Center. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Water Cycle". Dr. Art's Guide to Planet Earth. Archived from the original on ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  5. "Estimated Flows of Water in the Global Water Cycle". www3.geosc.psu.edu. مؤرشف من الأصل في ۰۷ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Salinity | Science Mission Directorate". science.nasa.gov (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Frost, Daniel J. (2006-12-31), Keppler, Hans; Smyth, Joseph R (المحررون), "11. The Stability of Hydrous Mantle Phases", Water in Nominally Anhydrous Minerals, Berlin, Boston: De Gruyter, د کتاب پاڼي 243–272, doi:10.1515/9781501509476-015, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5015-0947-6, د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ohtani, Eiji (2015-12-15). "Hydrous minerals and the storage of water in the deep mantle" (in en). Chemical Geology 418: 6–15. doi:10.1016/j.chemgeo.2015.05.005. ISSN 0009-2541. Bibcode2015ChGeo.418....6O. https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0009254115002399. 
  9. Goes, Saskia; Collier, Jenny; Blundy, Jon; Davidson, Jon; Harmon, Nick; Henstock, Tim; Kendall, J.; MacPherson, Colin et al. (2019). "Project VoiLA: Volatile Recycling in the Lesser Antilles" (in en-US). Eos 100. doi:10.1029/2019eo117309. https://eos.org/science-updates/project-voila-the-volatile-recycling-in-the-lesser-antilles. Retrieved 2021-02-27.