د انګلستان کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د برتانيې کلتور د شریکو ملتونو له تاريخ څخه اغېزمن شوی دی، له تاریخي اړخه د دې هېواد له مسيحي مذهبي ژوند، د اروپا له کلتورونو سره يې تعامل، د انګلستان، ويلز، سکاټلينډ او ايرلينډ دودونه او د برتانوي سترواکۍ له اغېز څخه. سره له دې چې د برتانيې کلتور يوه جلا هسته ده، د انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ انفرادي کلتورونه سره توپير او د همغاړيتوب او جلا والي جلا جلا درجې لري.[۱]

د برتانيې ادبيات په ځانګړي ډول د درناوي وړ دي. عصري ناول په برتانيه کې ايجاد شوی و او ډرامه ليکونکي، شاعران او ليکوالان د دې هېواد د تر ټولو پیاوړي کلتوري څېرو له منځه يو دي. برتانويانو همدا راز په موسيقۍ، سينما، هنر، د معمارۍ فن او تلويزيون کې د پام وړ ونډې درلودلې دي. انګلستان همدا راز د انګلستان د کليسا کور دی، کومه چې دولتي کليسا او د انجليکي ټولنې مور ده کومه چې درېیمه ستره مسيحي فرقه ده. برتانيه د نړۍ د يو شمېر لرغونو پوهنتونونو لرونکی هېواد دی، د فلسفې، ساينس، ټيکنالوژۍ او طب سره يې زياتې مرستې کړي او د ګڼو نومياليو ساينسپوهانو او مخترعينو د زېږېدو ځای دی. صنعتي انقلاب په برتانيه کې پيل شو او د نړۍ په کورني ټولنيز اقتصادي او کلتوري حالاتو يې ژور اغېز پرېښود. د برتانوي سترواکۍ د پايلې په توګه، د دې هېواد د پخوانيو مستعمرو په ژبه، قانون، کلتور او ادارو کې د برتانيې د پام وړ اغېز ليدل کېږي چې د دې مستعمرو ډېری يې د ټولګټو دولتونو غړي دي. د دې دولتونو يوه فرعي ډله «انګلوسفير» جوړوي او د برتانيې د نژدې متحدينو څخه دي. په مقابل کې د برتانيې مستعمرو او واکمنيو هم د برتانيې په کلتور اغېز شيندلی، په ځانګړي ډول په برتانوي خوراکونو. لوبې د برتانوي کلتور يوه مهمه برخه ده، د کرکټ، فوټبال او رګبي په ګډون ګڼې لوبې په دې هېواد کې پيل شوي دي.[۲][۳][۴][۵]

برتانيه د کلتوري زبرځواک په توګه تعريف شوی هېواد دی او لندن د نړۍ د کلتوري پلازمينې په توګه تعريف شوی دی. د بي بي سي لپاره يوه نړيواله ټولپوښتنه کې ولیدل شول چې برتانيه په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ز کلونو کې په نړۍ کې (له المان او کاناډا وروسته) په درېيم شمېره کې هغه هېواد و چې تر ټولو زیات ورته په مثبت نظر کتل کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ژبه[سمول]

هغه انګليسي ژبه چې د منځنيو پېړيو په لومړيو کې ورباندې خبرې کېدې د انګلستان بالفعل رسمي ژبه ده او د  اټکل تر مخې د برتانيې ۹۵٪ وګړي ورباندې د يوې ژبې په توګه خبرې کوي. د سیمه ييزو او لږکيو د ژبو د اروپايي منشور تر مخې د برتانيې حکومت اوه نورې ژبې په رسميت پېژندلي  چې هغه دا دي: ويلزي، سکاټلينډي ګيلک، سکاټ، کورنيش، ايرلينډي، السټر سکاټس او برتانوي د اشارو ژبه.[۱۲]

په ويلز کې، په دولتي ښوونځيو کې ټولو زده کوونکو ته يا خو بايد د ويلزي ژبې په واسطه تدريس وشي يا بايد ورته تر شپاړس کلنۍ پورې دا ژبه د يوې اضافي ژبې په توګه وښودل شي، همدا راز د ويلزي ژبې قانون ۱۹۹۳ او د ويلز حکومت قانون ۱۹۹۸ وايي چې ويلزي او انګليسي ژبو سره بايد په دولتي برخه کې برابر چلند وشي، تر هغې اندازې چې مناسب او د عمل وړ وي. ايرلينډي او السټر سکاټس په شمالي ايرلينډ کې د انګليسي تر څنګ په محدوده اندازه کارول کېږي، په بنسټيز ډول په هغو ژباړو کې چې په عام ډول سپارل شوي دي. ګيلک ژبې (سکاټلينډ) قانون، کوم چې په ۲۰۰۵ز کال کې د سکاټلينډ د پارلمان لخوا تصويب شوی، ګيلک ژبه د سکاټلينډ د رسمي ژبې په توګه منلې ده او د ګيلک ژبې د ودې لپاره د ستراتيژيک لوري د برابرولو په موخه د يوې ملي طرحې جوړولو غوښتنه يې کړې. کورنش ژبه يوه ژوندۍ شوې ژبه ده، کومه چې د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې په «کارن وال» کې د لومړۍ ورکې شوې ژبې په توګه پېژندل کېږي.

سيمه ييزې لهجې[سمول]

د انګلستان د څلورو هېوادونو په منځ کې او خپله د هېوادونو په داخل کې لهجې او سيمه ييزې لهجې ډېرې مختلفې دي. دا په ځانګړي ډول انګلستان ته د کډوالۍ د اوږد تاريخ پايله ده، د بېلګې په ډول، د شمالي انګليسي ژبې لهجې د زړې نارس رېښو لرونکي ډېر ويي لري. سکاټلينډي انګليسي، ويلزي انګليسي او هايبرنو-ايرلينډي، د انګليسي او د دې هېوادونو د اصلي ژبو دواړو څخه د مختلفې انګليسي ژبې بڼې دي. معياري تلفظ په انګلستان او ويلز کې معياري انګليسي ده، په داسې حال کې چې په سکاټلينډ کې سکاټلينډي معياري انګليسي يوه جلا لهجه ده. که څه هم دا لهجې له لوړ ټولنيز درناوي څخه برخمنې دي، له ۱۹۶۰ز لسيزې وروسته، د سيمه ييزې انګليسي ژبې په اړوند په زده کړه کې زياته اسانتيا لېدل شوې ده.[۱۳][۱۴]

د برتانوي لهجو زيات تنوع د پام وړ ګرځېدلی دی، په نژدې سيمو کې ډېر ځل زياتې جلا جلا لهجې موجودې وي، د بېلګې په ډول، د ليور پول او مانچيسټر تر منځ يواځې پنځه دېرش ميله (۵۶ کيلو متره) واټن سره سره د سکاوس او مانکونين تر منځ زيات توپير شته. لهجوي انګليسي ډېر ځله په ادب کې موندل کېږي، د بېلګې په ډول، د « Wuthering Heights»  په نوم د «ايملي بروټني» ناول کې د يارکشاير لهجه شامله ده.[۱۵][۱۶][۱۷]

هنرونه[سمول]

ادب[سمول]

برتانيې ته د انګلستان، سکاټلينډ او ويلز ادبي دودونه په ميراث کې پاتې شوي دي. په دې کې «ارتوري» ادب او د هغې ويلزي اصليت، د نورس تر اغېز لاندې زوړ انګليسي ادب، د انګليسي ليکوالانو «جيفري چوسر» او «وليام شکسپير»  اثار او د جان باربور « The Brus» په څېر سکاټلينډي اثار شامل دي.

د برتانوي ادب د اتلسمې پېړۍ د لومړيو پړاو د «اګسټن» عصر په نوم يادېږي او په دې کې د ناول پرمختګ شامل دی. د «ډانيل ډيفو» «Robinson Crusoe» (۱۷۱۹) او «مول فلانډرزس» (۱۷۲۲) ته د لومړيو انګليسي ناولونو په سترګه کتل کېږي، په هر حال، د ناول پرمختګ په يو پراخه ادبي ليدلوري کې منځ ته راغی، په کوم کې چې د نثري طنز (کيسۍ) عروج هم شامل دی – کوم چې د «ګليور» په «ټرول» سره خپلې لوړې درجې ته ورسېد – او له دې مخکې بهرني اثار لکه اسپانوي «ډان کويکسوټ». د «سمويل جانسن» د انګريزي ژبې يو قاموس هم د «اګسټن» پړاو سره اړوند دی. په ۱۷۵۵ز کال کې خپور شوی، دې قاموس ته يو سل او پنځوس کاله وروسته د اکسفورډ انګليسي قاموس تر بشپړېدو پورې د يو مخکښ برتانوي قاموس په سترګه کتل کېدل.[۱۸][۱۹]

له دې وروسته رومانوي پړاو د ۲۰۰ کاله مخکې رنسانس په پرتله د شاعرۍ غوړېدا وليده او په سیمه ييز ادب کې يې لېوالتيا بيا راژوندۍ کړه. په سکاټلينډ کې د «رابرټ برنز» شاعرۍ په سکاټلينډي ادب کې لېوالتيا بيا ژوندۍ کړه او د «السټر» «ويور» شاعران د سکاټلينډ له ادب څخه اغېزمن و. په ويلز کې، د اتلسمې پېړۍ وروستي وختونه له «Iolo Morganwg» څخه په اغېزمن کېدو سره د « eisteddfod» روايت بیا راژوندی شو. په دې پړاو کې د «ميري ولسټون کرافټ» له خوا د ښځو له حقوقو څخه د دفاع کتاب هم خپور شو (۱۷۹۲)، کوم چې د ښځمنپالنې د فلسفې يو له لومړيو اثارو څخه دی.

د جورجي او ويکټوري پړاو پای پر ناول د نوې توجه د تمرکز شاهد و. د دې ناولونو مهمه موضوع ټولنيزه تبصره وه. د دې پړاو په لومړيو کې «جين اسټن» د اشرافو او نخبه ګانو د ژوند پر طرز او طريقه طنز کاوه، په داسې حال کې چې «چالس ډکنز» په وروستيو ناولونو کې پر بې وزلۍ او ټولنيزې ډلبندۍ نيوکې کولو لپاره ډېر ځله له ظرافت او ژورو مشاهدانو کار اخيستی. درې «Brontë » خوېندو او «جارج ايليټ» په ترتيب سره په شمالي انګلستان او مډلينډز تبصره کړې، په داسې حال کې چې دې څلورواړو مېرمنو د خپل ژوند په اوږدو کې د نارينه په مستعارو نومونو ليکل کړي دي، تر يو بريده د دې لپاره چې د ښځو پر حقوقو د نيوکو مخه ونيسي. له دې سره سره، په پرانيستي ډول ښځينه لیکوالانو په دې پړاو کې د پام وړ برياوې تر لاسه کړې، لکه د «البت بيرټ براوننګ» او «کرسټينا روزيټي» په بنسټيز ډول مذهبي شعرونه.[۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. (په 6 June 2018 باندې). Scotland and Britain 'cannot be mistaken for each other'. BBC News.
  2. "The rise of the novel". The British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Swaine, Jon (13 January 2009) Barack Obama presidency will strengthen special relationship, says Gordon Brown The Daily Telegraph. Retrieved 3 March 2010.
  4. E. J. Kirchner and J. Sperling, Global Security Governance: Competing Perceptions of Security in the 21st Century (London: Taylor & Francis, 2007), p. 100.
  5. (په 2 October 2011 باندې). Jeremy Paxman: what empire did for Britain.کينډۍ:Cbignore
  6. "The cultural superpower: British cultural projection abroad" Archived 16 September 2018 at the Wayback Machine.. Journal of the British Politics Society, Norway. Volume 6. No. 1. Winter 2011
  7. Sheridan, Greg (په 15 May 2010 باندې). Cameron has chance to make UK great again. The Australian.
  8. "London is the world capital of the 21st century... says New York | News". Evening Standard. London. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 22 December 2007 باندې). London, capital of the world. The Independent.
  10. (په 23 May 2013 باندې). BBC poll: Germany most popular country in the world. BBC.
  11. (په 4 June 2014 باندې). World Service Global Poll: Negative views of Russia on the rise. BBC.co.uk.
  12. BBC – Languages – United Kingdom BBC
  13. "Viking words". www.bl.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. McArthur, Tom (2002), The Oxford Guide to World English, Oxford University Press, د کتاب پاڼې 43 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Nath, Kirsten (12 October 2005). GRIN – Yorkshire Dialect in 19th Century Fiction and 20 th Century Reality. A Study of Dialectal Change with the Example of Emily Bronte's Wuthering Heights and the Survey of English Dialects. www.grin.com (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب نړيواله کره شمېره 9783638427067. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Braber, Natalie. "Why does the UK have so many accents?". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 12 December 2016 باندې). The origins of Scous. BBC.
  18. Lynch, Jack (2003). "Samuel Johnson's Dictionary". p. 1.
  19. Drabble, Margaret, المحرر (1996). "Defoe". The Oxford Companion to English Literature. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 265. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Films and British national identity: from Dickens to Dad's army". p.327. Manchester University Press, 1997