د انګلستان پاچا، سټیفن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انګلستان پاچا، سټیفن
(انګلیسي: Stephen of England د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان پاچا، سټیفن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰۹۵[۱]
مړینه 25 اکتوبر 1154 (58–59 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت بريتانيا[۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سټیفن (زوکړه: ۱۰۹۲ یا ۱۰۹۶ – مړینه: د ۱۱۵۴ زکال د اکتوبر ۲۵ مه) چې تر ډېره پورې د سټیفن بلوآ په نوم شهرت لري د ۱۱۳۵ زکال د ډسمبر له ۲۲مې څخه په ۱۱۵۴ زکال کې د مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا و. نوموړی له ۱۱۲۵ زکال څخه تر ۱۱۴۷ زکال پورې د خپلې مېرمنې په واسطه د بلوګون کنټ او له ۱۱۳۵ زکال څخه تر ۱۱۴۴ زکال پورې د نورماندي دوک و. د نوموړي واکمني په یوې ګډوډۍ/انارشي سره ځانګړي کېږي، هغه کورنۍ جګړه چې د خپلې تره لور او سیالې شاهزادګۍ ماتلیدا سره یې وکړه او بیا یې زوی دویم هنري د انګلستان د لومړني آنژوین پاچا په توګه د هغه ځای ناستی شو.

سټیفن د فرانسې په مرکز په بلوآ ښارګوټي کې د بلوآ د کنټ، سټیفن هنري او آدلا په کورنۍ کې وزېږېد، مور یې د فاتح ویلیام لور وه. پلار یې هغه مهال ومړ چې سټیفن لا کشر و او نوموړی د خپلې مور له خوا را لوی کړای شو. سټیفن د خپل تره دربار ته لار ومونده چې د انګلستان لومړی هنري و؛ هلته شهرت ته ورسېد او پریمانه ځمکې ورکړل شوې. هغه د بلوګون له ماتلیدا سره واده وکړ او په دې سره یې په کنټ او بلوګون کې ډېرې ځمکې په میراث کې ترلاسه کړې چې له امله یې د انګلستان په یو بډایه کس واوښت. سټیفن د لومړي هنري له زوی ویلیام آدلین سره په ۱۱۲۰ زکال کې د سپینې بېړۍ له ډوبېدو په ډېرې سختۍ ژوندی راووت. د ویلیام مړینې د انګلستان د تاج او تخت ځای ناستوب له ننګونو سره مخ کړ. کله چې په ۱۱۳۵ زکال کې هنري ومړ، سټیفن په چټکۍ سره له مانش کانال تېر شو او د هغه د ورور هنري په مرسته چې د وینچستر کشیش او د ګلاستونبري اباټ و وه یې کولای شو پاچاهي ترلاسه کړي؛ هغه استدلال وکړ چې په سراسر پاچاهۍ کې د نظم ټینګښت د لومړي هنري له لور شاهزادګۍ ماتلیدا څخه د ملاتړ له قسم ورته لومړیتوب لري.

د سټیفن د واکمنۍ لومړي کلونه په انګلستان او نورماندي کې د هغه په قلمرونو باندې د سکاټلنډ د لومړي ډېوېډ، ولزي یاغیانو،او همدارنګه د ماتلیدا د مېړه او د انژو د کنټ جفري پلانتاژنت له بریدونو سره بیا هم له پراخو بریاو سره مل و. په ۱۱۳۸ زکال کې د شهزادګۍ لېور چې د ګلاوسټر رابرټ و د سټیفن پر وړاندې یې پاڅون وکړ او هغه یې په کورنۍ جګړې وګواښه. سټیفن له خپل نږدې سلاکار والرن دو بومنت سره په ګډه د خپلې حکومتولۍ څخه د دفاع په موخه پیاوړي ګامونه واخیستل چې په کې د یوې پیاوړې مذهبي کورنۍ نیول هم شامل و. هغه مهال چې شاهزادګۍ او رابرټ په ۱۱۳۹ زکال کې برید وکړ، سټیفن وه نشو کولای دغه پاڅون په چټکۍ سره وځپي همدا و چې پاڅون په سویل لویدیځ انګلستان کې وده وکړه. هغه په ۱۱۴۱ زکال کې د لینکولن جګړې پر مهال ونیول شو، ډېری ملاتړو یې ورته شا کړه او د نورماندی کنټرول یې له لاسه ورکړ. نوموړې وروسته له هغه را خوشی شو چې مېرمن یې او د یپرس ویلیام چې د هغه پوځي قوماندان و؛ رابرټ یې د ونچسټر په لار کې ونیو، خو له دې سره هم دغې جګړې کلونه دوام وکړ او هېڅ یو لوري هم په کې کومه ګټه وه نه کړه.

سټیفن په مخ پر زیاتېدونې بڼه د دې اندېښمن و چې یوستاس زوی ته به یې پاچاهي په میراث ورسي او که نه. پاچا هڅه وکړه څو کلیسا د یوستاس پر سر له تاج اېښودو سره هوکړه وکړي او د هغه ادعا پیاوړې کړي؛ پاپ دریم یوجین وه نه منله او سټیفن له خپلو مخکښو روحانیونو سره تریخو بحثونو ته مخه کړه. په ۱۱۵۳ زکال کې د شهزادګۍ زوی هنري په انګلستان برید وکړ او وه یې شو کولای د تاج او تخت پر سر د ادعا په موخه د پیاوړو بارونانو اتحاد رامنځته کړي. دواړه پوځونه په والینګفورډ کې له یوبل سره مخ شول، خو داوړو لورو ته اړوندو بارونانو د جګړې لیوالتیا نه لرله. سټیفن د سولې د خبرو اترو په ارزونه پیل وکړ، هغه بهیر چې د یوستاس د ناڅاپي مړینې له امله یې چټکتیا ومونده. د همدغه کال په وروستیو کې سټیفن او هنري د وینچسټر په تړون هوکړې ته ورسېدل، سټیفن هنري د خپل وارث په توګه په رسمیت وپېژاند او خپل دویم زوی ویلیام یې د پاچاهۍ له وراثت بې برخې کړ. راتلونکی کال سټیفن ومړ. معاصرو تاریخ پوهانو په دې ډېر بحث کړی چې د هغه په شخصیت، بهرنۍ پېښو او یا هم د نورمني دولت پر مهال په کمزورتیاو کې اوږد مهالې کورنۍ جګړې ونډه لرله.

لومړنی ژوند (۱۹۰۷- ۱۱۳۵ زکال)[سمول]

ماشومتوب[سمول]

سټیفن په ۱۹۰۲ یا ۱۰۹۶ زکال کې د فرانسې په بلوآ کې وزېږېد. د هغه پلار سټیفن هنري چې د بلوآ او شارتر کنټ و، مخکښ فرانسوي اشرافي او فعال صلیبي جنګیالی و چې د سټیفن په لومړني ژوند کې یې ډېر لږ رول درلود. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال سټیفن هنري په ډارن توب شهرت وموند له همدې امله په ۱۱۰۱ زکال کې بېرته شام ته ولاړ څو خپل شهرت بېرته ورغوي. هلته د رمله جګړې پر مهال ووژل شو. د سټیفن مور آدلا، د فاتح ویلیام او د فلاندر د ماتلیدا لور وه چې د خپلو هم عصره وګړو ترمنځ یې د تقوا، شتمنۍ او سیاسي استعداد په برخه کې شهرت درلود. د سټیفن د ژوندانه په لومړیو کلونو کې یې مور پر هغه پیاوړی اغېز درلود. [۳][۴][۵][۶]

د دولسمې پېړۍ پر مهال فرانسه د کوچنیو ښارګوټو او محدودو سیاستونو لرونکې وه چې د فرانسې پاچا ورباندې ډېر لږ کنټرول درلود. د پاچا ډېر کنټرول په ایل-دو- فرانس بډایه ایالت و چې د سټیفن د استوګنځای یا بلوآ ښارګوټي ختیځ ته یې موقعیت درلود. د بلوآ لویدیځ ته درې نور ښارګوټي مین، آنژو او توارین موقعیت درلود او شمال لوري ته یې هم دوک نشینه نورماندي و چې فاتح ویلیام په ۱۰۶۶ زکال کې له دغه ځایه انګلستان فتح کړی و. د ویلیام زامن لا هم د آنګلو نورمنانو په ټولیز میراث له یو بل سره په جګړه بوخت و. د دغې سیمې ټولو حاکماتو یو بله ته په ورته ژبې خبرې کولې، یوازې لهجې یې توپیر درلود؛ سربېره پر دې یوه مذهب ته اړوند و او له یو بل سره یې نږدې اړیکې لرلې. دوی له یوبل سره شدیده سیالي کوله او تر ډېره پورې د ارزښتمنو قلمرونو او هغو قلاګانو پر سر له یو بل سره خلاف و چې په کنټرول کې یې لرلې.[۷][۸][۹]

سټیفن لږ تر لږه څلور وروڼه او یوه خور او همدارنګه په ډېر احتمال سره دوه میرنۍ خویندې لرلې. د هغه مشر ورور ویلیام و چې په عادي شرایطو کې یې پر بلوآ او چارتر حکومت چلاوه. ویلیام په ډېر احتمال سره له ذهني پلوه کمزوری و او آدلا د هغه پر ځای دغه ښارګوټي خپل دویم زوی چی وروسته د شامپاین کنټ دویم تئوبالډ شو؛ وسپارل. کوچنی ورور یې هنري بلوآس په ډېر احتمال سره څلور کاله له ده وروسته وزېږېد. دغو وروڼو ډېرې نږدې اړیکې وساتلې او کورنۍ ډله یې رامنځته کړه او خپله مور آدلا سټیفن یې وهڅوله څو د یوې فیوډال شوالیه رول پر غاړه واخلي، په داسې حال کې چې هنري یې په کلیسا کې خپلې دندې ته هڅاوه، په ډېر احتمال سره له دې امله چې د هغه شخصي شغلي علایق پټ پاتې نه شي. په غیر معمول توګه سټیفن د خپلوانو کور ته د لېږلو پر ځای په خپل مورني کور کې را لوی شو. هغه لاتین او د آس سورلي زده کړه او همدارنګه یې د خپل لارښود نورماني ویلیام څخه معاصر تاریخ او بایبلي قصې زده کړې. [۱۰][۱۱]

مړینه[سمول]

د پاچاهۍ د وارث په توګه د سټیفن له خوا د هنري په رسمیت پېژندل هغه مهال د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو وروستۍ حل لار نه وه. د نوي پولي واحد او اداري اصلاحاتو وروسته دا شونې وه چې کېدای شي سټیفن د لا زیاتو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي او د هنري ځایګی چندان باوري نه و. په داسې حال کې چې د سټیفن دویم زوی ویلیام په ۱۱۵۳ زکال کې د دې وړتیا نه لرله چې د تاج او تخت په لاسته راوړو کې دې د هنري سیالي وکړي، خو دا شونې وه چې شرایط دې په راتلونکو کلونو کې بدلون وکړي – د بېلګې په توګه په ۱۱۵۴ زکال کې پراخو ګنګوسو شتون درلود چې ویلیام قصد لري هنري ووژني. تاریخ پوه ګراهام وایټ د وینچسټر هوکړه د یوې متزلزلې سولې په توګه توصیف کوي چې د معاصرو ډیری تاریخ پوهانو له قضاوت سره سم د ۱۱۵۳ زکال په وروستیو کې وضعیت ناڅرګند او د وړاندوینې وړ نه و. [۱۲][۱۳][۱۴]

ډېری ستونزې له حل پرته پاتې وې، له دې ډلې په ډېری برخو باندې د سلطنتي واک بېرته ټینګول او د دغې پیچلې مسئلې حل چې له اوږد مهالې کورنۍ جګړې وروسته باید بارونان تر بحث لاندې ځمکې او املاک کنټرول کړي. سټیفن د ۱۱۵۴ زکال په لومړیو کې خپلو هڅو ته زور ورکړ او د خپلې پاچاهۍ ټولو برخو ته یې سفرونه وکړل. هغه یو ځل بیا د انګلستان سویل لویدیځ ته د سلطنتي فرامینو په صادرولو لاس پورې کړ او یورک ته یې سفر وکړ؛ هلته یې لویه غونډه جوړه کړه څو شمالي بارونانو ته وښيي چې سلطنتي واک بېرته تائید شوی. د ۱۱۵۴ زکال له ستړي اوړي وروسته سټیفن ډوور ته سفر وکړ څو د فلانډر له کنټ تیري سره وویني. یو شمېر تاریخ پوهان پر دې باور دي چې پاچا له وړاندې ناروغ و او د خپلو کورنیو چارو لپاره یې چمتووالی نیو. سټیفن د معدې په ناروغۍ اخته شو او د اکتوبر په ۲۵ مه په ډور پریوري کې ومړ؛ نوموړی په فېورشام صومعه کې د خپلې مېرمن ماتلیدا او زوی یوستاس په خوا کې خښ کړای شو. [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118798693  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. https://libris.kb.se/katalogisering/jgvxzxh22jv8jhm — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲
  3. Davis, p. 1; King (2010), p. 5.
  4. Davis, p. 1.
  5. Davis, p. 4.
  6. King (2010), p. 5.
  7. Duby, p. 192; Barlow, p. 111.
  8. Carpenter, p. 137.
  9. Barlow, p. 111; Koziol, p. 17; Thompson, p. 3.
  10. King (2010), p. 5; Davis, p. 5.
  11. King (2010), p. 9; Crouch (2002), p. 241.
  12. Bradbury, p. 211; Holt, p. 306.
  13. White (1990), p. 12, cited Bradbury, p. 211.
  14. Crouch (2002), p. 277.
  15. King (2010), p. 300.
  16. Davis, pp. 122–123.
  17. Amt, p. 19.