د انګلستان لومړی هېنري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انګلستان لومړی هېنري
(انګلیسي: Henry I Beauclerc د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان لومړی هېنري
د انګلستان لومړی هېنري

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰۶۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 1 ډيسمبر 1135 (66–67 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ملکه متیلدا[۷]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار فاتح ویلیام[۷]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لومړی هېنري (له ۱۰۶۹ کال څخه د ۱۱۳۵ کال د ډسمبر تر ۱ پورې) چې د هېنري بیوکلرک په نوم هم یادېږي، د ۱۱۰۰ کال څخه په ۱۱۳۵ کال کې د خپلې تر مړینې پورې د انګلستان پاچا و. نوموړی د فاتح وېلیم څلورم زوی و او په لاتیني او لیبرال هنرونو کې یې زده کړې کړې وې. په ۱۰۸۷ کال کې د وېلیم له مړینې سره سم، د هېنري مشران وروڼه رابرت کورتوس او وېلیم روفس په ترتیب سره د نورماندي او انګلستان وارثین شول، خو هېنري بې ملکه پاتې شو. نوموړي په لوېدیځه نورماندي کې د کوتوتېن سیمه له رابرت څخه وپېروده، خو وروڼو یې هغه په ۱۰۹۱ کال کې ګوښه کړ. هغه په تدریجي ډول په کوتوتېن کې خپل ځواک بیا ورغو او د رابرت په وړاندې یې د وېلیم روفس سره یوالی وکړ.  

هېنري چې په هغه ځای کې موجود و چې په ۱۱۰۰ کال کې یې ورور، وېلیم د ښکار په پېښه کې مړ شو، د انګلیسي تخت ترلاسه کړ، او د تاج اېښودنې په مراسمو کې یې ژمنه وکړه چې د وېلیم زیاتره بې ارزښته سیاستونه به اصلاح کړي. نوموړي د سکاټلنډ له متیلډا سره واده وکړ او د سترواکې ماتیلډا او وېلیم اډیلین په نونومو یې دوه ژوندي اولادونه درلودل. هغه د خپلو زیاتو معشوقو څخه زیات ناجایز اولادونه هم درلودل. رابرت، چې په ۱۱۰۱ کال  کې یې له نورماندي څخه یرغل وکړ، د انګلستان د هېنري له کنټرول سره په شخړه کې شو. دا پوځي خوځښت په خبرو اترو پای ته ورسېد چې هېنري یې د پاچا په توګه تایید کړ. سوله لنډمهاله وه او هېنري په ۱۱۰۵ او ۱۱۰۶ کلونو کې د نورماندي په دوچي برید وکړ، چې په پای کې یې د ټینچبري په جګړه کې رابرت ته ماتې ورکړه. هېنري رابرت د خپل پاتې ژوند لپاره په بند کې وساته. په نورماندي د هېنري کنټرول د فرانسې د شپږم لوئي، د فلانډرز د اوم بالډوین او د انجو د پنځم فولک له لوري له ګواښ سره مخ شو، چې دوی د رابرت د زوی، وېلیم کلیټو، له ادعا څخه ملاتړ وکړ او د ۱۱۱۶ او ۱۱۱۹ کلونو ترمنځ یې په دوچي کې د لوی بغاوت تر شا ودرېدل. د بریمول په جګړه کې د هېنري له بریا وروسته، په ۱۱۲۰ کال کې د لوئي سره د سولې غوره هوکړه وشوه.

نوموړی چې د خپلو هم عصرو له خوا یو غوسناک خو اغېزمن واکمن ګڼل کېږي، په مهارت سره یې په انګلستان او نورماندي کې مشران او اشراف مدیریت کړل. هغه په انګلستان کې په عدلي نظام، سیمه ییز حکومت او مالیاتو کې له موجوده انګلو-سیکسون سیسټم څخه ګټه پورته کړه او په دې سربېره یې د شاهي خزانې او ګرځنده  قاضیانو په ګډون د نورو بنسټونو په تاسیس تا نظام پیاوړی کړ. نورماندي هم د دې عدلي نظام او خزانې د مخ پر ودې سیسټم له لارې اداره کېده. ډېری هغه چارواکي چې د هېنري سیسټم یې پرمخ وړ د لوړ رتبه کورنیو پرځای د ناڅرګنده سابقې "نوي کسان" وو، چې د مدیرانو په توګه د رتبو له لارې لوړو چوکیو ته رسېدلي وو. هېنري کلیسایي اصلاحاتو وهڅول، خو په ۱۱۰۱ کال کې د کانټربري د مشر کشیش انسلم سره په یوه جدي شخړه کې ښکېل شو، چې په ۱۱۰۵ کال کې د جوړجاړي له لارې حل شوه. هغه د کلونیاک د اصلاحاتو ملاتړ وکړ او په انګلستان او نورماندي کې یې د لوړ پوړو کشیشانو په ټاکلو کې لویه ونډه ولوبوله.

په ۱۱۲۰ کال کې د هېنري زوی وېلیم د سپینې کښتۍ په پېښه کې ډوب شو، د شاهي ځایناستي یې په شک کې واچوله. هېنري د بل زوی په هیله د لووین اوسېدونکې اډیلیزا په نوم دویمه ښځه وکړه، خو د دوی واده بې اولاده و. د دې په غبرګون کې هغه خپله لور متلیډا خپله وارثه اعلان کړه او د انجو له جیفري سره یې واده وکړ. د دې جوړې او هېنري تر منځ اړیکې ترینګلې شوې، او د انجو د پولې په اوږدو کې جګړه پیل شوه. هېنري د ۱۱۳۵ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه له یوې اونۍ ناروغۍ وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې. د متلیډا لپاره د نوموړي له د پلانونو سربېره، د هغه وراره، د بلیس سټیفن د پاچا ځایناستی شو، چې د انارشي په نوم د کورنۍ جګړې د دورې لامل شو.  

لومړی ژوند، ۱۰۶۸ – ۱۰۹۹ کلونه[سمول]

کوچنوالی او ظاهر، ۱۰۶۸ – ۱۰۸۶ کلونه[سمول]

انګېرل کېږي چې هېنري په ۱۰۶۸ کال کې د انګلستان د یارکشایر په سیلبي ښارګوټي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې یا په اوړي کې و یا د کال په وروستیو اونیو کې و. پلاری یې فاتح وېلیم، د نورماندي ډوک و چې په ۱۰۶۶ کال کې د پاچاهۍ په موخه په انګلستان د برید وکړ او تر ویلز پورې یې خپله واکمني پراخه کړه. دې یرغل د انګلیس-نورمان واکمنه طبقه را منځ ته کړه، چې زیاترو یې د انګلیس یا مانش کانال په دواړو خواو ته ملکیتونه درلودل. د انګلیس-نورمان دې مشرانو په عمومي ډول د فرانسې له سلطنت سره نږدې اړیکې درلودې، چې هغه مهال د ولسوالیو او کوچنیو حکومتونو یوه کمه ټولګه وه او یوازې د پاچا تر اسمي کنټرول لاندې وو. د هېنري مور، د فلانډرز ماتیلډا، د فرانسې د دوهم رابرت لمسۍ وه، او ښایي هغې هېنري د خپل تره، د فرانسې پاچا لومړي هېنري له نوم څخه نومولی وي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

هېنري د وېلیم او متلیډا له څلورو زامنو څخه ترټولو کشر و. لکه څنګه چې تاریخ لیکونکي ډیویډ کارپینټر وایي، هغه له بدني اړخه د خپلو مشرانو وروڼو رابرت کورتوس، ریچارډ او وېلیم روفس ته ورته و او "لنډ، غښتلی، او وتلې سینه" او تور ویښتان یې درلودل. د دوی د عمر د توپیر او د ریچارډ د وختي مړینې له امله، هېنري د خپلو مشرانو وروڼو په پرتله لږ لیدل کېده. هغه ښایي خپله خور اډیلا ښه پېژندله، ځکه چې دواړه په عمر کې نږدې وو. د نوموړي د لومړیو کلونو لپاره لږ مستند شواهد شته. تاریخ پوهان وارین هالیسټر او کیتلین تامپسن وایي چې هغه په ​​​​اصلاً په انګلستان کې لوی شو، پداسې حال کې چې جوډیت ګرین وایي چې هغه په ​​​​لومړیو کې په دوچي کې لوی شوی و. هغه ښایي د کلیسا له خوا، شاید د کشیش آسمونډ، د پاچا د لومړي وزیر له خوا، په سالسبري کلیسا کې زده کړې کړې وي؛ دا معلومه نده چې آیا دا د هغه د مور او پلار له خوا و چې هېنري د کشیشانو غړی شي او که بل ډول. دا هم معلومه نه ده چې د هنري زده کړې څومره اوږده شوې، خو هغه ښایي د دې توان درلود چې لاتیني ولولي او په لیبرال هنرونو کې یې یو څه تجربه درلوده. هغه ته د رابرټ اچارډ په نوم د یوه ښوونکي له لوري پوځي روزنه ورکړل شوه او د ۱۰۸۶ کال د مې په ۲۴ نېټه نوموړي ته خپل پلار له خوا د اتل ویاړ ورکړل شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

میراث، ۱۰۸۷ – ۱۰۸۸ کلونه[سمول]

وېلیم په ۱۰۸۷ کال کې، په ویکسین کې د یو خوځښت په جریان کې سخټ ټپي شو. هېنري د سپتمبر په میاشت کې روین ته نږدې د خپل مرګ حاله پلار سره یو ځای شو، چې په هغه ځای کې پاچا خپله شتمني د خپلو زامنو ترمنځ ووېشله. په هغه وخت کې په لوېدیځه اروپا کې د ځایناستۍ اصول ناڅرګند وو؛ د فرانسې په ځینو برخو کې، د لومړي زوی د وراثت حق، چې مشر زوی د نوماندۍ میراث ترلاسه کاوه، د ودې په حال کې و. د اروپا په نورو برخو کې، د نورماندي او انګلستان په ګډون، دود د ځمکې د وېشلو لپاره و، چې مشر زوی یې ارثي ځمکې ترلاسه کولې - چې معمولا ترټولو با ارزښته ګڼل کېدې - او کوچنیو زامنو ته لږ، یا په دې وروستیو کې ترلاسه شوې، تجزیه شوې یا املاک ورکول کېدل.  [۱۹][۲۰][۲۱]

داسې بریښي چې وېلیم د خپلو ځمکو په وېشلو کې د نورمان دود تعقیب کړی وي. یعنې د نورماندي او انګلستان ترمنځ توپیر و، چې نورماندي یې په ​​وراثت کې ترلاسه کړې وه، او انګلستان یې د جګړې له لارې ترلاسه کړی و. د وېلیم دویم زوی، ریچارډ، د ښکار په پېښه کې مړ شوی و، او میراث هېنري او د هغه دوه وروڼو ته پاتې شو. رابرت چې تر ټولو مشر و، سره له دې چې د مړینې په وخت کې د خپل پلار په وړاندې په وسله وال بغاوت کې ښکېل و، نورماندي ترلاسه کړه. انګلستان وېلیم روفس ته ورکړل شو، چې د مړګ حاله پاچا په خوښه و. هېنري ته یو لوی مبلغ پیسې، چې زیاتره ۵۰۰۰ پوڼډ ښودل شوې، په دې تمه ورکړل شوې چې هغه ته به په بکنګمشایر او ګلوسټرشایر کې د خپلې مور ځمکې ورکړل شي. په کاین کې د هنرې د جنازې مراسم  د يوه ځايي سړي د شکايت له امله ګډوډ شول، او هېنري مسئول و چې د سپينو زرو په ورکولو شخړه حل کړي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

رابرت په دې تمه نورماندي ته راستون شو چې دوچي او انګلستان دواړه ورکړل شوي وو، ترڅو معلومه کړي چې وېلیم روفس د کانال څخه تېر شوی او د پاچا د تاج مراسم ترسره شوي. دواړه وروڼو د میراث په اړه په بنسټیز ډول اختلاف درلود، او رابرت ډېر ژر د انګلستان د پاچاهۍ د نیولو لپاره د یرغل پلان پیل کړ، چې د وېلیم روفس په وړاندې د ځینو مخکښو مشرانو له خوا په دې بغاوت کې ملاتړ کېده. هېنري په نورماندي کې پاتې شو او د رابرت په دربار کې یې دنده ترسره کړه، ښایي موخه یې دا وه چې هغه نه غوښتل د وېلیم روفس سره په ښکاره توګه برخه واخلي، یا دا چې رابرت ښایي د هېنري میراثي پیسې ضبط کړې وی که چېرې هغه د وتلو هڅه کړې وی. وېلیم روفس په انګلستان کې د هېنري نوې جایدادونه جلا کړل او هېنري یې بې ځمکې پرېښود. [۲۶][۲۷][۲۸]

په ۱۰۸۸ کې په انګلستان د رابرت د یرغل پلانونه ناکام شول او هېنري ته یې مخ واړو او وړاندیز یې وکړ چې ورور یې هغه ته د خپل میراث څخه یو څه پور ورکړي، چې هېنري انکار وکړ. هېنري او رابرت بیا یوې بلې هوکړې ته ورسېدل، چې په کې رابرت هېنري ته د ۳۰۰۰ پونډو په بدل کې د لوېدیځ نورماندي مسولیت ورکړل شو. د هېنري ځمکې نوي ښارګوټي ووچې په کوتونین کې د دوه اړخیز واک د یوه پلاوي له خوا رامنځ ته شوې وو، خو د اورانچین په اوږدو کې پراخه شول، چې د دواړو سیمو د کشیشانو چوکۍ یې په کنټرول کې وې. دې کار هېنري ته په دوو لویو نورمان مشرانو، د آوارنچش هوګ، او د ریډورس ریچارد او د مونټ سینټ میشل خانقاه باندې هم نفوذ ترلاسه کړي چې ځمکې یې د دوچي په اوږدو کې پراخې شوې. د رابرټ یرغلګر ځواک د نورمانډي پرېنښوده، چې وېلیم روفس په انګلستان کې خوندي پاتې شو.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118773739 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. King Henry I
  3. FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/39976 — subject named as: King of England Henry I — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp02145964 — subject named as: König von England Heinrich I — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  5. University of Barcelona authority ID (former scheme): https://crai.ub.edu/sites/default/files/autoritats/permanent/a1170692 — subject named as: Enric I, rei d'Anglaterra
  6. Henry I
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ سرليک: Kindred Britain
  8. Hollister 2003, pp. 30–31; Green 2009, p. 20
  9. Newman 1988, pp. 21–22; Carpenter 2004, pp. 125–126
  10. Hallam & Everard 2001, pp. 62–64, 114–118
  11. Hollister 2003, pp. 32, 40
  12. Carpenter 2004, p. 128
  13. Green 2009, p. 21
  14. Newman 1988, p. 54
  15. Hollister 2003, p. 35; Green 2009, p. 21; Thompson 2007, pp. 16–17.
  16. Hollister 2003, pp. 36–37; Green 2009, p. 22
  17. Hollister 2003, pp. 33–34
  18. Hollister 2003, p. 37; Green 2009, p. 23
  19. Hollister 2003, p. 37
  20. Hollister 2003, pp. 37–38
  21. Barlow 1999, p. 162
  22. Hollister 2003, p. 38
  23. Hollister 2003, pp. 38–39
  24. Hollister 2003, pp. 39–40, 46
  25. Hollister 2003, p. 39
  26. Hollister 2003, p. 48
  27. Hollister 2003, pp. 48–49
  28. Hollister 2003, pp. 40, 47
  29. Hollister 2003, p. 49
  30. Hollister 2003, pp. 51–53; Thompson 2007, p. 19
  31. Hollister 2003, p. 53
  32. Hollister 2003, p. 50