د انګلستان دریم اډوارډ
اډوارډ د څوارلس کلنۍ په عمر وروسته له هغه پاچاهۍ ته ورسېد چې پلار یې د مور، فرانسوۍ ایزابلا او د هغې د مین/ملګري راجر مورټیمر له خوا له واکه ګوښه کړای شو. نوموړي د ۱۷ کلنۍ په عمر د هېواد د ډي فکټو واکمن مورټیمر پر وړاندې بریالۍ کودتا رهبري کړه او خپله شخصي واکمني یې پیل کړه. په سکاټلنډ کې له بریالیو عملیاتو وروسته نوموړي په ۱۳۳۷ زکال کې ځان د فرانسې د تاج او تخت وارث اعلان کړ. دغه چاره د سل کلنې جګړې په نامه د مشهورې جګړې د پیل کېدو لامل وګرځېده. له څو لومړنیو ماتو وروسته د جګړې لومړنی پړاو د انګلستان په ګټه شو؛ د کرسي او پواتنه په جګړو کې بریاوې د برتیني د ګټمنې هوکړې لامل وګرځېدې چې له مخې یې انګلستان پام وړ ځمکنۍ لاسته راوړنې لرلې او اډوارډ هم د فرانسې د تاج او تخت اړوند په خپله ادعا سترګې پټې کړې. دغه پړاو د اډوارډین جګړې په نوم شهرت وموند. د اډوارډ د ژوندانه وروستي کلونه په نړیوال ډګر کې د انګلستان د پاتې راتلو او د کورنیو جګړو په پیلېدو سره مشخص کېږي چې تر ډېره پورې د نوموړي د کم فعالیت او ناسم روغتیايي حالت له امله و. اډوارډ جدي خوی درلود، خو د بخښنې په برخه کې یې غیرعادي چلند کاوه. هغه له څو اړخونو څخه په دود برابر پاچا و چې اصلي لیوالتیا یې له جګړې سره وه. نوموړی چې په خپل مهال او له هغه مهال څخه پېړۍ وروسته هم ستایل شوی د وروستیو تاریخ پوهانو لکه د کشیش ویلیام ستابز له خوا د یو غیرمسئول کړکېچ پالونکي په توګه غندل شوی، خو معاصرو تاریخ پوهان بیا د یو لړ مهمو لاسته راوړنو ویاړ هغه ته اړوند بولي. [۲] لومړنی ژوند (۱۳۱۲ – ۱۳۲۷ زکال)[سمول]اډوارډ د ۱۳۱۲ زکال د نومبر په ۱۳ مه په وینډوزرقلا کې وزېږېد چې له امله یې د خپل ژوند په لومړنیو کلونو کې د اډوارډ وینډوزر په نوم یاد کېده. د نوموړي د پلار، دویم اډوارډ واکمني د انګلستان په تاریخ کې جنجالي دوره وه. د دغو جنجالونو یوه سرچینه د پاچا غیرفعال توب او همدارنګه د سکاټلنډ په روانه جګړه کې یې پرله پسې ناکامۍ وې. بله بحث پارونکې موضوع هم د هغه د خوښې وړ ډېرو لږ کسانو څخه د پاچا انحصاري ملاتړ و. په ۱۳۱۲ زکال کې د هغه د نارینه وارث زیږون د نوموړي ځایګی د باروني مخالفینو پر وړاندې قوي کړ. پاچا هم د ځوان شهزاده د اعتبار پیاوړي کولو په موخه هغه د چسټر ارل وټاکه؛ په داسې حال کې چې یوازې ۱۲ ورځې عمر یې درلود. [۳][۴][۵][۶][۷][۸] په ۱۳۲۵ زکال کې د فرانسې څلورم چارلز چې د دویم اډوارډ اوښی و له هغه وغوښتل د آکیتن د انګلیسي دوک نشینه پر وړاندې درناوی وکړي. اډوارډ له دې امله چې خوښ نه و هېواد پرېږدي ځکه چې بیاځلي په کور دننه ناخوښۍ رامنځته شوې وې، هغه هم له ځوان هیو ډسپېنسر سره د زیاتې لیوالتیا له امله؛ همدا و چې هغه خپل زوی د آکیتن د دوک په توګه وټاکه او فرانسې ته یې د درناوي کولو په موخه ولېږه. ځوان اډوارډ له خپلې مور ایزابلا سره چې د پاچا چارلز خور وه، لاړ او په پام کې وه چې له فرانسویانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي. ایزابلا هغه مهال چې په فرانسه کې وه له تبعیدي راجر تیمور سره یې توطئه وکړه څو اډوارډ له واکه ګوښه کړي. د دغې چارې لپاره د دیپلماتیک او نظامي ملاتړ د رامنځته کولو په موخه ایزابېلا خپل زوی د هاینو له دولس کلنې فیلیپا سره کوژده کړ. ایزابلا او مورټیمر پارلمان راغوښت و او پاچا اړ شو څو د خپل زوی په ګټه له واکه لاس واخلي چې په دې سره ځوان اډوارډ د ۱۳۲۷ زکال د جنوري په ۲۵ مه په لندن کې پاچا اعلان شو. ځوان پاچا د فبروري په لومړۍ نېټه د څورلس کلنۍ په عمر په ویسټ منېسټر کلیسا کې د پاچاهۍ تاج پر سر کېښود. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] د واکمنۍ لومړي کلونه (۱۳۲۷- ۱۳۳۷ زکال)[سمول]شخصي واکمني[سمول]لا ډېر دوام یې نه و کړی چې نوی سلطنت له نورو هغو ستونزو سره مخ شو چې د مورټیمر له مرکزي ځایګي څخه یې سرچینه اخیسته او اوس مهال په بالفعل یا ډي فکټو توګه د انګلستان واکمن و. مورټیمر د املاکو او اشرافي القابو د ګټنې په موخه له خپل واک څخه ګټنه کړه او سکاټلنډیانو ته یې د دورهام سیمې د سټانهوپ پارک په جګړه کې له پرېکنده ماتې ورکولو وروسته په ۱۳۲۸ زکال کې له هغوی سره د ایډنبورګ – نورث همپټون هوکړه لاسلیک کړه. ورته مهال ځوان پاچا له خپل ملاتړي (مورټیمر) سره مخالف شو. مورټیمر پوهېده چې ځایګی یې د پاچا سره د اړیکې له امله له ګواښ سره مخ دی؛ همدا و چې هغه ته یې په سپکاوي کولو پیل وکړ. د دوی ترمنځ ترینګلتیاو وروسته له هغه زور واخیست چې اډوارد او فیلیپا د ۱۳۲۸ زکال د جنوري په ۲۴ مه په یورک منېسټر کې واده وکړ او د ۱۳۳۰ زکال د جون په ۱۵ مه د ووډسټاک د اډوارډ په نامه د هغوی زوی وزېږېد. بالاخره پاچا پرېکړه وکړه چې مستقیما د مورټیمر پر وړاندې ګام اوچت کړي. اډوارډ د خپل نږدې ملګري ویلیام مونټاګو چې د مونټاګو دریم بارون و او همدارنګه د خپلو ډېر لږ باوري کسانو په مرسته د ۱۳۳۰ زکال د اکتوبر په ۱۹ مه نوموړی په ناتینګهام قلا کې غافلګیر کړ. مورټیمر اعدام کړای شو او د دریم اډوارډ شخصي سلطنت پیل شو. [۱۶][۱۷][۱۸] په سکاټلنډ کې جګړه[سمول]دریم اډوارډ د سولې له هغه تړون څخه چې د ده په نوم شوی و خوشاله نه و، خو د جګړې د بېرته پیل ابتکار سلطنتي نه بلکې د هغه شخصي و. د انګلیسي مخکښانو یو ډلې چې د بې وراثته کسانو (The Disinherited) په نوم پېژندل کېده او د سولې د تړون له امله یې په سکاټلنډ کې خپل املاک له لاسه ورکړي و، په سکاټلنډ یې برید وکړ او په ۱۳۳۲ زکال کې یې د دوپلین په جګړه کې لویې بریا ته لاسرسی وموند. دوی هڅه وکړه د دویم ډېوېډ پر ځای اډوارډ بالیول د سکاټلنډ پاچا وټاکي، خو بالیول ډېر ژر د سکاټلنډ پرېښودو ته اړ شو او له دریم اډوارډ څخه یې مرسته وغوښته. انګلیسي پاچا د نوموړي غوښتنې ته د برویک مهم سرحدي ښار په محاصرې ځواب ورکړ او د هالیډون په جګړه کې یې مرسته کوونکي لوی پوځ ته ماته ورکړه. هغه بالیول بېرته واکمنۍ ته ورساوه او په دې سره یې د سکاټلنډ په سویل کې پریمانه ځمکې ترلاسه کړې. د دغې بریا ساتل ستونزمنه چاره وه ځکه دویم ډیوېډ ته وفاداره ځواکونو په تدریج سره د هېواد کنټرول په لاس کې واخیست. په ۱۳۳۸ زکال کې دریم اډوارډ اړ شو څو له سکاټلنډیانو سره هوکړې ته ورسېږي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲] د سکاټلنډ پروړاندې د ستراتیژۍ د بدلون یو لامل هم د انګلستان او فرانسې ترمنځ په اړیکو کې د ستونزو د رامنځته کېدو مخ پر زیاتوالي اندېښنه وه. تر هغه مهاله چې سکاټلنډ او فرانسه له یو بل سره متحد و، انګلیسان له دوه اړخونو سره د جګړې په فکر کې و؛ فرانسویانو د انګلستان په سواحلي ښارونو برید وکړ چې له امله یې په انګلستان باندې د فرانسې د پراخو بریدونو اړوند ګنګوسې رامنځته شوې. [۲۳][۲۴] سرچينې[سمول] |
- ↑ سرليک: Kindred Britain
- ↑ Mortimer (2006), p. 1; Ormrod (2012).
- ↑ Mortimer (2006), p. 21.
- ↑ For an account of the political conflicts of Edwardکينډۍ:NbsII's early years, see: Maddicot, J.R. (1970). Thomas of Lancaster, 1307–1322. Oxford: Oxford University Press. OCLC 132766. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-821837-0. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Tuck (1985), p. 52.
- ↑ Prestwich (1980), p. 80.
- ↑ Prestwich (2005), p. 189.
- ↑ Mortimer (2006), p. 23.
- ↑ Tuck (1985), p. 88.
- ↑ For an account of Edwardکينډۍ:NbsII's later years, see: Fryde, N.M. (1979). The tyranny and fall of Edward II, 1321–1326. Cambridge: Cambridge University Press. OL 7745904M. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-54806-3. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Mortimer (2006), p. 39.
- ↑ Prestwich (2005), p. 213.
- ↑ Prestwich (2005), p. 216.
- ↑ Mortimer (2006), p. 46.
- ↑ Mortimer (2006), p. 54. The later fate of Edwardکينډۍ:NbsII has been a source of much scholarly debate. For a summary of the evidence, see: Mortimer (2006), pp. 405–410
- ↑ McKisack (1959), pp. 98–100.
- ↑ Mortimer (2006), pp. 67, 81.
- ↑ Prestwich (2005), pp. 223–224.
- ↑ Preswich (2005), p. 244.
- ↑ DeVries (1996), pp. 114–115.
- ↑ Preswich (2205), pp. 244–245.
- ↑ Ormrod (1990), p. 21.
- ↑ Ormrod (1990), p. 21.
- ↑ McKisack (1959), pp. 117–119.