د انټرنټ تاریخ
د انټرنټ تاریخ د کمپیوټري شبکو د جوړلو او نښلولو له هڅو سره تړاو لري چې د نړیوالو په ځانګړې توګه د بریتانوي او فرانسوي څېړونکو په همکارۍ د امریکا په متحده ایالاتو کې د اړوند څېړنو له پیل او ودې سرچینه اخلي.[۱][۲][۳][۴]د کمپیوټر پوهنه د ۱۹۵۰ کلونو په وروستیو کې پیل شوه. په هغه وخت کې، خلکو د کمپیوټر څخه په نوبتي ډول کار اخیست چې دې ته "مهالیز ویش" یا "time-sharing" ویل کیده. په دې برخې کې دوه مهم کسانو ځانګړې ونډه درلوده.
لومړی پاول باران (Paul Baran) چې د ۱۹۶۰ کلونو په پیل کې یې یوه نوې نظریه وړاندې کړه او دې نظریې په ډیره هوښیارۍ سره یوه مهمه ستونزه حل کړه. هغه دا ده کله چې کمپیوټرونه ډیر معلومات یو بل ته لیږدوي، دا کار اکثراً له ستونزو سره مخ کیږي او لیږد نه ترسره کیږي. دا داسې مثال ده لکه تاسې چې غواړئ یو لوی کتاب له یوه ځایه بل ځای ته یوسئ. که ټول کتاب په یو وار یوسئ، دا به ستونزمن وي او کیدای شي چ په لاره کې کتاب له تاسې نه ورک شي، په کمپیوټر کې هم د معلوماتو لېږد همداسې مثال لري. که چېرته تاسې په یو وار باندې د لوی حجم معلومات انتقالوئ نو د کمپوټر لپاره ستونزمن دي. نو د پاول باران حل دا و، چې لومړی باید لوی معلومات دې په وړو برخو (پاکټونو) وویشل شي، بیا دې هره وړه برخه دې جلا جلا ولیږدول شي، په دې توګه به د معلوماتو لیږد ډیر اسان شي. دا داسې دی لکه د کتاب پاڼې چې جلا جلا یوسئ. د هرې ورقې لېږد ډیر اسانه دی او بیا کله چې ټولې پاڼې ورسیږي، کولی شئ چې بیرته ې سره یو ځای کړئ او کتاب بیرته په خپل اصلي شکل جوړ کړئ. دا نظریه د نن ورځې د انټرنټ یو له مهمو بنسټونو څخه ده او همدا اوس هم کارول کیږي.
دوهم ډونالډ داویس (Donald Davies) چې په ۱۹۶۵ کال کې یې د "پاکټ سوېچنګ" (packet switching) سیستم رامنځته کړ. دا سیستم په بریتانیا کې د معلوماتو د لېږد لپاره وکارول شو. ډونالډ داویس د برېتانیا د فزیک په ملي لابراتوار کې یو پوه څېړونکی و. هغه د خپل وخت د ډیجیټلي کمپیوټرونو په برخه کې یو مخکښ شخصیت و. د ده اصلي موخه دا وه چې د برېتانیا لپاره داسې یوه پرمختللې ملي کمپیوټري شبکه جوړه کړي چې د هېواد ټول سوداګریز، څېړنیز او علمي مرکزونه یو له بل سره ونښلوي او معلومات په چټکۍ سره تبادله کړای شي. نو د همدې لپاره ده یو داسې سیستم جوړ کړ چې لومړی لوی معلومات په کوچنیو برخو (پاکټونو) ویشي. هر پاکټ ته یو ځانګړی پېژندنیز نمبر ورکول کیږي، ترڅو د معلوماتو د بیا یوځای کولو پر مهال د هر پاکټ ځای معلوم وي. یو ځانګړی شی دا دی چې هر پاکټ د شبکې له بېلابېلو لارو څخه تېرېدلی شي. که چېرته د شبکې یوه برخه خرابه شي یا ډېره بوخته وي، پاکټونه په اتوماتیک ډول بله لار غوره کوي او خپل منزل ته رسیږي. کله چې ټول پاکټونه خپل منزل ته ورسیږي، د هغوی د پېژندنیز نمبر په مرسته بیرته په سمه توګه سره یوځای کیږي او اصلي معلومات ترې جوړیږي. د دې سیستم تر ټولو لویه ګټه دا ده چې د معلوماتو لیږد پکې ډېر چټک او مطمئن دی. که د شبکې یوه برخه له ستونزې سره مخ شي، نور معلومات په بله لار تېرېدلی شي. د معلوماتو خوندیتوب پکې ډېر لوړ دی ځکه چې هر پاکټ جلا لار غوره کولی شي او که څوک یو پاکټ هم ونیسي یا ې غلا کړي چ وګوري چې څوک کوم معلومات تبادله کوي، د ټولو معلوماتو په مانا پوهېدل ورته ګران دي ځکه یو پاکټ ډیر کوچنی برخه معلومات لري.
دې دواړو کسانو د نن ورځې د انټرنټ د جوړولو لپاره لومړني بنسټونه کېښودل. دوی داسې لارې جوړې کړې چې معلومات په اسانۍ سره د یو ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شي. په ۱۹۶۹ کال کې، د امریکا د دفاع وزارت یوه مهمه څانګه (ARPA) د "آرپانیټ" (ARPANET) په نوم یو لوی پروژه پیل کړه. دا د نن ورځې د انټرنټ لومړنی بڼه وه. د دې پروژې مشري درې مهمو کسانو کوله: لومړی رابرټ تایلر (Robert Taylor) د پروژې مشر و. دوهم لاورنس رابرتس (Lawrence Roberts) د پروژې مدیر و او له دوی سره لیونارډ کلینروک (Leonard Kleinrock) په UCLA پوهنتون کې د دې پروژې ریاضیکي برخه تایید کړه. دوی د پاکټ سوېچنګ (packet switching) څخه کار واخیست، کوم چې د ډونالډ داویس (Donald Davies) او پاول باران (Paul Baran) لخوا مخکې له مخکې جوړ شوی و. لکه څنګه چې دا یو لوی پروژه وه نو ددې عملي جوړونه د درې شرکتونو لخوا ترسره شوه: لومړی بولټ (Bolt)، دوهم بیرانېک (Beranek) او دریم نیومن (Newman). دا پروژه د نن ورځې د انټرنټ لومړنی لومړنی بنسټ و.
پاکټ سویچنګ هغه نوښتګر مفکوره وه چې د ۱۹۷۰مو کلونو په لومړیو کې یې د کمپیوټري شبکو بنسټ کېښود. د دې ټکنالوژۍ پر بنسټ لومړنۍ شبکې لکه NPL، آپارنېټ (ARPANET)، مېرېټ شبکه (Merit Network) او CYCLADES رامنځته شوې. دغه شبکې د دې لپاره جوړې شوې وې چې د معلوماتو د لیږدولو یوه نوې او اغېزمنه لاره رامنځته کړي، چېرې چې معلومات په کوچنیو ټوټو (پاکټونو) وېشل کېږي او له مختلفو لارو څخه خپل هدف ته رسېږي. دغه مفکوره د هغه وخت لپاره یوه انقلابي بدلون ګڼل کېده.
د دې پرمختګونو په تعقیب، د ARPA پروژې او د نړۍ په کچه نورو څېړنیزو ډلو په ګډه هڅه وکړه چې داسې پروتوکولونه جوړ کړي چې جلا شبکې وکولای شي د شبکو یوې لویې شبکې سره وصل کړي. دا په دې معنا چې دوه کمپیوټرونه له یو بل سره معلومات شریکوي دا یو شبکه ګڼل کیږي خو که چېرته دا یوه شبکه له داسې نورو شبکو سره یو ځای شي چې په لسګونه او یا سلګونه کمپیوټرونه له یو بل سره معلومات شریک کړي دې ته د شبکو شبکه یا انټرنیټ ویل کیږي. نو دا پروتوکولونه د دې لپاره جوړ شوي وو چې د معلوماتو لیږد اسانه کړي او د شبکو ترمنځ همغږي رامنځته کړي چې د شبکو څخه یوه لوې شبکه جوړه کړي چې اوس انټرنټ بلل کیږي. د دې نوښت پایله دا وه چې ګڼ شمېر معیارونه جوړ شول چې د انټرنټ د راتلونکي پرمختګ لپاره بنسټيز وګرځېدل.
په ۱۹۷۴ کال کې، باب کهان (Bob Kahn) له ARPA او وېنټ سېرف (Vint Cerf) له سټنفورډ پوهنتون څخه یوه څېړنه خپره کړه. په دې څېړنه کې دوی د لېږد د کنټرول پروتوکول (Transmission Control Protocol) یا TCP او د انټرنټ پروتوکول (Internet Protocol) یا IP پر بنسټ یوه جامع حللاره وړاندې کړه. دغه پروتوکولونه د انټرنټ لپاره د اساسي پروتوکولونو ټولګه وګرځېدل او د معلوماتو د لیږد لپاره یې معیاري لارې جوړې کړې. دا پروتوکولونه د انټرنټ د بنسټ جوړولو لپاره تر ټولو مهم پرمختګ ګڼل کېږي. په دغه طرح کې د لویس پویزین (Louis Pouzin) په مشرۍ د فرانسوي CYCLADES پروژې یو شمېر مفاهیمو هم ځای درلود.
د ۱۹۸۰ مې لسیزې په لومړیو کې د امریکا د علومو ملي بنسټ (NSF) د څېړنو لپاره مهم ګامونه واخیستل. دې بنسټ په پوهنتونونو کې د سوپرکمپیوټرونو مرکزونو ته بودیجه ورکړه، ترڅو څېړونکی وکولای شي خپلې علمي څېړنې په اغېزمنه توګه پر مخ بوځي. په ۱۹۸۶ ز کال کې NSFNET پروژه پیل شوه، چې د دې مرکزونو ترمنځ یې اړیکې جوړې کړې او څېړنیزو بنسټونو ته یې د سوپرکمپیوټرونو منابعو ته لاسرسی ورکړ. د دې شبکې په مرسته څېړنې ډېرې اسانه شوې او د علمي پرمختګ لپاره یوه مهمه وسیله رامنځته شوه. په همدې وخت کې، د ډومېن په نامه سیسټم (DNS) هم جوړ شو، چې د ویب پاڼو لپاره ځانګړي نومونه ورکړي او د IP ادرسونو کارونه ساده کړي. د دې پرمختګونو په نتیجه کې TCP/IP پروتوکول د نړیوالو شبکو لپاره معیار وګرځېد او د انټرنټ پراختیا پیل شوه.
په ۱۹۸۹ ز کال کې، د انټرنټي خدمتونو لومړني سوداګریز شرکتونه (ISPs) په امریکا او اسټرالیا کې رامنځته شول. دا شرکتونه عامو خلکو ته د انټرنټ خدمتونه وړاندې کول. په ۱۹۹۰ ز کال کې آپارانېټ (ARPANET) له منځه یووړل شو، ځکه چې نورې پرمختللې شبکې جوړې شوې وې. په دې کلونو کې، د خصوصي انټرنټي شبکو له لارې خلکو ته انټرنټ ته محدود لاسرسی ورکړل شو. په ۱۹۹۵ ز کال کې NSFNET پروژه هم پای ته ورسېده، او په دې سره د سوداګریز انټرنټ پر وړاندې وروستي بندیزونه هم لرې شول. دې بدلونونو انټرنټ د علمي او څېړنیزې وسیلې څخه یوې عامې او سوداګریزې وسیلې ته بدل کړ، چې نن یې ټولې نړۍ ته پراختیا موندلې ده.
د ۱۹۹۰ مې لسیزې له نیمایي وروسته، انټرنټ په مختلفو برخو کې ستر بدلونونه راوستل. د برېښنالیک، چټکې پیغام رسونې، د انټرنټ پر بنسټ تلیفوني اړیکو (VoIP)، انځوریز چټ، او د نړیوال ویب له لارې خبرې اترې، ټولنې، بلاګونه او ټولنیزې شبکې عامې شوې. دې پرمختګونو د خلکو اړیکې اسانه او ګړندۍ کړې، او په کلتور، سوداګرۍ او تکنالوژۍ یې انقلابي اغېز وکړ. په دې وخت کې، آنلاین سوداګرۍ ویب پاڼې رامنځته شوې، چې خلکو ته یې د پیر او پلور لپاره نوې لارې برابرې کړې. په ورته وخت کې، د نوري فایبر ټکنالوژۍ د معلوماتو د لېږد چټکتیا ډېره زیاته کړه. دا شبکې د ۱ جي بي په ثانیې نه تر ۱۰ جي بي په ثانیې، او حتی له دې هم لوړ سرعتونه وړاندیزوي، چې د معلوماتو په ډېرې لوړې کچې سره لېږد ممکنوي.
انټرنټ په دوامداره توګه پراخېږي او د آنلاین معلوماتو، سوداګرۍ، تفرېح او ټولنیزو شبکو خدمتونو په وسیله خلکو ته نوې اسانتیاوې برابروي. په ورته وخت کې، د نړیوالې شبکې راتلونکی ډول کېدای شي د هرې سیمې ځانګړتیاوې په پام کې ونیسي، چې دا به انټرنټ نور هم ځیرک او محلي کړي. دې پرمختګونو نړۍ د اړیکو او ټکنالوژۍ په برخه کې یو نوي عصر ته داخل کړه، چې نن هم دوام لري.
ګرځنده ټلیفون او انټرنټ
[سمول]لومړنی ګرځنده ټلیفون چې انټرنټ ته یې د نښلېدو امکان درلود، نوکیا ۹۰۰۰ (Nokia 9000 Communicator) و، چې په ۱۹۹۶ ز کال کې په فنلنډ کې جوړ شو. دا ټلیفون هغه وخت د تکنالوژۍ یوه ستره لاسته راوړنه وه، خو د دې بیې لوړې وې، نو یوازې محدودو خلکو ته د انټرنټي خدمتونو کارول ممکن وو. د دې ستونزې د هوارولو لپاره، د شبکو وړاندې کوونکو شرکتونو نوې هڅې وکړې ترڅو داسې سیسټمونه او خدمتونه وړاندې کړي چې د خلکو لپاره په ګرځنده ټلیفونونو کې انټرنټ ته لاسرسی اسانه کړي.
په ۱۹۹۹ ز کال کې، په جاپان کې NTT DoCoMo د i-mode په نامه هم د موبایل انټرنټ خپل لومړني خدمات پیل کړل. دا یو مهم پرمختګ و، ځکه چې دې ټکنالوژۍ د ګرځنده تلیفونونو لپاره انټرنټي خدماتو ته د ودې بنسټ کېښود. په ۲۰۰۱ ز کال کې، د Research in Motion (اوس BlackBerry Limited) شرکت په امریکا کې په خپلو بلک بېري تلیفونونو کې د برېښنالیک سیسټم معرفي کړ، یعنې هر چا کولی شوی چې له خپل ګرځنده مبایل څخه برښنالیک ولېږدوي. دا پرمختګ د سوداګرۍ او مسلکي خلکو لپاره ځانګړې ګټه درلوده.
په ګرځنده ټلیفونونو کې د انټرنټ استعمالولو یوه ځانګړې اړتیا درلوده، ځکه چې د دې تلیفونونو سکرین کوچنی وه او د لیکلو لپاره یې د کوچنیو کیبورډونو کارونه اسانه نه و. د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره، Wireless Application Protocol (WAP) رامنځته شو، چې په ګرځنده ټلیفونونو کې د انټرنټ کارولو یوه نوې لاره وه. WAP د دې لپاره ډیزاین شوی و چې د انټرنټ محتوا په ګرځنده وسایلو کې ساده او د لاسرسي وړ کړي.
په آسیا کې د ګرځنده ټلیفونونو کې د انټرنټ استعمال ډېر ژر پرمختګ وکړ. جاپان، سویلي کوریا، او تایوان د دې خدمتونو په وده کې مخکښ پاتې شول، ځکه چې ډېر خلک د شخصي کمپیوټرونو پر ځای د ګرځنده تلیفونونو له لارې انټرنټ ته نښلول کېدل. مخ پر ودې هېوادونو لکه هند، سویلي افریقا، کینیا، فلیپین او پاکستان کې هم دا عادي شو چې خلک د کمپیوټرونو پر ځای د تلیفونونو له لارې انټرنټ ته لاسرسی وکړي.
نن ورځ، مخ پر ودې هېوادونو کې د یو شخصي کمپیوټر په نسبت هر لس ګرځنده تلیفونونه کارول کېږي. دا ښیي چې ګرځنده تلیفونونه د انټرنټ کارونې لپاره تر ټولو عامه وسیله ګرځېدلې ده، چې د خلکو ژوند یې له هره پلوه اسانه کړی دی.
د فایلونو ساتنې خدمتونه
[سمول]د فایلونو د ساتنې خدمتونه خلکو ته دا امکان ورکوي چې خپل فایلونه د خپل کمپیوټر پر ځای په سرورونو کې وساتي. دا خدمات په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې د کمپیوټر حافظه یې کمه وي یا غواړي خپلو فایلونو ته له هر ځایه لاسرسی ولري. ډېری دا خدمتونه وړیا محدود ځای وړاندې کوي، خو د زیاتو معلوماتو د ساتلو لپاره فیس اخلي. يو څو مثالونه ېې په لاندې ډول دي.
ګوګل ډرایو (Google Drive)، د ۲۰۱۲ ز کال د اپرېل په ۲۴ مه وړاندې شو چې د فایلونو د ساتنې تر ټولو مشهور خدمتونه دي. ګوګل ډرایو خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوي چې فایلونه زخیره، اېډېټ او له خپل ځان او نورو کارونکو سره شریک کړي. دغه اپلیکشن نه یوازې د اېډیټ، ذخیرې او شریکولو اجازه ورکوي بلکې د ګوګل خپلو آفیس پروګرامونو لکه ګوګل ډاکس (Google Docs)، ګوګل سلایډ (Google Slides) او ګوګل شیټ (Google Sheets) ته وړیا لاسرسی هم برابروي. دغه اپلیکېشن د پوهنتونونو ښوونکو او زده کوونکو او همدارنګه هغو کسانو ته چې کلاوډ حافظې ته اړتیا لري تر ټولو ګټوره وسیله ده.[۵][۶]
ډراپ باکس (Dropbox)، د ۲۰۰۷ ز کال په جون میاشت کې وړاندې شو، چې د فایلونو د ساتنې ورته خدمات وړاندې کوي او خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوي څو د خپل کمپیوټر په یوه دوسیه یا فولډر کې خپل فایلونه وساتي، کوم چې د ډراپ باکس له سرور سره وصل دی او یا هم ورسره ساینکرونایز یا همغږی کېږي. له ګوګل ډرایو سره یې توپیر په دې کې دی چې دا د وېب بروسر پر بنسټ نه دی.[۷]
مېګا (Mega)، د ۲۰۰ میلیونه کاروونکو په لرلو سره د زخیرې کولو او ارتباطاتو یو کوډ لرونکی سیسټم دی چې د شخصي حریم په ساتنې په ټینګار خپلو کاروونکو ته وړیا او د پیسو په بدل کې حافظه وړاندې کوي.[۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "The Computer History Museum, SRI International, and BBN Celebrate the 40th Anniversary of First ARPANET Transmission, Precursor to Today's Internet". SRI International. 27 October 2009. خوندي شوی له the original on March 29, 2019. بياځلي په 25 September 2017.
But the ARPANET itself had now become an island, with no links to the other networks that had sprung up. By the early 1970s, researchers in France, the UK, and the U.S. began developing ways of connecting networks to each other, a process known as internetworking.
- ↑ by Vinton Cerf, as told to Bernard Aboba (1993). "How the Internet Came to Be". خوندي شوی له the original on September 26, 2017. بياځلي په 25 September 2017.
We began doing concurrent implementations at Stanford, BBN, and University College London. So effort at developing the Internet protocols was international from the beginning.
- ↑ Hauben, Ronda (1 May 2004). "The Internet: On its International Origins and Collaborative Vision A Work In-Progress". بياځلي په 25 September 2017.
- ↑ Kim, Byung-Keun (2005). Internationalising the Internet the Co-evolution of Influence and Technology. Edward Elgar. pp. 51–55. ISBN 978-1845426750.
- ↑ Nolledo, Michael. "What is Google Drive? A guide to navigating Google's file storage service and collaboration tools". Business Insider. بياځلي په 2020-11-16.
- ↑ "Introducing Google Drive... yes, really". Official Google Blog (in انګليسي). بياځلي په 2020-11-16.
- ↑ "About". www.dropbox.com (in انګليسي). بياځلي په 2020-11-17.
- ↑ "About - MEGA". mega.nz. بياځلي په 2020-11-17.