د انقره جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انقره یا انګورا جګړه د ۱۴۰۲ کال د جولای په ۲۰ مه نېټه د انقرې ښار ته نژدې د چوبک په میدان کي د عثماني سلطان بایزید اول او د تیموریانو د امپراطورۍ واکمن (امیر تیمور) تر منځ پېښه سول. یاده جګړه د تیمور لپاره لویه بریا وه، او د عثماني واکمنۍ د قدرت ستني یې ولړزولې. [۱]

دجګړې منځته راتګ[سمول]

د انقره جګړه دعثماني واکمن سلطان بایزید او تیمورلنګ ترمنځ هغه وخت رامنځ ته سول کله چي په کوچنی اسیا (اوسنی اسیایي ترکیه) کي یو شمېر سیمه ییزو واکمنانو دعثماني خلافت اویاهم تیموري واکمنۍ تر سیوري لاندي خپلو حکومتونو ته دوام ورکړ اوپه پایله کي یې دختیځ تیموري واکمني او لویدیځ عثماني واکمنی پام ځان ته واړاوه چي پرهمدې اساس یوشمېر واکمنیو ددوی ترمنځ د دښمنی اور بل کړ اوپایله یې په خونړۍ جګړې تمامه سول.

ځواکونه[سمول]

اټکل کیږي چې د تیموریانو پوځ په دې جګړه کي 140,000 تنه وو، چې ډیری یې سپاره وه، او همدارنګه یې 32 عدده جنګي پیلان هم له ځان سره درلوده. [۲] د بایزید د لښکر شمېر بیا ۸۵۰۰۰ تنه وو. [۳] [۲] تاریخي سرچینو د یادي جګړې د سرتیرو د شمېر په اړه زیاته مبالغه کړې ده: مسلمان پوه احمد بن عربشاه د 800,000 تیموریانو ادعا کړې، پداسي حال کي چي یو جرمني شاهد د 1.6 ملیون کسانو ادعا کړې ده. [۴]

د عثماني ځواک په لیکو کې د بایزید د زامنو، غازيانو، یني چري عثماني لښکر، اناتولي مسلمان واکداران، [۵] او یو شمیر اروپايي (د بالکان مسیحي [۵] ) واکداران شامل وه. [۶] د سربیانو په مینځ کي برخه اخیستونکي کسان سټیفن لازارویچ ، ووک لازارویچ ، دوراد برانکوویچ او د هغه ورور ګرګور برانکوویچ ، [۶] او د البانیایي فوځ په مینځ کي کوجا زکریجا ، ډیمیټریوس جونیما ، ګجون کاسټریوټي ، او شاید تنوش دوکاګجیني شامل وه. [۷]

جګړه[سمول]

جګړه د عثمانیانو له لوري په لوی برید سره پیل سوه، چې د تیموریانو د آسونو د تیرونو په مرسته یې مخه ډپ سوه. ددې په پایله کي څو زره تنه عثمانیان قتل او ډیری نور تیمور ته تسلیم سول. سټیفن لازارویچ او د هغه ملګرو له خپل لوري خونړي بریدونه ترسره کړه خو قسمت ملګرتیا ورسره ونکړه او دتیمور په وړاندي مات سول. سټیفن بایزید ته مشوره ورکړه چي نور له هغه سره وتښتي او ډګر خوشي کړي خو بایزید دا کار ونکړ. ځینو سربیایانو وکولای سول چي د بایزید یو زوی او خزانه له منګولیانو وژغوري او قسطنطنیه ته یې له ځان سره یوسي. د صربستان پوځیانو د تورو تختو زغره اغوستې وه چي د تیموریانو د تیرونو په مقابل کي خورا اغیزمنه وه. ددوی دقوي بریدونو له امله تیمور هم د سربی پوځیانو ستاینه وکړه چي د هغه په وینا "د زمریانو په څیر جګړه کوي". د جګړې په جریان کې د دواړو لښکرو د اوبو اصلي زیرمه (چابوک کریک) د تیمور لخوا د چابوک ښارګوټي ته نږدې د سیند څخه لري یوې زیرمي ته واړول سوه، چي دې پیښي عثماني اردو بې اوبو کړه او حالت یې کړکېچن سو. عثماني لښکر چې تږي او ستړي وو، ماته یې وخوړه او بایزید له څو سوو سپرو سره نږدې غرونو ته په تېښته بریالی سو خو هلته یې هم مقاومت ونسوای کړای او په پایله کي دتیموري ځواکونو له لوري ژوندی ونیول سو.

  1. Creasy 1878، صص. 52–55.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Tucker 2010، ص. 140.
  3. Edward Gibbon; Henry Hart Milman (1899) The History of the Decline and Fall of the Roman Empire Vol.
  4. ۵٫۰ ۵٫۱ Kafadar 1996، ص. 18.
  5. ۶٫۰ ۶٫۱ Fine 1994، ص. 499.
  6. Fine 1994، ص. 422.