د انساني ځيرکتيا تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انساني ځيرکتيا تکامل د انسان له دماغو او د ژبې له اصليت سره نژدې تړاو لري. د انسان د تکامل موده شا اوخوا په اوه ميلیونه کالو خپره ده، د «پان» نوعې څخه نيولې بيا تر ۵۰۰۰۰ کاله مخکې هغه وخت پورې چې د چلند نوي والی منځ ته راغی. د دې مودې لومړي درې ميلیونه کاله د « Sahelanthropus» پورې، ورپسې دوه ميليونه کاله تر « Australopithecus » پورې اړوند او وروستي دوه ميلیونه کاله يې بيا د «هومو» نوعې د ډبرين عصر تاريخ په ځآن کې رانغاړي.[۱]

د انساني ځيرکتيا ډېرې ځانګړتياوې، لکه خواخوږي، د ذهن تيوري، خفګان، خواشيني او د نښو او وسايلو کارول تر يو بريده په سترو ايپس (يو ډول غټ شاديان دي) کې هم څرګند وو، حال دا چې دا په ډېرو کمو پېچلو بڼو کې دي، کومې چې په انسانانو کې موندل شوي دي، لکه د سترو ايپس ژبه.

تاريخ[سمول]

هومينيډای[سمول]

ستر ايپس (hominidae) د پېژندنې او خواخوږۍ ځينې وړتياوو څرګندونه کوي. چمپانزي کولای شي وسايل جوړ کړي او د خوراک او ټولنيزو دندو لپاره دا وسايل وکاروي؛ هغوی د ښکار يو څه پېچلې تګلارې لري، کومې چې همکارۍ، اغېز او درجه بندۍ ته اړتيا لري؛ دوی همدا راز د حيثيت شعور لري، دوی واکمني کوونکي دي او د غولونې وړتيا هم لري؛ دوی د نښو کارول زده کولای شي او د انسان د ژبې پر اړخونو پوهېدای شي، په کومو کې چې يو څه د خبرو جوړښت، د شمېرو تصور او شمېرېز ترتيب شامل دي.[۲]

هومينينای[سمول]

نږدې لس ميلیونه کاله مخکې، د ځمکې اقليم په يو يخ او وچ پړاو کې داخل شو، د کوم په پايله کې چې نږدې ۲.۶ ميلیونه کاله مخکې پيل شوي څلور ګونی کنګل جوړېدل منځ ته راغلل. د دې يوه پايله دا شوه چې د شمالي افريقايي استوايي ځنګل په شاتګ پيل وکړ، په لومړي سر کې يې پرانيستو شنو سيمو ځای ونيو او په پايله کې په ډاګونو (اوسنۍ سهارا) بدل شو. له دې امله چې د هغې چاپېريال په پرله پسې ډول له ځنګل څخه د وښو لرونکو ډاګونو په خپرېدو سره په جلا کېدونکو ځنګلي سيمو بدل شو، ځينې لومړني انواع تر يو بريده يا په بشپړ ډول په ځمکه د اوسېدو ژوند سره برابرښت پيدا کړ. په دې ځای کې دوی د ښکاريانو په وړاندې څرګند شول، لکه لويې پېشوګانې، له کومو څخه چې دوی مخکې خوندي وو.

د دې چاپېريالي فشارونو له امله د دوه پښو والا په حق کې غوراوی منځ ته راغلو: په وروستيو پښو ګرځېدل. دې چارې د هومينيني سترګو ته زيات تکامل ورکړ، دوی کولای شول چې ګواښ له لا زيات لرې ځای څخه وويني او د نقل او حرکت ډېره اغېزناکه وسيله يې تر لاسه کړه. په ورته ډول يې لاسونه د قدم وهلو له موخې څخه ازاد کړل او د خوراک د راټولولو په څېر موخو لپاره يې لاسونو کارولو ته وړتيا ورکړه. په ځينو وختونو کې په دوه پښو تلونکو لومړنيو موجوداتو ته يې د لاس درلودل ورکړل، په دې ډول دوی د لرګيو، هډوکو او ډبرو د پورته کولو او د وسلو په توګه د هغې د کارولو وړتيا تر لاسه کړه، يا د نورو موخو لپاره د وسيلو په توګه لکه د کوچنيو ژويو وژل، يا د زړو ماتول يا د جسمونو پرې کول. په نورو ټکو، دې لومړيو موجوداتو د لرغونې ټيکنالوژۍ کارول زده کړل. د هومينينا د فرعي قبيلې دوه پښو لرونکو د وسايلو کارونکو لومړي موجودات تقريباً له پنځو څخه تر اوه ميليونه کاله مخکې دي، لکه يو له تر ټولو لرغونو نسلونو څخه چې هغه د « Sahelanthropus tchadensis» په نوم دي.

له شا اوخوا پنځه ميلیونه کاله مخکې راهيسې، د هومينين دماغ په چټکۍ سره وده کوي، هم يې اندازه او هم يې په فعاليتونو کې توپير راځي. د دماغو په حجم کې په کرار کرار زیاتوالی راغلی، ځکه انسانانو د تکامل له مودې سره وده کړې (Homininae وګورئ)، په «هومو هيبيليس» کې له شا اوخوا ۶۰۰ سانتي متره څخه په پيليدو سره په «هومو نينډرتيلينسس» کې تر ۱۵۰۰ سانتي متره پورې. په همدې بنسټ، په عموم کې د دماغو د حجم او ځيرکتيا تر منځ يوه اړيکه شته. په هر حال، د اوسني «هومو سيپنیز» د دماغو حجم د «نيندتالز» په پرتله يو څه کوچني دي (۱۲۵۰ سانتي متره)، او «فلورس هومينينډس» (هومو فلوريسينسس)، کومو ته چې د «هوبټس» عرفي نوم ورکول کېدای شي، د جمجمې شا اوخوا ۳۸۰ سانتي متره ظرفيت يې درلود (چې دا د چمپانزي لپاره کوچنی بلل کېږي)، کوم چې د « H. erectus» د يو په درې اندازه کې و. داسې وړانديز شوی چې هغوی له « H. erectus» (ولاړ انسان) څخه « insular dwarfism» د يو حالت په ډول تکامل کړی. د خپلو درې ځلې کوچنيو دماغو په لرلو سره «فلورس هومينيډز» په څرګند ډول له اور څخه کار اخستی او د خپلو پلرونو نيکونو « H.erectus» په څېر نوي پېچلي وسايل يې جوړ کړي دي.

هومو[سمول]

نږدې ۲.۴ ميلیونه کاله مخکې هومو هيبيليس (ماهر/پوه انسان) په ختيځه افريقا کې راڅرګند شول: کوم چې تر ټولو لومړۍ انساني پېژندل شوي انواع دي او لومړي هغه دي چې د ډبرينو وسايلو د جوړولو لپاره پېژندل شوي دي، بيا هم له لرغوني پړاو حخه او له يو څخه زياتو « Australopithecus» پاتې شونو په شا اوخوا کې د تر لاسه شويو وسايلو د کارولو نښو نښانو اختلافي پايلې دا پوښتنه پيداکولای شي چې « H. habilis» د دوی له پخوانيو څخه څومره هوښيار (ځيرک) وو.

د وسايلو کارولو يوه مهمه تکاملي ګټه وړاندې کړه او د دې موخې لپاره اړین لاس د خوځښتونو اړوند کولو لپاره سترو او ډېر پېچلو دماغو اړتيا وه. «هومو هيبيليس» د طريقې د پېچلتيا په اړه زموږ پوهه يواځې تر ډبرين کلتور پورې محدود نه ده، هغوی معمولاً د غاښونو په مټ د شیانو د پورته کولو وړتيا هم درلوده.[۳][۴][۵]

د سترو دماغو لپاره ستره جمجمه (د سر کوپړۍ) هم اړينه وي او په همدې ډول نورو مورفولوجيکي (د شيانو جوړښتي) او بيالوژيکي تکاملي بدلونونه هم اړین وي. د همداسې يو بدلون لپاره ښځينه اړتيا لري چې د نويو زېږېدونکو سترو جمجمو لرونکو بچيانو د زېږون لپاره د زېږېدو يوه پراخه وياله (بمبه) ولري. د دې لپاره حل لاره دا وه چې د جنين د ودې په لومړي پړاو کې وزېږول شي، مخکې له هغې چې د سر کوپړۍ يې هومره ستره شي چې بيا د زېږون د نالۍ څخه نه شي تېرېدای. له دې سره نور موافقتونه (سمون پیدا کول) د پورته او ښکته ژامې کوچني هډوکي، د مخ کوچني او کمزوري عضلات او د مخ کوچني کول او صفا کول وو، د کومو په پايله کې چې د اوسني انسان د پېچلو ادراکي او ژبنيو وړتياوو تر څنګ د شکل تاثرات او خندا پیدا کولو وړتياوې منځ ته راغلې. په پايله کې، په نويو انسانانو کې د غاښونو مسائل د هغو مورفولوژیکي بدلونونو څخه پیدا شول، کوم چې د کوچي ډوله ژوند څخه د پر ځای مېشت ژوند طريقې پر لور د بدلون لاملونه زياتولای شي.[۴]

دې سمون پیدا کولو د انسان دماغ د دې وړ وګرځول چې خپلې ودې ته دوام ورکړ، خو يو نوی قانون يې عملي کړ. بايد په پام کې ونيول شي چې د نارينه او ښځينه وو د جنس د ونډې په اړه دوديزې ادعاوې په تېرو کلونو کې ننګول شوي دي. دې ته له کتنې پرته چې د ډېر کمزوري زوزات د ساتنې لپاره د انسانانو په چټکۍ سره د مېشتېدو ژوند بڼې دوی له نورو ژويو او نورو انسانانو سره د مقابلې کولو لپاره د وسايلو پر جوړولو متکي کړل، په داسې حال کې چې د بدن په اندازې او پیاوړتيا يې کم انحصار درلود. [۴][۶]

شا اوخوا ۲۰۰۰۰۰ کاله مخکې اروپا او منځنی ختيځ د نيندرتال انسانانو له خوا د مېشت ځايونو په توګه ونيول شول، کوم چې له ۴۰۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰۰ کلونو مخکې په سیمه کې د نويو انسانانو د راڅرګندېدو وروسته ۳۹۰۰۰ کاله مخکې له منځه ولاړل.

د انسانانو تاريخ

د «پلايوسيني» پړاو په وروستیو کې، «هوميننز» له نويو سترو ايپس (غټ شاديان) او نورو نژدې اړوندو ژويو موجوداتو څخه جلا شول، کوم چې د بدني تکاملي بدلونونو په پايله کې په دوه پښو د درېدو يا نېغ تګ د وړتيا تر لاسه کولو لامل ګرځېدلي و. د سترګو پر سر کړۍ يا د وروځو د پياوړي راوتلو او اوار مخ په څېر ځانګړتياوې هم «هومو ايريکټس» (په ملا نېغ انسان) ته ځانګړتيا ورکوي. د دوی د دماغ حجم تر ډېره بريده دوی د « H. Habilis» په څېر د د دوی له نژدې اړوندو انواعو څخه جلا کوي، څنګه چې موږ په ۱۰۰۰ سي سي د منځنۍ کچې جمجې په وړتيا کې زياتوالی لېدای شو. د لومړيو نسلونو په پرتله (H. erectus) د خپلو سرونو په جمجمه کې «کيلونه» (په سينه کې کوچني  اډوکي دي) او کوچني «کريسټس» (تاج ته ورته جوړښت) جوړل کړ، کوم چې دماغو سره د مخ پر وده وړتيا د مرستې لپاره د کوپړۍ مورفولوجيکي (د بڼې/شکل اړوند) بدلونونه څرګندوي. داسې باور کېږي چې «هومو ايريکټس» له بدني اړخه اوسني انسانان و، ځکه چې د اندازې، وزن، د هډوکو د جوړښت او خوراکي عادتونو کې يو بل ته زيات ورته والی لري. خو د وخت په تېرېدو سره، انساني ځيرکتيا هغو پړاونو ته وده وکړه، کوم چې د دماغو د فزيالوژي، د جمجمې د جوړښت اناتومي او مورفولوژي او په چټکۍ سره د بدلېدونکې اقليم له چاپېريالونو سره تړلي دي.[۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. Klug WS, Cummings MR, Spencer CA, Palladino MA (2012). Concepts of Genetics (الطبعة Tenth). Pearson. د کتاب پاڼې 719. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-321-75435-6. Assuming that chimpanzees and humans last shared a common ancestor about 8-6 million years ago, the tree shows that Neanderthals and humans last shared a common ancestor about 706,000 years ago and that the isolating split between Neanderthals and human populations occurred about 370,000 years ago. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Chimpanzee intelligence". Indiana University. 2000-02-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ko KH (2016). "Origins of human intelligence: The chain of tool-making and brain evolution" (PDF). Anthropological Notebooks. 22 (1): 5–22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Nowzari, Hessam; Jorgensen, Michael (June 2022). "Human Dento-Facial Evolution: Cranial Capacity, Facial Expression, Language, Oral Complications and Diseases". Oral (په انګلیسي ژبه کي). 2 (2): 163–172. doi:10.3390/oral2020016. ISSN 2673-6373. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Puech P.-F., Puech S., Cianfarani F., Albertini H. (1989). "Tooth wear and dexterity in Homo erectus", pp. 247–251 in Hominidae. Proceedings of the 2nd International Congress of Human Paleontology, Jaca Book (Milan : Italy)
  6. Maya WH (November 4, 2020). "Prehistoric female hunter discovery upends gender role assumptions". National Geographic. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Conroy, Glenn C.; Pontzer (2012). Reconstructing Human Origins: A Modern Synthesis. Herman Pontzer (الطبعة 3rd). New York: W.W. Norton. OCLC 760290570. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-91289-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Stuart-Fox, Martin (2022-04-18). "Major Transitions in Human Evolutionary History". World Futures: 1–40. doi:10.1080/02604027.2021.2018646. ISSN 0260-4027. S2CID 248251299 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)