Jump to content

د انسانانو جنسي توپیروالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د انسانانو جنسي توپیروالی، په انسانانو کې د جنسي توپیرونو د ودې لړۍ ده. دغه توپیروالی د هغو فینوټایپي جوړښتونو د ودې په توګه تعریفېږي چې د جنسي هورمون د غدو له معلومېدو وروسته د تولید شویو هورمونونو د عمل په پایله کې رامنځ‌ته کېږي. په جنسي توپیروالي کې د بېلابېلو تناسلي او د داخلي تناسلي غړو وده او د جسم وېښتان شامل دي، چې د جنسیت په پېژندګلوي کې مهم ګڼل کېږي.[۱][۲]

د جنسي توپیرونو وده د XY جنسي تعیین کوونکي له سیسټم سره، چې په انسانانو کې شتون لري، پیلېږي او د نارینه او ښځینه‌وو ترمنځ د فینوټایپي توپیرونو وده د هغه زایګوټ د یو لړ پېچلو میکانیزمونو دنده ده چې لا ‌ډلبندي شوي نه‌دي. په ټولیز ډول، ښځې دوه X کروموزومونه او نارینه یو Y کروموزوم او یو X کروموزوم لري. د جنین د ودې په لومړنیو پړاوونو کې، دواړه جنسونه یوشان دنني جوړښتونه لري. دغه مېزونفریک او پارامېزونفریک مجراوې دي. پر Y کرموزوم باندې د SRY جېن شتون، په نارینه‌وو کې د خصیو د ودې او د هغو هورمونونو د ترشح لامل ګرځي، چې له‌امله یې پارامېزونفریک مجراوې ارتجاعي حالت نیسي. په ښځینه‌وو کې، مېزونفریک مجراوې ارتجاعي کېږي.[۳][۴]

د جنس ټاکنه

[سمول]

د انسانانو په شمول، ډېري تي‌لرونکي د XY جنسي تعیین کوونکي سیسټم لري: Y کروموزوم هغه فکټورونه لېږدوي چې د نارینه غړو د ودې دنده لري. د Y کروموزوم په نه‌شتون کې به جنین په ښځینه بڼه وده وکړي. دا د Y کروموزوم د جنس ټاکنې برخې د شتون له‌امله ده، چې د SRY جېن په نامه هم یادېږي. نو له‌دې امله، په ټولیزه توګه، نارینه تي‌لرونکي یو X او یو Y کروموزوم (XY) لري، په داسې حال کې چې ښځینه تي‌لرونکي دوه X کروموزومونه (XX) لري.[۵]

کروموزومي جنس د القاح پر مهال ټاکل کېږي؛ د سپرم له حجرې څخه یو کروموزوم، چې کېدای شي X یا Y وي، د تخمې د حجرې له X کروموزوم سره یوځای کېږي. ګونادي جنس، جنسي غړو ته ویل کېږي، چې خصیې یا تخمدانونه دي او دې ته اړه لري چې کوم جېنونه بیان شوي دي. فینوټایپي جنس، د جنسي غړو د دننیو او بهرنیو جوړښتونو ته اشاره کوي.[۶]

له القاح څخه ۶ اوونۍ باید تېرې شي ترڅو د انسان په جنین کې د جنسي توپیروالي لومړنۍ نښې څرګندې شي. جنین او له هغه وروسته لومړنی فېتوس (۷ یا ۸ اوونیز جنین) له جنسي پلوه سره توپیر نه‌لري، نه ښځینه او نه نارینه ته ورته‌والی لري. د راتلونکو څو اوونیو په اوږدو کې، داسې هورمونونه تولیدېږي چې له‌امله یې ناڅرګنده نسجونه د ښځې یا نارینه د تناسلي غړو بڼه نیسي. دغې لړۍ ته «جنسي توپیروالی» ویل کېږي. د ښځینه دننیو جنسي غړو لومړني متشکله مواد د «مولري سیسټم» په نامه یادېږي.[۷]

تکثري سیسټم

[سمول]

د اوو اوونیو په تېرېدو سره، په جنین کې تناسلي غدې، ادراري-تناسلي ژوروالی او مجراوې او د خصیو د کیسې ګونځې رامنځ‌ته کېږي. په ښځو کې، پرته له اضافي اندروجن څخه، دغه غړي بظر (کلیتوریس)، د ادرارو مجرا، فرج او لابیا ته اوړي.

د تناسلي غړو د جنسیت ترمنځ توپیروالی د جنیني ژوند په اوږدو کې پېښېږي. په دغه توپیروالي کې، د دننیو او بهرنیو تناسلي غړو مشخص کېدنه شامله ده. هم په نارینه او هم په ښځینه‌وو کې، جنسي غړي له درېیو جوړښتونو څخه رامنځ‌ته شوي دي: جنسي غدې، دننی تناسلي غړی او بهرنی تناسلي غړی. په نارینه‌وو کې جنسي غدې، خصیې او په ښځینه‌وو کې، تخمدانونه دي. دا هغه غړي دي چې ګمیټونه یا جنسي حجرې (تخمه او سپرم) تولیدوي او دغه تکثري حجرې په پای کې سره یوځای کېږي او القاح شوې تخمه (زایګوټ) رامنځ‌ته کوي.

زایګوټ له برخې، برخې کېدو سره سم، لومړي سر کې جنین (embryo) ته اوړي (چې معنی یې «په دننه کې وده» ده) او په ټولیز ډول له لومړۍ اوونۍ څخه تر اتمې اوونۍ پورې په همدې ډول پاتې کېږي، وروسته له اتمې اوونۍ څخه تر زېږېدلو پورې ورته فېتوس (fetus) ویل کېږي (چې د «نازېږېدلی ماشوم» معنی ورکوي). دنني تناسلي غړي، واړه مرستندویه غدې او مجراوې دي چې جنسي غدې له بهرنیو غړو سره نښلوي. بهرني تناسلي غړي له ټولو بهرنیو تکثري جوړښتونو څخه رامنځ‌ته شوی دی. د لومړني جنین جنسیت معلومېدلای نه‌شي، ځکه چې تر اوومې اوونۍ پورې د تکثري جوړښتونو توپیرول ناشوني دي. مخکې تر دې، ماشوم د دوه‌پوټانشیلي موجود په څېر پېژندل کېږي، ځکه چې هغه د نارینه یا ښځینه په توګه پېژندلای نه‌شو.

د دنني تناسلي سیسټم توپیروالی

[سمول]

په دنني تناسلي سیسټم کې دوه مرستندویه مجراوې شتون لري: مېزونفریک مجراوې (په نارینه‌وو کې) او پارامېزونفریک مجراوې (په ښځینه‌وو کې). مېزونفریک سیسټم د نارینه تناسلي غړو او پارامېزونفریک د ښځینه تکثري سیسټم لومړني متشکله غړي دي. څرنګه چې وده پرمخ ځي، د جوړه‌یي مجراوو یوه مجرا وده کوي او بله یې ارتجاعي حالت نیسي. دا د Y کروموزوم د جنس ټاکنې برخې شتون یا نه‌شتون پورې تړاو لري، چې د SRY جېن په توګه هم پېژندل کېږي. د SRY یوه فعال جېن په شتون کې، دوه‌پوټانشیلي جنسي غدې د خصیو بڼه نیسي. د نسج‌پوهنې له پلوه، جنسي غدې د امېدوارۍ ۶ تر ۸مې اوونۍ پورې د تشخیص وړ دي.[۸][۹]

د یوې ټولګې راتلونکې وده او د بلې له‌منځه تګ د خصیو د دوو هورمونونو شتون یا نه‌شتون پورې تړاو لري: تستسترون او ضدمولري هورمون (AMH). که چېرې په نورمالې وده کې اختلال رامنځ‌ته شي، کېدای شي د مجراوو داوړه سیسټمونه وده وکړي او یا دواړه له ودې څخه پاتې شي؛ په پایله کې، له مورفولوجیکي پلوه، کېدای شي دوه‌جنسه وګړی وزېږېدل شي.

نارینه: د SRY جېن، کله چې ثبت او پروسس کېږي، د SRY پروټین تولیدوي، چې DNA سره یوځای کېږي او له‌امله یې جنسي غدې د خصیو په بڼه وده کوي. د نارینه‌وو وده یوازې هغه وخت رامنځ‌ته کېږي چې د امېدوارۍ په لومړیو کې د یوې حساسې دورې په اوږدو کې، د جنین خصیې کلیدي هورمونونه ترشح کړي. خصیې د درې هورمونونو په ترشح پیل کوي چې د نارینه پر دنني او بهرني تناسلي غړي باندې اغېزه پرېږدي: ضدمولري هورمون (AMH)، تستسترون او دي‌هایدرو‌تستسترون (DHT). ضدمولري هورمونونه د پارامېزونفریک مجراوو د ارتجاعي کېدو لامل ګرځي. تستسترون، مېزونفریک مجراوې د نارینه‌وو مرستندویه جوړښتونو ته بدلوي، لکه: اپيډیډمس، د مني نل او د مني کڅوړه. د دې ترڅنګ، تستسترون، له ګېډې څخه د خصیو کڅوړې ته د خصیو راښکته کېدل کنټرولوي. د WT1، SOX9 او SF1 په څېر، پر نورو اتوزومونو باندې موندل شوي جېنونه هم د جنسي غدو په وده کې ارزښتمنه ونډه لري.[۱۰][۱۱]

ښځینه: پرته له تستسترون او AMH څخه، مېزونفریک مجراوې ارتجاعي کېږي او له‌منځه ځي. پارامېزونفریک مجراوې د رحم، نفیرو (رحمي نلونو) او پاسني فرج بڼه نیسي. لا تراوسه هم د ښځینه جنس د ودې جنتیکي کنټرولونو په هکله ګڼ‌شمېر معلومات ناڅرګنده دي، او د ښځینه جنین د ودې ډېري لړۍ ناپېژندل شوې پاتې دي.[۱۲]

د بهرني تناسلي سیسټم توپیروالی

[سمول]

نارینه، له ظاهري پلوه، د اتمې او دوولسمې اوونۍ ترمنځ معلومېږي، ځکه چې په دغه موده کې د تذکیر آله د اندروجنونو پر مټ لویېږي او له‌امله یې ادراري-تناسلي ژوروالی او مجراوې په منځنۍ کرښه کې سره یوځای او یوه تناسلي آله رامنځ‌ته کېږي چې یوه فالیکه ادراري مجرا، او د خصیو یوه نرۍ او ګونځې، ګونځې کڅوړه لري. دي‌هایدرو‌تستسترون د نارینه‌وو د بهرنیو تناسلي غړو ځانګړنې رامنځ‌ته کوي.[۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Hughes, Ieuan A. (1 August 2001). "Minireview: Sex Differentiation". Endocrinology. 142 (8): 3281–3287. doi:10.1210/endo.142.8.8406. PMID 11459768.
  2. "Human sexual differentiation". Gfmer.ch. نه اخيستل شوی 2 October 2017.
  3. Mukherjee, Asit B.; Parsa, Nasser Z. (1990). "Determination of sex chromosomal constitution and chromosomal origin of drumsticks, drumstick-like structures, and other nuclear bodies in human blood cells at interphase by fluorescence in situ hybridization". Chromosoma. 99 (6): 432–5. doi:10.1007/BF01726695. PMID 2176962. S2CID 25732504.
  4. Kučinskas, Laimutis; Just, Walter (2005). "Human male sex determination and sexual differentiation: Pathways, molecular interactions and genetic disorders". Medicina. 41 (8): 633–40. PMID 16160410. Archived from the original on 2014-04-06. نه اخيستل شوی 2022-05-28.
  5. "Archived copy". Archived from the original on 2012-06-14. نه اخيستل شوی 2012-07-01.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  6. Acherman او Jameson 2012، م. 3046-48.
  7. Rey, R; Josso, N; Racine, C; Feingold, KR; Anawalt, B; Boyce, A; Chrousos, G; de Herder, WW; Dhatariya, K; Dungan, K; Hershman, JM; Hofland, J; Kalra, S; Kaltsas, G; Koch, C; Kopp, P; Korbonits, M; Kovacs, CS; Kuohung, W; Laferrère, B; Levy, M; McGee, EA; McLachlan, R; Morley, JE; New, M; Purnell, J; Sahay, R; Singer, F; Sperling, MA; Stratakis, CA; Trence, DL; Wilson, DP (2000). "Sexual Differentiation". PMID 25905232. نه اخيستل شوی 5 December 2021. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  8. "Learning Objectives". Albany.edu. Archived from the original on 14 April 2021. نه اخيستل شوی 2 October 2017. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  9. "Archived copy". Archived from the original on 2012-06-14. نه اخيستل شوی 2012-07-01.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  10. Fauci, Anthony S.; Harrison, T. R., eds. (2008). Harrison's principles of internal medicine (17th ed.). New York: McGraw-Hill Medical. pp. 2339–2346. ISBN 978-0-07-147693-5.
  11. Hughes, Ieuan A. (1 August 2001). "Minireview: Sex Differentiation". Endocrinology. 142 (8): 3281–3287. doi:10.1210/endo.142.8.8406. PMID 11459768.
  12. Fausto-Sterling, Anne (1992). Myths of Gender, Revised Edition. Perseus Books (HarperCollins), 81-82.
  13. Hughes, Ieuan A. (1 August 2001). "Minireview: Sex Differentiation". Endocrinology. 142 (8): 3281–3287. doi:10.1210/endo.142.8.8406. PMID 11459768.