د انرژي پرمختګ
د انرژي پرمختګ د هغو فعاليتونو برخه ده چې له طبيعي سرچينو نه د انرژي سرچينو په لاسته راوړلو تمرکز کوي. دا فعاليتونه د معمول له مخې توليد، د انرژي متبادل او بيا نوي کېدونکې سرچينې او د انرژي د بيا کشف کولو او بياځلي ګټې اخېستنې لپاره هغه برخې رانغاړي چې کېدای شي بې له دې ضايع شي. د انرژي ساتنه او د مؤثريت اندازې د انرژي د پرمختګ غوښتنه کموي او کولی شي، ټولنې ته په چاپېریالي موضوعاتو کې ګټې ولري.
ټولنې د حمل او نقل، توليد، روښنايۍ ، تودولو او د هوا په برابرولو، مخابراتو، مفاهمې، صنعت ، سوداګرۍ او کورنيو موخو لپاره له انرژي نه ګټه پورته کوي. د انرژي سرچينې کېدای شي، د ابتدايي اواساسي سرچينو په توګه ډلبندي شي، چې سرچينه په کې کولی شي، د دې د پام وړ اصلي بڼه کې او يا د دويمو سرچينو په توګه وکارول شي، چې د انرژي سرچينه په کې بايد په زيات هوسا ډول د کارونې يوې بڼې ته بدلون وکړي. نه نوې کېدونکې سرچينې، د انساني کارونې په واسطه په ګټور ډول کارېدلي دي، په داسې حال کې چې نوې کېدونکې سرچينې، د هغو پرله پسې بهیرونو په وسیله تولیدېږي چې کولی شي، د انسانانو له خوا د طبیعي سرچینو استخراج را محدود کړي.
په زرګونو خلک د انرژي په صنعت کې ګومارل شوي دي. معمول صنعت د خامو نفتو صنعت، د طبيعي ګازو صنعت، برېښنايي صنعت او هستوي صنعت په ځان کې رانغاړي. د انرژي نوي صنعتونه، د نوي کېدو وړانرژي صنعت، متبادل او د ثبات يا زغم وړ توليدول، وېش او متبادل سون توکي شاملوي.
د انرژي سرچينې کېدای شي، د اساسي سرچينو په توګه ډلبندي شي، چې د وروستۍ(نهايي) کارونې لپاره بې له دې چې بڼې ته بدلون ورکړي، مناسب دي. يا کېدای شي په دويمو يا فرعي سرچينو باندې ډلبندي شي چې په کې د انرژي د کارونې وړبڼه، له اصلي سرچينې نه ذاتي بدلون ته اړتيا لري. د لومړني يا اساسي انرژۍ بېلګي: بادي برېښنا، لمريزه برېښنا، لرګين سون توکي، فوسيلي سون توکي، لکه: سکاره، تیل او طبيعي ګاز او يورانيم دي. د دويمې او ثانوي انرژۍ نمونې: برېښنا، هايدروجن او مصنوعي سون توکي دي.
يوه بله مهمه ډلبندي، د وخت د غوښتنې پر بنسټ ده، چې د انرژي يوه سرچينه بيا توليد کړي. د بيا نوي کېدلو وړ سرچينې هغه دي، چې خپل ظرفيت د انساني اړتياوو په واسطه په يو وخت کې بيا رامنځته کوي. بېلګې يې د اوبو برېښنا يا بادي برېښنا ده، کله چې هغه طبيعي ښکارندې چې د انرژي لومړنۍ سرچينه ده، په جريان کې وي او د انساني غوښتنو په واسطه نه وي خالي شوې. نه نوې کېدونکې سرچينې هغه دي، چې د انساني کارونې په واسطه په اړين ډول کارېدلي دي او په خپله د انسان د ټول ژوند په جريان کې په اړين ډول خپل ځواک بېرته نه شي رغولی. د نه نوې کېدونکې سرچينې يو مثال سکاره دي، چې په طبيعي ډول په هغه اندازه نه تشکيلېږي، چې د انسان اړتيا پوره کړي.
فوسيلي سون توکي
[سمول]د فوسيلي سون توکو (لومړني د نه نوي کېدو وړ فوسيل) سرچينه، د ډبرو سکاره يا هایدروکاربني سون توکي سوځوي، چې د نباتاتو او حيواناتو د نابرابرۍ پاتې شوني دي. د فوسيلي سون توکو درې اساسي ډولونه د ډبرو سکاره، نفت او طبيعي ګاز دي. يو بل فوسيلي سون توکی مايع شوی نفتي ګاز (LPG) په بنسټيز ډول د طبيعې ګازو له توليد نه په لاس راغلی دی. له فوسيلي سوځېدونکو توکو تودوخه يا په مستقيم ډول د فضا د تودوالي او د تودوخې د پړاو لپاره کارول کېږي او يا د نقليه وسيلو، صنعتي پړاوونو يا د برېښنايي قوې توليد لپاره په ميخانيکي انرژۍ بدلېږي. دا فوسيلي سون توکي، د کاربن د دوران برخه دي او په O2 کې ذخيره شوې لمريزه برېښنا آزادوي. [۱]
د فوسيلي سون توکو کارونې په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې د صنعتي انقلاب لپاره زمينه مساعده کړه.
فوسيلي سون توکي، د نړۍ د اوسنۍ لومړنۍ انرژي سرچينو لويه برخه جوړوي. په ۲۰۰۵ ز کال کې د نړۍ د انرژۍ ۸۱ سلنه اړتياوې له فوسيلي سرچينو نه پوره کېدې. د فوسيلي سون توکو د کارونې لپاره د تيکنالوژي او زیربنا وار له مخه موجود دی. مايع سون توکي له اومو نفتو نه تر لاسه شول او د وزن يا حجم په يو واحد کې د ډېرې کارونې وړ انرژۍ وړاندې کوي، چې له ټيټو يا لږو غلظت لرونکو انرژي سرچينو، لکه: بټريګانو سره د پرتلنې پر مهال ګټوره ده. فوسيلي سون توکي، په اوس وخت کې د غيرمتمرکزې انرژي کارونې لپاره اقتصادي دي. [۲]
پر وارد شوو فوسيلي سون توکو باندې د انرژۍ اتکا د ناخپلواکو هېوادونو لپاره د انرژي د ساتنې خطرونه رامنځته کوي. د تیلو ناخپلواکۍ په ځانګړي ډول جنګ ، د بنسټونو د مالي بډاينې، انحصار او ټولنيز سياست د بې ثباتۍ لپاره زمينه برابروي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
فوسيلي سون توکي، بيا نه نوي کېدونکې سرچينې دي، چې په پای کې په توليد کې کموالی يا تنزل کوي او له زوال سره هرومرو مخامخېږي. کله چې د سون توکو جوړوونکي پړاوونه دوام ولری، سون توکي د بشپړتيا يا بيا پوره کېدنې د طبيعي اندازې په پرتله، په ډېرې تېزۍ سره مصرفېږي. د سون توکو استخراخ په زياتېدونکي ډول ځکه قيمتي کېږي، چې ټولنه د سون توکو د لاسرسي وړ تر ټولو زياتې ذخيرې مصرفوي. د فوسيلي سون توکو استخراج، لکه: د کانونو خالي کولو او د ډبرو سکرو لپاره د غرونو د بې ځای کېدنې غوندې په چاپېریالي ټيټوالي کې اغېز لري. [۱۲][۱۳]
د سون توکو اغېزناکتوب، د حرارتي اغېزناکتوب يوه بڼه ده، د هغو پړاوونو د اغېزناکتوب معنا لري، چې په يو حامل سون توکي کې کيمياوي بالقوه انرژي په حرکي انرژۍ او کار بدلوي. د سون توکو اقتصاد، د يوې خاصې نقليه وسيلې د انرژي اغېزناکتوب دی، چې د طی شوي واټن او مصرف شوو سون توکو تر منځ د یوه نسبت په توګه ورکړل شوی دی. د وزن مشخص اغېزناکتوب (اغېزناکتوب پر د وزن واحد) کېدای شي د لېږد يا بارولو لپاره او د مسافر خاص اغېزناکتوب (د نقليه وسيلې اغېناکتوب پر مسافر) وپېژندل شي. په نقليه وسيلو کې د فوسيلې سون توکو نااغېزمنه فضايي سوځېدنه (احتراق)، ودانۍ او قوي نباتات د کليوالي حرارت جزيرو کې مرسته کوي. [۱۴]
د تیلو معمولي توليد، په مصون ډول د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ اوج ته ورسېد. په ۲۰۱۰ ز کې داسې اټکل شوی و چې، په نه نوې کېدونکو سرچينو کې به د ۸ ترېليونه ډالرو پانګه اچونې ته اړتيا وي، تر څو د ۲۵ کلونو لپاره د توليد اوسنۍ کچه ثابته وساتي. په ۲۰۱۰ ز کې حکومتونو په يوه کال کې شاوخواکې ۵۰۰ بيليونه ډالر د مصارفو لپاره مرستې Subsidies ورکړې. فوسيلي سون توکي ،د ګلخانه يي ګازونو د خوشې کوونو يوه سرچينه هم ده، چې که چېرې مصرف يا د سون توکو استهلاک لږ يا راکم نه شي، د نړيوالې تودوخې په اړه لارښوونې سره اړيکه لري. [۱۵][۱۶]
فوسيلي سون توکي، د سوځېدنې اتموسفير ته د ککړتيا د خوشې کولو لارښوونه کوي. فوسيلي سون توکي په اصل کې د کاربن ترکيبات دي. د سوځېدنې په جريان کې کاربن ډای اکسايد، نايتروجني اکسايدونه، لوګي او نور Fine Particulates خوشې کېږي. کاربن ډای اکسايد په وروستي اقليمي بدلون کې اصلي مرستندوی دی. د فوسيلي سون توکو له برېښناتمځای نه د نورو ګازونو توليد کې سلفرډای اکسايد، کاربن مونو اکسايد (CO)، هايدروکاربنونه، بړاس کېدونکي عضوي ترکيبونه (VOC)، سيماب، ارسنيک، سرپ، کدميم (cadmium) او د يورانيمو په ګډون نور درانده فلزات شامل دي. [۱۷][۱۸][۱۹]
د ډبرو سکرو يوه نمونه يي يا قسمي نبات، په يو کال کې په بېليونونه کېلوواټ ساعتونو برېښنا توليدوي. [۲۰]
هستوي (ذروي)
[سمول]ماتېدنه
[سمول]هستوي قوه د ګټورې تودوخې او برېښنا د توليد په موخه د هستوي ماتېدنې کارونه ده. د يورانيم ماتېدنه په اقتصادي ډول نږدې ټول اړين هستوي ځواک توليدوي. Radioisotope thermoelectric جنراتورونه د انرژي د تولید ډېر کوچنی عنصر تولیدوي، چې زیاتره په ډېرو تخصصي اپلیکیشنونو کې کارول کېږي، لکه په فضايي بېړیو کې.
د ذروي ځواک نباتات د سمندري وسيلو (naval reactors) په استثنا، په ۲۰۱۲ ز کې د نړۍ د انرژۍ لږ تر لږه 5.7% او د نړۍ د برېښنا 13% برابره کړه. [۲۱]
په ۲۰۱۳ ز کې IAEA راپور ورکړ چې، په ۳۱ هېوادونو کې د ذروي قدرت ۴۳۷ عملياتي وسيلې دي، که څه هم هره وسيله برېښنا نه توليدوي. د دې تر څنګ لږ تر لږه ۱۴۰ سمندي بېړۍ دي چې په عملياتو کې هستوي دفعې کاروي، چې د شاوخوا ۱۸۰ وسيلو په واسطه پياوړي شوې دي، لکه: د ۲۰۱۳ز، له ثابتو هستوي ائتلاف غبرګونونو نه د خالص انرژي لاسته راوړلو په استثنا، د طبيعي ائتلاف سرچينو،لکه: لمر د نړيوالو فزيک او انجنيري څېړنې يوه جاري ساحه پاتې کېږي. له لومړنيو هڅو نه لږ تر لږه ۶۰ کلونه وروسته، د سوداګريز ائتلاف د قوت او طاقت توليد ،له ۲۰۵۰ ز کال نه مخکې ناشونی پاتې کېږي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
سرچینې
[سمول]- ↑ Schmidt-Rohr, K. (2015). "Why Combustions Are Always Exothermic, Yielding About 418 kJ per Mole of O2", J. Chem. Educ. 92: 2094-2099. http://dx.doi.org/10.1021/acs.jchemed.5b00333.
- ↑ International Energy Agency: Key World Energy Statistics 2007. S. 6
- ↑ Energy Security and Climate Policy: Assessing Interactions. p125
- ↑ Energy Security: Economics, Politics, Strategies, and Implications. Edited by Carlos Pascual, Jonathan Elkind. p210
- ↑ Geothermal Energy Resources for Developing Countries. By D. Chandrasekharam, J. Bundschuh. p91
- ↑ Congressional Record, V. 153, PT. 2, January 18, 2007 to February 1, 2007 edited by U S Congress, Congress (U.S.). p 1618
- ↑ India s Energy Security. Edited by Ligia Noronha, Anant Sudarshan.
- ↑ National security, safety, technology, and employment implications of increasing CAFE standards : hearing before the Committee on Commerce, Science, and Transportation, United States Senate, One Hundred Seventh Congress, second session, January 24, 2002. DIANE Publishing. p10
- ↑ Ending our-Dependence on Oil Archived 2013-03-19 at the Wayback Machine. - American Security Project. americansecurityproject.org
- ↑ Energy Dependency, Politics and Corruption in the Former Soviet Union. By Margarita M. Balmaceda. Psychology Press, December 6, 2007.
- ↑ Oil-Led Development Archived May 13, 2013, at the Wayback Machine.: Social, Political, and Economic Consequences. Terry Lynn Karl. Stanford University. Stanford, California, United States.
- ↑ Peaking of World Oil Production: Impacts, Mitigation, and Risk Management. Was at: www.pppl.gov/polImage.cfm?doc_Id=44&size_code=Doc
- ↑ "Big Rig Building Boom". Rigzone.com. 2006-04-13. Archived from the original on 2007-10-21. نه اخيستل شوی 2008-01-18.
- ↑ "Heat Island Group Home Page". Lawrence Berkeley National Laboratory. 2000-08-30. Archived from the original on January 9, 2008. نه اخيستل شوی 2008-01-19.
- ↑ "Has the World Already Passed "Peak Oil"?". nationalgeographic.com. 2010-11-11. Archived from the original on 2014-08-12.
- ↑ ScienceDaily.com (April 22, 2010) "Fossil-Fuel Subsidies Hurting Global Environment, Security, Study Finds" Archived 2016-04-10 at the Wayback Machine.
- ↑ Intergovernmental Panel on Climate Change (2007): IPCC Fourth Assessment Report - Working Group I Report on "The Physical Science Basis".
- ↑ "Environmental impacts of coal power: air pollution". Union of Concerned Scientists. 18 August 2005. Archived from the original on 15 January 2008. نه اخيستل شوی 18 January 2008.
- ↑ NRDC: There Is No Such Thing as "Clean Coal" Archived July 30, 2012, at the Wayback Machine.
- ↑ How much electricity does a typical nuclear power plant generate Archived 2013-07-29 at the Wayback Machine.? - FAQ - U.S. Energy Information Administration (EIA)
- ↑ "Key World Energy Statistics 2012" (PDF). International Energy Agency. 2012. Archived (PDF) from the original on 2012-11-18. نه اخيستل شوی 2012-12-17.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "PRIS - Home". Iaea.org. Archived from the original on 2013-06-02. نه اخيستل شوی 2013-06-14.
- ↑ "World Nuclear Power Reactors 2007-08 and Uranium Requirements". World Nuclear Association. 2008-06-09. Archived from the original on March 3, 2008. نه اخيستل شوی 2008-06-21.
- ↑ "Japan approves two reactor restarts". Taipei Times. 2013-06-07. Archived from the original on 2013-09-27. نه اخيستل شوی 2013-06-14.
- ↑ "What is Nuclear Power Plant - How Nuclear Power Plants work | What is Nuclear Power Reactor - Types of Nuclear Power Reactors". EngineersGarage. Archived from the original on 2013-10-04. نه اخيستل شوی 2013-06-14.
- ↑ "Nuclear-Powered Ships | Nuclear Submarines". World-nuclear.org. Archived from the original on 2013-06-12. نه اخيستل شوی 2013-06-14.
- ↑ "Archived copy" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2015-02-26. نه اخيستل شوی 2015-06-04.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) Naval Nuclear Propulsion, Magdi Ragheb. As of 2001, about 235 naval reactors had been built - ↑ "Beyond ITER". The ITER Project. Information Services, Princeton Plasma Physics Laboratory. Archived from the original on 7 November 2006. نه اخيستل شوی 5 February 2011. - Projected fusion power timeline