Jump to content

د امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړه
United States–Mexico–Canada Agreement (انګليسي)[۱]
Canada–United States–Mexico Agreement (کينډۍ:ISO 639 name en-ca)
Tratado entre México, Estados Unidos y Canadá (اسپانيايي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
رسمي ژبه
پېښې نېټه
۳۰ نومبر ۲۰۱۸ (۲۰۱۸) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی د
نور اړين مالومات
برخې
نور مالومات
وېبپاڼه
ustr.gov… (انګليسي ژبه)
international.gc.ca… (فرانسوي ژبه)
international.gc.ca… (انګليسي ژبه)
gob.mx… (اسپانيايي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د امریکا متحده ایالتونو، مکسیکو متحده ایالتونو او کانادا تر منځ هوکړه، چې تر ډېره د امریکا په متحده ایالتونو کې د متحده ایالتونو ـ مکسیکو ـ کانادا هوکړې (USMCA) او په کانادا کې د کانادا ـ امریکا متحده ایالتونو ـ مکسیکو هوکړې (CUSMA) په نامه پېژندل کېږي، چې د کانادا، مکسیکو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د ازادې سوداګرۍ یوه هوکړه ده. دا هوکړه د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ د هوکړې (NAFTA) ځایناستې شوه، چې په ۱۹۹۴ز کال کې عملي شوه او ځینې وختونه د «NAFTA 2.0» یا «New NAFTA» په نامه پېژندل کېږي، ځکه چې تر ډېره د خپلې مخکینۍ بڼې قواعد ساتي او وخت په وخت یې نوي او تازه کوي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

USMCA د NAFTA غړو هېوادونو تر منځ د مجددو او دوامداره مذاکراتو په پایله کې چې په ۲۰۱۷ ز کال کې پیل شوې وې، رامنځته شوی دی؛ دا ټول د «ګډوډۍ او بې نظمۍ» په توګه پېژندل کېږي، تر ډېره «د موټرو د صادراتو، د پولاد او المونیم تعرفو او د لبنیاتو، هګیو او چرګانو بازارونه» پر موضوعاتو باندې متمرکزه وو. د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه ټول اړخونه یوې غیر رسمي هوکړې ته سره ورسېدل، چې تر هغه وروسته د اکتوبر په اوله نېټه رسمي شو. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ۲۰۱۸ ز کال کې د G20 هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د USMCA وړاندیز وکړ، چې هلته د ټرامپ، د مکسیکو ولسمشر انریکه پنیانیتو او د کانادا د لومړي وزیر جستېن ټروډو له خوا لاسلیک شو، دغه راز د دې هوکړې یوه اضافي اصلاح شوې بڼه، چې یو شمېر اضافي موارد او مشورې په کې شاملې وې د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه لاسلیک او د درې واړو هېوادونو په وسیله تصویب شوه، په دې لړ کې کانادا هغه وروستی هېواد و، چې دا نسخه یې د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه تصویب کړه. په دې توګه د داخلي شرایطو د چمتو والي په هکله تر خبرېدو وروسته د درېیو واړو دولتونو له خوا دا هوکړه تصویب او د ۲۰۲۰ ز کال د جولای میاشتې له ۱ نېټې وروسته نافذه شوه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

USMCA تر ډېره د NAFTA ۲۵ کلن قوانین عصري کوي، یعنې د معنوي مالکیت او دیجیتل سوداګرۍ په پام کې نیولو سره د ټرانس پاسېفیک مشارکت (CPTPP - چې کانادا او مکسیکو یې لاسلیکوونکي دي) لپاره، له یوې بشپړې او مخکښې هوکړې نه په پور اخیستې ده. په دې برخه کې د خپلې مخکینۍ بڼې په پرتله اساسي او بنسټیز بدلونونه د کاري او چاپېریالي مقرراتو ډېروالی دی. د امریکا په متحده ایالتونو کې د موټرونو د تولید لپاره ډېرې هڅوونې (په کانادا او مکسیکو کې د موټرونو د تولیدولو په سهمیه بندۍ سره)، په لوړه کچه د کانادا لبنیاتي بازار ته لاسرسی او د هغو کاناداییانو لپاره له ګمرکي حقوقو پرته د محدودیتونو ډېروالی، چې امریکايي سوداګریز توکي په انلاین ډول اخلي.[۲۰][۲۱][۲۲]

مخینه او نومول

[سمول]

د متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړه د شمالي امریکا د ازادۍ سوداګرۍ د هوکړې (NAFTA) پر بنسټ ده، چې د ۱۹۹۴ ز کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه نافذ او د پلي کولو وړ شوه. اوسنۍ هوکړه له یو کال نه د ډېرې مودې مذاکراتو او کوښښونو ثمره او حاصل وه، چې د کانادا پر وړاندې د امریکا احتمالي تعرفې او دغه راز د دوه اړخیزه جلا معاملو د موجودیت امکان په کې و.[۲۳]

په ۲۰۱۶ ز کال کې د امریکا د متحده ایالتونو د ټاکنو په اوږدو کې د ډونالډ ټرامپ ټاکنیز ټیم په کمپایني ژمنو کې د NAFTA په هکله د بیا مذاکرې کولو یا د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې د دې هوکړې لغو کولو مورد هم شامل و. ټرامپ له ټاکنو وروسته یو شمېر بدلونونه رامنځته کړل، چې له نورو هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو باندې یې اغېز وکړ. د پاریس له هوکړې نه وتل، د ترانس پاسیفیک مشارکت لپاره د یو شمېر مذاکراتو ځنډول او دغه راز له چین سره د تعرفو په برخه کې د پام وړ ډېروالی، ټول هغه اقدامات او فعالیتونه و، چې ټرامپ ترسره کړل او دا موضوع یې لا ډېره تقویه کړه، چې هغه په NAFTA کې د اساسي بدلونونو رامنځته کولو په لټه کې دی. د USMCA هوکړې په تړاو ډېری بحثونه او مذاکرات د (FTAs) ازادۍ سوداګرۍ له هوکړو سره ورته دي، د بېلګې په توګه د عامه سوداګریزو توکو په توګه د FTA جوړښت، د ملي حاکمیت احتمالي نقض او له تر پښو لاندې کول، د سوداګرۍ رول، کاري ځواک، چاپېریالي او مصرفوونکې ګټې او ښېګڼې، چې د سوداګریزو معاملاتو د ژبې د بڼې او رغولو په برخه کې مرسته کوي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د دې هوکړې هر یو لاسلیکوونکی دې هوکړې ته په جلا او ځانګړې توګه اشاره کوي ـــ په امریکا متحده ایالتونو کې دا هوکړه د امریکا متحده ایالتونو ـ مکسیکو ـ کاناډا (USMVA) د هوکړې په نامه یادوي. په کانادا کې په رسمي توګه د کانادا، امریکا متحده ایالتونو او مکسیکو هوکړه د (CUSMA) په نامه او په فرانسه کې د (ACEUM – Accord Canada-États-Unis-Mexique په نامه پېژندل کېږي. په مکسیکو کې د (T-MEC = Estados Unidos y Canadá) په نامه یادېږي. ځینې وختونه دا هوکړه د « New NAFTA» په نامه پېژندل کېږي، چې هغې مخکینۍ درې اړخیزې هوکړې ته اشاره کوي، چې ښايي د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ اړوند هوکړې (NAFTA) ځایناستې شي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

مذاکرات یا خبرې اترې

[سمول]

د ۲۰۱۷ ز کال د می میاشتې په ۱۷مه نېټه د رسمي مذاکراتو یا خبرو اترو پروسه پیل شوه؛ کله چې د امریکا متحده ایالتونو د سوداګرۍ استازي (USTR) رابرت لایتیزر د امریکا کانګرس ته دا خبر ورکړ، چې غواړي په راتلونکو ۹۰ ورځو کې د NAFTA په هکله بیا مذاکرات یا خبرې اترې وکړي. د سوداګرۍ د ترویج اړوند ادارې د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ USTR د ۲۰۱۷ ز کال د جولای په ۷مه نېټه د خپلې مذاکرې د اصلي موخو سند خپور کړ. د ۲۰۱۷ ز کال د اګست میاشتې په ۱۶مه نېټه مذاکرات پیل شول او د ۲۰۱۸ ز کال د اپریل میاشتې تر ۸ مې نېټې پورې د خبرو اترو اړوند اته رسمي پړاوونو په لړ کې یې دوام وکړ. د ۲۰۱۸ ز کال د می میاشتې په دویمه نېته داسې پرېکړه وشوه، چې که چېرې د دې میاشتې تر پایه پورې هیڅ ډول توافق ترلاسه نه شي، نو دا مذاکرات او خبرې اترې به تر ۲۰۱۹ ز کاله پورې وځنډیږي. دا بیانیه په مکسیکو کې د دولت بدلېدو له امله وه، چې په هغه کې د وخت ولسمشر اندرس مانوئل لوپز اوبرادور د ډېرو مذاکراتو د ترسره کولو په برخه کې مخالف و او ښايي چې د دې هوکړې لاسلیکولو ته یې خاصه لېوالتیا نه لرله.[۳۶]

په جلا توګه، د ۲۰۱۸ ز کال د می میاشتې په ۱۱مه نېټه د جرګې رئیس پاول رایان د می میاشتې ۱۷مه نېټه د کانګرس د اقدام لپاره د وروستي نېټې په توګه وټاکه. دا مهلت له پامه وغورځول شو او په دې توګه له مکسیکو سره معامله د ۲۰۱۸ ز کال د اګست میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې ترسره نه شوه. په دې وخت کې کاناډا له وړاندې شوي قرارداد سره موافقه نه وه کړې. لکه څنګه چې د مکسیکو پخواني ولسمشر انریکه پنیا نیتو د ۲۰۱۸ ز کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه خپله دنده خوشې کړه او د بیاکتنې دورې لپاره ۶۰ ورځو ته اړتیا وه، د تړون او منل شوي متن د وړاندې کولو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر میاشتې د ۳۰مې نېټې پایله وه، چې د سپټمبر میاشتې تر ۳۰ مې نېټې ترلاسه شو. مذاکره کوونکو شپه ورځ کار وکړ او یاده هوکړه یې د ټاکل شوې نېټې نه یو ساعت مخکې د یو متن په توګه بشپړه کړه. د ۲۰۱۸ ز کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه یعنې یوه ورځ وروسته یې د USMCA متن د یو منل شوي او توافق شوي متن په توګه خپور شو. لایتایزر د دې هوکړې د چمتو کولو او له سقوط  نه د مخنیوي په هکله یې څو څو ځلې جرد کوشنر ته اطمینان ورکړ. [۳۷][۳۸]

د دې هوکړې منل شوی متن د ۲۰۱۸ ز کال د نوامبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارجنتاین په بونس ایرس کې د ۲۰ ډلې اړوندو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د یوې فرعي پېښې په توګه د درې واړو هېوادونو د مشرانو په وسیله لاسلیک شو. د دې هوکړې انګلیسي، اسپانیایي او فرانسوي نسخې ټولې د یوې اندازې اعتبار او باور نه برخمنې وې او ښايي هوکړه د درې واړو دولتونو له تصویب نه وروسته د پیاوړو قوانینو د تصویب له لارې پلي شي.[۳۹][۴۰]

د امریکا متحده ایالتونو او کانادا تر منځ د سوداګریزو مذاکراتو په برخه کې په کانادا کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر کېلي کرافت د مشرۍ او رهبرۍ رول ولوباوه، چې د نوې سوداګریزې هوکړې د لاسلیکولو لامل شو. په درې اړخیزې هوکړه کې د هغه کار او فعالیت ددې لامل شو چې د ټرامپ په دولت کې یې ونډه یا سهام ډېر شي. وروسته بیا د بلک سټون ګروپ د امریکایي LBO اجرئیوي مدیر او متخصص بنسټګر استفان شوارتزمن په وسیله د خپرو شویو خاطراتو په برخه کې دا روښانه شوه، چې هغه جاستین ترودو دې ته هڅولی، ترڅو د USMCA په مذاکراتو کې د لبنیاتو ساتل شوی او خوندي مارکیټ تسلیم کړي. د شوارتزمن په وینا جوستین ترودو له دې وېره درلوده، چې هغه د دولت اقتصادي رکود او ماته به د کانادا د ۲۰۱۹ ز کال په فدرالي ټاکنو باندې اغېز وکړي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.nytimes.com/2018/09/30/us/politics/us-canada-nafta-deal-deadline.html.
  2. "Agreement between the United States of America, the United Mexican States, and Canada 12/13/19 Text". ustr.gov. Office of the United States Trade Representative. December 13, 2019. Archived from the original on June 8, 2020. نه اخيستل شوی June 15, 2020.
  3. "Mexico first to ratify USMCA trade deal, Trump presses U.S. Congress to do same". Reuters. June 19, 2019. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی January 29, 2020.
  4. "Trump Signs Trade Deal With Canada and Mexico". New York Times. January 29, 2020. Archived from the original on June 29, 2020. نه اخيستل شوی January 29, 2020.
  5. "Canadian Parliament rushes through ratification of USMCA trade pact". Reuters. March 13, 2020. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی March 14, 2020.
  6. Long, Heather. "The USMCA is finally done. Here's what is in it". Washington Post. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی February 18, 2020.
  7. Lea, Brittany De (November 30, 2018). "NAFTA 2.0: What to know". FOXBusiness. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی February 18, 2020.
  8. Montes, Juan (February 13, 2019). "Strikes at Low-Wage Plants Signal Revival of Labor Demands in Mexico". Wall Street Journal. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی February 18, 2020 – via www.wsj.com.
  9. Swanson, Ana; Tankersley, Jim (2020-01-29). "Trump Just Signed the U.S.M.C.A. Here's What's in the New NAFTA". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی 2020-07-02.
  10. "Under USMCA, Canada rolls with 'new NAFTA'". FreightWaves (په انګليسي). 2020-07-01. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی 2020-07-02.
  11. Swanson, Ana; Tankersley, Jim (2020-01-29). "Trump Just Signed the U.S.M.C.A. Here's What's in the New NAFTA. (Published 2020)". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2021-03-12.
  12. Swanson, Ana; Cochrane, Emily (2020-01-29). "Trump Signs Trade Deal With Canada and Mexico (Published 2020)". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2021-03-12.
  13. "What we know about the new USMCA trade deal | CBC News". CBC (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-03-12.
  14. Dangerfield, Katie (2018-08-30). "NAFTA deal reached: Canada, U.S., Mexico reach trade agreement under new name". Global News. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی 2018-10-01.
  15. "New North American trade pact to take effect July 1: USTR". Reuters. April 24, 2020. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی April 26, 2020.
  16. Rodriguez, Sabrina (April 24, 2020). "North American trade deal to take effect on July 1". Politico. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی April 26, 2020.
  17. "U.S. seals the deal on USMCA, says trade agreement can now take effect July 1". Canadian Broadcasting Corporation. April 24, 2020. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی April 26, 2020.
  18. "New North American trade deal to come into effect in July". Deutsche Welle. April 25, 2020. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی April 26, 2020.
  19. CBC News, "Mexico joins Canada, notifies U.S. it's ready to implement new NAFTA" 2020/04/04 Archived November 26, 2020, at the Wayback Machine. accessed 6 April 2020
  20. "USMCA v NAFTA: What's changed and what it means for IP in Canada | Smart & Biggar/Fetherstonhaugh". www.smart-biggar.ca. October 2, 2018. Archived from the original on July 25, 2019. نه اخيستل شوی 2019-01-27.
  21. "Labour, environment standards key to getting USMCA through: Canadian ambassador". National Post. The Canadian Press. December 3, 2018. نه اخيستل شوی May 18, 2019. |url=
  22. "Are You Afraid of Google? BlackBerry Cofounder Jim Balsillie Says You Should Be". The Walrus. 10 April 2019. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی September 21, 2019.
  23. Wattles, Jackie; Lobosco, Katie (2018-09-01). "Trump again threatens to leave Canada out of new NAFTA deal". CNN. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی 2018-10-03.
  24. Stephenson, Emily; Becker, Amanda (2016-06-28). "Trump vows to reopen, or toss, NAFTA pact with Canada and Mexico". Reuters. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی 2018-10-02.
  25. Gore, Kiran Nasir (2019-03-01). "An Introduction to the Trump Effect on the Future of Global Dispute Resolution" (په انګليسي). Rochester, NY. SSRN 3356649. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  26. Pace, Julie; Colvin, Jill (2017-06-01). "President Trump pulls the U.S. out of Paris climate accord, sparking global criticism". PBS News Hour. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی 2018-10-02.
  27. Gore, Kiran Nasir (2019-07-01). "From NAFTA to USMCA: Providing Context for a New Era of Regional Investor-State Dispute Settlement" (په انګليسي). Rochester, NY. SSRN 3412709. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  28. Harrup, Anthony; Mackrael, Kim (October 16, 2018). "Goodbye Nafta. Hello...USMCA? Musca? AEUMC? You-Smacka?". The Wall Street Journal. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی October 25, 2020.
  29. "Agreement between the United States of America, the United Mexican States, and Canada 12/13/19 Text". ustr.gov. Office of the United States Trade Representative. December 13, 2019. Archived from the original on June 8, 2020. نه اخيستل شوی June 15, 2020.
  30. MacLeod, Meredith (November 30, 2018). "What's in a name? Canada goes with CUSMA for new trade deal". CTV News. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی November 30, 2018.
  31. "L'Accord Canada–États-Unis–Mexique (ACEUM)". Gouvernement du Canada (په فرانسوي). August 15, 2014. Archived from the original on November 16, 2020. نه اخيستل شوی 30 November 2018.
  32. "T-MEC es el nombre con el que se conocerá al nuevo acuerdo comercial". El Universal (په اسپانيايي). 17 October 2018. Archived from the original on August 13, 2020. نه اخيستل شوی 19 October 2018.
  33. "AMLO gana y se queda T-MEC como nombre para acuerdo comercial trilateral". El Financiero (په اسپانيايي). Archived from the original on November 9, 2020. نه اخيستل شوی 19 October 2018.
  34. Murphy, Jessica; Sherman, Natalie (October 1, 2018). "USMCA trade deal: Who gets what from 'new Nafta'?". BBC News. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی December 6, 2018.
  35. McGregor, Janyce (November 30, 2018). "'Battle' over as Trudeau, Trump, Pena Nieto sign 'new NAFTA'". CBC News. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی December 6, 2018.
  36. "From NAFTA to USMCA: Understanding Changes to Free Trade in North America". Livingston International. Archived from the original on June 1, 2020. نه اخيستل شوی 2019-03-11.
  37. "How Trump's son-in-law helped salvage the north American trade zone". reuters. 1 October 2018. Archived from the original on November 17, 2020. نه اخيستل شوی January 31, 2021.
  38. "From NAFTA to USMCA: Understanding Changes to Free Trade in North America". Livingston International. Archived from the original on June 1, 2020. نه اخيستل شوی 2019-03-11.
  39. Palmer, Doug; Cassella, Megan. "NAFTA 2.0 is signed — but it's far from finished". POLITICO. Archived from the original on 2020-06-05. نه اخيستل شوی 2019-03-11.
  40. Diamond, Jeremy; Liptak, Kevin; Newton, Paula; Borak, Donna (2018-10-01). "US and Canada reach deal on NAFTA after talks go down to the wire". CNN. Archived from the original on December 11, 2020. نه اخيستل شوی 2018-10-03.
  41. Fassihi, Vivian Salama and Farnaz (February 23, 2019). "Trump to Nominate Kelly Craft as U.N. Ambassador". The Wall Street Journal.
  42. Johnson, Eliana; Lippman, Daniel; Orr, Gabby. "White House considers 2 female ambassadors to replace Haley at U.N." POLITICO.
  43. Robert Fife (13 September 2019). "Blackstone CEO says he advised Trudeau to make dairy concession to reach USMCA deal". The Globe and Mail Inc.
  44. USMCA trade agreement reached Archived December 9, 2019, at the Wayback Machine. Edward Lawrence & Jonathan Garber, FOX Business, Dec 9, 2019,