د اقلیم ناڅاپي بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیم ناڅاپي بدلون هغه مهال پېښېږي چې اقلیمي سیستم په داسې کچه انتقال ته اړ ایستل شي چې د اقلیمي سیستم د انرژۍ تعادل یې ټاکي او دا کچه د بېروني ځواک د بدلون تر کچې چټکه ده، که څه هم ښايي د اسماني ډبرې د ټکر په څېر ناڅاپي پېښې په کې شاملې وي. په دې توګه ویلی شو چې که په یوه اقلیم کې تر هغه زیات بدلون راشي چې وړتیا لري، دا ناڅاپي اقلیمي بدلون دی. د دغه ډول بدلون په تېرو پېښو کې د کاربنیفر باراني ځنلګونو ویجاړي، یانګ ډرایاس، ډانسګارډ اوشګر، هاینرېش او د پالیوسن-ایوسن د حد اکثر حرارت پېښې شاملې دي. دا اصطلاح د اقلیمي بدلونونو په محتوا کې د هغو ناڅاپي اقلیمي بدلونونو د تشرېح لپاره هم کارول کېږي چې د یوه انسان د ژوند په محدوده کې د لیدل کېدو وړ دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د ناڅاپي اقلیمي پېښو زماني محدوده ښايي ډېره بېلابېله وي. د یانګر ډرایاس په پای کې د ګرینلنډ په اقلیم کې ثبت شوي بدلونونه – لکه څرنګه چې د کنلګیزو هستو په مرسته اندازه شوي دي – څرګندوي چې په یوه څو کلنه زماني محدوده کې ناڅاپي تودوخه تر ۱۰ سانتي ګراد (۱۸ فارنهایټ) درجو ډېره شوې ده. نور ناڅاپي بدلونونه په ګرینلنډ کې ۱۱۲۷۰ کاله وړاندې تر ۴ سانتي ګراد (۷.۲ فارنهایټ) درجو ډېره تودوخه او همدا راز په انترکتیکا کې ۲۲۰۰۰ کاله وړاندې تر ۶ سانتي ګراد (۱۱ فارنهایټ) درجو ډېره تودوخه ده. د دې په مقابل کې د پالیوسن-ایوسن حد اکثر حرارت ښايي د څو لسیزو او څو زره کلونو تر منځ پیل شوی وي. د ځمکې د سیستم ماډلونه اټکل کوي چې د ګلخانه‌يي ګازونو تر انتشار لاندې ښايي د ۲۰۴۷ کال په لومړیو کې د ځمکې د سطحې تودوخه په تېرو ۱۵۰ کلونو کې د بدلون منلو له محدودې څخه بهر شي او پر څه باندې ۳ میلیارده انسانانو او ډېریو هغو ځایونو به اغېز وکړي چې د نوعو بېلابېلوالی لري.[۷][۸][۹][۱۰]

عمومي کتنه[سمول]

د اقلیمي سیستم د انحراف په احتمالي عناصرو کې د اقلیمي بدلون سیمه‌ييزې اغېزې شاملېږي چې ځینو یې ناڅاپي پیل لرلی دی او له همدې امله ښايي د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو په توګه په پام کې ونیول شي. ساینس‌پوهانو ویلي چې زموږ اوسنۍ پوهه ښيي چې په روانه پېړۍ کې د اوج بېلابېل عناصر تر انساني اقلیمي بدلونونو لاندې خپل بحراني ټکي ته رسېدای شي.[۱۱]

فکر کېږي چې سپوږمکیزې اړیکې او سمندري او اتومسفیري پروسې په بېلابېلو زماني محدودو کې دواړې نیمکرې د اقلیمي بدلونونو په جریان کې سره نښلوي.[۱۲]

د اقلیمي بدلونونو په اړه حکومت‌منځي پلاوی وايي چې د ځمکې د کرې ګرموالی ښايي ځینې ناڅاپي او بیا نه راګرځېدونکې اغېزې وکړي.[۱۳]

په ۲۰۱۳ کال کې د متحدو ایالتونو د څېړنیزې شورا یوه راپور غوښتنه وکړه چې باید د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو اغېزو ته پام واړول شي او ویې ویل چې د فزیکي اقلیم په سیستم کې دوامدار او تدریجي بدلون ښايي په نورو ځایونو لکه انساني زېربناوو او ایکوسیستمونو کې ناڅاپي اغېزې رامنځته کړي. دغه راپور د خبراوي د یوه داسې لومړني سیستم پر جوړولو ټينګار وکړ چې د پېښېدونکو ناڅاپي بدلونونو او اغېزو وړاندوېینه وکړي.[۱۴]

د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو د اغېزو یوه ځانګړنه دا ده چې تر معمول سرعت څو برابره چټکې رامنځته کېږي. له همدې امله د ځنګلي ایکوسیستمونو په څېر نور بې‌حرکته او محدود ایکوسیستمونه د دغه ډول ناڅاپي بدلونونو په مقابل کې ډېر زیان‌منونکي دي.[۱۵]

د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو په اړه علمي پوهه په ټولیز ډول کم‌رنګه ده. د اقلیم د ځینو اړوندو فیډبکونو لپاره ښايي د ناڅاپي بدلون احتمال کم وي. هغه عوامل چې ښايي د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو احتمال ډېر کړي، د ځمکې د کرې ډېر ګرموالی، د ځمکې چټک ګرموالی او د ځمکې داسې ګرموالی دی چې په اوږدو زماني دورو کې دوام مومي.[۱۶][۱۷][۱۸]

اغېزې[سمول]

د اقلیم ناڅاپي بدلونونه د پراخو او شدیدو اغېزو لامل شوي دي:

  • په تېر مهال کې ډله‌ييز انقراضونه په ځانګړي ډول د پرمین-ټریاس د انقراض یا ډله‌ييز مرګ پېښه (چې په شفاهي ژبه کې تر ډېره لویه مړینه بلل کېږي) او د کاربونیفر د باراني ځنلګونو ویجاړي د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو یوه ناوړه پایله بلل شوې ده.[۱۹][۲۰][۲۱]
  • د ژواک بېلابېوالي له منځه تګ: که د اقلیم ناڅاپي بدلونونه او د انقراض نورې پېښې رامنځته نه‌شي، د ځمکې ژواک بېلابېوالی به خپلې ودې ته دوام ورکړي.[۲۲]
  • په سمندري جریانونو کې بدلونونه، لکه:
    • د ال‌نینو ډېرېدونکې پېښې[۲۳][۲۴]
    • په ترموهالین جریان کې احتمالي ګډوډي، لکه هغه ډول ګډوډي چې ښايي د یانګر ډرایاس پېښې په جریان کې رامنځته شوې وي.[۲۵][۲۶]
    • د شمالي اتلانتیک په نوساناتو کې بدلونونه[۲۷]
    • د شمالي اتلانتیک د نصف النهار په جریان کې بدلونونه چې له شدیدو اتومسفیر پېښو سره مرسته کولی شي.[۲۸]

پخوانۍ پېښې[سمول]

د اقلیم په پخوانیو سوابقو کې د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو ګڼې دورې ثبت شوې یا پېژندل شوې دي. ډېرې مهمې بېلګې یې دا دي:

  • د اقلیم شاوخوا ۲۵ بدلونونه د ډانګارډ-اوشګر د څرخې یا دوران په نامه پېژندل کېږي چې ۱۰۰۰۰۰ کاله مخکې د کنګل په دوره کې د یخ یا کنګل د هستې په سوابقو کې پېژندل شوې دي.[۲۹]
  • د یانګر ډرایاس پېښه او په ځانګړي ډول د دغې پېښې ناڅاپي پای یې بله بېلګه ده. دا د ډانګارډ-اوشګر تر ټولو نوی دوران دی، ۱۲۹۰۰ کاله مخکې پيل شو او شاوخوا ۱۱۶۰۰ کاله مخکې د اقلیم یوه ګرم او مرطوب رژیم ته را وګرځېد. ویل کېږي په هغه متغیر کې د بدلونونو ډېر زیات سرعت چې په مستقیم ډول د سیمې اقلیم څرګندوي، ښيي چې د وروستي کنګلیز دوران د پای ته رسېدو پېښې ښايي د شمالي اتلانتیک د اقلیم په سیستم کې محرک ته یو ډول ځواب وي. د ترموهالین په جریان کې د ګډوډۍ د دغې پېښې لپاره یو ماډل نورو څېړنو هم جوړ کړی دی.[۳۰][۳۱]
  • د پالیوسن-ایوسن حد اکثر حرارت یې بله بېلګه ده چې زماني محدوده یې شاوخوا ۵۵ میلیونه کاله مخکې مهال ته رسېږي. دغه حد اکثر حرارت ښايي د میتان د انتشار له امله رامنځته شوی وي، که څه هم نور احتمالي بدیل میکانیزمونه یې پېژندل شوي دي. دغې چارې په چټک ډول سمندرونه هم اسیدي کړل.[۳۲][۳۳][۳۴]
  • د پرمین-ټریاس د انقراض پېښه یې بله بېلګه ده چې په دې کې د ټولو نوعو شاوخوا ۹۵ سلنه له منځه لاړې. فرض دا دی چې دغه پېښه د نړیوال اقلیم له چټک بدلون سره تړاو لري. بیاځلي په وچه کې د ژوندیو موجوداتو احیا یا بیارغېدنې ۳۰ میلیونه کاله وخت واخیست.[۳۵][۳۶][۳۷]
  • د کاربونیفر د باراني ځنګلونو د له منځه تګ یا ویجاړۍ پېښه ۳۰۰ میلیونه کاله مخکې رامنځته شوه. هغه مهال استوايي باراني ځنګلونه د اقلیمي بدلونونو له امله ویجاړ شول. څه ناڅه ساړه او وچ اقلیم په وچه کې د شمزۍ لرونکو موجوداتو پر لومړني ژواک بېلابېوالي کلکې اغېزې وکړې.[۳۸]

داسې ناڅاپي اقلیمي بدلونونه هم موجود دي چې د یخچالي سیندونو له تخلیې سره تړاو لري. یوه بېلګه یې ۸.۲ کیلويي پېښه ده چې د اګاسیز کنګلي سیند له تخلیې سره تړاو لري. بله بېلګه یې تر نن شاوخوا ۱۴۵۰۰ کاله وړاندې د انترکتیکا معکوس سړښت دی او باور دا دی چې د لاورنټایډ د یوې کنګلیزې لایې د اوبو د ویلې کېدو له امله رامنځته شوی دی. د ویلې شویو اوبو د چټکې خوشي کېدنې دغه پېښې د ډانګارډ-اوشکر د دورانونو لپاره د دلیل په توګه فرض شوي دي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

په ۲۰۱۷ کال کې یوې څېړنې وښوده چې د انترکتیا د اوزون اوسني سوري ته ورته شرایط (اتومسفیري جریان او هایدرو اقلیمي بدلونونه) ۱۷۷۰۰ کاله مخکې موجود وو او دا هغه مهال و چې د اوزون د لایې تخریب په جنوبي نیمکره کې د کنګلونو د ناڅاپي کمښت لامل شو. دا پېښه په ناڅاپي ډول له یو شمېر ۱۹۲ کلنو اتشفشاني را خوټېدو سره مل وه چې د لوېديځي انترکتیکا په تاکاه غرونو کې پېښ شول.[۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. Harunur Rashid; Leonid Polyak; Ellen Mosley-Thompson (2011). Abrupt climate change: mechanisms, patterns, and impacts. American Geophysical Union. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780875904849. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Committee on Abrupt Climate Change, National Research Council. (2002). "Definition of Abrupt Climate Change". Abrupt climate change : inevitable surprises. Washington, D.C.: National Academy Press. doi:10.17226/10136. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-07434-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sahney, S.; Benton, M.J.; Falcon-Lang, H.J. (2010). "Rainforest collapse triggered Pennsylvanian tetrapod diversification in Euramerica". Geology. 38 (12): 1079–1082. Bibcode:2010Geo....38.1079S. doi:10.1130/G31182.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Broecker, W. S. (May 2006). "Geology. Was the Younger Dryas triggered by a flood?". Science. 312 (5777): 1146–1148. doi:10.1126/science.1123253. ISSN 0036-8075. PMID 16728622. S2CID 39544213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. National Research Council (2002). Abrupt climate change : inevitable surprises. Washington, D.C.: National Academy Press. د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-309-07434-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rial, J. A.; Pielke Sr., R. A.; Beniston, M.; Claussen, M.; Canadell, J.; Cox, P.; Held, H.; De Noblet-Ducoudré, N.; Prinn, R.; Reynolds, J. F.; Salas, J. D. (2004). "Nonlinearities, Feedbacks and Critical Thresholds within the Earth's Climate System" (PDF). Climatic Change. 65: 11–00. doi:10.1023/B:CLIM.0000037493.89489.3f. hdl:11858/00-001M-0000-0013-A8E8-0. S2CID 14173232. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  7. Grachev, A.M.; Severinghaus, J.P. (2005). "A revised +10±4 °C magnitude of the abrupt change in Greenland temperature at the Younger Dryas termination using published GISP2 gas isotope data and air thermal diffusion constants". Quaternary Science Reviews. 24 (5–6): 513–9. Bibcode:2005QSRv...24..513G. doi:10.1016/j.quascirev.2004.10.016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kobashi, T.; Severinghaus, J.P.; Barnola, J. (30 April 2008). "4 ± 1.5 °C abrupt warming 11,270 yr ago identified from trapped air in Greenland ice". Earth and Planetary Science Letters. 268 (3–4): 397–407. Bibcode:2008E&PSL.268..397K. doi:10.1016/j.epsl.2008.01.032. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Taylor, K.C.; White, J; Severinghaus, J; Brook, E; Mayewski, P; Alley, R; Steig, E; Spencer, M; Meyerson, E; Meese, D; Lamorey, G; Grachev, A; Gow, A; Barnett, B (January 2004). "Abrupt climate change around 22 ka on the Siple Coast of Antarctica". Quaternary Science Reviews. 23 (1–2): 7–15. Bibcode:2004QSRv...23....7T. doi:10.1016/j.quascirev.2003.09.004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mora, C (2013). "The projected timing of climate departure from recent variability". Nature. 502 (7470): 183–187. Bibcode:2013Natur.502..183M. doi:10.1038/nature12540. PMID 24108050. S2CID 4471413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lenton, T. M.; Held, H.; Kriegler, E.; Hall, J. W.; Lucht, W.; Rahmstorf, S.; Schellnhuber, H. J. (2008). "Inaugural Article: Tipping elements in the Earth's climate system". Proceedings of the National Academy of Sciences. 105 (6): 1786–1793. Bibcode:2008PNAS..105.1786L. doi:10.1073/pnas.0705414105. PMC 2538841. PMID 18258748. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Markle; et al. (2016). "Global atmospheric teleconnections during Dansgaard–Oeschger events". Nature Geoscience. Nature. 10: 36–40. doi:10.1038/ngeo2848. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Summary for Policymakers" (PDF). Climate Change 2007: Synthesis Report. IPCC. 17 November 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Board on Atmospheric Sciences and Climate (2013). "Abrupt Impacts of Climate Change: Anticipating Surprises". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bengston, David N.; Crabtree, Jason; Hujala, Teppo (2020-12-01). "Abrupt climate change: Exploring the implications of a wild card". Futures (په انګلیسي ژبه کي). 124: 102641. doi:10.1016/j.futures.2020.102641. ISSN 0016-3287. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite report
  17. Clark, P.U.; et al. (December 2008). "Executive Summary". Abrupt Climate Change. A Report by the U.S. Climate Change Science Program and the Subcommittee on Global Change Research. Reston, Virginia: U.S. Geological Survey. د کتاب پاڼي 1–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. IPCC. "Summary for Policymakers". Sec. 2.6. The Potential for Large-Scale and Possibly Irreversible Impacts Poses Risks that have yet to be Reliably Quantified. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sahney, S.; Benton, M.J.; Falcon-Lang, H.J. (2010). "Rainforest collapse triggered Pennsylvanian tetrapod diversification in Euramerica". Geology. 38 (12): 1079–1082. Bibcode:2010Geo....38.1079S. doi:10.1130/G31182.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sahney, S.; Benton, M.J. (2008). "Recovery from the most profound mass extinction of all time". Proceedings of the Royal Society B. 275 (1636): 759–65. doi:10.1098/rspb.2007.1370. PMC 2596898. PMID 18198148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Crowley, T. J.; North, G. R. (May 1988). "Abrupt Climate Change and Extinction Events in Earth History". Science. 240 (4855): 996–1002. Bibcode:1988Sci...240..996C. doi:10.1126/science.240.4855.996. PMID 17731712. S2CID 44921662. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sahney, S.; Benton, M.J.; Ferry, P.A. (2010). "Links between global taxonomic diversity, ecological diversity and the expansion of vertebrates on land". Biology Letters. 6 (4): 544–547. doi:10.1098/rsbl.2009.1024. PMC 2936204. PMID 20106856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Trenberth, K. E.; Hoar, T. J. (1997). "El Niño and climate change". Geophysical Research Letters. 24 (23): 3057–3060. Bibcode:1997GeoRL..24.3057T. doi:10.1029/97GL03092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Meehl, G. A.; Washington, W. M. (1996). "El Niño-like climate change in a model with increased atmospheric CO2 concentrations". Nature. 382 (6586): 56–60. Bibcode:1996Natur.382...56M. doi:10.1038/382056a0. S2CID 4234225. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Broecker, W. S. (1997). "Thermohaline Circulation, the Achilles Heel of Our Climate System: Will Man-Made CO2 Upset the Current Balance?" (PDF). Science. 278 (5343): 1582–1588. Bibcode:1997Sci...278.1582B. doi:10.1126/science.278.5343.1582. PMID 9374450. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  26. Manabe, S.; Stouffer, R. J. (1995). "Simulation of abrupt climate change induced by freshwater input to the North Atlantic Ocean" (PDF). Nature. 378 (6553): 165. Bibcode:1995Natur.378..165M. doi:10.1038/378165a0. S2CID 4302999. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Beniston, M.; Jungo, P. (2002). "Shifts in the distributions of pressure, temperature and moisture and changes in the typical weather patterns in the Alpine region in response to the behavior of the North Atlantic Oscillation" (PDF). Theoretical and Applied Climatology. 71 (1–2): 29–42. Bibcode:2002ThApC..71...29B. doi:10.1007/s704-002-8206-7. S2CID 14659582. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. J. Hansen; M. Sato; P. Hearty; R. Ruedy; et al. (2015). "Ice melt, sea level rise and superstorms: evidence from paleoclimate data, climate modeling, and modern observations that 2 °C global warming is highly dangerous". Atmospheric Chemistry and Physics Discussions. 15 (14): 20059–20179. Bibcode:2015ACPD...1520059H. doi:10.5194/acpd-15-20059-2015. Our results at least imply that strong cooling in the North Atlantic from AMOC shutdown does create higher wind speed. * * * The increment in seasonal mean wind speed of the northeasterlies relative to preindustrial conditions is as much as 10–20%. Such a percentage increase of wind speed in a storm translates into an increase of storm power dissipation by a factor ~1.4–2, because wind power dissipation is proportional to the cube of wind speed. However, our simulated changes refer to seasonal mean winds averaged over large grid-boxes, not individual storms.* * * Many of the most memorable and devastating storms in eastern North America and western Europe, popularly known as superstorms, have been winter cyclonic storms, though sometimes occurring in late fall or early spring, that generate near-hurricane-force winds and often large amounts of snowfall. Continued warming of low latitude oceans in coming decades will provide more water vapor to strengthen such storms. If this tropical warming is combined with a cooler North Atlantic Ocean from AMOC slowdown and an increase in midlatitude eddy energy, we can anticipate more severe baroclinic storms. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Heinrich and Dansgaard–Oeschger Events". National Centers for Environmental Information (NCEI) formerly known as National Climatic Data Center (NCDC). NOAA. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Alley, R. B.; Meese, D. A.; Shuman, C. A.; Gow, A. J.; Taylor, K. C.; Grootes, P. M.; White, J. W. C.; Ram, M.; Waddington, E. D.; Mayewski, P. A.; Zielinski, G. A. (1993). "Abrupt increase in Greenland snow accumulation at the end of the Younger Dryas event" (PDF). Nature. 362 (6420): 527–529. Bibcode:1993Natur.362..527A. doi:10.1038/362527a0. S2CID 4325976. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Manabe, S.; Stouffer, R. J. (1995). "Simulation of abrupt climate change induced by freshwater input to the North Atlantic Ocean" (PDF). Nature. 378 (6553): 165. Bibcode:1995Natur.378..165M. doi:10.1038/378165a0. S2CID 4302999. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Farley, K. A.; Eltgroth, S. F. (2003). "An alternative age model for the Paleocene–Eocene thermal maximum using extraterrestrial 3He". Earth and Planetary Science Letters. 208 (3–4): 135–148. Bibcode:2003E&PSL.208..135F. doi:10.1016/S0012-821X(03)00017-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Pagani, M.; Caldeira, K.; Archer, D.; Zachos, C. (Dec 2006). "Atmosphere. An ancient carbon mystery". Science. 314 (5805): 1556–1557. doi:10.1126/science.1136110. ISSN 0036-8075. PMID 17158314. S2CID 128375931. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Zachos, J. C.; Röhl, U.; Schellenberg, S. A.; Sluijs, A.; Hodell, D. A.; Kelly, D. C.; Thomas, E.; Nicolo, M.; Raffi, I.; Lourens, L. J.; McCarren, H.; Kroon, D. (Jun 2005). "Rapid acidification of the ocean during the Paleocene-Eocene thermal maximum". Science. 308 (5728): 1611–1615. Bibcode:2005Sci...308.1611Z. doi:10.1126/science.1109004. hdl:1874/385806. PMID 15947184. S2CID 26909706. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Benton, M. J.; Twitchet, R. J. (2003). "How to kill (almost) all life: the end-Permian extinction event" (PDF). Trends in Ecology & Evolution. 18 (7): 358–365. doi:10.1016/S0169-5347(03)00093-4. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Crowley, T. J.; North, G. R. (May 1988). "Abrupt Climate Change and Extinction Events in Earth History". Science. 240 (4855): 996–1002. Bibcode:1988Sci...240..996C. doi:10.1126/science.240.4855.996. PMID 17731712. S2CID 44921662. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Sahney, S.; Benton, M.J. (2008). "Recovery from the most profound mass extinction of all time". Proceedings of the Royal Society B. 275 (1636): 759–65. doi:10.1098/rspb.2007.1370. PMC 2596898. PMID 18198148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Sahney, S.; Benton, M.J.; Falcon-Lang, H.J. (2010). "Rainforest collapse triggered Pennsylvanian tetrapod diversification in Euramerica". Geology. 38 (12): 1079–1082. Bibcode:2010Geo....38.1079S. doi:10.1130/G31182.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Alley, R. B.; Mayewski, P. A.; Sowers, T.; Stuiver, M.; Taylor, K. C.; Clark, P. U. (1997). "Holocene climatic instability: A prominent, widespread event 8200 yr ago". Geology. 25 (6): 483. Bibcode:1997Geo....25..483A. doi:10.1130/0091-7613(1997)025<0483:HCIAPW>2.3.CO;2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Weber; Clark; Kuhn; Timmermann (5 June 2014). "Millennial-scale variability in Antarctic ice-sheet discharge during the last deglaciation". Nature. 510 (7503): 134–138. Bibcode:2014Natur.510..134W. doi:10.1038/nature13397. PMID 24870232. S2CID 205238911. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Gregoire, Lauren (11 July 2012). "Deglacial rapid sea level rises caused by ice-sheet saddle collapses" (PDF). Nature. 487 (7406): 219–222. Bibcode:2012Natur.487..219G. doi:10.1038/nature11257. PMID 22785319. S2CID 4403135. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Bond, G.C.; Showers, W.; Elliot, M.; Evans, M.; Lotti, R.; Hajdas, I.; Bonani, G.; Johnson, S. (1999). "The North Atlantic's 1–2 kyr climate rhythm: relation to Heinrich events, Dansgaard/Oeschger cycles and the little ice age" (PDF). In Clark, P.U.; Webb, R.S.; Keigwin, L.D. (المحررون). Mechanisms of Global Change at Millennial Time Scales. American Geophysical Union, Washington DC. د کتاب پاڼي 59–76. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87590-033-X. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. McConnell; et al. (2017). "Synchronous volcanic eruptions and abrupt climate change ~17.7 ka plausibly linked by stratospheric ozone depletion". Proceedings of the National Academy of Sciences. PNAS. 114 (38): 10035–10040. Bibcode:2017PNAS..11410035M. doi:10.1073/pnas.1705595114. PMC 5617275. PMID 28874529. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)