د اقلیم د بيړني حالت اعلان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیم د بيړني حالت اعلان یو داسې اقدام دی چې د حکومتونو او ساینس پوهانو له‌خوا کېږي او اعلانوي چې بشر د اقلیم له بیړني حالت سره مخ دی. دغه ډول لومړنی اعلان د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر میاشت کې یوه محلي حکومت وکړ. له هغه راهیسې (د ۲۰۲۲ کال تر مې میاشت پورې) په ۳۹ هېوادونو کې څه باندې ۲۱۰۰ محلي حکومتونو د اقلیم بیړنی حالت اعلان کړی دی. په هغو قضايي حوزو کې د مېشتو خلکو نفوس تر یو میلیارد اوړي چې د اقلیم بیړنی حالت په کې اعلان شوی دی.[۱][۲][۳]

د ۲۰۱۹ کال د اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د وېلز حکومت د اقلیم بیړنی حالت اعلان کړ چې وروسته د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د پارلمان او د وېلز د ملي شورا له‌خوا تصویب شو. دا په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول یې د اقلیم بیړنی حالت اعلان کړ.[۴][۵][۶]

کله چې یو حکومت بیړنی حالت اعلانوي، تر دې مخکې چې بیړني یا معادل حالت ته ننوځي بل ګام د اقلیمي بدلون د کمولو لپاره د لومړیتوبونو ټاکل دي. د اقلیم د بیړني حالت په اعلانولو کې یو حکومت دا تصدیقوي چې اقلیمي بدلون رامنځته شوی او تر دې مهاله شوي اقدامات د رامنځته شویو بدلونونو د محدودولو لپاره کافي نه دي. د دا ډول پرېکړې تمرکز پر دې وي چې د انساني فعالیتونو په پایله کې د رامنځته شوي اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره حکومتي تدابیر ونیول شي.[۷][۸][۹]

د بیړني حالت اعلان ښايي په بېلابېلو ملي او محلي حکومتي کچو کې وي او ښايي کړنلارې یې متفاوتې وي. د اقلیم د بيړني حالت اصطلاح نه یوازې رسمي پرېکړو ته ویل کېږي، بلکې د اقلیمي ویجاړۍ د مخنیوي لپاره اقدامات هم په کې شامل دي. دا کار ښايي واکمن چارواکي د اقلیم په اړه د اقدام ته متوجه او متمرکز کړي. د بيړني حالت اصطلاح دغې موضوع ته د لومړیتوب ورکولو او د بيړني ذهنیت د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.

د بیړني اقلیم اصطلاح د اقلیمي فعالینو او اقلیم‌پلوه سیاستوالو له‌خوا په دې خاطر دود شوې ده چې اوږدمهالو ستونزو ته د رسیده‌ګۍ لپاره بیړنی احساس رامنځته کړي. د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په ۵۰ هېوادونو کې د عامه افکارو په اړه په یوې سروې کې موندلې چې له ۱.۲ میلیونو ځواب ورکوونکو څخه څلور شپېته سلنه په دې باور دي چې اقلیمي بدلون یو نړیوال بیړنی حالت دی.[۱۰][۱۱]

اصطلاحات[سمول]

د اقلیم د بيړني حالت اصطلاح تر ۲۰۱۰ کال مخکې د اقلیمي بدلون پر وړاندې په لاریونونو کې کارول کېده چې د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې په مېلبورن کې "د اقلیم په اړه بیړنی لاریون" یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په ۲۰۱۷ کې د ډاربین ښار شورا د "ډاربین د اقلیم بیړنی پلان" په نامه ډېری اقدامات تصویب کړل. د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر میاشتې په ۴مه نېټه د روم کلب "د اقلیم بیړني پلان" وړاندې کړ چې د نړیوالې تودوخې د محدودولو لپاره ۱۰ لومړیتوبونه په کې شامل دي. د اقلیمي عدالت د بېلابېلو خوځښتونو په را څرګندېدو سره دې اندېښنې ته بېلابېلو حکومتونو پام اړولی دی.[۱۲][۱۳][۱۴]

ډېری هغه اروپايي ښارونه او ټولنې چې د اقلیم بيړني حالت یې اعلان کړی، په هم‌مهاله ډول د «کلیما بنډنس» شبکې غړي دي چې دغه شبکه دوی مکلفوي تر څو په هرو پنځو کلونو کې د کاربن ډای اکسایډ د انتشار یا خپرښت کچه ۱۰ سلنه کمه کړي.

اکسفورډ قاموس د اقلیم د بیړني حالت اصطلاح د ۲۰۱۹ کال د کلمې په توګه غوره کړه او دا اصطلاح یې د "یوه داسې وضعیت په توګه تعریف کړې ده چې د اقلیمي بدلون د کمولو یا درولو او د احتمالي چاپېریالي زیانونو د مخنیوي لپاره په کې د بیړني اقدام اړتیا وي." د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر او د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتو تر منځ دا اصطلاح څه باندې ۱۰۰۰۰ ځله کارول شوې ده.[۱۵]

تاریخچه[سمول]

لومړني پړاوونه[سمول]

په نړۍ کې د اقلیم د بيړني حالت لومړنی دولتي اعلان د اسټرالیا د مېلبورن ایالت په ډاربین ښار کې د اسټرالیا د ګرین کونسلر «ټرینټ مک کارتي» له‌خوا وشو. دغه ښار د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر میاشتې په ۵مه نېټه د اقلیم بیړنی حالت اعلان کړ. د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې ډاربین د اقلیم په بیړني پلان کې د اقداماتو پر کټګورۍ پرېکړه وکړه. د ډاربین تر اعلان وروسته د نیوجرسي ایالت په هابوکن او د کلفورنیا ایالت په بیرکیلي ښارونو کې هم ورته بیړني حالتونه اعلان شول.[۱۶][۱۷][۱۸]

په ۲۰۱۸ کې تر دغو پرمختګونو وروسته د انګلستان د زرغون ګوند سیاستوالې «کارلا ډینیر» چې هغه مهال د بریسټول ښار د شورا غړې وه، د بریسټول ښار شورا له‌خوا د اقلیم د بيړني حالت په اعلانولو کې مخکښ رول ولوباوه. دا په اروپا کې لومړنی دا ډول اعلان و او د هغو ښارونو او ملي پارلمانونو لپاره بریالیتوب وبلل شو چې د اقلیم بيړني حالتونه یې اعلان کړي وو. د ډینیر دا طرحه د انګلستان په اېنډېپېننډنټ ورځپاڼه کې د "لومړۍ تاریخي طرحې" په توګه تشرېح شوه چې د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې د څه باندې ۴۰۰ ځايي چارواکو او پارلمانونو له‌خوا کاپي شوې وه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۲۰۱۹ کال د اپرېل میاشتې په ۲۸مه نېټه د سکاټلینډ د حکومت لومړۍ وزیرې «نیکولا سټورجن» د سکاټلند د ملي ګوند په کنفرانس کې د اقلیم بیړنی حالت اعلان کړ؛ د اقلیمي بدلون (د ګازونو د خپرښت د کمولو موخې) قانون د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه تصویب شو. بله ورځ د وېلز حکومت د اقلیم بیړنی حالت اعلان کړ چې سملاسي د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پارلمان تصویب کړ او لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول د اقلیم بیړنی حالت اعلانوي. تر دې وروسته په هماغه ورځ د بریتانیا پارلمان هم دغه کار وکړ.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

وروستي پرمختګونه: د هېوادونو او تحت الحمایه هېوادونو نوملړ[سمول]

پارلماني یا حکومتي اعلانونه[سمول]

  • سکاټلنډ (د ۲۰۱۹ کال د اپرېل میاشتې ۲۸مه نېټه - نیکولا سټورجن)[۳۱]
  • وېلز (د ۲۰۱۹ کال د اپرېل میاشتې ۲۹مه نېټه - پارلمان)[۳۲]
  • انګلستان (د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې لومړۍ نېټه - پارلمان)[۳۳]
  • جرسي (د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې دویمه نېټه)[۳۴]
  • د ایرلینډ جمهوریت (د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې ۹مه نېټه)[۳۵]
  • من جزیره (د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې ۱۰مه نېټه – حکومت؛ د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې ۱۸مه نېټه – پارلمان)[۳۶]
  • پرتګال (د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې ۷مه نېټه)[۳۷][۳۸]
  • هولي سی (د ۲۰۱۹ کال جون میاشت)[۳۹]
  • کاناډا (د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې ۱۷مه نېټه)[۴۰][۴۱][۴۲]
  • فرانسه (د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې ۲۷مه نېټه)[۴۳]
  • ارجنټاین (د ۲۰۱۹ کال د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه)[۴۴][۴۵]
  • هسپانیا (د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې ۱۷مه نېټه – پارلمان؛ د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې ۲۱مه نېټه – حکومت)[۴۶][۴۷][۴۸]
  • اتریش (د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې ۲۵مه نېټه)[۴۹]
  • مالټا (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر میاشتې ۲۲مه نېټه)[۵۰]
  • بنګله دېش (د ۲۰۱۹ کال د نومبر میاشتې ۱۳مه نېټه)[۵۱]
  • ایټالیا (د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې ۱۲مه نېټه)[۵۲]
  • اندورا (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې ۲۳مه نېټه)[۵۳]
  • مالدیپ (د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې ۱۲مه نېټه)[۵۴]
  • سوېلي کوریا (د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر میاشتې ۲۴مه نېټه)[۵۵]
  • جاپان (د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې ۲۰مه نېټه)[۵۶]
  • نیوزیلینډ (د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر میاشتې دویمه نېټه)[۵۷]
  • سینګاپور (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ میاشتې لومړۍ نېټه)[۵۸][۵۹]
  • هاوايي (د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې ۲۹مه نېټه – د ایالت مقننه)[۶۰]
  • موریس (د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې ۲۸مه نېټه)[۶۱]

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه[سمول]

د ۲۰۱۹ کال د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه اروپایي پارلمان د اقلیم بيړنی حالت اعلان کړ. په دې نېټه اروپايي اتحادیې د ۲۸ غړو هېوادونو استازیتوب کاوه چې اتریش، بلجیم، بلغاریا، کرواشیا، قبرس، چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فنلنډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، ایرلنډ، ایټالیا، لاتویا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سلواکیا، سلووینیا، هسپانیا، سویډن او انګلستان په کې شامل وو.[۶۲][۶۳]

هغه هېوادونه او قضايي حوزې چې د اقلیم بیړنی حالت یې اعلان کړی دی[سمول]

دا مهال د داسې سوابقو د ثبتولو لپاره هېڅ نړیواله اداره نه‌شته چې کومو قضايي حوزو د اقلیم بيړنی حالت اعلان کړی دی. سي.اي.ډي.اې.اېم.ای.اې یوه ډله ده چې د اقلیم د بیړني حالت لپاره عدالت‌غوښتنه کوي او په ټوله نړۍ کې د ملي، دولتي او محلي قضايي حوزو په ګډون د هغو قضايي حوزو بشپړ لېست لري چې د اقلیم بیړنی حالت یې اعلان کړی دی. دا لېست په دوامدار ډول تازه کېږي، ځکه چې نورې قضايي حوزې هم د اقلیم بیړني حالتونه اعلانوي.[۶۴]

سرچينې[سمول]

  1. Ripple, William; Wolf, Christopher; Newsome, Thomas; Barnard, Phoebe; Moomaw, William (5 November 2019). "World Scientists' Warning of a Climate Emergency". BioScience, Biz088, American Institute of Biological Science (Oxford Academic; Oxford University Press). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "History of Climate Emergency Action by Councils". CACEonline.org. Council Action in the Climate Emergency. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "CEDAMIA list of global declarations". CEDAMIA. Climate Emergency Declaration and Mobilisation In Action. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 16 October 2019 باندې). Wales' first ever climate change conference set to take place in Cardiff. ITV Consumer Limited
  5. "Welsh Government makes climate emergency declaration". Welsh Government. Welsh Government. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 29 April 2019 باندې). 'Climate emergency' declared by Welsh Government.
  7. "How a council can enter into full emergency mode". CACE. Council and Community Action in the Climate Emergency. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 10 May 2019 باندې). What Does Declaring a Climate Emergency Actually Mean?. Silicon Republic
  9. Resolution, Climate Emergency. "What is a Climate Emergency Declaration". The Climate Mobilization. The Climate Mobilization. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 5 November 2019 باندې). More than 11,000 scientists from around the world declare a 'climate emergency'.
  11. The Peoples' Climate Vote. UNDP.org. United Nations Development Programme. 26 January 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. 64% of people said that climate change was an emergency – presenting a clear and convincing call for decision-makers to step up on ambition.
    - The highest level of support was in SIDS (Small Island Developing States, 74%), followed by high-income countries (72%), middle-income countries (62%), then LDCs (Least Developed Countries, 58%).
    - Regionally, the proportion of people who said climate change is a global emergency had a high level of support everywhere - in Western Europe and North America (72%), Eastern Europe and Central Asia (65%), Arab States (64%), Latin America and Caribbean (63%), Asia and Pacific (63%), and Sub-Saharan Africa (61%).
    - Four climate policies emerged as the most popular globally:
    1. Conservation of forests and land (54% public support);
    2. Solar, wind and renewable power (53%);
    3. Climate-friendly farming techniques (52%); and
    4. Investing more in green businesses and jobs (50%).
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (Page has download link to 68-page PDF.)
  12. "National Climate Emergency Rally Melbourne June 2009". Greenlivingpedia. Greenlivingpedia. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Club of Rome Climate Emergency Plan". The Club of Rome. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Extinction Rebellion Home". Extinction Rebelion. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rice, Doyle (2019-11-21). "'Climate emergency' is Oxford Dictionary's word of the year". USA TODAY (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Darebin City Council | cedamia". cedamia.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Julia Lagoutte, 'What next after declaring a climate emergency?', Big Green Politics Podcast (30 July 2019).
  18. 'Change starts here: Carla Denyer', Green World (9 August 2019).
  19. Matthew Taylor, 'Bristol plans to become carbon neutral by 2030', The Guardian (14 November 2018).
  20. Lindsay Brown, 'Climate change: What is a climate emergency?', BBC News (3 May 2019).
  21. James Ellsmoor, 'Climate Emergency Declarations: How Cities Are Leading The Charge', Forbes (20 July 2019).
  22. Julia Lagoutte, 'What next after declaring a climate emergency?', Big Green Politics Podcast (30 July 2019).
  23. 'Change starts here: Carla Denyer', Green World (9 August 2019).
  24. Alex Morss, 'If a city as green as Bristol will struggle to meet emissions targets, how can the rest of the country?', The Independent (19 July 2019).
  25. "The climate emergency will shape policy across the UK". Pinset Masons. Pinset Masons. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Nicola Sturgeon declares 'climate emergency' at SNP conference". BBC News. 28 April 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 16 October 2019 باندې). Wales' first ever climate change conference set to take place in Cardiff. ITV Consumer Limited
  28. "Welsh Government makes climate emergency declaration". Welsh Government. Welsh Government. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 29 April 2019 باندې). 'Climate emergency' declared by Welsh Government.
  30. "UK Parliament declares climate emergency". BBC News. 1 May 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Nicola Sturgeon declares 'climate emergency' at SNP conference". BBC News. 2019-04-28. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "'Climate emergency' declared by Welsh Government". BBC News. 2019-04-29. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "UK Parliament declares climate change emergency". BBC News. 2019-05-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Climate emergency declared in Jersey". ITV.com. 2019-05-02. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Irish parliament declares climate emergency". The Guardian. 2019-05-10. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "This is a climate change emergency". IOMToday. 2019-05-10. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Parliament votes for government to declare "state of climate emergency"". Portugal Resident. 2019-06-07. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Portuguese parliament declared climate emergency – and made sure it meant nothing". climaximo.pt. 2019-06-08. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Pope Francis made a pledge for a climate emergency in June 2019, at a meeting with oil executives. "Pope Francis declares 'climate emergency' and urges action". BBC. 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "VOTE NO. 1365, 42ND PARLIAMENT, 1ST SESSION". ourcommons.ca. 2019-06-17. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Canada's House of Commons has declared a national climate emergency". ctvnews.ca. 17 June 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "National climate emergency declared by House of Commons". globalnews.ca. 2019-06-17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "L'Assemblée nationale vote "l'urgence écologique et climatique"". FIGARO (په فرانسیسی ژبه کي). 2019-06-27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 2019-07-18 باندې). La Argentina declaró la emergencia climática y ecológica.
  45. "Argentine senate approves historic climate change bill". bnamericas.com. 2019-07-18. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. dice, Chorche (17 September 2019). "El Congreso apoya la declaración de emergencia climática en España". lamarea.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. http://www.congreso.es/portal/page/portal/Congreso/Congreso/Iniciativas?_piref73_2148295_73_1335437_1335437.next_page=/wc/servidorCGI&CMD=VERLST&BASE=IW13&PIECE=IWC3&FMT=INITXD1S.fmt&FORM1=INITXLUS.fmt&QUERY=%28I%29.ACIN1.+%26+%28EMERGENCIA+CLIMATICA%29.ALL.&DOCS=4-4 Congress of Deputies
  48. Rejón, Raúl (21 January 2020). "El Gobierno se compromete a poner en marcha en 100 días las medidas para eliminar las emisiones de CO2 en 2050". ElDiario.es. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. tagesschau.de. "Österreich ruft Klimanotstand aus". tagesschau.de (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Government, Opposition declare climate emergency - TVM News". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Bangladesh declares climate change a "planetary emergency" - World". ReliefWeb. 15 November 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Il Parlamento impegna il Governo italiano a dichiarare emergenza climatica". Greenreport: economia ecologica e sviluppo sostenibile. 12 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "Andorra declara l'estat d'emergència ecològica | Sostenible". www.sostenible.cat. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Parliament passes resolution to declare climate emergency in Maldives". SunOnline International. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "South Korea national assembly declares 'climate emergency'". www.businessgreen.com. 28 September 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. (په 2020-11-20 باندې). 気候非常事態宣言を決議 参院.
  57. "New Zealand declares a climate change emergency". The Guardian. 2 December 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Mohan, Matthew; Co, Cindy; Ang, Hwee Min (2021-02-01). "Raising carbon tax, improving public sector's sustainability standards among MPs' proposals to tackle climate change". CNA (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. (په 2021-02-01 باندې). Singapore Parliament declares climate change a global emergency.
  60. Kelley, Alexandra (2021-04-29). "Hawaii to become the first state to declare climate emergency". TheHill (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. ION News - Conférence de presse de Kavy Ramano après la... (په انګلیسي ژبه کي), د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "The European Parliament declares climate emergency | News | European Parliament". europarl.europa.eu (په انګلیسي ژبه کي). 2019-11-28. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. (په 2019-11-28 باندې). 'Our house is on fire': EU parliament declares climate emergency. The Guardian.
  64. "Global Map of Climate Emergency Declarations". CEDAMIA. CEDAMIA. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)