د اقلیم انجنیري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیم انجنیري یا په عمومي ډول جیو انجنیري د ځمکې د اقلیم په سیستم کې قصدي او په لویه کچه لاسوهنه ده. د اقلیم د انجنیرۍ اصلي کټګوري د لمریزې جیو انجنیرۍ یا د لمریزو وړانګو مدیریت دی. لمریزه جیو انجنیري یا د لمریزو وړانګو اصلاح د لمریزې رڼا (لمریزو وړانګو) یوه اندازه فضا ته منعکسوي، تر څو د انسان له امله رامنځته شوی اقلیم محدود یا معکوس کړي.[۱]

د کاربن ډای اکسایډ له منځه وړل یعنې په قصدي ډول په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ اندازه کمول ډېری وخت په تېروتنې سره په لمریزه جیو انجنیرۍ کې د اقلیمي انجنیرۍ یو ډول بلل کېږي او دا په خپل ذات کې خطرناک کار دی. په حقیقت کې د کاربن ډای اکسایډ له منځه وړل یا لرې کول د اقلیمي بدلون اصلي لامل په ګوته کوي او د خالص انتشار د کمولو یوه ستراتیژي ده. د دولتونو تر منځ د اقلیمي بدلون پلاوی د کاربن ډای اکسایډ لرې کولو ته د اقلیمي انجنیرۍ د فرعي ګروپ په سترګه نه ګوري، بلکې د لمریزو وړانګو مدیریت او د کاربن ډای اکسایډ د لرې کولو اصطلاحات په جلا ډول کاروي. د اقلیمي انجنیرۍ مېتودونه کله ناکله د اقلیمي بدلونونو یا د اقلیمي بدلونونو د اغېزو محدودولو لپاره د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار کمولو تر څنګ د بشپړو بالقوه انتخابونو په توګه په پام کې نیول کېږي. ساینس‌پوهان پر دې سره یوه خوله دي چې لمریزه جیو انجنیري او د کاربن ډای اکسایډ لرې کول د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار د کمېدو بدیل نه‌شي کېدای. دا چې د اقلیمي بدلونونو اړوند هر ډول اقدامات اقتصادي، سیاسي یا فزیکي محدودیتونه لري، نو د اقلیمي انجنیرۍ ځينې مېتودونه د یوه ځواب په توګه کارول کېدای شي چې ښايي موخه یې د اقلیم بیارغونه وي.[۲][۳][۴][۵][۶]

د ناکافي څېړنو له امله د اغېزناکتیا، جانبي عوارضو او غیر متوقع احتمالي پایلو په اړه ډېرې ګونګتیاوې شته دي. ډېری متخصصان پر دې باور دي چې د دغه ډول لاسوهنو خطرونه باید د خطرناک اقلیمي بدلون د خطرونو په محتوا کې ولیدل شي. په لویه کچه مداخلې ښايي په طبیعي سیستمونو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لوی خطر ولري او په پایله کې دا ستونزه رامنځته شي چې د اقلیم د سخت خطر په اداره کولو کې ارزانه مېتودونه ښايي په خپله د پام وړ خطر رامنځته کړي. ځینو وړاندیز کړی چې د اقلیمي انجنیرۍ مفهوم ښايي د ګلخانه‌يي ګازونو د تولید د کموالي لپاره سیاسي او عمومي فشار را کم کړي چې ښايي د اقلیم ټولیز خطرونه سخت کړي؛ نور ادعا کوي چې د اقلیمي انجنیرۍ ګواښ ښايي د ګلخانه‌يي ګازونو انتشار کم کړي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تعریف[سمول]

له ۲۰۱۸ ز کال راهیسې «د اقلیم انجنیري» او «د ځمکې انجنیري» اصطلاحات د اقلیمي بدلون د حکومت‌منځي پلاوي له‌خوا نه کارول کېږي. د اقلیمي اقتصادپوه «جېرنوټ واګنر» په وینا د «جیو انجنیرۍ» اصطلاح "تر ډېره مصنوعي ده او په عمومي بحثونو کې د اصطلاحاتو د پرله‌پسې استفادې پایله ده" او "دومره ګونګه او هراړخیزه ده چې ډېره برخه معنا یې بایللې ده."[۱۳][۱۴]

عامه پوهاوی[سمول]

په ۲۰۱۸ ز کال کې یوې پراخې څېړنې د اقلیمي انجنیرۍ د شپږو مېتودونو د عامه پوهاوي په اړه څېړنه وکړه چې په متحدو ایالتونو، بریتانیا، استرالیا او نیوزلنډ کې د انلاین نظر پوښتنې له لارې وشوه. دا موندنې له هغې نظر پوښتنې سره هم پرتله شوې دي چې ۲۰۱۲ ز کال کې په استرالیا او نیوزلنډ کې وشوه. د اقلیمي انجنیرۍ په اړه عامه پوهاوی کم و او پنځمې برخې ځواب ویونکو یې په اړه پخواني معلومات ورکول. د اقلیمي انجنیرۍ د شپږو مېتودونو په اړه پوهه تر ډېره منفي وه او تر ډېره د «خطرناک»، «مصنوعي» او «ناپېژاند درک» له خصوصیاتو سره تړلې وه. د لمریزې جیو انجنیرۍ په پرتله د کاربن ډای اکساید د لرې کولو مېتودونه غوره وبلل شول. د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۲ ز کلونو په نظر پوښتنو کې عامه پوهاوی په پام وړ توګه ثابت و او د بېلابېلو هېوادونو تر منځ یوازې کوچني توپیرونه موجود وو.[۱۵][۱۶]

د اقلیمي انجنیرۍ ارزونه[سمول]

هغه څه چې د وړاندیز شویو تخنیکونو په اړه پېژندل شوي دي، ډېری یې د لابراتواري تجربو، د طبیعي پدیدو د مشاهدو او د کمپیوټري ماډل جوړونو د تخنیکونو پر بنسټ ولاړ دي. د اقلیمي انجنیرۍ ځینې وړاندیز شوي مېتودونه هغه مېتودونه کاروي چې په طبیعي پدیدو لکه د سټراټوسفیریک سلفر په ایروزولونو او د ورېځو د تراکم په هستو کې انالوګونه لري. په دې توګه د دغو مېتودونو د اغېزناکتیا په اړه څېړنې هغه معلومات کارولی شي چې تر نورو څېړنو وړاندې د لاسرسي وړ دي، لکه هغه څه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې د پیانټوبو له اور غورځوونکي غره څخه د اور له شیندلو وروسته د لاسرسي وړ دي.[۱۷]

ډېرو ادارو په دې موخه د اقلیمي انجنیرۍ اړوندې څېړنې کړې دي چې ظرفیت یې وارزوي، په دې کې د متحدو ایالتونو کانګرېس، د متحدو ایالتونو د علومو، انجنیرۍ او درملو ملي اکاډمي، سلطنتي ټولنه، د بریتانیا پارلمان، د میخانیک انجنیرانو انستېتیوت او د اقلیمي بدلون حکومت‌منځي پلاوی شامل دي. د میخانیک انجنیرانو د انستېتیوت راپور د وړاندیز شویو مېتودونو کوچنۍ فرعي ټولګه (د هوا نیول، ښاري انعکاس او د اوبړیو پر اساس د کاربن ډای اکسایډ د جذب تخنیکونه) وڅېړله او اصلي پایلې یې دا وې چې د اقلیم انجنیري باید د اقتصاد د پراخې کچې د کاربن کمولو تر څنګ په کوچنۍ اندازه وڅېړل شي او وازمویل شي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د سلطنتي ټولنې څېړنې د اقلیمي انجنیرۍ ګڼ وړاندیز شوي مېتودونه وڅېړل او د اغېزناکتیا، ارزانوالي، پر وختوالي او خوندیتوب له مخې یې ارزونه وکړه. مهمې سپارښتنې دا وې چې "د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ موافق لوري باید د اقلیمي بدلونونو د کمولو او له دغو بدلونونو سره د تطابق په ځانګړي ډول په نړیواله کچه د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار کمولو په اړه د هوکړې لپاره ډېرې هڅې وکړي" او هر هغه څه چې "دا مهال د جیو انجنیرۍ د انتخابونو په توګه پېژندل شوي، د کمولو لپاره دلیل نه‌شي کېدای". دا راپور سپارښتنه کوي چې "که چېرې د دې پېړۍ د تودوخې کچه کمول اړین وي، د اقلیمي انجنیرۍ د انتخابونو څېړنه او پراختیا باید وکتل شي چې ایا کم‌خطره مېتودونه جوړېدای شي که نه".[۲۳]

د ۲۰۰۹ ز کال په یوه څېړنه کې «لېنټون» او «وان» د اقلیمي انجنیرۍ یو شمېر وړاندیز شوي تخنیکونه وارزول. دوی د بېلابېلو تخنیکونو د پرتلنې د اجازې په موخه د خالصو وړانګو پر قوې د اغېز پر اساس د هر تخنیک لپاره یوه ګډه ارزونه وکاروله. دې څېړنې د عملي ملاحظاتو لکه د انجنیرۍ د امکان سنجولو یا اقتصادي لګښت پر ځای د وړاندیز شویو مېتودونو عملي معقولوالي وکاراوه. لېنټون او وان وموندله چې "د ځنګلونو، د ځنګلونو د بیارغونې او د بیولوژیکي ډبرو سکرو د تولید تر څنګ د [هوا] اخیستل او ذخیره کول تر ټولو ډېر پتانشیل ښيي» او یادونه یې وکړه چې "نور هغه وړاندیزونه چې د ډېرو رسنیو پاملرنه یې جلب کړې ده، په ځانګړي ډول «د سمندر پایپونه» داسې ښکاري چې بې اغېزې دي». دوی دې پایلې ته ورسېدل چې "د [اقلیم] جیو انجنیري د کاربن ډای اکسایډ د تولید د کمولو لپاره یو بالقوه بشپړوونکی بلل کېږي، خو بدیل یې نه دی."[۲۴]

د ۲۰۱۱ ز کال په اکتوبر میاشت کې د غیر حزبي سیاسي مشارکت د مرکز پنل یو راپور خپور کړ او غوښتنه یې په کې وکړه چې "که اقلیمي سیستم د اوج ټکي ته ورسېږي او چټکو اصلاحي اقداماتو ته اړتیا پېښه شي، باید بیړنۍ څېړنې او ازمېښتونه وشي." [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Geoengineering the climate : science, governance and uncertainty. Royal Society. London: Royal Society. 2009. OCLC 436232805. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780854037735. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  2. Negative emissions technologies and reliable sequestration : a research agenda. Engineering, and Medicine. Committee on Developing a Research Agenda for Carbon Dioxide Removal and Reliable Sequestration National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine. Division on Earth and Life Studies. Board on Atmospheric Sciences and Climate National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine. Board on Energy and Environmental Systems National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine. Board on Agriculture and Natural Resources National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine. Board on Earth Sciences and Resources National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine. Board on Chemical Sciences and Technology National Academies of Sciences. Washington, DC. 2019. OCLC 1090146918. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-48453-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  3. IPCC SR15 Glossary 2018, p. 549
  4. Lenton, T.M.; Vaughan, N.E. (2009). "The radiative forcing potential of different climate geoengineering options". Atmospheric Chemistry and Physics. 9 (15): 5539–5561. Bibcode:2009ACP.....9.5539L. doi:10.5194/acp-9-5539-2009. مؤرشف من الأصل في ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Geo-engineering[[:کينډۍ:Snd]] Giving us the time to act?". I Mech E. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite report
  7. Gernot Wagner (2021). Geoengineering: the Gamble. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Matthias Honegger; Axel Michaelowa; Sonja Butzengeiger-Geyer (2012). Climate Engineering[[:کينډۍ:Snd]] Avoiding Pandora's Box through Research and Governance (PDF). Fridtjof Nansen Institute (FNI), Perspectives. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  9. Zahra Hirji (October 6, 2016). "Removing CO2 From the Air Only Hope for Fixing Climate Change, New Study Says; Without 'negative emissions' to help return atmospheric [[:کينډۍ:CO2]] to 350 ppm, future generations could face costs that 'may become too heavy to bear,' paper says". insideclimatenews.org. InsideClimate News. مؤرشف من الأصل في November 17, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  10. "Geoengineering". International Risk Governance Council. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Reynolds, Jesse (2015-08-01). "A critical examination of the climate engineering moral hazard and risk compensation concern". The Anthropocene Review. 2 (2): 174–191. doi:10.1177/2053019614554304. ISSN 2053-0196. S2CID 59407485. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Morrow, David R. (2014-12-28). "Ethical aspects of the mitigation obstruction argument against climate engineering research". Philosophical Transactions of the Royal Society of London A: Mathematical, Physical and Engineering Sciences. 372 (2031): 20140062. Bibcode:2014RSPTA.37240062M. doi:10.1098/rsta.2014.0062. ISSN 1364-503X. PMID 25404676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gernot Wagner (2021). Geoengineering: the Gamble. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. IPCC SR15 Glossary 2018, p. 549
  15. Wright, Malcolm J.; Teagle, Damon A. H.; Feetham, Pamela M. (February 2014). "A quantitative evaluation of the public response to climate engineering". Nature Climate Change (په انګلیسي ژبه کي). 4 (2): 106–110. Bibcode:2014NatCC...4..106W. doi:10.1038/nclimate2087. ISSN 1758-6798. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Carlisle, Daniel P.; Feetham, Pamela M.; Wright, Malcolm J.; Teagle, Damon A. H. (2020-04-12). "The public remain uninformed and wary of climate engineering" (PDF). Climatic Change (په انګلیسي ژبه کي). 160 (2): 303–322. Bibcode:2020ClCh..160..303C. doi:10.1007/s10584-020-02706-5. ISSN 1573-1480. S2CID 215731777. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۴ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Geo-Engineering Inquiry". Institution of Mechanical Engineers. November 17, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Climate Intervention Reports » Climate Change at the National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine". nas-sites.org. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bullis, Kevin. "U.S. Congress Considers Geoengineering". MIT Technology Review. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جنوري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Stop emitting CO2 or geoengineering could be our only hope" (Press release). The Royal Society. 28 August 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Geo-engineering research" (PDF). Postnote. Parliamentary Office of Science and Technology. March 2009. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Geo-engineering[[:کينډۍ:Snd]] Giving us the time to act?". I Mech E. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  23. کينډۍ:Cite report
  24. Lenton, T.M.; Vaughan, N.E. (2009). "The radiative forcing potential of different climate geoengineering options". Atmospheric Chemistry and Physics. 9 (15): 5539–5561. Bibcode:2009ACP.....9.5539L. doi:10.5194/acp-9-5539-2009. مؤرشف من الأصل في ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 2011-10-04 باندې). Group Urges Research Into Aggressive Efforts to Fight Climate Change. The New York Times.