د اقلیمي بدلون اقتصادي اغېزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له جغرافیايي پلوه د اقلیمي بدلون اقتصادي اغېزې بېلابېلې دي او دقیق اټکل یې ستونزمن دی. څېړونکو خبرداری ورکړی چې اوسنۍ اقتصادي ماډل‌جوړونه ښايي د اقلیمي بدلون اغېزې له پامه وغورځوي. دوی وايي د داسې نویو ماډلونو جوړولو ته اړتیا ده چې د احتمالي زیانونو څه ناڅه دقیق انځور وړاندې کړي. له دې سره سره، په ۲۰۱۸ کال کې یوې څېړنې وښوده چې که د پاریس په تړون کې د ټاکل شوي ۲ سانتي ګراد درجې هدف د پیروۍ لپاره د کمښت ستراتیژۍ عملي شي، د ګازونو د خورا لوړ انتشار د سناریو په پرتله به تر ۲۱۰۰ کال پورې احتمالي نړیوالې اقتصادي لاسته‌راوړنې شاوخوا ۱۷ ټریلیون ډالره وي.[۱]

نړیوال زیانونه څرګندوي چې له ۱۹۷۰یمې لسیزې راهیسې د هوا د شدیدو پېښو له امله لګښتونه ډېر شوي دي. ټولنیزو-اقتصادي عواملو د نفوس د ودې او شتمنۍ د ډېرېدو په څېر نړیوالو زیانونو په لیدل شوي بهیر کې ونډه لرلې ده. د ودې یوه برخه د سیمه‌يیز اقلیم له عواملو سره هم تړاو لري چې د اورښت او سېلابونو په پېښو کې بدلون یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دا ستونزمنه ده چې د زیانونو پر دغه بهیر د ټولنیزو-اقتصادي عواملو او اقلیمي بدلون اړوندې اغېزې اندازه کړو. له دې سره سره، دا بهیر څرګندوي چې د اقلیمي بدلونونو په مقابل کې د ټولنیزو سیستمونو کمزوري زیاته شوې ده.[۲][۳][۴]

په ۲۰۱۹ کال کې یوې څېړنې وښوده چې اقلیمي بدلون له نړیوالې اقتصادي نابرابرۍ سره مرسته کړې ده. په سړو سیمو کې بډایو هېوادونو د اقلیمي بدلون له امله په ټولیز ډول لږ اقتصادي زیانونه لیدلي دي او یا هم حتا ګټه یې ترې اخیستې ده، خو د ګرمو سیمو بېوزلو هېوادونو په ډېر احتمال سره تر هغه وخت لږ وده کړې چې د نړیوالې تودوخې پېښې نه کېدې.[۵]

د اقلیمي بدلون د ټولو اقتصادي اغېزو اټکل ستونزمن دی، خو کله چې د تودوخې درجه لوړېږي نو اقتصادي اغېزې هم ورسره لوړېږي. که نړیواله تودوخه د ۳.۶۶ سانتي ګراد درجو په پرتله ۱.۵ سانتي ګراد درجو ته محدوده شي، ټول زیانونه تر ۹۰ سلنه کم اټکل کېږي او دا د تودوخې هغه درجه ده چې هېڅ کمښت نه ښيي. یوې بلې څېړنې وښوده چې که د اوج د نقطو له احتمالي اغېزو پرته د تودوخې درجه تر ۳ سانتي ګراد پورې محدوده وي، د پېړۍ په پای کې به په نړیوال ناخالص تولید کې ۳.۵ سلنه کمښت راغلی وي. یوې بلې څېړنې وښوده چې که د اوج نقطه په پام کې ونه نیول شي، نړیوال اقتصادي اغېز کم اټکل کېږي. د اکسفورډ ایکونامېکس د لوړ انتشار د سناریو له مخې به تر ۲۰۵۰ کال پورې د ۲ درجې تودوخې زیاتوالی د نړۍ له ۲.۵ تر ۱.۵ سلنې نړیوال ناخالص تولید کم کړي. په دې ډول به تر ۲۱۰۰ زیږدیز کال پورې تودوخه ۴ درجې لوړه شي چې په تر ټولو بد حالت کې نړیوال ناخالص تولید ۳۰ سلنه کمولی شي.[۶][۷][۸]

تعریفونه[سمول]

د اقلیمي بدلون په اقتصادي اغېزو کې هر هغه کمښت (مثلاً د نړۍ اوسط تودوخه له ۲ سانتي ګراد څخه ښکته محدودول) یا تطابق (مثلاً د سېلاب د دفاع سیستم رامنځته کول) شامل دی چې د هېوادونو له‌خوا عملي کېږي او ښايي اقتصادي پایلې ولري.[۹][۱۰][۱۱]

د اغېزو وېش[سمول]

د اقلیمي بدلون اغېزې د اقتصادي لګښت په توګه اندازه کولی شو. دغه اغېزې د مارکېټ له اغېزو سره برابرې دي، یعنې هغه اغېزې دي چې د مارکېټ له معاملاتو سره اړوندې دي او مستقماً پر ناخالص داخلي تولید اغېز کوي. د غیر بازاري اغېزو د پولي معیارونو محاسبه چې د انسان پر روغتیا او ایکوسیستم اغېزې په کې شاملېږي، خورا ستونزمن کار دی. د اغېزو د اټکل اړوندې نورې ستونزې په لاندې ډول دي:[۱۲]

  • پوهنیزې تشې: د توزیعي اغېزو محاسبه تفصيلي جغرافیایي پوهې ته اړتیا لري، خو دا په اقلیمي ماډلونو کې د ابهام تر ټولو لویه سرچینه ده.
  • زیان‌مننه: د پرمختللو هېوادونو په پرتله په مخ پر وده هېوادونو کې د مارکېټ پر سکتور د اقلیمي بدلون د احتمالي اغېزو په اړه پوهه کمه ده.
  • تطابق: له اقلیمي بدلون سره د انساني او طبیعي سیستمونو د تطابق د ظرفیت راتلونکې کچه له اقلیمي بدلونونو څخه د ټولنې زیانمنېدو پر څرنګوالي اغېز کوي. ارزونې ښايي د تطابق ظرفیت کم یا ډېر وښيي چې د مثبتو یا منفي اغېزو د ډېر کم یا ډېر زیات اټکل لامل کېږي.
  • ټولنیز-اقتصادي جریانونه: د پرمختګ راتلونکي وړاندوېینې د راتلونکي اقلیمي بدلون د اغېزو پر اټکلونو اغېزه کوي او په ځینو مواردو کې د پراختیایي جریانونو بېلابېل اټکلونه د دې لامل کېږي چې یوه اټکل شوې مثبته اغېزه پر یوه اټکل شوې منفي اغېزه بدله شي.

نابشپړ اټکلونه[سمول]

لکه څرنګه چې وویل شول د اقلیمي بدلون د اغېزو اقتصادي اټکلونه نابشپړ دي. پوهانو د اقلیمي بدلون د اقتصادي اغېزو د اټکلولو لپاره د ارزونې اړوند ماډلونه کارولي دي. په دغو ماډلونو کې د ځینو اغېزو اټکلونه شامل دي چې پر کرنه د اقلیمي بدلون اغېزې یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په نورو برخو کې ماډلونه ځینې اغېزې نه رانغاړي. یوه بېلګه یې دا احتمال دی چې اقلیمي بدلون د کډوالۍ یا شخړې لامل کېدای شي.[۱۳][۱۴]

د بریتانیا د حکومت لپاره د سټیرن څېړنې وړاندوېینه وکړه چې د نړۍ ناخالص تولید به د اقلیم د اړوندو لګښتونو له امله څو سلنه کم شي. د دوی محاسبات ښايي هغه ایکولوژیکي اغېزې له پامه وغورځوي چې له اقتصادي پلوه ستونزمنې دي (لکه د انسانانو مړینه یا د حیاتي تنوع له منځه تګ)، یا یې هم ښايي اقتصادي پایلې په ټکني ډول څرګندې شي. له همدې امله ښايي د دوی محاسبات له پامه وغورځول شي.[۱۵]

نسبي اغېزې[سمول]

د اقلیمي بدلون اغېزې له نورو هغو اغېزو سره پرتله کولی شو چې پر انساني ټولنه او چاپېریال کېږي. راتلونکی ټولنیز-اقتصادي پرمختګ ښايي د اقلیمي بدلون پایلې په کلکه اغېزمنې کړي. د بېلګې په توګه کوم خلک چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي، د شمېر اټکل یې د راتلونکي ټولنیز-اقتصادي پرمختګ په اړه انګېرنو ته په کتو سره ډېر توپیر لري.[۱۶][۱۷]

اقلیمي بدلونونه ښايي پر ځینو ایکوسیستمونو اغېز وکړي چې مرجاني ډبرې یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په اوږد مهال کې (له ۲۰۵۰ کال وروسته) ښايي اقلیمي بدلون په نړۍ کې د ژوندیو موجوداتو د بېلابېلوالي د له منځه تګ پر لوی محرک بدل شي.[۱۸][۱۹]

د اقلیمي بدلون ټولنیزې-اقتصادي اغېزې ښايي په هغو ټولنو کې لا ډېرې وي چې له نورو فشارونو سره مخ دي .د بېلګې په توګه بېوزله ټولنې د هوا د سختو پېښو په مقابل کې زیان منونکې دي او ښايي د اقلیمي بدلونونو تر اغېز لاندې راشي. په ټولیزه توګه نور (ډیموګرافیک او ټکنالوژیک) بدلونونه د اقلیمي بدلون په پرتله پر انساني ټولنه ډېر اغېز لري. له بلې خوا، لویې اغېزې په طبیعي او ټولنیزو سیستمونو کې له ناڅاپي بدلونونو سره هم پېښېدای شي. د ناڅاپي بدلونونو په اړه علمي پوهه کمه ده.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

بله پام وړ خبره دا ده چې د اقلیمي بدلون په مقابل کې زیان‌مننه څومره بېلابېله ده. په ځايي کچه د هوا سختې پېښې ښایي په زیانمنېدونکو ځایونو کې ډېرې اغېزې ولري. بله مهمه احتمالي او اوږدمهالې اغېزه دا ده چې ښايي په ټیټو ساحلي سیمو کې د سمندر سطحه لوړه شي.[۲۶][۲۷]

اټکلونه[سمول]

په ۲۰۱۷ کال کې اقلیمي بدلون د هوا د سختو پېښو لامل شو چې لږ تر لږه ۱۰۰ میلیارده امریکايي ډالره زیان یې واړاوه. دا اغېزې د اوږدې مودې په جریان کې لیدل کېدای شي. اټکل کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۵۰۰۰۰۰ کسان مړه شوي او د شدیدې هوا د پېښو په پایله کې ۳.۵ ټریلیون ډالره ضایع شوي دي. د تودوخې زیاتوالی به د اقتصادي زیانونو د چټکتیا لامل شي. په ۲۰۱۷ کال کې د هغو خپلواکو اقتصادپوهانو یوې سروې چې د اقلیمي بدلون اغېزې یې څېړلې، وښوده چې د نړیوال ناخالص داخلي تولید د راتلونکو زیانونو اټکلونه له ۲ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې پورې بېلابېل دي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Kompas, Tom; Pham, Van Ha; Che, Tuong Nhu (2018). "The Effects of Climate Change on GDP by Country and the Global Economic Gains From Complying With the Paris Climate Accord". Earth's Future. 6 (8): 1153–1173. Bibcode:2018EaFut...6.1153K. doi:10.1029/2018EF000922. ISSN 2328-4277. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rosenzweig; et al., "Chapter 1: Assessment of observed changes and responses in natural and managed systems", Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change, 2007, Sec. 1.3.8.5 Summary of disasters and hazards, مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007.
  3. Bouwer, Laurens M. (2019), Mechler, Reinhard; Bouwer, Laurens M.; Schinko, Thomas; Surminski, Swenja (المحررون), "Observed and Projected Impacts from Extreme Weather Events: Implications for Loss and Damage", Loss and Damage from Climate Change: Concepts, Methods and Policy Options, Cham: Springer International Publishing, د کتاب پاڼي 63–82, doi:10.1007/978-3-319-72026-5_3, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-72026-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. IPCC, Synthesis Report, Question 2, Sections 2.25 and 2.26, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), p. 55, IPCC TAR SYR 2001.
  5. Diffenbaugh, Noah S.; Burke, Marshall (2019). "Global warming has increased global economic inequality". Proceedings of the National Academy of Sciences. 116 (20): 9808–9813. doi:10.1073/pnas.1816020116. ISSN 0027-8424. PMC 6525504. PMID 31010922. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. * IPCC (2014). "Summary for Policymakers" (PDF). IPCC AR5 WG2 A 2014. د کتاب پاڼې 12. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hoegh-Guldberg, O.; Jacob, D.; Taylor, M.; Bindi, M.; et al. (2018). "Chapter 3: Impacts of 1.5 ºC Global Warming on Natural and Human Systems" (PDF). IPCC SR15 2018. د کتاب پاڼې 256. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Koning Beals, Rachel. "Global GDP will suffer at least a 3% hit by 2050 from unchecked climate change, say economists". MarketWatch. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Luomi, Mari (2020). "Global Climate Change Governance: The search for effectiveness and universality". International Institute for Sustainable Development (IISD). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  10. Brown, Eryn (30 September 2021). "Now is the time to prepare for the economic shocks of battling climate change". Knowable Magazine. doi:10.1146/knowable-093021-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. van der Ploeg, Frederick; Rezai, Armon (6 October 2020). "Stranded Assets in the Transition to a Carbon-Free Economy". Annual Review of Resource Economics. 12 (1): 281–298. doi:10.1146/annurev-resource-110519-040938. ISSN 1941-1340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Smith, J. B.; et al. (2001). "19. Vulnerability to Climate Change and Reasons for Concern: A Synthesis" (PDF). In McCarthy, J. J.; et al. (المحررون). Climate Change 2001: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). Cambridge, UK, and New York, N.Y.: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 913–970. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. * Sec 3.1, in: Ch 3: Understanding the social cost of carbon, in Downing & others 2005, pp. 12–13 (pp.20-21 of PDF).
  14. * Sec 3.1, in: Ch 3: Understanding the social cost of carbon, in Downing & others 2005, pp. 12–13 (pp.20-21 of PDF).
  15. Harris, Jonathan M.; Roach, Brian; Codur, Anne-Marie (2015). "The Economics of Global Climate Change" (PDF). Global Development and Environment Institute, Tufts University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Parry, M.L.; et al., "Technical summary", TS.5.4 Perspectives on climate change and sustainability الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  17. Easterling, W.E.; et al., "Ch 5: Food, Fibre, and Forest Products", Sec 5.6.5 Food security and vulnerability الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  18. Parry, M.L.; et al., "Technical summary", TS.4.5 Especially affected systems, sectors and regions الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  19. Fischlin, A.; et al., "Ch. 4: Ecosystems, their properties, goods and services", آرشیف کاپي, Sec. 4.4.11 Global synthesis including impacts on biodiversity, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۷ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007.
  20. Wilbanks, T.J.; et al., "Ch. 7: Industry, Settlement and Society", Executive summary الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  21. Wilbanks, T.J.; et al., "Ch. 7: Industry, Settlement and Society", Sec 7.3 Assumptions about future trends الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  22. Wilbanks, T.J.; et al., "Ch. 7: Industry, Settlement and Society", Sec 7.4.3 Key vulnerabilities الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  23. Wilbanks, T.J.; et al., "Ch. 7: Industry, Settlement and Society", Sec 7.4 Key future impacts and vulnerabilities الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  24. Smith, J. B.; et al., "19.6.1. The Irregular Face of Climate Change. In (book chapter) 19. Vulnerability to Climate Change and Reasons for Concern: A Synthesis", الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC TAR WG2 2001.
  25. Smith, J. B.; et al., "19.6.4. Climate Protection in an Irregular World. In (book chapter) 19. Vulnerability to Climate Change and Reasons for Concern: A Synthesis", الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC TAR WG2 2001.
  26. Wilbanks, T.J.; et al., "Ch. 7: Industry, Settlement and Society", Sec 7.4.3 Key vulnerabilities الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  27. Wilbanks, T.J.; et al., "Ch. 7: Industry, Settlement and Society", Sec 7.5 Costs and other socio-economic issues الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة), in IPCC AR4 WG2 2007
  28. Harris, Jonathan M.; Roach, Brian; Codur, Anne-Marie (2017). "The Economics of Global Climate Change" (PDF). Global Development and Environment Institute, Tufts University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. IPCC (2014), The Core Writing Team; Pachauri, R. K.; Meyer, L. A. (المحررون), Climate Change 2014: Synthesis Report, Geneva, Switzerland: IPCC الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Luomi, Mari (2020). "Global Climate Change Governance: The search for effectiveness and universality". International Institute for Sustainable Development (IISD). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  31. Kramer, Katherine; Ware, Joe (December 2019). "Counting the cost 2019: a year of climate breakdown" (PDF). Christian Aid. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)