د اقلیمي بدلونونو اړوند د متحده ایالاتو پالیسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیمي بدلونونو اړوند د متحده ایالاتو پالیسي په نړیوالو اقلیمي بدلونونو او همدارنګه د نړیوالو اقلیمي بدلونونو په کمښت پام وړ اغېز لري. دغه اغېز له دې امله دی چې متحده ایالات په نړۍ کې له چین وروسته د ګلخانه یي ګازونو دویم لوی تولید کوونکی هېواد دی او همدارنګه د هغو هېوادونو په کتار کې ځای لري چې د سړي سر کچې له مخې په لوړه کچه ګلخانه یي ګازونه تولید کوي. په ټولیزه توګه متحده ایالاتو تر اوسه ۴۰۰ میلیارده مټریک ټنه ګلخانه یي ګازونه په هوا کې خپاره کړي چې د نړۍ له هر هېواد څخه یې کچه زیاته ده. [۱]

د اقلیمي بدلونونو اړوندې پالیسۍ په سیمه ییزه، ایالتي او فدرال کچه پراختیا موندلې. نړیوالو اقلیمي بدلونونو ته د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې د متحده ایالاتو په سیاستونو کې پام وشو. د چاپېریال ساتنې اداره (EPA) اقلیمي بدلون «په اقلیم کې د هغه بدلون په توګه چې د اوږد مهال لپاره دوام لري» تعریف کوي. د اقلیمي بدلونونو په پام وړ بدلونونو کې د هوا ګرمښت، ورښت، د بادونو لګېدل او همدارنګه نور هغه موارد شاملېږي چې اغېزې یې د لسیزو یا هم له هغو څخه د زیات مهال لپاره دوام مومي. د متحده ایالاتو هغه پالیسي چې د اقلیمي بدلونونو د کمښت په برخه کې تر ټولو زیاته ونډه لري ۲۰۲۲ زکال ته اړوند د پړسوب (انفلاسیون) د کمښت قانون دی. [۲][۳]

اقلیمي بدلونونو ته اړوندو سیاستونو په دغه هېواد کې سیاسي ګوندونه او نور سازمانونه یو تر بله ویشلي. د متحده ایالاتو دیموکرات ګوند د اقلیمي بدلونونو د کم کوونکو سیاستونو له پراختیا ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې جمهوری غوښتونکی ګوند بیا په سوداګرۍ باندې د هغو له اغېز اندېښنه لري او د اقلیمي بدلونونو د کمښت په موجودو سیاستونو کې د کرار بدلون، انفعال او یا هم ښکاره غبرګون څخه ملاتړ کوي. په متحده ایالاتو کې د اقلیمي بدلونونو د کمښت په موخه سیاستونو ته تر ټولو ډېره لابي هغه شرکتونه کوي چې په ښکاره ډول د کاربن له خپرېدو سره مخالفت څرګندوي. [۴][۵]

فدرال پالیسي[سمول]

نړیوال حقوق[سمول]

په داسې حال کې چې متحده ایالاتو کیوټو پروتوکول لاسلیک کړی، خو دغه پروتوکول یې نه تصویب کړی او نه هم له هغو وتلی دی. په ۱۹۹۷ زکال کې د متحده ایالاتو سنا جرګې د اریو په اکثریت د برېډ – هیګل د پریکړه لیک پر بنسټ رایه ورکړه او څرګنده یې کړه چې د متحده ایالاتو سنا دا احساس نه کوي چې متحده ایالات باید د کیوټو پروتوکول لاسلیک کړي. په ۲۰۰۱ زکال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارې کانډولیزا رایس څرګنده کړه چې دغه پروتوکول «دولت او یا هم کانګرس ته د منلو وړ نه دی». [۶][۷]

د ۲۰۰۳ زکال په اکتوبر میاشت کې پنټاګون د اقلیم د ناڅاپي بدلون د سناریو او د متحده ایالاتو په ملي امنیت باندې د هغو د اغېز تر عنوان لاندې راپور خپور کړ چې پیټر شوارتز او ډاګ رانډال ترتیب کړی و. د راپور لیکونکو د دغه مطلب په توضېح د دغه راپور په پایله کې لیکلي و، «دغه راپور څرګندوي چې د ناڅاپي اقلیمي بدلونونو ګواښ باید د هغو د بالقوه ناوړه پایلو له امله، له دې سره چې ناڅرګند او کوچنی دی، د یو علمي بحث د موضوع پر ځای د متحده ایالاتو په ملي امنیت کې د یوې اندېښنې په توګه په پام کې ونیول شي».[۸]

کانګرس[سمول]

د مک کېن – لیبرمن د اقلیمي څارنې قانون لومړی ځل د ۲۰۰۳ زکال په اکتوبر میاشت او بیاځلي د ۲۰۰۵ زکال په جون میاشت کې د متحده ایالاتو له سنا جرګې رایه ترلاسه نه کړه. د ۲۰۰۵ زکال په رای اچونه کې جمهوري غوښتونکو د ۴۹ مخالفو او ۶ موافقو رایو په ورکړه له دغې لایحې سره مخالفت وکړ په داسې حال کې چې دیموکراتانو یې پر ملاتړ ۳۷ او په مخالفت یې ۱۰ رایې ورکړې. [۹][۱۰]

د ۲۰۰۷ زکال په جنوري میاشت کې د متحده ایالاتو د عوامو جرګې دیموکراتې مشرې نانسي پلوسي څرګنده کړه چې د نړیوال ګرمښت له امله به د متحده ایالاتو کانګرس یوه فرعي کمېټه جوړه کړي. سناتور جو لیبرمن وویل: «زه د یو څه ترسره کولو ته لیواله یم. دا ستونزمنه ده دې پایلې ته ورسېږو چې د نړیوال ګرمښت سیاستونو بدلون نه دی کړی، د اقدام لپاره نوې اجماع د رامنځته کېدو په حال کې ده او دا یوه دوه ګوندي اجماع ده). له ورمانټ څخه خپلواک سناتور برنی سندرز او د کلیفورنیا دیموکراتې سناتورې باربرا باکسر د ۲۰۰۷ زکال د جنوري په ۱۵مه د نړیوال ګرمښت له امله د چټلتیا د کمښت قانون معرفي کړ. دغه ګام هم جمهوري غوښتونکو او هم دیموکراتانو ته د دې مالي امکانات برابرول څو په جیولوژیکي اډانه کې د کاربن ډای اکساید د اغېزو اړوند څېړنې وکړي او اړوند یې ګامونه واخلي، د نویو موټرو لپاره د ګلخانه یي ګازونو د خپرولو معیارونه وټاکي او د ۲۰۱۶ زکال له پیل راوروسته په هغو کې د تیلو پر ځای د تجدید منونکې انرژۍ ګټنه دود کړي، د ۲۰۰۸ زکال له پیل څخه له انرژۍ موثره ګټنه او په هغو اغېزمن معیارونه رامنځته کړي همدارنګه په برېښنايي وسایلو کې د لږ کاربني برېښنايي نسل لپاره معیارونه وړاندې کړي او بالاخره د علومو ملي اکاډمي په هغو باندې دوره یي څارنه ترسره کړي څو ومومي چې د ګلخانه یي ګازونو د خپرېدو څخه د مخنیوي په برخه کې دغه ګامونه کافي دي او که نه. له دې سره هم د دغه قانون مصوبه په یاده کمېټه کې رد شوه. د اقلیم د خوندیتوب د قانون او د پایدارې انرژۍ د قانون دوه نورې مصوبې چې د ۲۰۱۳ زکال د فبروري په ۱۴مه دغې کمېټې ته وړاندې شوې، تصویب نه شوې. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د استازو جرګې د پاکې انرژۍ او خوندیتوب قانون (ACES) د ۲۰۰۹ زکال د جون په ۲۶مه د ۲۱۹ موافقو او ۲۱۲ مخالفو رایو په ورکړې تائید کړ، خو سنا تصویب نه کړ. [۱۵][۱۶]

د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې جمهوري غوښتونکو د متحده ایالاتو کانګرس ته هغه لایحه وړاندې کړه چې د چاپیریال ساتنې اداره یې د چټل کوونکو ګازونو په توګه په ګلخانه یي ګازونو باندې د مقرراتو له لګولو منع کوله. په دې سره له ۲۰۱۲ زکال وروسته دغې ادارې د پاکې هوا د قانون له مخې د ټاکلو مقرراتو په پلي کېدو څارنه کوله.[۱۷][۱۸][۱۹]

په ۲۰۱۹ زکال کې د کانګرس ۱۳۰ داسې منتخبو استازو شتون درلود چې د اقلیمي بدلونونو اړوند یې شکونه څرګندول. [۲۰]

د اقلیمي بدلونونو اړوند د سیاسي ګوندونو او نورو سیاسي بنسټونو دریځونه[سمول]

د ۲۰۱۶ زکال د ولسمشریزو ټاکنو په سیالیو کې د متحده ایالاتو دواړو لویو ګوندونو د نړیوال ګرمښت او د اقلیمي بدلونونو د پالیسۍ اړوند بېلابېل دریځونه لرل. دیموکرات ګوند د داسې سیاستونو د پراختیا په هڅه کې دی څو د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې راکمې کړي. جمهوری غوښتونکی ګوند چې ډیری اصلي غړي یې د نړیوال ګرمښت له شتون څخه انکار کوي، لا هم د انرژۍ په برخه کې د صنایعو د پراختیا او همدارنګه د چاپیریال ساتنې د ادارې د هڅو محدودیت ته دوام ورکوي. د شنه ګوند او ازادي غوښتونکي ګوند په ګډوڼ نور ګوندونه د اقلیمي بدلونونو اړوند بېلابېل لیدلوري لري او تر ډېره پورې په خپلو اوږد مهاله دریځونو اتکا کوي څو خپل غړي تر اغېز لاندې وساتي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

دیموکرات ګوند[سمول]

دیموکرات ګوند ۲۰۱۶ زکال ته په اړوند خپل پلان کې اقلیمي بدلونونه «د فوري ګواښ او زموږ د مهال د څرګندونکې ننګونې» په توګه بللي دي. دیموکراتان «د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمښت، د متحده ایالاتو د طبیعي منابعو ساتنې او همدارنګه د اوسني او راتلونکي نسل لپاره د هوا، اوبو او ځمکې د کیفیت تضمین» ته ژمن دي. [۲۵]

اقلیمي بدلونونو ته په پام، دیموکرات ګوند په دې باور دی چې باید «کاربن ډای اکسایډ، میتان او نورو ګلخانه یي ګازونو ته بیې وټاکل شي څو د هغو منفي اغېزې منعکسې کړي او همدارنګه د پاکې انرژۍ لور ته لېږد چټک او اقلیمي موخو ته د رسېدو په لار کې مرستندویه تمام شي». [۲۶]

دیموکراتان د چاپیریالي عدالت پر اهمیت ټینګار لري. دغه ګوند چاپیریالي تبعیض ته پام لري ځکه چې اقلیمي بدلونونه لږ عاید لرونکې او په اقلیت کې ټولنې، قبیلوي وګړي او همدارنګه د الاسکا بومي کلي په نامتناسبه بڼه تر اغېز لاندې راوړي. دغه ګوند باوري دی چې «پاکه هوا او پاکې اوبه د ټولو امریکايي وګړو له اساسي حقونو څخه دي».[۲۷]

جمهوري غوښتونکی ګوند[سمول]

جمهوري غوښتونکی ګوند د اقلیمي بدلونونو اړوند بېلابېل لیدلوري لري. ۲۰۱۶ زکال ته په اړوند د دغه ګوند په تازه کاري پلان کې اقلیمي بدلونونه رد شوي او همدارنګه د ځمکې د ګرمښت د توضېح په برخه کې د ساینس پوهانو هڅې رد کوي. [۲۸]

په ۲۰۱۴ زکال کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د چاپیریال ساتنې ادارې ته د یو لړ مقرراتو د لګولو وړاندیز وکړ چې د پاکې انرژۍ د پلان په توګه پېژندل کېږي، د دغه پلان له مخې د ډبرو د سکرو پرمټ د برېښنا د تولید کچه کمېږي. جمهوري غوښتونکی ګوند دغه هڅې «د ډبرو پر سکرو جګړه» بولي او له هغو سره شدید مخالفت لري. پر ځای یې د کیسټون ایکس ال نل لیکې له جوړېدو ملاتړ کوي، په کاربن باندې مالیات ناقانونه کوي او هڅه کوي ټول استخراجي قواعد له منځه یوسي. [۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Cumulative CO2 emissions globally by country 2018". Statista (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Federal Action on Climate". Center for Climate and Energy Solutions. 2017-10-21. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Climate Change: Basic Information". Washington, D.C.: U.S. Environmental Protection Agency (EPA). 2017-01-17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Politics of Climate". Pew Research Center Science & Society (په انګلیسي ژبه کي). 2016-10-04. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مې ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cory, Jared; Lerner, Michael; Osgood, Iain (2020). "Supply Chain Linkages and the Extended Carbon Coalition". American Journal of Political Science (په انګلیسي ژبه کي). 65: 69–87. doi:10.1111/ajps.12525. hdl:2027.42/166293. ISSN 1540-5907. S2CID 219437282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په April 1, 2001 باندې). A Climate of Despair.
  7. "United Nations Treaty Collection". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Peter Schwartz and Doug Randall (October 2003). "An Abrupt Climate Change Scenario and Its Implications for United States National Security" (PDF). Environmental Defense. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "McCain-Lieberman Greenhouse Gas Legislation to Reduce Global Warming". National Wildlife Federation. 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Summary of The Lieberman-McCain Climate Stewardship Act of 2003". Center for Climate and Energy Solutions. د اصلي آرشيف څخه پر فبروري 5, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 11, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Pelosi Turns Up Heat On Global Warming". Associated Press, via CBS News (په انګلیسي ژبه کي). 2007-01-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Senators sound alarm on climate", The Washington Times, January 31, 2007
  13. "Climate Change Bills of the 110th Congress". Environmental Defense. May 29, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر February 12, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Sanders, Boxer Propose Climate Change Bills". Sen. Bernie Sanders. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په June 26, 2009 باندې). House Passes Bill to Address Threat of Climate Change.
  16. Greg G. Hitt; Stephan Power, "House Passes Climate Bill", June 27, 2009; The Wall Street Journal
  17. Timothy Gardner, "Republicans launch bill to axe EPA carbon rules", Reuters March 3, 2011
  18. Court Backs E.P.A. Over Emissions Limits Intended to Reduce Global Warming June 26, 2012
  19. "Regulation of Greenhouse Gases under the Clean Air Act" (PDF). Center for Climate and Energy Solutions. 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2021-05-05 باندې). Opinion | 'Climate Change Is Not a Subjective Thing.' How Does the U.S. Approach to the Environment Look From Abroad?. The New York Times.
  21. (په August 5, 2016 باندې). How Do Republicans and Democrats Differ on Climate & Environment Policies? - Planet Experts. Planet Experts.
  22. (په November 17, 2014 باندې). Meet the Republicans in Congress who don't believe climate change is real. The Guardian.
  23. Smith, Lindsey J. (September 2, 2016). "Even the basics of climate change are still being debated in the 2016 election: Republican and Democratic platforms lay out very different plans for the environment". The Verge. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Dudley, Susan E. (Aug 2, 2016). "Republican Platform: Free The EPA". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په August 5, 2016 باندې). How Do Republicans and Democrats Differ on Climate & Environment Policies? - Planet Experts. Planet Experts.
  26. "Democrats.org". Democrats.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Democrats.org". Democrats.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Conservative Environmentalist Benji Backer on Crossing Partisan Lines to Solve The Climate Crisis". Time. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په August 5, 2016 باندې). How Do Republicans and Democrats Differ on Climate & Environment Policies? - Planet Experts. Planet Experts.