د افغان ښځې غږ راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغان ښځې غږ راډیو دا راډيو د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ٢٠١٣ زېږديز کال د يونسکو په مرسته د جمیله مجاهد له خوا تاسيس شوې ده. دا راډيو د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو خپرونې لري، چې له کابل پرته په ګاونډيو ولايتونو کې هم اورېدل کېږي. دې راډيو کې د ١٤ ښځو په ګډون ٢٢ تنه کار کوي او لګښتونه يې له سوداګريزو اعلانونو تر لاسه کېږي.