د افغانستان 2020 کال سيلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د 2020ز کال د جون په مياشت کې په افغانستنا کې په ناڅاپي ډول د سيلابونو يوه لړۍ پيل شوه، چې تر ټولو زيان رسونکی سيلاب د 2020ز کال د اګست د مياشتې به 26 نېټه و. دا سیلابونه د پروان ولایت په چاریکار کې د توپاني باران په پايله کې راووتل. د اګست د میاشتی سیلاب لږ تر لږه 179 وګړي مړه او 212 نور ټپیان کړل، او په سلګونه کورونه یی ویجاړ کړل. د پېښو د مدیریت وزارت هم په کاپیسا، میدان وردګ، ننګرهار، پنجشیر او پکتیا کې د د مرګ ژوبلې او زېربناوو د ويجاړې راپورونه ورکړل. [۱][۲][۳]

مخينه[سمول]

په سويلي اسیا کې د موسمي باد باران کلنی موسم (مونسون) د جون څخه تر سپتمبر پوری غزیږي. په دې سيمه کې د کرنې لپاره زيات بارانونه اړین دي؛ خو له ځانه سره ناڅاپي سيلابونه او په تعقيب يې د خټو ښوېدنې هم لري، کوم چې هر کال کې په سلګونو خلک وژني او د ميلياردونه ډالرو ارزښت زیان اړوي. د پېښو د مديريت وزارت په وينا، په افغانستان کې د سیلابونو تکرار او زياتوالی د اقلیمی بدلون له امله لوړ شوی. [۴][۵]

د 2020ز کال د دوبي موسم کې سختو ناڅاپی سیلابونو د افغانستان د پروان، کاپیسا، پنجشیر، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، نورستان او لوګر ولایتونه اغیزمن کړي وو، چې پروان تر ټولو زیات اغیزمن شوی و. په لومړيو راپورونو کې د 145 وګړو د مرګ او بشري مرستو هت د زرګونو کورنيو د اړتيا راپور ورکړل شو. همدا راز د اوبه خور سيستمونو، د اوبه ييزې برېښنا د مرکزونو، سرکونو، ودانيو، په سلګونه جريبه ولاړو فصلونو او له 1200 څخه زياتو څارويو د مړينې راپور هم ورکړل شو.[۶][۷][۸]

د دې کلنيو سیلابونو ویجاړونکي اغیزې د کویډ-۱۹ وبا او په افغانستان کې له جګړې سره نورې هم زیاتې شوې. په ځینو سیمو کې د جګړې له امله د بیا رغونې او مرستې هڅې شونې نه وې.  [۹]

جغرافيايي او فيزيکي اغېزې[سمول]

د افغانسان شمالی او ختيځې سیمې، په ځانګړي ډول د تخار، پروان او هرات ولایتونو سخت باران تجربه کړ، چې د 2020ز کال د مارچ په 21مه نېټه پيل شول. توپاني بارانونو ناڅاپی سیلابونه منځته راوړل، کومو چې په زیاته کچه مرګ ژوبله او ويجاړۍ رامنځ ته کړې. د د اپيرل تر پيل پورې په يادو ولايتونو کې د 11 مړينو، 15 ټپيانو، 288 ويجاړو شويو کورنو، او نورو 400 زيانمو شويو شتمنيو راپور ورکړل شوی و. سربېره پر دې، په کرنيزو ځمکو کې 500 هکتاره فصلونه سيلاب وړي وو. د اپريل تر پای پورې، په ټول هېواد کې د سيلاب له امله د 17000 وګړو د زيانمنېدو راپور ورکړل شوی و، او د اټکل تر مخې 1800 کورونه يا زیانمن شوي يا په بشپړ ډول ړنګ شوي وو. [۱۰][۱۱][۱۲]

چاریکار چې د پروان مرکز دی، د سيلاب له امله یو له زیاتو زیانمنو شویو ښارونو و. سیلابونو د ښار ډېره برخه ويجاړه کړې وه، د ANDMA (له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره) په وينا له 1500 زيات کورونه يې ړنګ کړي او 495 کورنۍ اغېزمنې شوې وې. د بې ځايه شويو کورنيو غوڅ اکثريت ته عموماً د نورو خپلوانو يا نږدې ټولنو له خوا پناه ورکړل شوې وه، په داسې حال کې چې دوی بیا هم د باران او د باران په تعقيب د سيلابونو يا ځمکښوېدنې د کمېدو انتظار کاوه. [۱۳][۱۴]

عموماً کورونه په هغو سيمو کې جوړ شوي، چې د سيلاب راوتلو خطر يې زیات وي. د ډیری ښارونو ګڼوالی، او د سيلابونو د راوتلو چټکتيا، د طبيعي ناورين خونړيوالی لا پسې زياتوي. دا جوته شوې چې د اقلیم بدلون د کلنيو سیلابونو تکرار او تخريب زیاتوي.  [۱۵]

بشري غبرګونونه[سمول]

سيمه ييز غبرګون[سمول]

ANDMA د طبيعي پېښو په وړاندې غبرګون ښودونکې لومړنۍ ملي اداره ده، چې د سيمه ييزو او ملي خدماتو له لارې د ناورین اړوند "کمولو، چمتووالي او غبرګونونو" د همغږۍ او مدیریت لپاره یی پروتوکولونه او طرزالعملونه جوړ کړي دي. د مرکزي ادارې په توګه دا اداره په هېواد کې د ناورين اړوندو ټولو مداخلو واک لري، په داسې حال کې چې د افغانستان په ټولو 34 ولایتونو کې د دې ادارې ریاستونه د "حکومت په مشرۍ د مرکزي او ولایتي همغږۍ میکانیزمونه" پلي کوي. د افغانستان په پراختیایي ستراتیژۍ د ANDMA ماموریت شامل دی، ترڅو د خپلې ملي پراختيا موخو تر لاسه کولو لپاره د ټولو ناورینونو پایلې کمې کړي. [۱۶][۱۷]

د 2020ز کال د اګست مياشتې د 29مې نېټې راپورنه وایی چې سيلابونو 2049 کورونه زيانمن کړي وو. ANDMA د ګډې ارزونې له ډلګيو سره په شریکه، په پروان، وردک، کاپيسا، لوګر، کابل، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې، بشري مرستو ته د 1876 کورنيو اړتيا تاييد کړه. شريکې ارونې د تلفاتو شمېر، په کرنیزه ځمکه او په عامه زېربناوو اغېز په ګوته کړ. او د کابل په څېر ولايتونو کې يې اغیزمنو کورنیو ته د یوې میاشتې خوراک ووېشلو. سربېره پر دې، ANDMA له نورو بشرپالو شریکانو سره په اغیزمنه توګه همکاري او کار وکړ، اغېرمنو ځواب ويلو څخه ډاډ تر لاسه کړي.[۱۸]

په داسی حال کې چې پروان تر ټولو زیات ځپل شوی ولایت و، 500 کورونه پکې ويجاړ شوي، 300-400 کورنۍ پکې بې ځايه شوې وې، د افغانستان د دفاع وزارت د سرکونو د پاکولو او د ژغورنې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره خپل پوځ واستاوه. افغان امنیتي ځواکونو له ناټو سره يو ځای د پاتې شونو په لېرې کولو کار وکړ، د ژغورنې پلټنو مشري يې وکړه، او مرستې يې ووېشلې. د پروان ولایتي چارواکو د خوراک، اوبو، او تودو لباسونو وېش پيل کړ، په داسې حال کې چې د لنډمهاله سرپناه لپاره يې ښوونځیي وکارول. دوی د ټولګټو چارو عامې وزارت له وسايلو څخه د کابل او پروان روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد لپاره کار واخیست. [۱۹][۲۰][۲۱]

د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د کویډ-۱۹ اقداماتو کول ناممکن وو، او له وړاندې اغیزمنو خلکو لپاره یی چاپیریال لا پسې خراب کړی و. په سيمه ييزه کچه د سيلاب پېښو په وړاندې د ژغورنې او غبرګونونو سره سره، په افغانستان کې زرګونه ودانۍ سيندونو ته څېرمه سيمو کې پرتې دي. دوی پرته له دې چې د سيلاب کمولو مناسب پروټوکونه موجود وي، له خطرناکو سيلابونو سره مخ دي. [۲۲][۲۳]

نړيوال غبرګونونه[سمول]

د ملګرو ملتونو د بشرپالو چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) په وینا، نړيواله ټولنه په دې پوهيږي چې افغانستان د طبيعي پيښو او ورسره تړلو بشري کړاوونو له لوړ خطر سره مخ دی. د اروپایی کمیسیون INFORM د خطر ډلبندي، افغانستان د خطرونو د ټولیز ګواښ، ټیټ ټولنیز-اقتصادي حالت او د مقابلی د محدودو میکانیزمونو او زیربناوو پر بنسټ د خورا لوړ خطر په توګه ټاکی. ډیری نړیوال بشرپاله فعالین په افغانستان کې دوامداره شتون ته دوام ورکوي، او د ANDMA سره یوځای د 2020ز کال د سیلاب د موسم په اوږدو کې سیلابونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دي.[۲۴][۲۵]

د 2020ز کال د سیلاب موسم له پیل څخه دمخه، OCHA د افغانستان د ICCT سیلابونو اټکلي پلان جوړ کړ، چې په 2020ز کال کې د سیلابونو وړاندوینه کوي، څو د تیرو درېیو کلونو وچکالۍ وروسته عادي کچې ته راستون شي. په هر حال، دې راپور دا هم په ګوته کړه چې شونې ده د اقلیم د بدلون اغیزې د سیلابونو په ګډون د شدیدو طبیعي پیښو د زیاتوالي او سختوالي لامل شي، او په همدې بنسټ ممکنه ده چې بشري مرستو اړتيا لوړه کړي. [۲۶]

د 2020ز کال د اګست د میاشتې د 26 نیټې د سیلاب تر ټولو سختې پیښې وروسته، په پروان ولایت کې، چې یو له سختو ځپل شویو ولایتونو و، یو شمیر نړیوالې مرستندویه موسسې په خدمت بوختې وې، او له ANDMA سره یې د زیانونو او د ژوند د زیان په ارزونه کې مرسته پیل کړې وه. د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، ډبلیو ایف پي، د افغان کډوالو لپاره د ډنمارک د مرستو کمیټه، د ډنمارک د کډوالۍ شورا، پاملرنه نړيواله مؤسسه او ARCS په سیمه کې موجود فعالين وو. OCHA راپور ورکړ چې د 2020ز کال د سپتمبر تر 8مې نېټې پورې بشرپاله فعالینو 892 کورنیو ته غیر خوراکي توکي (NFIs)، خیمې، سرپناوې، د خوراکي توکو لپاره نغدې پيسې او د حفظ الصحې بستې ویشلي دي. IOM همدرانګه خبر ورکړی چې په مرکزي سيمه کې نورو 1884 کورنيو، په ختيځه سيمه کې 9 کورنيو او په سويل ختيځه سيمه کې 48 کورنيو ته د ګڼو نړيوالو ادارو او ANDMA له خوا هم غېر خوراکي توکي، سرپنا، د خوراک لپاره نغدي او د حفظ الصحې بستې هم وېشل شوې وې.[۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Afghanistan flooding: Dozens dead, hundreds of homes destroyed". Al Jazeera English. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Over 110 Killed in Flash Floods in Afghanistan". TOLOnews. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 26 August 2020 باندې). Flash floods kill more than 70 in Afghanistan.
  4. (په 26 August 2020 باندې). Flash floods kill more than 70 in Afghanistan.
  5. Popalzai, Ehsan; Pokharel, Sugam. "Afghanistan floods kill dozens, with many still missing". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghanistan Flash | Conflict Displacement and Localised Flooding | 31 August 2020 | HumanitarianResponse". www.humanitarianresponse.info. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan Flash | Conflict Displacement and Localised Flooding | 31 August 2020 | HumanitarianResponse". www.humanitarianresponse.info. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Over 110 Killed in Flash Floods in Afghanistan". TOLOnews. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 27 August 2020 باندې). 'I Lost Everyone': Floods Bruise a War-Weary Afghanistan. The New York Times.
  10. "Asia and the Pacific: Weekly Regional Humanitarian Snapshot (21 - 27 April 2020) - Myanmar". ReliefWeb (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Afghanistan - Floods (Local Media, ANDMA) (ECHO Daily Flash of 03 April 2020) - Afghanistan". ReliefWeb (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Afghanistan - Flash floods (AMD, NOAA, Floodlist, media) (ECHO Daily Flash of 02 April 2020) - Afghanistan". ReliefWeb (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghanistan Flash Update: Daily Brief: COVID-19, No. 28 (6 April 2020) - Afghanistan". ReliefWeb (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "IOM - Humanitarian Assistance Programme (HAP) Biweekly Report (29 July 2020 - 11 August 2020) - Afghanistan". ReliefWeb (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 2020-08-26 باندې). Nearly 80 Killed as Flash Floods Ravage City in Afghanistan. The New York Times.
  16. "CISR~GMAR: Afghanistan National Disaster Management Authority". www.jmu.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "NDMIS | Reports". ndmis.andma.gov.af. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Afghanistan Flash | Conflict Displacement and Localised Flooding | 31 August 2020 | HumanitarianResponse". www.humanitarianresponse.info. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Flash Update No. 1, 26 August 2020: Localised floods in Central and Eastern Afghanistan - Afghanistan". ReliefWeb (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Scores killed, many still missing after flash floods ravage Afghanistan, crumbling homes". www.cbsnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "NATO and Afghan security forces provide relief to flood victims in Afghanistan". NATO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Scores killed, many still missing after flash floods ravage Afghanistan, crumbling homes". www.cbsnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Flash Update No. 1, 26 August 2020: Localised floods in Central and Eastern Afghanistan - Afghanistan". ReliefWeb (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "INFORM > INFORM Risk > Country Profile". drmkc.jrc.ec.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Afghanistan: ICCT Flood Contingency Plan (Mar - Jun 2020)". www.humanitarianresponse.info. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Afghanistan: ICCT Flood Contingency Plan (Mar - Jun 2020)". www.humanitarianresponse.info. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Flash Flood Situation Report 29 August 2020". afghanistan.iom.int. International Organization for Migration. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Flash Flood Assessment and Response Update - 8 Sep 2020 | International Organization for Migration". afghanistan.iom.int. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)