د افغانستان په ختیځ کې د نښترو ځنګلونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان په ختیځ کې د نښترو ځنګلونه چې ځانګړي ایکوسیسټم لرونکو برخو ته اړوندېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې له یو بل څخه په واټن کې موقعیت لري چې د سمندر له سطحې څخه د ۲۰۰۰ مترو (۶۶۰۰ فوټو) په لوړوالي دغه ځانګړې برخې پوښي. دغه ځانګړې برخې د مارخور (Capra falconeri chiltanensis) په نوم وزو لپاره چې د پاکستان ملي حیوان دی او د تاو تاو ښکرو لرونکو وزو په توګه پېژندل کېږي د ژوندانه چاپېریال جوړوي چې نسل یې د انقراض له ګواښ سره مخ دی. د دغو برخو ځنګلونو په پراخه کچه د لرګیو د تولید لپاره زمینه برابروي. [۱][۲][۳][۴]

موقعیت او څرنګوالی[سمول]

د دغو ځنګلونو شمالي برخه چې تر ټولو کوچنۍ برخه یې هم ده د هندوکش غرونو سویلي لمنې ته په نورستان ولایت کې موقعیت لري چې د جلال آباد ښار څخه ۶۰ کیلومتره فاصله لري. دغه فرعي برخه د شمال او سویل له اړخه د هندوکش غرونو د ځانګړو آلپي برخو او د ختیځ او لویدیځ لوري څخه د بلوچستان د وچو ځنګلونو له خوا چاپېره شوې. منځنۍ برخه یې د کابل سوېل ته د پکتیا په ولایت کې موقعیت لري. دا د ګردیز درې ختیځ ته غرونه پوښي. سویلي برخه یې بیا د پاکستان د کویټې او کچلاک په غرونو کې موقعیت لري.[۵][۶]

په شمالي برخه کې خاوره یې ریګ لرونکې او د عضوي موادو لرونکې سور رنګه خاوره ده. په سویل کې یې سطح بیا په آهکي ډبرو پوښل شوې. [۷]

د هوا حالات[سمول]

د دغه ځانګړي چاپېریال لرونکو برخو هوا مرطوبه قاره یي هوا ده چې ګرم اوړی لري (د کوپن اقلیمي طبقه بندۍ له مخې). د دغو سیمو هوا د تودوخې د موسمي بدلونونو له مخې ځانګړې کېږي چې ګرم اوړي لري (لږ تر لږه په څلورو میاشتو کې هوا له ۱۰ سانتي ګراد درجو (۵۰ فارنهایت درجو) لوړېږي، خو په ټولو دغو برخو کې په منځنۍ کچه له ۲۲ سانتي ګراد درجو (۷۲ فارنهایت درجو) هوا نه ګرمېږي. په دغه سیمو کې د ورښت منځنۍ کچه په کال کې له ۲۰۰-۴۰۰ ملي متره ده.[۸][۹][۱۰]

بوټي او ژوي[سمول]

د دغو ځانګړو چاپېریال لرونکو سیمو یوازې نږدې ۴۰ سلنه برخې نباتي پوښښ لري چې عموما د کوچنیو بوټو، وښو او پرانېستو ځنګلونو په واسطه پوښل شوي دي. د ځنګل ډول یې تر ډېره پورې د لوړو سیمو له مخې ټاکل کېږي. د سمندر له سطحې څخه د ۲۱۰۰ – ۲۵۰۰ متره ارتفاع لرونکو سیمو کې ځنګلي سیمې وچې دي چې په کې د جلغوزې، بلوطو (دواړه ډوله بلوط عادی او نربلوط) او نښترو ونې شنې کېږي.

د شمالي غاړې په کوچنیو جهیلونو کې یې په پریمانه کچه کډه کوونکي الوتونکي او سربېره پر دې همدلته زیږدونکي ژوي ژوند کوي چې د هیلیو بېلابېل ډولونه، مرغابۍ، تورغاړې مرغابۍ او نور په کې شاملېږي.[۱۱][۱۲]

ساتل کېدونکې برخې[سمول]

د دغو ځانګړو سیمو شاوخوا ۹ سلنه برخې په رسمي ډول ساتل کېږي. دغه ساتل کېدونې برخې عبارت دي له: [۱۳]

  • هزارګنجی – چلټن ملي پارک
  • د ساسنما ژوبڼ
  • زوار خان لوبغالی
  • ګوګی لوبغالی
  • وام لوبغالی
  • د نورستان ملي پارک

د نورستان ولایت ملي پارک چې د دغه ځانګړي چاپېریال لرونکو سیمو په شمالي برخه کې موقعیت لري د ۲۰۲۰ زکال په جولای میاشت کې د افغانستان ملي پارک اعلان شو. دغه مهال د سیاحت په موخه د یو لړ تسهیلاتو او پلانونو وویل شول چې تر اوسه نه دي اعلان شوي. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). World Wildlife Federation. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Map of Ecoregions 2017" (په انګلیسي ژبه کي). Resolve, using WWF data. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). Digital Observatory for Protected Areas. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). The Encyclopedia of Earth. د لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Map of Ecoregions 2017" (په انګلیسي ژبه کي). Resolve, using WWF data. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Map of Ecoregions 2017" (په انګلیسي ژبه کي). Resolve, using WWF data. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). World Wildlife Federation. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kottek, M., J. Grieser, C. Beck, B. Rudolf, and F. Rubel, 2006. "World Map of Koppen-Geiger Climate Classification Updated" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). Gebrüder Borntraeger 2006. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  9. "Dataset - Koppen climate classifications" (په انګلیسي ژبه کي). World Bank. د لاسرسي‌نېټه September 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). World Wildlife Federation. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). The Encyclopedia of Earth. د لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). The Encyclopedia of Earth. د لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "East Afghan montane conifer forests" (په انګلیسي ژبه کي). Digital Observatory for Protected Areas. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Nuristan province has been declared a National Park in Afghanistan". Deutsche Welle. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)